حامد عبیدی

 

ولې ګن شمیر افغان دیپلوماتان بیرته هیواد ته نه راستنیږی؟

د بي بي سی یو نوی څیړنیز راپور ښیي ،چې په تیره یوه لسیزه کې ۴۰ سلنه هغه افغان دیپلوماتان ،چې بهرنیو هیوادونو کې پر دندو ګمارل شوي د سیاسي پناه یې غوښتې او بیرته هیواد ته راستانه شوي نه دي.

ددې تر څنګ ۷۰ تنه  افغان خبریالان او د رسنیو کارکوونکي  اروپا ،امریکا ،کاناډا او استرالیا ته د خبري پوښښ او یا ورکشاپونو لپاره تللي خو بیرته نه دي راغلي.

همدارنګه افغان لوبغاړو په تیرو لسیزه کې په نړیوالو او سیمه یي لوبو کې ښه وځلیدل او ډیر څه یې تر لاسه کړل ،خو ددوی له ډلې شاوخوا ۶۰ تنه ،چې نړیوالو سیالیو کې د ګډون په موخه تللي و، بیرته هیواد ته را ونه ګرځیدل .

دغه راز په تېرو شاوخوا لسو کلونو کې په سلګونو افغان محصلین چې امریکايي او اروپايي هېوادونو ته په سکالرشیپ تللي بیر ته نه دي راګرځېدلي.

د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې ۷۰۰ تنه افغان دېپلوماتان له هېواده بهر په دندو بوخت دي چې د درې کلنې مودې له بشپړیدو باید هېواد ته ستانه شي او په ځای یې نور دېپلوماتان واستول شي

د افغان دیپلوماتانو نه راګرځیدل دا په ډاګه کوي ،چې د بهرنیو چارو وزارت په دغه برخه کې ډیر ضعیف عمل کړی دی .

که څه هم د تیرو لسو کلونو راپدې خوا اروپا،امریکا او استرالیا ته د افغان دیپلوماتانو تیښته دوام لري،خو تر دې دمه افغان حکومت ددې لرۍ د پای ته رسیدو په موخه رغنده ګامونه پورته کړي نه دي.

بې له شکه ،چې دغه شمیر دیپلوماتان د ورتیا پر بڼست نه ،بلکې د اړیکو پر اساس ګمارل شوي وه .

په تاسف سره ،چې په تیرو لسو کلونو کې ګن شمیر داسې کسان د اړیکو پر بڼست بهرنیو چارو کې پر دندو وګمارل شول ،چې په دیپلوماتیکو مسایلو هیڅ نه پوهیدل او یوازینۍ موخه یې دا وه ،چې څرنګه د دیپلومات د نوم څخه په ګټې اخیستو سره یو بهرني هیواد کې سیاسي پناه وغواړي.

د ۴۰ سلنه دیپلوماتانو نه راګرځیدل د ډیر ضعیف حکومت او په بهرنیو چارو وزارت کې د ضعیف مدیریت ښکارندويي کوي .

د افغان دیپلوماتانو تیښته د بهرنیو چارو وزارت پر کړنو منفي اغیزې کوي او  د ا فغانستان لپاره یوه ستره ضایعه ده، خو له بده مرغه چې تر دې مهاله حکومت د دغې ستونزې د هوارولو په برخه کې ډیر ضعیف عمل کړی .

وزارت ته په کار ده ،تر څو هیواد ته د دغو دیپلوماتانو د راګرځولو په برخه کې جدي اقدام وکړي او د نویو دیپلوماتانو په ګمارلو کې دي له ځیرنې کار واخلي.

همدارنګه د رسنیو لسګونه  کار کوونکي او د المپیک د ملي کمیټې لسګونه لوبغاړي  هم یو شمېر هېوادونو ته له رسمي سفره په ګټه اخیستو هملته پاتې شوي دي.

