حبيب الله غمخور

 

سوېډن –  دمالمو ښار

د۲۰۱۳ ز کال دجنوري ۱۹

په سويډن کي دروزگان ملي مهالنۍ خپرونې د ادارې جدی گوت نيونه اويادونه !

 

دروزگان والی صاحب لويه تيروتنه   .

په حيرانتيامودتاند ويب پاڼي پرټنډه دا جالب اوحيرانووکی خپر ترلاسه کړ  : ((له کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره د ارزګان مهالنۍ خپرونې لومړۍ ګڼه له چاپه راووته. )) تاند دجنوري ۱۹

ددې خبر په لوستلودروزگان ملي مهالنۍ خپرونې  ټول همکاران اوزموږ لوستونکی حيران پاته سول ،دنړۍ دمختلفو هيوادونه يو شميردوستانو تليفون وکړ اودهغوي گوت نيونه بياداوه ،چي ددې نشرې لمړئ گڼه خواته کاله پخوا نشرسوې اوس ئي ولي زه يوځل لمړۍ گڼه خپروم .

مادويته په جواب کي وويل  لکه چي تاسو خبر نه ياست زه هم پدې کار خبرنه يم .دروزگان چارواکوپرخپل سر پرخپله دولتی نشريه هغه نوم ايښئ کوم چي همدا اوس دلته له سويډن څخه نشرات لري،اويوپه بل پسې دافغانستان اونړۍ دمسائيلوپه وړاندي اعلاميې، احتجاج ليکونه اوپيغامونه خپروي،زه نه پوهيږ م چي زموږ په هيوادکي دولتي چارواکي ولي دومره بي خبره اويامغروردي؟

ترټولوجالبه خوداده چي داطلاعاتو اوکلتور وزرات چي تر وزيره په سويډن کې پدې نامه په شراتو خبردي اويوځل ئي دوې گڼې چي دکرزی دوژل سوی ورورپه هکله مقالې پکښې نشرسوی وې ،په همدې افغانستان کي زنداني سولې، په ډيروستونزوددولتی چارواکو دماشومانه بازی وروسته له زندان څخه ازادي اونيمگړې ترلوستونکو پوري ورسېدلې، دکوم قانون له مخې ويته پدې نامه دنشراتو امتياز حق ورکړ  .

پوهيږم چي دمطبوعاتو اواخوندزادگانوترمنځ  يوڅه واټ وي .

دروزگان ولايت دولتي چارواکې دې ټکی اومطبوعاتو قوانيوڅخه سرغړونې اوتيروتنې ته متوجه کوم چې دخپلې دولتی خپرونې لپاره دې يوبل مناسب نوم وټاکي،موږ به ئي په وياړ سره قلمی،مالي اومعنوی ملاتړ وکړو .

داډيره جالبه خبره ده چي دکرزی صاحب  د حاکميت په ورستيو شپو او ورځوکښي  دده لاس (( لاس))  تر روزگان پوري هم ورسېداودتگ په وخت کښي ئي پياد سول چي دلته خو هيڅ وخت مطبوعاتي نشرات ندي سوي .

نه پوهېږم چي دويته دسوادمحرم نه ووايم اوکه دقانون څخه بې خبره ياتاريخی سرغړونکي اويادتل پشان دقانون څخه دقالينې استفاده کوونکی . دوي په ډيره عجله سره،چې دا له امريکانه راورسېد لمړی ئې دلويې جرگې دغير قانوني دايرېدودډرامه پيل کړه او ددې لوبې  ترڅنگ ئې دادی زمادزېږئېدو ترځايه معامله گری راورسېدل . نه پوهېږم چي په نورو ولايتونوکښي به ئي خپلو اخوندزاده گانوته څه ډول اودکوموکارونوهدايتونه ورکړي وي ؟ دادی دروزگان والي امير محمد اخندزاده  فکر کوم ديوه هدايت پر بنيادپه روزگان کي هم د نشراتودډير ناوخته شتون لپاره لاس پکارسو،خوهرکارچي په عجله اومعامله وي لکه ارمونۍ زوي خطاراځی، دوي هم په وارخطايي سره دخپلو نشراتولپاره دروزگان ملي مهالنۍ چې د ((روزگان )) په نوم دغيرتی ولس لخوادا اته کاله پخوا ټاکل سوی اننشرات لري ، نوم غلاکوی اوپر خپله دولتي نشريه ئې اېږدي  .

دروزگان ملي مهالنۍ خپرنه د۲۰۰۶ کال(۱۳۸۵  ل )راپدي خوادسويډن هيواددمالمو ښار نه ديوې رښتيانۍ خپلواکي،ازادي اوبې پرې  ملي مهالنۍ خپرونې په توگه دافغان ولس اواز،پوښتنې او غوښتنې،زموږ دهيواد دپوهانودعالمانه تحليل په مټ ترټولو افغانا نو اونړيوالو رسوی  .

زه نه پوهیږم چي دروزگان والی صاحب ولي دمطبوعاتو قانون لکه نورقوانين تر پښو لاندي کوی اوديوې خپلواکي نشر يې نوم چې دا اته کاله دسويډن هيواد دمالمو ښار نه زما ((حبيب الله غمخور )) په مسوليت اودنړۍ په مختليفوهيوادونوکې دبې شمير ه افغانانوپه مالي ،معنوی اوقلمی مرسته نشرېږ ي ، پر خپله دولتي جريده ايږدي کوم چي  يوازي ددولت لپاره نشرات کوي .

