«دپښتوادبیاتو پرعلمي ذ خیره یو بل د ګټي وړکتاب ورډیر سو»

 

 

 

جنګ او مینه هغه پښتوادبي کتاب دی ، چي قاهر اڅکزی دټوټواو لنډو کیسو په څیر لیکلی دی.په دې کي هیڅ شک نسته ، چي محترم اڅکزی صاحب نوموړی اثر دجنګونو دوخت یو ډیرښه انځورتصورکړی دی.چي دهر افغان دپاره په زړه پوري اود ګټي څخه خالي نه دی.

لیکوال چي په خپله هم جنګ ځپلی دی، غواړي چي د کتاب پیغام ،دجنګ ځپلي دآرمان سره یوځای کړي،یوه ستره هیله ځیني جوړه کړي.او بیا دا هیله په ټولنه کي دنن ورځي انسان ته وروړاندي کړي،که چیری دنن ورځي انسان نه سي کولای چي دا هیله تر سره کړي، نو هغه دي دسبا ورځي انسان ته ور وسپاري، که دسبا ورځي انسان هم نه سي کولای ،دا هیله تر سره کړي.نو دې نه هیروي ،ایسته دې نه غورځوي او بیا دې دبل سبا انسان ته ور وسپاري .

دا ستر ه هیله په حقیقت کي یوه داسي را تلونکې ده ،

چي دجنګ څخه به تشه وي

خود میني څخه به ډ که وي

ننګیالی بڅرکی

 


بالا
 
بازگشت