رحمت اله روان

 

پاکستان همیشه د ناکامه دولتونو په هرلیست کی راځرګند شوی دې

 

ممکن په نړۍ کې له پاکستان پرته بل هیڅ داسې یو هیواد نه وي چې په خپلو نا څیزو منابعو سره واقعیتونه تر پښو لاندې کړي او په سیمی کې د خپلې پراختیا غوښتنې د هیلو د عملي کیدو لپاره هلي ځلې وکړي. دا ډول طرز تفکر که د پاکستان ۱۷۰ میلونو وګړو او د جنوبي اسیا شاوخوا ۲ میلیاردو اوسیدونکو ته ناوړه عواقب لري..

د خواشینۍ ځای دی چې پاکستان د ناکامه دولتونو په هر لیست کې راڅرګند شوی او لا هم هلې ځلې کوي چې د خپلو هستوي وسلو شمیر له شپیتو نه سلو ته ورسوي او د دې مقصد لپاره له چین نه دوي نوې هستوي بټۍ هم پيري
د احمد رشید په وینا، پاکستان یو تجرید شوی هیواد دی او په سیمی کې دوستان هم نه لري، د هیواد په داخل کې د افراطیانو تروریزم د پراختیا او قوت په حال کې دی
دا هغه افراطیان دي چې یو وخت د پاکستان پوځ روزلي او پاللي وو. دا هیواد لا هم په افغانستان کې د تقدم پالیسي پر مخ وړي او په دې فکر کې دی چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په صورت کې باید په کابل کې د دوي د خوښي یو حکومت واکمن وي
احمد رشید په مقالې کې لیکي: داسې یو هیواد چې اقتصاد یي د نړېوال وجهي صندوق په سترو پورونو ولاړ دی، سیاست وال یي مالیې نه ورکوي، پوځ یي د هیواد د کلنۍ بودیجې په سلو کې شل مصرفوي، بیا هم پاکستان ټینګار کوي چې له هند سره دوستي د څو نورو لسیزو لپاره هم نا ممکنه ده
پاکستان چې د مسلمانانو او غیر مسلمانانو لپاره د عصري ډیموکراسۍ او د یوه معتدل اسلامي هیواد په نامه جوړ شوی و، دا مهال په کې د اقلیتونو په ضد د تعصب قوانین وضع شوې او افراطي ډلې چې فرقه یي جګړې یي پیل کړي، په جنوبي اسیا کې د نوي اسلامي امارت په فکر کې دی
احمد رشید په مقالې کې وړاندې لیکي: پاکستان چې د تروریزم ضد جګړې کې یي تر اوسه خپل ۲۳۰۰ عسکر وژل شوي بیا هم د افغان او پاکستاني طالبانو تر منځ توپیر کوي. دا په داسې حال کې ده چې په پوځ کې د مرګ ژوبلې له امله د عسکرو مورال هم کمزوری شوی دی
پاکستان د هغو طالبانو په ضد جګړه نه کوي کوم چې د هند په ضد جنګیږي او دغه راز د هغو طالبانو ملاتړ کوي چې په افغانستان کې لویدیځ او افغان عسکر وژنې
احمد رشید لیکي: پاکستان له ۲۰۰۱ میلادي کال راهیسې له امریکا څخه ۱۲ میلیارده ډالره پوځي مرسته تر لاسه کړي او دغه راز د ناټو دوست هیواد هم دی، خو په خپلې خاورې کې افغان طالبانو ته پناه ورکوي.
