مُفسر

افغان چارواکي نور د تل له پاره پر ثلاثه طلاق له خپل ملت نه بېل دي

                                                            

 

که څه هم افغانستان د خپل تاریخ په اوږدو کې نړیوالو اشغالګرو  څو څو ځلې لاندې کړی ـ وژلی ـ ژوبل کړی او ځپلی دﺉ ، خو چې د افغان باتورو زامنو له مقابلې سره مخ شوي ـ نو بیا یې پښې له دې خاورې سپکې کړې ، په منډه وتلی ، ارمان یې پر افغان خاوره نه دﺉ پوره شوی . افغانان یې نه دي اېل کړي ،  او آزادي یې د خپلو وینو په بدل کې  په زور ترې اخیستې ده . سیمه ییزو هېوادونو او لوېدیځې نړۍ لومړی افغانستان ته د مرستو په نامه لاس را اوږد کړ ـ  خو انګلیس او امریکې د روسانو له وېرې مجاهدینو ته د بخور نمیر د فورمول له مخې څه مرستې د خپل زاړه  استعمار زاده دوست ـ او د افغانستان پر سر  په ټولو سیمه ییزو ناروا معاملو او زدو بندونو کې له انګلیس او امریکې سره شریک انډیوال (پاکستان) په لاس ځکه ورکولې ـ چې روسان د افغانستان له  لارې تودو اوبو ( د هند سمندرګي ته ) ځانونه  را ونه رسوي . او د امریکې د قواوو مخه ډپ نه کړي . هغه مهال د روسانو همدغه غټه تېروتنه وه چې د خایْنو تش په نامه افغان  کمونېستانو په خوله یې په افغاني سنتي ټو لنه کې  نېلېنېستي افکار او نظر یات  د برچې په زور پر مسلمانانو باندې تطبیقول . روسان یې په افغانستان کې له افغانانو سره په جګړه کې ښکېل کړل ـ افغانانو ددغې پوچې او بې مانا مفکورې په وړاندې خپلو مرګ ژبلو ته لومړیتوب ور کړ . د سره ابرهه اوسپنیزو باروتي فیلانو ته په دغه نابرابره او نا انډوله جګړه کې د خپل پلار او نیکه له زنګ وهلې تورې ـ لور ـ بېل او کولنګ سره ودرېدل ـ خپلې سینې یې په تش لاس ور ته سپر کړې . خو په وړاندې یې همدغه  اُّمُّ الفساد پاکستان  چې هغه مهال یې د روسانو په وړاندې د درېیو ورځو مقاومت کولو مورال هم په پو ځ او خپل  ؤلس کې نه درلود ، او روسانو کولی شوی چې په درېیمه ورځ آن په کراچۍ کې پر ته له څه مقاومته  د خپلو ټانکونو غوبل ځای  ـ او پاکستان د افغانستان یوه صوبه جوړه کړي . خو د روسانو لکه د سویانو غوندې د مخ پښې لنډې  وې ، مخ پر ځوړیې منډې یې نه شوی وهلی . او امریکې او ور سره ټلوالې یې په اصل کې د خپل ځان او پاکستان د بچ ساتلو له پاره  د پاکستان په لاس  افغانانو ته د اسلام ـ جهاد او آزادۍ په نامه  د جنګ سوټي په لاس کې ور کړل  . روسان یې پرې ووهل . له افغانستانه یې پسې وشړل ، او انګلیس او امریکې  خپل اشغال ته ور باندې لاره هواره کړه . ځکه یې د مجاهدینو حکومت پر طالبانو او  د پاکستان په لاس ـ او د طالبانو حکومت یې د ترورېزم او القاعده  د ملاتړ په تور  یو پر بل پسې پرته له څه ځنډه په بیړه سره په خپله له منځه یووړل . تر ځو قوّت او رېښې پیدا نه کړي . د انګلیس او امریکې پټه  استخباراتي ستراتیژي  د افغانستان او سیمې په اړه همدغه وه ـ چې په بري او خورا مهارت سره یې ځانونه د بُن د لومړۍ غونډې  له لارې  ورته را  ورسول ، او څه د پاسه (۸) میلیارده ډالره د نړیوالو مرستو ژمنې له افغانستان سره  وشوې . ور پسې د توکیو غونډه وشوه او څه د پاسه د(۱۴) میلیارده ډالره ډالرو مرستو ژمنې وشوې . بیا د کابل نړیوال کنفرانس جوړ شو او څه د پاسه د (۱۰) میلیارده ډالرو ژمنې وشوې . او ور پسې د روم غونډه جوړه شوه چې په کې د افغانستان د قضأیي سیستم رغولو له پاره د څه باندې (۳۰۰) میلیون ډالرو مرستې  ژمنې په کې وشوې . نړیواله ټو لنه افغانستان ته د ښې حکومتدارۍ ـ ښه امنیت ـ ښې دیموکراسۍ ـ او ښه پر مختګ په پلمه راغله ، لس کاله یې په دې پلمه په افغانستان کې تېر کړل ، افغانان یې مړه ـ او تجرید ته یې اړ کړل . له افغانانو سره یې د یوه واحد ملت په توګه برخورد ونه کړ، بلکي په دې هېواد یې ددې ملت د سره پاشلو او تیت پرک کولو له پاره پر قومي ـ سمتي ـ ژبني او مذهبي هڅونو په لوی لاس قصداً پیسې ولګولې . لږه کي یې پر پښتنو را پورته کړل ، پر پښتون باندې له لسو کالو را هیسې جګړې ورانې دي . د پښتون په نامه یې ښاغلی حامد کرزی د افغانستان جمهور ریْس و ټاکه ، خو د افغانستان حکومت ـ او په حکومت کې واک  تر