محمدصفرخواريکښ

 

دکرالې دناورين۳۳م تلين                                              

 

 ويرژلی انځور                        

دبالښتونولاريون او ويرژلې خندا!!!

د جلاوطنۍله ترخه ژوندوروسته مې دپلرني ټاټوبي په ليدوسترګې روښانه شوې وې.له خپل هسکېرلي ولس،جګړه ځپلي هېواداود هغه له کاڼو بوټوسره پخوانۍمينه مې دپردېسۍ ناخوالوڅوچنده زياته کړې وه. دبيا پردېسېدوله اندېښنې مې سترګې سره نه ورتلې،اوغوښتل مې هرو طنوال اودوطن کاڼي بوټي په مَړوسترګووګورم،دشپې مې هم دآسمان له ستوروسترګې نه اوښتې.ځکه دې آسمان هم له پردېس آسمان سره توپيردرلود،ماپه ټوله پردېسۍ کې نه دارنګ له ستورواوپېرونوډک آسمان ليدلی واونه مې دشنه آسمان لاندې په آزاده هواکې دنارنج ګل په وږموکې دسپوږمۍ رڼا ته کټ  اچولی و،نوشپې به مې رڼې تېرې شوې.يوه ورځ ددرملو په نيت داسعدابادښاريودرملتون ته لاړم.زه لاسم ناست نه وم چې په سړک کې مې د ولايت دچارواکوپه ګډون پريوه ډله خلکوسترګې ولګېدې چې د کرالې له لورنه راروان ول، د درملتون له خاوندنه مې ددغه کسانودډله ييزراتګ لامل وپوښته .دی چې په خپله هم ددغه کلي و،په نيولي غږيې وويل‎: نن دکرالې دنرينه ټول وژنې د ناورين دېرشمه کليزه ده،له همدې امله آغاړه دشهيدانودډېرۍ خواته جومات کې غونډه شوې وه.دده له خبرې سره ماته ټول هغه ملګري،ټولګيوال،خپلوان اوهغه کراليان چې پېژندل مې اوپه دغه ټولوژنه کې يې دلنډغروقاتلانوپه نامرده بولنده ټټرې په ګوليوسورۍ شوې وې، څه مړه اوڅه ټپيان  دبلدوزر مخ ته غورځولي اودخاوروډېرۍ پرې جوړه کړې وه سترګوته ودرېدل.له درمل اخيستو پرته دغه ډله ييز مړستون ته لاړم.                                                                                                                                                              

    دشهيدانواروا ته ددوعاپه مهال مې پام شوچې دمړستون دډېرۍ بېخ ته يوه بوډۍ ناسته ده ، په يو لاس يې يوپنډوکی په ټټرپورې ټينګ نيولی اوپه بل خاورې راکني او خاندي.ما په خپل ټول عمرکې دلومړي ځل له پاره دمړستون پرسردژړاپه ځاي خنداوليده، نو واردواره مې په بېچاره بوډۍ دلېونۍ ګومان وکړ،خو چې ورنږدې شوم ګورم چې دبوډۍ کړه وړه دلېونونه دي خوله ډېره غمه يې دسترګوچينې وچې شوي دي اوغمجنه اوويرژلې بڼه لري نودخندااوقوتي دکيندلولامل مې ترې وپوښته:

 -ويې ويل ته څوک يې ؟خبرې خودې زموږ دخلکودي خوڅېره دې لږه  بدله ښکاري.

- زه خودهمدې پورې غاړه کلي يم رېدی نوم مې دی، نوڅېره مې څنګه بدله ده؟                                                  

  - بچی اوس خودزوړ اوځوان مخونه  يوشان ويښتوکې پټ دي پېژندل هم ګران شوي دي خوستاږيره لږه بونډۍ ده،خو نوم مې دې له خپل ځوانيمرګ زو ي نه اورېدلی و.هغه دې خدای وبښي له سبق سره يې ډېرشوق وچې کله به دمکتب اومکتبېنوخبرې کېدې،ستاسودڅوکسانو نومونه به يې خامخايادول.  داسې رامالومه شوه چې ترور دخپل زړه درد راته بيانوي ،نو له ويرژلواوسېلو سره غبرګ يې وويل:

