رحمت اله روان

 

بالاخره دسوډان 50 کلنه کورنی جګړه پای ته ورسیده

 

سوډان يو ډېر لوی هېوادوو مساحت يې 2,505,810  (تقريبا دونيم ميليونه)کيلومتره مربع دی، رسمي ژبه يې عربي او انګريزي او پلازمېنه يې خرطوم وو،په سويل کې سوډانيانو له ډېر وخت راهيسې د بيلتون لپاره هڅه کوله او غوښتل يې په شمال کې له مسلمان حکومت نه ځان بيل کړي. په سويل کې د عيسويان په شمول د نور مذهبونو ډلې خلک ژوند کوي خو دا څرګنده نه ده، چې له دې ويش سره به د سويل خلکو ژوند ښه شي او که ﻻ بدتره ،د شنبې د ورځي څخه د ملګرو ملتو د غړو په شمیر کی یو بل خپلواک دولت هم ور زیات شو. دغه د جنوبی سودان هيواد دی چي چی پلازمینه يې جوبا ده،سويلي سوډان د پخواني لوی سوډان پر دوؤ برخو ويشلو وروسته رامنځ ته سو. د افريقا تر ټولو ستر هيواد سوډان پدې توگه په شمالي او جنوبي سوډان تقسيم سو. سويلي سوډان د جمعې او شنبې په منځنۍ شپه خپله خپلواکي اعلان کړه چي د تيرو لسيزو د کورنۍ جگړې پايله گڼل کيږي ،دی پوښتنی سمدلاسه ځواب سخت دی چي ايا د دغو دؤ برخو تر منځ به د سويلي سوډان په خپلواکۍ سره د پای ټکی کښېښودل سي او که څنگه. خو د سويلي سوډان د نوی دولت اوسیدونکو د خپلی خپلواکی د اعلان پر وخت او په دی مناسبت یی د خوشحالی ځانګړی مراسم په پلازمینی جوبا او نورو سیمو کی ونیول. خو د دی خوشحالیو سره سره ډیری پوښتنی لا تر اوسه د افریقا په دغه ستر سیمه کی د پایښت لرونکی ثبات لپاره بی ځوابه پاتی دی ،په دی پوښتنو کی، د بیلګی په توګه د شمالی اوجنوبی سودان تر منځ د ابی په نامه سرحدی سیمی شخړه چی هغه کوم دولت پ،ری اړه نیسی، شمالی پوری او که جنوبی پوری، د تیلو د عایداتو ویشه، د پورونو مسأله چی کوم دولت څومره پور په غاړه واخلی او تر ټولو لانجه منه موضوع د دواړو دولتونو سرحد ټاکل دغی وروستی موضوع څه موده مخکی د شمال اوجنوب تر منح وسلوالی نښتی ولمسولی .

کارپوهان وایی دغه لانجمن موضوعات چی تر یادونه وشوه د ساعتی بم حیثیت لری چی هر شیبه د هغه د چادونی خطر شته دی. ځکه د جنوب سودان د خپلواکی له اعلان څخه مخکی د شمال او جنوب  پوځونو تر منځ د ابی په سرحدی سیمه کی نښتی رامنح ته شوی. دا چی د سودان کومه سیمه چا پوری اړه لری، لا تراوسه د داړو دولتونو د اوسیدونکو تر منځ پر شخړه ده. د می په پای کی د شمالی سودان حکومت د ابی د تیلو شتمنه سیمه اشغال کړه. په دی سیمه باندی دواړه دعوا لری. که څه هم د ملګرو ملتو د امنیت شورا تصمیم ونیو چی دغه سیمه غیر پوځي وګرځوی، خو لا تراوسه معلومه نه ده چی د ملګور ملتو  سوله ساتی ځواکونه به وکړای شی د دواړو اړخونو ترمنح اوربند ټینګ وساتی که نه.  په خرطوم کی چی د شمالی سودان پلازمینه ده، د سودان د چارو کار پوه فیصل محمد صالح وایی ،د شخړی اړخونه یواځي د شمال او جنوب حکومتونه نه دی. بلکه د سودان په شمال کی د میسریا او په جنوب کی د دینکا نوک ملیوتونه هم دی. هغیو د دی ستونزی یوه برخه دی. هغوی د شخړی په حل کی نقش لری. که چیری حکومتونه د دغو ملیتونو له خوښی پرته کومی موافقی ته هم ورسیږی، ښایی هغه د عمل جامه وانغوندی ،کله چی د د شمالی سودان پوځ د ابی سیمه اشغال کړه د جنوب په زر ګونو اوسیدونکی له شمال څخه تیښتو ته د جنوب په لور مجبوره شول او د روان کال تر پایه سل زره نور به د جنوب خواته ولاړ شی ،دا به راتلونکی وښیی چی د افریقا په دغه ستره سیمه کی خه پیښیږی. خو سمدلساه مهمه خبره دا ده چی 50 کلنه کورنی جګړه پای ته ورسیده. د سودان په جنوب کی خلک د خپلی راتلونکی لپاره د یاد شوو ستونزو سره سره هیله من دی.  د بیلګی په توګه ژورنالسته، «جوزفین اخیرو» چی د نوی جنوبی سودان له پلازمینی جوبا څخه ده وایی ،رښتیا هم مونږ له سفر څخه پیل کوو. زه فکر کوم چی مونږ ټول که حکومت مو دی، که خلک ، باید ټول زیار وباسی او دغه شاړی او ویجاړ نوی هیواد مو ودان کړو. مونږ باید بهرنی پانګه تشویق کړو چی راشی او په جنوبی سودان کی چی د تیلو لحاظه شتمن دی پانګی واچوی

 دغه ژورنالسته وایی چی د هغی په نوی هیواد کی راتلونکی هسی هم تیاره نه دی چی ډیری یی وړاندوینی کوی

نوبي سوډان وروسته له دې خپلواکي ترلاسه کړه چې د جنورۍ د میاشتې په ټولپوښتنه کې د ۲۰۰۵ میلادي کال د سولې د تړون په رڼا کې د دې سیمې خلکو خپلواکۍ ته رایه ورکړه ،د ۲۰۰۵ کال د سولې د تړون په نتیجه کې د سوډان له شمالي برخې سره د جنوبي د څو لسیزو جګړه پای ته ورسېده ، به دی جګړه کی شاوخوا دوه میلونه انسانان ووژل شول

شمالي سوډان چې خرطوم یې مرکز دی، لومړنی هیواد و چې شمالي سوډان یې د جمعې په ورځ په رسمیت وپېژانده خو له دې سره سره دا وېره له منځه نه ده تللې چې د دواړو هیوادونو ترمنځ به، په تېره بیا د خاورې او تېلو يرسر په راتلونکي وخت کې تاوتریخوالی نه پېښېږي ،د نړۍ د مهمو شخصیتونو په منځ کې یو هم د ملګرو ملتو سرمنشي بانکي مون و چې د جنوبي سوډان په مرکز جوبا کې یې د دغه هیواد د خپلواکۍ د اعلانېدو په مراسمو کې ګډون کړی

 

 

پای

رحمت اله روان

 

 


بالا
 
بازگشت