د ملا عمر مرګ او ژوند!

له باره ددی چی په دی پوه چی ملا عمر و امثالهم به تر څو ژوندی وی او کله به مری یوه مطلب ته به په لڼډه تم شو۰

دا یو حقیقت دی چی سوړ جنګ د ځینو اقتصادی سیستمونو د  ګټواو بقالپاره یو اساسی عنصر ګڼل کیږی۰

سوړ جنګ یا جنګ سرد په سیاسی ، اقتصادی ، اجتماعی، جګړه ایزه ساحه او په هر هغه ساحه کی چی لازم وی او ضرورت ورته احساس شی په لاره اچول کیږل ، خلص دا چی د ساړه جنګ نه تیاتر د فعالیت محدود دی او نه هم کوم قواعد او قوانین اونه هم کوم حدود پیږنی ۰هر اقتصادی سستم داسی سیاست غوره کوی چی دهغه پر بنا خبلی ګټی وساتی او ددی سره جوخت د نورو اقتصادی سستمونو ګةی او منافع تر تاثیر لاندی راولی ددی کار له پاره  دولتونه مکلف دی  چی دخپل اقتصادی پیاوړتیا او توان  له باره داسی سیاست تنظیم کړی چی خپل ولس ته یی دقبول وړ او نورو ته قابل ددرک وی اوکه ضرورت احساس شی  باید پر نورو یی هم وکولای شی قبول یی کړی چی ددی کار له پاره داسی تشکیلاتو ته اړتیا چی ددی اقتصادی – سیاسی سستم ساتونکی او حامی وی او دا تشکیلات یا جوړښت د اردو اواستخباراتو څخه عبارت دی ، که استخبارات د یوه سستم د سترګو حیثیت لری خو اردو دیوه دولت یا سیاسی سستم اساسی پایه ده او دولت هلته دولت وی چی منظم اومظبوط اردو ولری۰  او اردو هله پیاوړی او مظبوط وی چی د هغو امکاناتو تر څنګ چی اقتصادی سستم یی ورته برابر کړی د مفکوری  او ایدی خاوند هم وی، ددی مفکوری او ایدی اساسی عنصر ناسیونالیستی  افکار تشکیلوی چی د ملی منافعو تر عنوان لاندی هره ورځ او هره شیبه د اوردو د منصوبینو په مغز کی بیچکاری کیږی، داسیاسی تربیتی سستم د نړی په ټولو اردو ګانو او نظامی حلقاتو کی یو حتمی کار ده ، د مثال په ډول د امریکا اردو ته دا مفکوره ورکول کیږی چی امریکا د نړی یواځنی ځبر ځواک دی او دنړی باداری او حاکمیت باید د امریکا سره وی او  موږ نظامیان یو چی دا حاکمیت  ساتو او تر موږ لوړ څوک نشته۰ د روسیی ، چین اونورو هیوادونو پوځیان هم په ورته افکارو روزل کیږی، او استخباراتی ارګانونه د سیاست او جګړی په دګر کی خپل تبلیغاتی پلانونه داسی تنظیموی تر څو د خپلومنصوبینو مورال  اوچت وساتی او   مقابل لوری ضعیف کړی تر څو بری حتمی شی۰ ناپلیون وایی – به نړی کی دوه ډوله وسله وجود لری چی یو یی مورال ده او بله توره چی به نهایت کی مورال پر توره غلبه مومی او د مورال بری حتمی ده، او دهمدی وینا د تایید په ارتباط د هتلر ددفاع وزیر د ماتی او شکست نه وروسته وایی چی موږ( جرمنانو ته)  روسانو شکست ندی راکړی بلکه موږ ته هغه فراری المانی طنزی چی دلندن رادیو څخه یی زموږ پر ضد نشرات کول او زموږ د اردوپر مورال یی منفی تاثیر واچاوه چی به نتیجه کی بی موراله اردو جګړه بایلوده ۰ اوس که دا مقدمه  پر خپل ځای پریږدو او راسو د ملا عمر مرګ او ژوند ته و به وینو چی په افغانستان او منطقه کی د نظامی فعالیتونو او عملیاتو تر څنګ خورا پراخ تبلیغاتی فعالیت روان دی ، طالبان خبلی بریاوی  تبلیغوی او د نصر من الله و فتح قریب وعده او زیری ورکوی او بلی خواته امریکا او متحدین یی بیا خپلی بریاوی او د طالبانو شکست تبلیغوی ، میدیاوی او انترنیت ددوی د تبلیغاتو او ساړه جنګ ساحه ا وسیله ګرځیدلی ده۰

اسامه بن لادن ووژل سو یوه ډرامه پای ته وریسده مګر جګړه لا پای ته نده رسیدلی هغه هم په دی چی نهایی اهداف ندی تر لاسه شوی یعنی د منطقی پر اقتصادی زیرمو ( څه تر ځمکی لاندی او څه هم دځمکی پر سر) حاکمیت او کنترول ندی تامین شوی په دی وجه تر څو چی دا حاکمیت تامین سوی نوی باید ډرامه په ډرامی پسی را مینځ ته شی چی اوس  وار د ملا عمردی کله یی ووژنی او بیا کله یی سولی ته را بولی، کله پاکستان ته وایی چی باید ملا عمر ووژنی او کله بیا وایی چی زموږ د جګړی ددوام له پاره د ملا عمر ژوند ضرور ده ۰ استخباراتی سازمانونه د هر خاص مطلب او هری خاصی مرحلی له پاره مشخص افراد روزی او کله چی مطلوب حاصل شی نو بیا د ټاکلی شخص وظیفه هم پای ته رسیږی او له پاره ددی چی اسرار فاش نشی او محرم وساتل شی نو باید هغه شخص له مینځه لاړشی ، د اسامه وظیفه ختمه شوه همدا وجه وه چی دی هم ختم شو ، او دا چی د ملاعمر وظیفه پای ته رسیدلی یا نه په دی به هغه شیبه پوه شو چی دده مرګ یقینی شی او بیا به د حکمتیار  یا حقانی  ډرامه وی، موږ په ډرامو مصروف ساتی خارجیان دا نا بللی میلمانه د خپلو اهدافو د تحقق له پاره بیګناه انسانان وژنی او د کابل صدرنشینان دی د خپلو داراییو او سرمایو سوچ کوی۰

ا

باقی   

 

 


بالا
 
بازگشت