ننه پورې  له اپوزیسیون سره دﺉ . او ښاغلی کرزی تر اوسه پر دې نه دﺉ توانېدلی چې په کابل کې له یوې امنیتي حوزې نه بلې ته د حوزې هغه مأمور تبدیل کړي چې د مخه یونس قانوني او بابا جان  ټاکلي دي . د کرزي لس کلنه دوره  د پښتون پر وژلو تېره شوه ، خو نړیوالې ټولنې په افغانستان کې نه د افغانستان له پوبلو ساتنه وکړه ، نه یې امنیت راؤست ، نه افغانستان وده وکړه ، او نه ور سره خود کفا شو . بلکي ددې پر ځای پردي فرهنګونه او پردي ادیان له پردي تهذیب سره  د دیموکراسۍ تر نامه لاندې افغانستان ته راغلل . اېډز او غیر انساني کړو وړو زموږ د اولادونو اخلاق را خراب کړل . ډمانو ـ نڅاګرو ـ ګې  او سېکسي ورځ تر ورځې وده کوي ، ځکه چې حکومتي چارواکو له نړیوالې ټو لنې په دې پروتوکول کې د خپل حکومتي واک او تمویل ژمنه اخیستې ، او نړیوالو د آزاد غربي مذهب ـ تهذیب او فرهنګ  خپرول ترې غوښتي دي . خو تر څنګ یې له حکومت سره موازي بل حکومت هم روان ساتلی ـ چې له مخې یې د افغانانو ټوله بهرنۍ بودجه په خپله بډه ووهله . او نړیوالې ټولنې په خپل دغه کار سره خپل ځان ـ او د افغان حکومت واک او اعتبار ته داسې نه جبیره کېدونکي زیانونه په تېرو لسو کلونو کې ور واړول چې افغان مجبور ملت به هېڅکله  هم باور ور باندې ونه کړي . خو دوی بیا هم لګیا دي په آرام سمندکې یې داسې لویې جنګي بېړۍ ځای پر ځای کړې ـ چې د یوې بېړۍ له جنګي تجهیزاتو او پر سونل نه  یې یواځې یو یونټ افغانستان او سیمې ته  د یرغل په توګه راغلي ، او نور یې په سمندر کې خپل وخت ته د سیمه ییزو او نړوالو موخو تر لاسه کولو له پاره پټ ساتلي دي . له پاکستان او ایران سره د امریکې او انګلیس سیمه ییز او نړیوال چال چلند د افغانستان په اړه مصنوعي بڼه خپله کړې . ځکه  چې پاکستان امریکې ته د یوې معاملې له مخې پوځي اډې ور کړې ، امریکې پیسې ور کړې ـ او پاکستان د پوڅي موخو کارولو له پاره خپله خاوره په واک کې ور کړې  ده . پاکستان له امریکې او انګلیس سره په ګډه مشوره کې خپل پو ځونه د ترورېزم په پلمه له عایْقو سیمونه د افغانستان خاورې ته د ټول سر حد په اوږدو کې په لسګونو کیلو متره  دې خوا را اړولي . افغان حکومت او رعیت ټو ل چیغې وهي چې پاکستان د افغانستان په خاوره کې خپلې تاڼې جوړې کړې دي ، خو امریکا او نړیوالې ټولنې یې په وړاندې پټه خوله نیولې ، او هېڅ نه ور ته وایي .  هنوز بښنه ترې غواړي ـ او وایي چې سرحد ښه روښانه نه دﺉ . په دې شپو ورځو کې خو د جرمني  یوه خبري آژانس دا هم ویلي چې پاکستان اوس د امریکې په دستور پرېکړه کړې چې ترورېستان به ښه ټرېنېنګ ـ تمویل او تجهیزوي ـ او په افغانستان کې به جګړو ته شدت پرې ور کوي . او دا د افغانستان پر ضد د (آی اس آی ) او ( سي آی اې ) تر منځ د جوړ جاړي یو ه  بله توطیْه ده چې پر لاره یې اچولې ده . بله توطیْه یې داده چې د افغانستان په خاوره کې د پاکستان پر پوستو برید د امریکایانو او پاکستاني پو ځیانو تر منځ د یوې معاملې په صورت کې تر سره شوی ـ تر څو پاکستان ته یې د بن  په دوهمه غونډه کې د نه ګډون پلمه پرې جوړه کړه . بله توطیْه یې داده چې په افغانستان کې یې د ښاغلي حامد کرزي په خوله لویه دودیزه جرګه د خپل سترا تیژیک تړون لاسلیک کولو په پلمه را وغوښتله ، په افغانستان کې یې د نړیوالو ځواکونو د شتون له پاره خپله  لس کلنه هوکړه پرې تر لاسه کړه ، او د خپلې خوښې له مخالفینو سره یې په اماراتوـ دوبۍ ـ او استامبول  کې د بُن د دوهمې غونډې له پاره  تیاری ور باندې ونیو . او په فرانسه کې یې پرې خپلې غونډې سره تنظیم  ـ او په جرمني کې یې لاریونونو ته په لنچونو او بېړیو کې دوام پرې ور کړ . تر څو راتلونکی ملي وحدت پرې له همدې ځایه وپاشي . او مخالف وسله وال یې یو ځل بیا د لومړي بن غونډې په څېر چورلټ ترې  و ایستل . په داسې حال کې چې د افغانستان ملي وحدت  او د افغانستان او سیمې امنیت د ټولو افغان خواوو په افغان واک  ور ګډېدو کې نغښتی  دﺉ . که افغانستان آرام او با ثباته وي ـ سیمه او نړۍ به ور سره آرامه او با ثباته وي  . ځکه د سیمې او نړۍ امن او ثبات  د افغانستان له امن او ثبات سره مستقیم تړاو لري .