احمد رشید لیکي: د پاکستان سیاست وال ، ملکي مشران او پوهان هیڅ نشي کولاي او تر هغې به ناهیلې وې چې امریکا او لویدیځ د پاکستان په وړاندې دوه مخی پالیسي تعقیبوي او د دې هیواد پوځي ارګانونه غښتلي کوي
د مقالې لیکوال لیکي: سختې او ژورې اندېښنې پیدا شوي چې د پاکستان افراطیانو د هیواد د سیاسي سیستم ړنګولو ته ملا تړلې ده. پوځ دې مسلې ته پام نه کوي او داسې بریښي چې دوي هم د هیواد ریښتنیې ستونزې نه شي حل کولای
احمد رشید د یوه بل څیړونکي کامران خان څرګندونو ته اشاره کوي چې په ډان ورځپاڼې کې یي کړې وې. کامران خان په تیر اوړي کې لیکلي و، دا نور هیڅ نه دي بلکه د تورې تیارې یوه کودتاه به وي او هیڅوک به ترې په امن کې پاتې نه شي. افراطیان به د هر چا په ضد وي او هدف یي په پاکستان کې د یوه اسلامي امارت جوړول دي
احمد رشید د نشنل انټرسټ د خپرونې په دې مقالې کې لیکي: په پاکستان کې وسله وال په اوو اجنسیو، باجوړ، مهمند، خیبر، ورکزی، کرمې، جنوبي او شمالي وزیرستان کې پوره فعال دي او د دې ټولو پښتنو سیمو وسله وال له دولت سره په جګړو کې ښکیل دي. د نړېوالي عمومي بخښنې یا امنیستي انټرنشنل سازمان په وینا، شاوخوا ۴ میلیونه پاکستانیان د طالبانوتر واکمنۍ لاندې ژوند کوي
دغه راز له شمال نه تر جنوبه پورې یعنې له کشمیره تر کراچۍ او پنجابه پورې زیات شمیر ډلې چی یو وخت ای اس اي روزلې، فعالیت کوي. دا ډلې د کشمیر د جګړو لپاره روزل شوې وې خو اوس یي د ټوپکو خولې د پاکستان د پوځ لور ته اړولې دي
پښتانه طالبان له نورو ښاري او عصري افراطیانو سره یو ځای شوې او په ګډه د دولت د ړنګولو او یوه اسلامی سیستم د رامنځ ته کولو هلي ځلي کوي. احمد رشید په مقالې کي لیکي
پاکستاني طالبان یوازې عسکر او پوځیان نه وژني بلکه په مسجدونو کې ملکي خلک هم وژني
د جون په اتمه وسله والو په پنجاب ایالات کې د ناټو په یوه کاروان حمله وکړه او په موادو بار پنځوس لارۍ یي وسوځولې. طالبانو دغه راز ګواښ کړی چې د کراچۍ بندر به هم وتړي
په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د اړتیا وړ په سلو کې اتیا مواد له دې بندر څخه انتقالیږي. له عامو خلکو سره اندېښنې زیاتې شوي چې پوځ کمزوری شوی او وسله وال یي په مقابل کې تر پخوا زیات قوي شوي دي
احمد رشید لیکي: که قومي مشران له دولت سره مرستې ته حاضر شي، وسله وال ترې سخت غچ اخلي. د مهمندو ایجنسۍ چې د طالبانو له حضور څخه پاکه سیمه اعلان شوی وه او د متحده ایالاتو مرستې ورته ورسیدی د جولاي په اتمه د مشرانو او سپین ږېرو په یوې غونډې کې دوې ځان وژونکي حملې وشوې، له سلو زیات کسان یي ووژل او ۱۱۵ نور یي ټپیان کړل
احمد رشید د فرقه یي جګړو او شخړو مسله هم یادوي او لیکي: پاکستاني طالبان سنیان دي او د نورو اقلیتونو او غیر مسلمانانو په وړاندې ناوړه چلند کوي
طالبانو د مې په ۲۸ مه په لاهور کې د احمدیه ډلې په یوه مسجد حمله وکړه ، ۹۰ کسان یي ووژل او ۱۱۰ یي ټپیان کړل. دغه راز شیعه ګان، عیسویان، هندوان او سکان هم ځانونه امن نه بولي
