محمد عمر ننګيار

 

 

په  مسکو کې  ((سيبی  از بهشت))
افغاني هنري  فلم کره کتنيزې  نندارې ته وړاندې شو

 

 

 

افغان پياوړی فلم جوړونکی ښاغلی دکتور همايون مروت په مسکو کې  د هنر او فرهنګ د ودې  د ټولنې په بلنې  د مارچ د مياشتې په ۱۷ مې  نېټې  ډک لاس  مسکو ته راورسېد   او خپلو وطنوالو  ته يې  د خپلې وروستۍ هنري  لاس ته راوړنې ((سيبې  از بهشت)) په نامه  هنري  فلم د نندارې  زيری  ورکړ .

((سيبی  از بهشت))   هنري  فلم چې يو فلسفي ــ هنري اثر دی  ، د افغانستان د سينما په لنډ تاريخ کې  يې نوی باب پرانيست .

دلته په مسکو ښار  کې  دغه هنري فلم  د نندا رې لپاره  ډېري افغانانو   ساعتونه او شېبې شمېرلې او په بې قرارۍ  د  نندارې وخت  او ځای ته غوږ په آواز   وو  .

څرنګه چې   د   مسکو د ګڼې ګوڼې ښار  سينما ګانې  يوه مياشت لا دمخه خپل ننداريز  پروګرامونه  لري نو  ډېره ګرانه ده  چې ژر دې   کومې سينما سره تړون ترسره شي  . خو بيا هم په هنر او فرهنګ  بې ساري  مينان  ډاکتر صاحب شاه محمد ګويا  او  عبدالشکور   رحماني  پر دغې ستونزې  بری وموند  ، د ((ژورناليستانو د خونې)) د سينمايي تالار  له مسئولينو  سره  موافقې ته ورسېدل  چې د مارچ  د مياشتې  په ۲۴  نيټې  يې د مازديګر په پينځو  بجو  د دغه هنري   فلم  د مينه والو  انتظار  رالنډ  کړ  چې په دې توګه نږدې  ۱۲۰    تنو    افغانانو  او د   روسيې  د فدراتيف  د هنري او علمي  کړيو  استازو   د د غه  وتلي  فلم  د نندارې  له خوند  څخه  برخمن شول .

په ياد شوي سينمايي تالار کې  ډېرې افغان مېرمنې  او پېغلې هم تر سترګو کېدې  چې  د  نورو  په څېر هره شېبه  د سينما د سپينې  پردې پر مخ د څه ليدو ته  بې  وارې وې . شېبې رالنډېدې  ،  د تالار د څراغونو   رڼا    تته  شوه ، په تالار کې د ټولو  ناستو مينه والو تر منځ ګونګسی   شو  خو  دښاغلي  شکرالله  رحماني  غږ   په يوه وار   ګونګسی  غلی کړ  . رحماني صاحب په خپل مينه ناک غږ  د دغه  فلم په فلسفي او معنوي  اړخونو  رڼا واچوله   او  وروسته  يې د فلم   سناريست  او  رژيسور   نندارچيانو ته وروپېژاند  او بلنه يې ورکړه چې   د خپل جوړ کړي فلم  په هکله  څه  ووايي .

د ((سيبی  از بهشت))   د  فلم سناريست  او  رژيسور  ښاغلي  دکتور همايون مروت  د حاضرينو مخې ته راغی  ، د خپلو تېرو هنري  کارونو  او په ځانګړې توګه  د خپل وروستي  هنري  سينمايي اثر  (( سيبی از بهشت)) په هکله  لنډې  خبرې وکړې او له  حاضرينو څخه يې   وغوښتل  چې په ژوره توګه او په انتقادي  نظر  د فلم  نندارچيان  واوسي . وروسته بيا په داسې حال کې چې فلم  په روسي  ژبې ژباړل  شوی و   نندارې ته کښېښودل شو .

هوکې د سينما ځراغونه مړه شول ، ټول ناست کسان  په تالار کې نور  نه  ښکاره کېدل ،  يوازې د سينما د سپينې پردې  پر مخ   د رنګينو انځورونه  پرلپسې   لړۍ  د  سترګو مېلمنه وه .

