شفیق دهراتیانودزړه تل ته وغورځید

شفیق مرید دافغانستان تکړه ځوان سندرغاړی غوښتل چې دهرات ځوان نسل ته دسولی اویووالی ترشغلولاندې دمسکا(تبسم) په نوم دکوچنی اخترپه دریمه

ورځ کنسرت وړاندې کړی،خودهغوهژمونیستی شخصیتونو له خوا چې دافغانانوپه متفرق کولو سره ،غواړی خپله مفسده څوکی په حکومت کې وساتی،دا

کنسرت سبوتاژ سو.

د سبوتاژ هڅې څه وخت نه پیل شوې وې؟

داخترپه لمړۍ ورځ مې اودس وکړ دسپیڅلوجامو له اغوستلووروسته دهغه جامع جومات په لوررهی شوم چې زموږکورته نږدې و، خوا داسې ښکاریده

چې زه ډیروختی راغلی وم ،هوا ډیره ګرمه وه نوماغوښتل چې دلمانځه تر وخته یوه سیوری ته ودریږم تصادفاٌ دادجومات دحجرې ددیوال سیوری و چې

له کړکی نه یې دطالبانواوملایانو غږ راته ، ورو،ورو دې حجرې دننه دیالوګ زما پام ځانته رااړاوه ، ددیالوګ نه مې داسې وانګیرله چې داخترددریمې

ورځې دکنسرت موضوع دلمانځه نه مخکې وعظ کې شامله او له خلکو په کلکه وغوښتل شی چې دا کنسرت دفرهاد دریا دکنسرت په څیر سبوتاژ کړی

دې دیالوګ له باډی لنګویچ نه داسې معلومید له چې د موسیقی ،ملی وحدت اوپښتنوپرضد پکې تعصب موجود دی،اودایې هم ښودله چې قومانده له مرکز

نه دهغو کړیوله خوا ورکړل شوې وه چې له مذهب نه په استفادې سره خپل هژمونیږم خلکو ته څرګند کړی سربیره یو څه ایرانی بوی هم ورځنې راته.

دحسن غمکش په څیر مې داختر په ورځ طبیعت خړ پړ شو په ځنګیدو دکور په خوا روان شوم ،خو اندیښنه مې په دې زیاته شوه چې داختر په دریمه به

څه کیږی؟خدای مکړه مرید ته څه زیان ونه رسیږی ،په همدې سوچونو کې مې دتلویزیون ننداره کوله ،ناببره مې پام شو چې یو سمییږ تلویزیون دمرید  مرکه خپروی.   هغه هم داسې :

خبریال :   ښاغلی مرید تاسو اوس چیرته یاست؟

مرید  : زه همدا اوس دښاغلی والی صاحب (صبا) په دفتر کې ناست یم .

خبریال:   ستاسو کنسرت څه ډول کنسرت دی؟

مرید  : زما کنسرت د (یک تبسم) په نوم کنسرت دی چې دهرات خلکو ته

دملی وحدت اوسولې پیغام لری.

خبریال : کومې سندرې په دې کنسرت ویل کیږی؟

مرید : دالله اکبر، دبلال خوږ آذانه ،ربابم رابیاورید اونورې وطنی اوحماسی سندرې .

خودمولوی صاحب په وعظ کې ما داسې واوریدل(ما ازمردم مسلمان هرات میخواهیم که نګذارند این فحشا وپای کوبی دراستدیوم برپا شود ما حتی در

ین راه خون خودرا خواهیم ریخت)

زه داختر دریمه ورځې ته، په ډیره اندیښنې سره منتظر وم.

داختردریمه ورځ راورسیده بیاهم حسن غمکش (زه) لس بجې دهرات ستدیوم مخې ته حاضر وم .که ګورم چې هراتی غښتلی ،زړه ور اوفرهنګپاله ځوانان دستدیوم مخې ته راغونډ شوی، مرید نشته خومریدان ښته دی. دلوډ سپیکر نه په اوچت غږ دمرید ددې سندرې غږ راځی :

 (دبلال خوږه آذانه  + دملالی یا قربانه) او دمریدانو په لاسونو کې دا شعار لیدل کیږی (افراط ګری بس است) څو هراتی ځوانانو خپل مینځ کې ویل ( وزیر اطلاعات وفرهنګ بوزینه ی داریم ) نه پوهیږم چې هراتی ځوانان بوزینه څه ته وایی ؟.

گزارشگر

 

 


بالا
 
بازگشت