احمد رشید په مقالې کې د پاکستان ټولنیزې ستونزې په تفصیل سره یادې کړې او زیاتوي چې، په هېواد کې د بې وزليو، پولي تورم او بی روزګاریو له امله د خلکو ځان وژنې زیاتې شوي دي اود بیان او مطبواتو ازادۍ هم قید شوې ده. افراطیان او وسله وال ژورنالیستانو ته ګواښونه کوي چې د دوي په ګټه دي راپورونه او خبرونه خپاره کړي. بازارونو ته د افراطیانو او وسله والو د تبلیغ ویډیوګانې، فلمونه او کسټونه ښه زیات وتلي او دولت یي مخه نه شي نیولای
احمد رشید لیکي: په پاکستان کې د عامه خدمتونو د نشتوالی له امله هم انارشي او ګډوډي رامنځ ته شوې ده. د مثال په ډول، په کراچۍ ښار کې چې اتلس میلونه خلک په کې ژوند کوي، جنایتونه او شخړې دومره زیاتې شوې چې بیان یي ګران دی
د لیکوال په وینا، په کراچۍ ښار کې د اسلامي افراطیانو په ستونزې برسیره، ښار په عصري وسلو سمبالو مافیایي او جنایي ډلو هم قبضه کړی دی. ان دا ډلې د ښار د اوبو رسولو په شبکې ، ترانسپورت ، په ځمکو او د نشه یي موادو په قاچاق پوره واکمن دي
په ښار کې د موټرو تښتول عادي کار دی او پیژندل شوي سوداګر او شتمن کسان تښتول کیږي او وروسته د پیسو په بدل کې خوشې کیږي
د پاکستان د بشري حقونو کمیسیون وایي، د روان کال په لومړېو شپږو میاشتو کې په کراچۍ ښار کې ۲۶۰ تنه په نښه شوي کسان وژل شوي او دا شمیر تیر کال ۱۵۶ و. دغه راز د ښار په شخړو کی د ۸۸۹ کسانو مړینه ثبت شوی ده
احمد رشید په دې تحلیلي مقالې کې د بلوچستان ایالت حالت هم څیړلې او لیکي: په بلوچستان کې هم پوځ له بیلتون غوښتونکو وسله والو سره په جګړو کي ښکیل دی
بلوڅان په پاکستان کې له خپلو سیاسي حقونو، ازادۍ ، پراختیا او ملي منابعو څخه بې برخې ساتل شوي او د پاکستان له جوړېدو راهیسي یي دا د پوځ په ضد پنځم وسله وال پاڅوان دی. د پاکستان استخباراتي اداره وایي، هند بلوچستان ته اجینټان استوي او وضعه یي ګډه وډه کړې ده
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رحمان ملک په اوړې کې وویل، بلوڅو دښمنانو چې هند یي ملاتړ کوي، له بلوچستان څخه یو لک غیر پلوڅ کسان په زور ایستلي دي
بلوڅو بیلتون غوښتونکو د روان کال د جنورۍ او جون میاشتو تر منځ مودې کي ۲۵۲ تنه غیر بلوڅ او ۱۳ تنه پاکستاني پوځیان وژلي دي
د پاکستان په سیاسي – جغرافیایي حالت کې هر ډول بدلون او مصیبتونه د پوځ د زیات واک او قوت له امله ګڼل کیږي، پوځ له یوې خوا د اسلامي افراطیانو په وړاندې د هیواد په زیاتو سیمو واک لاسه ورکړی خو لا هم د پاکستان په ملي امنیت او بهرنۍ پالیسۍ پوره واک او کنترول لري
دا مهال د اصف علي زرداري په مشرۍ په پاکستان کې په ادارې فساد کې ښکیل حکومت واکمن دی، پوځ له همدې خلا څخه په استفادې، په اسانۍ سره خپل پروګرامونه پر مخ وړي
د پاکستان پیپلز ګوند چې کله په انتخاباتو کې واک تر لاسه کړ نو هڅه یي وکړه چې د مشرف د وخت پالیسی بدله کړي او له هند، افغانستان، ایران او د سیمی له نورو هیوادونو سره اړیکې ښه کړي، خو پوځ ګوند ته د دې کار مجال ورنه کړ