شېبې تېرېدې،   انځورونو  زړونه او نظرونه  خپلول  ، ښه شېبه وروسته  ټول  ناست  کسان  د سينما په تالار کې تش کالبد شوي  وو  ، هوکې  زه هم نور نه وم ،  ، موږ ټول نه وو  ، چېرې وو ؟  نه پوهېږم  ، لکه چې هر څوک  هرې خواته   د خپلې   اروا   سره   سرګردانه  وو  ،   هر چا هلته د فلم  د پرسوناژ سره غم  شريک کړی و ،  او په ګډه  يې ورسره ژړل ،  غږ غوږ  نه  و  تا به ويل چې ټول هلته د فلم په صحنو کې  ورک شوي دي ،  ، هو   د فلم پای رانږدې شو ،  د فلم   اتل  یعقوب    د يوسف  په مينه کې  بې خوده و  ،  څراغونه ولګېدل ، ما ولېدل  چې  ډېرې لږې سترګې    وچې وې  ،  ټول    تالار په پښو ودرېد  او د فلم   د رژيسور    شاباسی    يې   وايه .

 ښاغلی   رحماني  بيا  راغی او   په  ژړغوني    غږ    يې   له   حاضرينو   وغوښتل چې  د فلم  په  اړوند خپلې  رايې   وړاندې کړي .  په  ترتيب  سره   ښاغلو   فرهنګيانو  ډاکتر جمشېد سمون ، ډاکتر علي کريمي ،محمد عمر ننګيار ،  فاروق فردا ،  آغلې دکتورس راضيې  هوتکي  او څو تنو  روسي مېلمنو   د فلم څخه  خپل   برداشتونه  او  د فلم  د ښکلاوو   او همدارنګه  ځينو نيمګړتياوو په هکله  خپل کره کتنيز نظرونه  له ښاغلي  دکتور  مروت سره شريک کړل  .

د فلم له نندارې وروسته  ډېرو هېوادوالو وغوښتل چې د يوې ځانګړې غونډې په ترڅ  کې دې  په دغه وتلي  هنري    فلم  لانوره   تفصيلي   کره کتنه  وشي  . په مسکو کې  د افغانانو  د کاري مرکز  او  سراسري  ټولنې فرهنګي څانګې  د دغې غونډې  د جوړېدو   او  کوربه توب    په هکله  خپل هوډ  څرګند کړ  او د مارچ  د مياشتې   په    ۲۵   مې   نېټې  د  دغه مرکز  د کنفرانسونو  په  خونه  کې  د مازديګر په  شپږو بجو   د   سينما ، هنر او فرهنګ  په   هکله  د  نظر د خاوندانو    او  مينه والو   په ګډون   غونډه جوړه  شوه . د غونډې په پيل کې د افغانانو  د کاري مرکز  او  سراسري  ټولنې فرهنګي  مرستيال  محمد عمر ننګيار  مېلمنو ته ښه راغلاست  ووايه او بيا يې په مسکو کې  د افغانستان  د اسلامي  جمهوريت  د  سفارت له  کلتوري  آتشې  ښاغلي  نجيب الله شينواري  څخه وغوښتل چې  په خپلې وينا  سره  غونډه  پرانيزي . ښاغلي   شينواري   د ((سيبی  از بهشت))    د فلم  د لوړ  هنري انداز   او په زړه پورې سوژې  په هکله  خپل نظر ځرګند کړ . وروسته بيا د غونډې  له حاضرينو څخه لسو   تنو   په خپل وار   د  دغه  هنري  فلم چاڼ وکړ  او خپل    نظريات يې  په  دوستانه فضا کې څرګند کړل  چې   د  فلم  د رژيسور  ښاغلي   دکتور  همايون مروت  له خوا يې   هرکلی وشو .

د غونډې  په پای کې هغه يادګاري تحفه  چې د افغانانو  د کاري مرکز  او  سراسري  ټولنې  د رئيس ښاغلي غلام محمد جلال  لخوا    بېله شوې وه  ،  ښاغلي  مروت ته  وسپارل شوه  .

 

 

 


بالا
 
بازگشت