 يوازې يوزوي مې و،په ډېروکړاوونومې غټ کړی و،نه مې غوښتل چې دسترګومې پناه وي. چې دولس کاله سبق يې په ډېره سختۍ چې کوراوسارادواړه ورپه غاړه  وو(ول)خلاص کړ،ورته ومې وېل:نور بس دی،خوب دې په ځان حرام کړی،رنګ بدی شوې. په دې کلي کې دډېرو مَړو خلکوزامنو لامکتب هم نه دی ويلی ددولسم نه پورته خوپه ځای پرېږده .ويل به يې :ولې مورجانې هوښيارزوي دې نه خوښېږي؟ پرې مې ږده چې نورسبق هم ووايم .ماورته ويل،په ساه څه باور دی، زمابه  نورڅومره عمرپاتي وي غواړم په خپل ژونددرته کورودان کړم. ځوانيمرګ ابۍجانې زه خولادښځې نه يم، اول به ځان سړی کړم،بيا به ستا دننګورغم کوو.           

- ورته ويل به مې دپردۍ لورګانې خوبه تاته نه وي ناستې ، ويل به يې :ابۍ جانې قحطي خو يې هم نه راځي. 

- قحطي خو يې نه راځي،خودانځرګل معلم صېب لورمې ډېره خوښه شوې، په ښايست کې خوبې  جوړې ده مکتب ته هم ځي ستاسره جوړېږي.بچی ډېرې جرګې  پرې کېږی داسې نه چې چاته يې ورکي.

بچی! زموږدموراوزوي به هره ورځ داباس(بحث)و. دزړونومالک هم زماز ړه ته وکتل دده دنيمو شپوپه سبق ويلوکې  يې برکت واچوه اوفاکولتې ته کامياب شو.بياچې ده هرڅه ويل چې؛اوس هم لادواده وخت نه دی

تاليم (تعليم)خومې نه دی خلاص ورسره نه مې منله .سمدستي (سملاسي) مې په انځرګل اُستادجرګې شورو کړې.الله دې هغه ته زماله ځوانيمرګ اودې ټولوشهېدانوسره اته واړه جنتونه ورکړي،ويې نه  ځوورلم زما دخوارې خپلوۍ ته راضي شو.معلم صېب به راته ويل : ته نېکمرغه يې چې خدای داسې نېک اوهوښيارزوي درکړی،زه هم دخپل لور له پاره ترده بل ښه څوک نه وينم.

ترور چې پوهنځي ته دشاملېدواودانځرګل معلم صېب نوم واخيست  پوه شوم چې دادشهيدباتورجان مورده. نورپوه نه شوم چې څنګه بې اختياره مې زړه کې بوډۍ ترورته دمورددرناو ي ولولې راوپارېدې اوله پنډوکي وزګارلاس مې ورله دده دباتورجان په شان ښکل کړ.يوه شېبه يې زه هم له هغه په لاس کې پنډوکي سره يوځای په خپل ټټر پورې ونيولم ،دسترګوچينې يې راماتې شوې. 

دادهغه با تور جان موروه چې دعمراخان لېسه کې زده  کړې کولې ،هغه مهال چې به کله موږ دپوهنتون په چوټيوکې کورته راغلوده به هرومرو زموږخواته ځان رارسوه.زموږ دهمدوره انډيوالانو دهريوله مسلک سره برابرې پوښتنې به يې کولې. ترڅوچې به يې قانع کوونکی ځواب نه واورېدلی نودپوښتنولړۍ به روانه وه. دامهال چې ددې مړستون ډېرۍ ته دهغه له بورې مور سره غږېږم دخيال نيلی مې پنځه شپږ دېرش کاله شاته تللی، تنکی ځوان باتورجان راته مخامخ ولاړدی.دده دپوښتنولړۍ اوزمادسترګوچينه ګۍ يورازجاري دي.زه لادتېروخت انځورونوله ځان سره وړی وم چې دترورويرژلوساندودتېروخت له خيال نه بېرته دډله ييزمړستون ډېرۍ ته ودرولم. تروردخپل زړه ګنډه پرانيسته اودځوانيمرګ شهيدنوره کيسه يې پېل کړه:          

 بچې،زمادبدبختې سوال به خدای قبول کړي و،هغه جلال ابادکې فاکولته شوروکړه، نوکله نا کله به دجومې په شپوکورته راته.له وروستي ځل راتګ نه يوه جومه مخکې مې ورته وويل: باتورجانه زويه دې راتلونکې پنجشنبې له به خامخا راځې چې خوږه کونډۍ (۱)دې ده. سوړاسوېلی وايست اوويې ويل :هغه شېبه ولې خدای ګونګه نه کړم چې دی  مې راغوښته .ويې ويل: ولې به نه راځم چې مور مې دخپلې نګور کورته بيايي. زويه ،په ډېره بې صبرۍ دهغه دراتګ لارڅارله،پنجشنبه وه چې راغی. زړه مې ساز شو،غاړۍ راکړه لاسونه يې راله ښکل کړل په غوږکې راته وويل:زمابزرګې مورې ته څنګه پوهېدې چې مرغلره(دمعلم صېب لور) زما خوښېده .ورته ومې ويل: تراوسه دې  دسبق په بانه (پلمه) نه ، نه ويل اواوس هسې زما دخوشالۍ له پاره وايې چې خوښېده دي.  

