عزیزاحمد خوارمل

 

نوام چامسکی :

امریکا او اسرائیل نړیوال ګواښ دی

د جام جم آنلاین دسایټ څخه:

ژباړونکی:عزیزاحمد خوارمل

 

نوام چامسکی ،امریکایی یهودی ر وښان اندی په خپل یوه مقاله کې دامریکی متحده ایالتونه او اسرائیل یې دنړیوال سولی پرضد ګواښ بللی دی.

د« کامن دریمز» داطلاع رسونی دشبکی درپوټ پر بنسټ.نوام چامسکی په یوه مفصله مقاله کې په خپل خاص ادبیاتو سره دغه پوښتنه یې رامنځته کړیده ،که داسی ګواښونه چې همدا اوس داسرائیلو درژیم دخوا دایران پرضد ترسره کیږی ، که دغه ګواښونه دایران دخوا داسرائیلوپرضد ترسره سوی وای او که ایران دالمان هستوی سمندری اوبتل یې ترلاسه کړی وای اوپه هغه سره يې اسرائیل ګواښولی وای ،هغه مهال به وضعیت په بل ډول وای ؟

دنوام چامسکی دلیکنۍ پر بنسټ ،اسرائیل هم په همدی ډول لکه خپل تل پاته ملاتړ کوونکی متحده ایالتونه ،هروخت چې وغواړی وشخړواوجګړوته پناه ور وړی . دا اسرائیل دی چې دنړیوالو قوانینوخلاف فلسطینی سیمی ترخپل ښکیلاک لاندی سیمو کې ښارونه جوړه وی ا وپه وارو وارو یې بی رحمانه یر غلونه دلبنان دهیواد او دغزی دخلکوپرضد تر سره کړیدی . اسرائیل بیله کوم موجه اوپرځای دلیل څخه په دی یرغلونو اوبریدونو سره په لس هاووزره کسه یې وژلی دي .

چامسکی وروسته بیا ودی واقعیت ته یې اشاره کړی ده اولیکۍ :دایران اسلامی جمهوری دولت په خپل ټول عمر کې هیڅ ډول تیری کوونکی کړنه یې دخپلوچاروپه ترسره کولوکې ترخپل کاراوپروګرام لاندی نه ده نیولی اودهسټوی پراختیا پلان اوچاری .هغه پخوانی کړنلاره ده چې دایران دشاهی نظام په وخت کې پیل سوی وی اودهغه وخت دشاهی نظام څخه لویدیز ملاتړ هم کول .

چامسکی لیکۍ سربیره پردی چې دامریکائیانو رپوټونه نه څرګنده وی چې ایران دی دهسټوی وسلو دترلاسه کولودپاره کوم عملی کړنه یې پيل اوترسره کړی وی اوکه ایران ودی خواته راکش سی دانوپه بربنډه ټوګه دامریکی دمتحده ایالتونو اوداسرائیلودګواښونوڅخه ددی هیواد پرضد رامنځته سوی پلان به وی اودغه ګواښونه دملګرو ملیتونو دمنشور څخه سر غړونه بلل کیږی .

۲

چامسکی همدارنګه څرګنده وی ددی هیوادونو په هانداوبارو،ایران چې دسولی درامنځته کیدو څخه مخنیوی کوی بیا نودسترګواښ ترسرلیک لاندی ددی هیواد بربنډه کول یوازی ددی دپاره دی چې کیدی سی اسرائیل او امریکا دی د ایران پرضد دځواک څخه کار واخلی .

او په دی لړ کې ایران چې دلودیز په وړاندی په«بریالیتوب سره سرغړونه »کوی باید جزا ورته ورکړل سی .دا هغه تور دی چې نیمه پیړی مخکی پرکوبا باندی هم دغه ډول تور ولګول سول .

 

 

 


بالا
 
بازگشت