له بده مرغه ،چې یو شمیر رسنۍ او د اولمپیک د ملي کمیټې چارواکي ځینو بهرنیو سفرونو کې د خبریالانو او د لوبغاړو پر ځای خپل ملګري او د کورنۍ غړي معرفي کوي ،تر څو همالته پاتې شي او بیرته هیواد ته راستانه نشي.

د رسنیو د کارکوونکو او د افغان لوبغاړو دغه کړنه  بهرنیو هیوادونو کې د خبریالانو او لوبغاړو لپاره رونیز پروګرامونه محدود کړي.

په افغانستان کې د ناټو د ملکي استازي ویاند دومینک میدلي ویلي ،چې د افغان خبریالانو دې کار بې باوري رامنځ ته کړه .

نوموړي بی بی سي ته ویلي  دوی د افغان خبریالانو لپاره د نویو مهارتونو د تر لاسه کولو چانسونه برابر کړي خو داچې هغوی له دې ناوړه ګټه پورته کوي پر دوی بې باوري زیاتېږي.

لوېدیځو هېوادونو ته د سفر چانس تر لاسه کول د ډېر افغانانو لپاره یو بې ساری فرصت ګڼل کېږي، له دې امله یو شمېر له سفر وړاندې هلته د پناه اخستلو لپاره اسناد برابروي.

د بي بي سي د دې څېړنیز راپور په پایله جوته شوې چې یو شمېر افغانان پخپل نامه د ګواښلو جعلي اسناد برابر کړي دي.

یو شمیر خبریالان هم  د ورته جعلي اسنادو  پر مټ  اورپا او امریکا ته تللي دي .

که چیرې د رسنیو خاوندان او د اولمپیک د ملي کمیټې چارواکي د خپلو  ملګرو  پر ځای خبریالان او تګړه لوبغاړي بهرنیو سفرونو کې واستوي،تر ډیره بریده دغه ستونزه هواره شي.

همدارنګه هغه هیوادونو ،چې روزنیز پروګرامونه د خبریالانو او لوبغاړو لپاره جوړوي باید د رسنیو د خاوندانو او د اولمپیک د ملي کمیټې له چارواکو څخه داسې ژمن لیکونه واخلي ، چې هغوی ورته تکړه ،په کارپوه او هغه ځوانان ورپیژني ،چې هم د سفر مستحقین دي او هم بیرته هیواد ته راستنیږي.

همدارنګه هغه په سلګونه محصلین چې د سکالرشیپونو پر مټ  بهرنیو هیوادونو ته تللي او بیرته نه دي راګرڅیدلي  د افغان ځوانانو لپاره روزنیز پروګرامونه یا محدود کري او یا  پروګرامونه یې له ځند سره مخامخ کړي دي .

دغه راز افغانانو ته یې د وېزې صادرولو په برخه کې هم د لا ډېرو محدودیتونو وضع کولو ته لاره هواره کړې ده.

د بي بي سي د څیړنې له مخې  د امریکا د یو کلن تعلیمي پروګرام له دوه سوه او شپیته تنو محصلینو له ډلې څخه زیاتره یې هیواد ته ستانه نه شول. په امریکا د دغو کسانو د پاتې کیدو له امله د امریکا د بهرنیو چارو وزارت غه پروګرام چې ''یس'' نومېده وځنډېد.

دغه راز ۳۰ تنه افغان محصلین چې امریکا د فولبرایت ځانګړي تعلیمي پروګرام له لارې امریکا ته تللي بېرته هیواد ته نه دي ستانه شوي.

په راتلونکې بې باوري، ناامني او بې وزلي هغه څه دي چې افغانان یې له امله رسمي سفرونه لوېدیځو هېوادونو د ځان رسولو لپاره یوه ښه وسیله ګڼي، آن تر دې چې یو شمېر افغان حاجیان هېواد ته نه ستېږي او هلته د کار لپاره پاتې کېږي.

 

  


بالا
 
بازگشت