موږ دواړو دشپې تر ډېر ناوخته دسبانۍ خوږې کونډۍ اوبيا دواده خبرې وکړې .پوه نه شوم چې څنګه مې سترګې سره ورغلې وې چې،دټوپکواوماشيګڼو ډزوراويښه کړم. که څه هم په وروستيو شپو کې خودډزو له غږونوسره چې لږ له وړاندې به راتلل عادت شوي ووخوددغه شپې ډزو راله خوب وتښتوه .ټولې راته يادې دوعاګانې مې ويلې اوله ځان نه مخکې به مې دهغه ځوانيمرګ  خواته چوف کولې .سهار  نږدې وچې سړې ډزې شوې. دجمعې سهارو،ما سبا ناری تيارکړ،دځوانيمرګ باتور په دې جامو کې مې ورته پرتوګاښ واچوه.- هغه په ټټرپورې نيولی پنډوکی يې راوښود اوبېرته يې په ټټرپورې داسې نږدې کړ لکه خپل دتي ماشوم - مادسترخوان وغوړوه او هغه لا ځان نه وکنګال کړی چې دکور په دروازه کې دعسکرو شورماشور شودروازه يې په زورټيل وهله او راننوتل.زماپه چيغو باتورجان په لامده ځان خېرن کالي واغوستل اوپه منډه له تشتنابه راووت.دده له راوتوسره بيا عسکراوضابط ددسترخوان سرته رارسېدلي وو(ول)،هغه ته  يې  ټوپکې راواړولې،سوال اوجواب ته يې پرې نه ښودويل يې : هلته دپُل خواته موټول خلک راټول کړي قومندان صېب ورته خبرې کوي.

باتورجان ورته وويل خبروته څوک دټوپک په زورڅوک نه ورغواړي.خوجلادانو هغه دټوپکو په کونداغونو ووهه اوما چغه کړه ومی ويل الله موتباه کړه  څه بوره بدنامه يې درله کړې چې وهئ يې.يوتن زه پر سر ووهلم بېهوښه ولېدلې وم ،خدای پوهېږي چې څومره وخت به تېرشو ی و،چې سترګې مې وغړېدي په مخ مې وينې بهېدې او دکورهرڅه ګډوډشوي وو.مالکه لېونۍ لوڅې پښې اوسرتورسردپله خواته منډې کړې  خوددغه جومات نه يې دېخواپرې نښودم. جومات کې دښځواوماشومانو ژړاګانې اوچغې وې،چا قران شريفونه لاسونوکې نيولي وواوچاهسې  دجومات دروازه کې ولاړومنصبدارانو ته زارۍ کولې محشر جوړو. له ۱۲،۱۱ کلنو نه پورته ټول نارينه يې دې پټي کې چې اوس پرې دخاورو ډېرۍ جوړه ده راټول اوچارماري کړل. دټپيانو کوکې اوفريادونواوپه جومات کې دايسارو ماشومانواوښځو ژړااوواويلا آسمان ته رسېدل . په دې دنيا قيامت جوړو،خوددغولېوانو سترګې سرې شوې وې په ژونديو بنيادمانو يې بلدوزر راسم کړ اوتر خاورو يې لاندې کړل، خاورې ډېروخت خوځېدې څوک يې خواته نه ورپرېښودل.

بچی له ډېره غمه مرګ نه شته  که وی نو دکرالې ټولې مېندې به له همغه ورځې يوه هم ژوندۍ نه وی پاتې.

 ترورغلې شوه اوږد اسوېلی يې وکړ،په لاس کې نيولی پنډوکی يې دوروستي ځل له پاره ښه شېبه په خپل ټټر پورې ونيو،بيا يې لکه خپل دغېږې ماشوم ښکل او په هغه خپل لاس کيندلی قوتي کې يې کېښوداوپه دواړولاسونو يې پرې خاورې راواړولې .