خو بل لور ته چې ګورو د ښاغلي کرزي لاسته راوړنې هم په دې غونډه کې  ډېرې تتې او پیکه مالومېږي . او نړیوالو له ښاغلي کرزي نه  د خپلو ادارو سمون ـ د فاسدو چارواکو لرې کول او اداري هر اړخیزه فساد له منځه وړل غوښتي . چې اوس مهال ددې کار تر سره کول ښاغلي کرزي ته ډېر سخت دي ، ځکه چې په لویو اقتصادي  او تجارتي  معاملو کې د رسنیو له خولې د ښاغلي کرزي ورور ـ  د ښاغلي مارشال فهیم ورور او د نورو لوړ پوړو چارواکو خپل خپلوان ککړ او ښکېل بلل کېږي . او ښاغلی کرزی ـ او د اپوزیسیون مشران ټول پر دې پوه دي  چې نور ددوی او ملت تر منځ باور سره بېل دي ، او د اوپوزیسیون ځینې کسانو خو آن لا له وړاندې د خپلو موټرو له پاره تاجیکستاني لمبر پلېټونه اخیستي . تر څو د اړتیا پر وخت له آمو سیند ور آخوا یې څوک مخه ونه نیسي . تېره چهار شنبه په طلوع نیوز  تلوېزیون کې  د کنکاش په نامه بحث کې له یوه څېړونکي وپوښتل شول چې د آلمان یوې استخباراتي سر چینې دا خبره افشأ کړې چې (( ښاعلي حامد کرزي له یونس قانوني ـ مارشال محمد قسیم فهیم ـ ډبل عبدالله او احمد ضیأ مسعود سره دا خبره کړې  چې تر (۲۰۱۴) میلادي کال وروسته به ریاست جمهوري تاسو ته در پرېږدم ـ ځکه زما دوره نوره ختمه ده ـ او تاسو ماته صدر اعظمي را کړۍ ـ او ددې کار تر سره کېدو له پاره به په قانون اساسي کې ګوتې ووهو . )) خو وروسته بیا افغان دولت بېرته دا خبر رد ـ  او ناسم وباله . خو دا چې ددې خبرې تر شا به  نور څه کارونه کېږي . دا به خپله وخت سپینه کړي . ځکه چې  په افغانستان کې لس کلن واک نور مخ پرځوړ ، د هېواد  وده  او تولید  دواړه یې د خپل فساد له امله  شنډ کړي . او ملت نور نه غواړي چې له دغه ډول چارواکو سره  یو ځل بیا د پردو په خوله له سره د خپل برخلیک نکاح وتړي . د افغانستان ملت نور دغه ډول چارواکو ته ثلاثه طلاق ور کړی ـ او د تل له پاره یې ځانونه پرخپل ملت  حرام کړل .  

 

 


بالا
 
بازگشت