لیکنه

دمرحوم اسد میوند دلومړني تلین یاد غونډه

 

 

 

کی رفته یی زدل که تمنا کنم ترا

کی بوده ای پنهان که هویدا کنم ترا؟

هو!اسد میوند دخپلویارانو او مینه والونه یوه لحظه هم هېرشوی ندی .دټولو په سترګوکې انځوردی خوبیا هم دوستانواو دفرهنګي هڅوملګرو یې وړمه ورځ د می د میاشتې په څلورویشتمې نېټې د افغانانودسراسري ټولنې دکاري مرکز دکنفرانسونو په خونه کې دده دیاد غونډه جوړه کړې وه.په دغه غونډه کې دمسکو په ښار کې معززو سپين ږیرو، ژورنالیستانو، لیکوالو او شاعرانواودخدای بخښلي اسد میوند ځوانو یارانو ګډون کړی وو.غونډه د الحاج مولوي عنایت الله  له خوا دقرآن عظیم الشان د څوآیاتونوپه تلاوت سره پرانیستل شوه او ورپسې د افغانانو دیاسپورمرستیال محمد عمرننګیار، دلرغوني یونان دفیلسوف افلاطون دمدینې فاضلې داثر بیان له مخې خپله لنډه مقاله ولوستله چې د هغې په یوه برخه کې راغلي وو:پوهان ،ادیبان ،فلاسفه او روڼ انده انسانانو مړینه ستره غمیزه ده خودنیکه مرغه دوی نه هیرېږي.دوې دخپل د علم ،حکمت اوادب په وزرو  د فاضلوانسانانو په زړونو کې بیا بیا زېږول کېږي او په ټولنه کې لکه روح چلېږي نو ځکه خو ددوي مړینه مطلقه تشه نده.دوی پخپلو اثارو کې ژوند ته دوام ورکوي.

خدای بښلی اسد هم دادی موږ ګورو چې زموږ په زړونو او ذهنونو کې ژوندی دی.هر شعر یې چې موږ لولو دی پکې موږ ګورو.وروسته بیا محترم ډاکتر رحمن الدین سراجي دخدای بخښلي اسد میوند ژوند لیک ولوسته او بر سېره پر هغه یې د خدای بخښلي د ښواخلاقواو ادبي خلاقیت او عزت نفس په هکله خبرې وکړي او هغه یې وستایل.

محترم ډاکتر جمشید سمون ددغې غونډې د جوړښت فعال برخه وال وو چې پخپل وار یې داسد میوند څوشعرونه یې په ډېر ښکلي انداز د غونډې برخه والوته ولوسته.په مسکو   کې د روسیي غږ راډیو ډېر ښه اووتلی ژورنالیست هم د خدای بخښلي اسد میوند د شعرونو او دهغه د ټولنیزو اخلاقو په هکله خبرې وکړې.دغونډې بل وینا وال د خدای بخښلي اسد میوند دوست دنوید روز د ورځپاڼې مسوول مدیر فاروق فردا وو.ښاغلي فاروق فردا په ډېر پراخ انداز د خدای بخښلي اسد میوند پر شاعري او شعر باندې ژورې خبرې وکړې او د خدای بخښلي میوند شعري سبک یې د پښټو د ډېر نومیالي وطنپال شاعر خدای بخښلي ملنګجان ته ورته وباله چې ددې خبرې ثبوت ته یې د ملنګ جان څو شعرونه دده د شعرونو سره پرتله کړ چې د غونډې د ګډونوالو د پام وړوګرځېده.وروسته بیا د افغانستان د راډیو ټلویزیوڼ پخوانی ویاند اینجینیر سیف الله لاروی د خدای بخښلي اسد میوند څو شعرونه ډېر ښکلي دکلمه کړ.همدا شان محترم ډاکتر صاحب شیرزاد،محترم سنجرغفاري،محترم افسرسمون،ډګروال عبدالصبور،نجیب الله پيلوټ،ډاکتر نجیب الله تقدیر،اسدالله نوري اوښاغلي میرویس د خدای بخښلي شعرونه اوخپلې یادونی د غونډې برخه والوته واورولې.دغونډې په پای کې د خدای بخښلي اسد میوند ورور عبدالبصیر میوند ددغې غونډې د سمونوالو نه دهغه دکورنۍپه استازيتوب مننه وکړه.غونډه په یوې دعايې سره پای ته ورسېده.

 

 

 

 

 


بالا
 
بازگشت