دا اته کاله دروزگان ملي مهالنۍ دسويډن هيواد دمالمو ښارنه خپرېږي ،دانشر يه هر ځل يادبرېښنا ليک اوياهم په ژوندی بڼه تر خپلو لوستونکوپوري رسېږي .

په همدې ترينکوټ اودروزگان په هغو ولسواليوکي چي ددولت تر حاکميت لاندي نه دي دروزگان ملي مهالنۍ خپرونې  بې شمېره گڼې پيدا کيږي .

که اخوندزاده ُصاحب په رښتياد روزگانيانو لپاره  فرهنگی خدمت کولاي  ،نوهغه ته پکاروه چي  ډير پخوائي ددې ولايت فرهنگی ستونزو اوتشوته پاملرنه کړې واي .اوکه ئي غوشتل چي په دې نامه نشرات ولري نو بايد زماسره ئي تماس نيولی واي اوپدې هکله ئي زماسره خبري کړي واي .

داخبرې ځکه جدی کوم چي دروزگان پخواني والي صاحب څوځله دغه نشريه ترلاس کړې،که ارشيف ته ولاړ سي،که ئي غورځولې نه وي هلته ئي زياتي گڼې شته .زه داسي کسان همدا اوس ددي ولايت په مامورينوکې پېژنم چي دوي زموږ دغه نشريه ترلاسه کړی او لوستي ده .خپل نظرونه اونيوکی ئي زماسره دتليفون په مټ شريکي کړي دي ،نوڅنگه اودکوم قانون له مخې يومنلی نوم پر بلې نوې پيل سوی نشريې اېښودل کيږي ؟؟؟؟؟؟

دهمدې ليکنې په سلهاوودرانه اوپر وطن مين سپېڅلي لوستونکی اوليکوال ددې خبري پخلی کولاي سي  .

زه ددې نوم اېښودل پر يوې دولتی نشريې پدې معنابولم چي اوس دولتی چارواکوپه موږ بهرمېشتوافغانوپسي هم پښې رالوڅې کړې ،کوم چي دخپلې خولې ديوې گولې  ډوډۍد سمپا  په قيمت په خپلواکه بڼه دخپل هيوادلپاره فرهنگی چوپړ کښي اخته دي .

درنو هيوادوالو اولوستونکو!

دمطبوعاتودنړيوال قانون له مخې ددې نوم امتياز په ټوله نړۍ کښي زماسره دی ،ځکه  اته کاله پدې نامه نشرات لرو . دمطبوعاتو دقانون اونړيوالو مطبوعاتي قواقنينوله مخه دروزگان والی صاحب  پر خپل سره پر هغه نشريه چي دده خوښه ده ،دبلې  هغې نشر يې په نوم نشې نومولاي  کوم چي همدا اوس عملأ له يودموکراتيک هيواد سويډن څخه  دنړيوالو مطبوعاتي قوانينو،منل سوو مطبوعاتي اصولواوپرسيپونوپر بنياد نشرات لري اوپه ټوله نړۍ کښي تر افغان لوستونکو پوري  رسېږي .

دروزگان ملي مهالنۍ خپرونه وياړ ولري چي ددې نشريې پر پاڼو دگران اوجگړه ځپلې افغانستان دټولومېشتو قومونو، ژبو،مذهبونو اوډول ، ډول سياسي عقيدوخاوندانو افغان عالمانو،تاريخ پوهانو،شاعرانو،اديبانواوسياسي څېړنکو ليکنې اواندونه خپاره سوی اوترهيوادوالو پوري رسېدلې دي .

موږ دروزگان ولايت دولتی چارواکونه په ډير درنښت غوښتنه لروچي دخپلې نشريې لپاره يو بل مناسب نوم غوره کړي .

دروزگان ملي مهالنۍ خپرونې مسول مدير  حبيب الله غمخور

,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,

دتاند ويب پاڼي دهغه اطمنان ليک په جواب چي وې ليلک موږ ستاسو نظر نشر کړ.:۲۰۱۳ .۰۱ .۱‍۹

پدې اړوند لاندي ليکونه :

 
سلاسمونه راته گرانو

کور ودان

خوهيله مند يم چي پدې هکله دلوستونکو نيک نظرونه نشرسي ځکه دايوه مطبوعاتي غلاده

اوددې غلا دسپيناوي لپاره کيداي سي په يوه اوبل نامه عجيب اوغريب شيان نشر سي تل ژوندی اوسئ

غمخور

…………

دجنوري ۱۹

راته ترهرڅه گرانو او وياړلو فرهنگی زلمو !په نيکو هيلو اوبې کچې پيرزوينومونازوم

همدا شېبه يودوست له امريکانه ستاسو دپاڼي په هکله چي زموږ دروزگان ملي مهالنۍ خپرونې په هکله مو خبر خپورکړی تليفون وکړ اوستاسو دخبر دا ډول نشر ستاينه ئې موکړه .سره له دې چې ماتراوسه نه دی ليدلې، خو داخلاقی مسوليت له مخې مې بايد په امريکا کښي ستاسو دوطنوال پيرزوينې اولورينې تر تاسو پوري در رسولي واي

په پټو سترگو دخپل وطندارپه ليد ستاسونه مننه کوم

تردې ليک لېږلو وروسته به ئې سم دواره وگورم چي تاسو دخبرپه نشرکښي کوم ابتکار کړئ چي له هغه ځايه مو خپل هيوادوال ستاينه کوي .

چي په تاسو فرهنگی وتلو ځوانانو وياړي . غمخور

 

 

 

 


بالا
 
بازگشت