مالا دپنډوکي په هکله پوښتنې ته ځان نه وجوړکړی ،چې ترورپه خپله دپنډوکي او دښخولوله راز نه يې داسې پرده پورته کړه: زويه دادباتورجان ځوانيمرګ هغه جامې دي  چې دشهادت په سهاريې ظالمانو اغوستلوته پرې نه ښود.ماپوره دېرش کاله له ځان سره ګرځولی وې. دغه ټوله موده کې مې دې بې ګناه ډېرۍ ته دوعاکړي اوله پاک خدای نه مې دهغوقاتلانو تباهي غوښتې ده .

ماوويل :ترورجانې نواوس دې ولې ښخې کړې نوره يې په ګرځولو ستړې شوې که څنګه؟

- نه زويه خدای په خپلوکارونو ښه پوهېږي .بېګاه به مې ټوله شپه چې څنګه سترګې پټې شوې نوهمدا يوخوب به مې ليدو.چې دلته  دپله خواته  له لرې(لېری) ډېره ګڼه ګوڼه ده اوپه سپينو،شنو، اسماني،تورواوان سرورنګونوکې په زرګونو بالښتونه ښکاري،دابا لښتونه خوځنده او زرګونوخلکوچې ښځې هم ورسره وې په لاسونوکې نيولي وودخلکويوسردلته اوبل يې دومره وړاندې وچې مايې اخرنه شو ليدلی.زه دې خواته راروانه وم خوچې رانږدې شوم ګورم  چې ددغه ټولوخلکو ټټرونه اوسرونه په ګوليوسور ي دي ،وينې ترې بهېږي خوبالښتونه يې په لاسونوکې  نيولي اوپر يوتن راچاپېر شوي اوهريو خپل بالښت ددغه سړی په خوله

ږدي.کله چې بالښتونه دغه سړي ته نږدې کېږی نوپه سروسکروټوبدلېږي .هغه تربالښتونولاندې ترپکې وهي،لاس اوپښې غورځوي،غلی شي ساه ورکړي.دبالښتونوکسان بېرته شاته شي،ده کې بيا ساه وګرځي راکېني.خوبيا نورکسان له خپلوبالښتونوسره رامخ ته شي  بالښتونهسرې سکروټې شي،بيا همدغه سړی دخلکو د بالښتونولاندې ترپکې وهي،لاس اوپښې ارتوي،بيا بې دمه شي ساه ورکي بالښتونه شاته لاړشي.

زويه ،دبالښتونو بله ډله لا نه وه رارسېدلې چې په دې ګڼه ګوڼه کې مې په باتورجان سترګې ولګېدې چې د نوروکراليانومنځ کې په همدې جاموکې(ښخ کړي پنډوکي ته اشاره وه ) ولاړدی اوراته خاندي. ورمنډه مې کړه په غېږ کې مې ونيوپه سراوسترګومې ښکل کړ،يوځای مې ورسره په کټ کټ وخندل. دامې دېرش کاله وروسته لومړنۍ خنداوه هغه هم په خوب کې.ا ی پاکه خدايه څه وخت به رانه ساه اخلې؟ څومره به ښه وی چې بېګاني خوب تر قيامته اوږدشوی وی.

زويه،دباتورنه مې تپوس وکه چې دابېچاره څوک دی،چې داډلې ډلې خلک راځي اودده په خوله بالښتونه ږدي؟

- مورجانې دابېچاره نه دی،په ده پسې چې دادبالښتونولاريون راروان دی،داددېلسګونوزرو خلکو قاتل دی.هغه چې زه يې درنه روان کړم اوته يې په کونداغونوووهلې دده جلادان ول.

- نوبياولې  يې په ګوليو نه ولي؟

- مورجانې ده خپل هغه اُستاد په بالښتونو وژلی چې لاسونه به يې ورښکلول .داُستادحق له موراوپلارنه کم نه دی .ده خپل پلارپه بالښت وژلی ،نو الله (ج) ده ته داجزأټاکلې چې دقيامت ترورځې به يې په همدې بالښتونو چې دده په  مخ سکروټې کېږي وژني اوبيا به يې دبياوژلوله پلاره وار وار ژوندی کوي.       

   تروربيا لکه دلېونۍ کټ کټ ويرژلې خنداوکړه ،ويې ويل زويه خېرومې سرنيولی.

پاي

 

 

 

 

 


بالا
 
بازگشت