نوې ډهلي د زرداري خبرواو د دوستۍ چلند ته زیات اهمیت نه ورکوي او د پاکستان پوځ هم دا مسله د زرداري له صلاحیت څخه بهر بولي او دا حق یي ځان ته ورکړی دی،احمد رشید په تحلیلي مقالې کې لیکي:
د ۲۰۰۸ کال نومبر میاشت کې هغه مهال چې افراطیانو د هند په ممبي ښار کې تروریستي حملې وکړې، د هند او پاکستان تر منځ د سولې دوه کلنې خبرې بندې شوې. هند د حملو پړه د پاکستان په لشکر طیبه ډلې واچوله، خو پاکستان دا تور نه مني او د لشکر طیبه افراطي ډلې مخه یي تر اوسه هم نده نیولي
د احمد رشید په وینا، په افغانستان کي وضعه هم چنداني ښه نده. که څه هم چی زرداري له جمهور رییس کرزي سره اړیکې ښه کړې خو دا به د افغانستان د حکومت په وړاندي د پاکستان د پوځ په پالیسۍ او چلند زیات اغیز ونکړي
د پاکستان پوځ څه موده وړاندي ویلي و، له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په صورت کي باید طالبان او افغان حکومت سره یو ځاي شی
احمد رشید زیاتوي، په ۲۰۰۱ میلادي کال کي په افغانستان کي د طالبانو د رژیم د ړنګیدو په مهال د طالبانو مشران په پاکستان کي پټ شول او ددي هیواد پوځ یي له هغه وخت راهیسي ملاتړ کوي.
د امریکا پخواني جمهور رییس جورج ډبلیو بوش په پاکستان کي د طالبانو په موجودیت سترګې پټې کړې وې، خو جمهور رییس اوباما په شخصي ډول ویلې چی پدي اړه باید کار وشي او دی به هڅه وکړي چي کابل او اسلام آباد سره نږدي کړي
د احمد رشید په وینا، د افغانستان او پاکستان د اړیکو ښه کیدل د پاکستان د ملکی حکومت له برکته ندي
د پاکستان پوځ غواړي له افغانستان څخه د امریکایی عسکرو له وتلو وروسته پدي هیوا کی سوله او ثبات ټینګ وي. خو زیات شمیر افغانان د پآکستان د پوځ دي نیت ته د شک په سترګه ګوري او دا ځکه چی اسلام آباد په کابل کي د هند نفوذ نشي زغملاي
زرداري او پیپلز ګوند هم د پوځ په وړاندي له مخالفت څخه لاس اخیستی . د پاکستان قضایه قوه چي یو وخت د پوځ مخالفه وه، په تیرو دوو کلونو کي یي د جمهور رییس واک را کم کړی او هڅه کوی زرداري د اداری فساد په پخوانیوتورونو له واکه لیري کړي.
احمد رشید په تحلیلی مقالي کي وړاندي لیکي: پاکستان سیاسی بي ثباتۍ ته اړتیا نلري، دا هیواد باید یوه دوام داره ډموکراسي او ملکي حګومت وساتي که څه هم چي دا حکومت خراب وي او ډموکراسي پکي کمزوري وي.
که زرداري محبوبیت ونلري او اغیز یي کم وي نود کودتاه او یا هم د سترې محکمې په ځاي باید چی په عمومي انتخاباتو کي څنګ ته شي، احمد رشید د مقالې په وروستیو کرښو کې لیکي:
د پاکستان اکثر خلک پدي پوهیږي چی افراطیت د دوي ژوند او هیواد ته ستر ګواښونه مخامخ کړي . دا خبره هم زیات شمیر خلک مني چی یو ملکي حکومت د پوځی واکمنۍ او د ملایانو له ډیکتاتورۍ څخه ښه دی.
خو یو شی کمبود دی او هغه د تروریزم په ضد د پاکستان له خوا جګړه ده. د بنسټ پالني په وړاندي د پاکستان دا غوره کړی چلند باید ختم شي او هغه لار غوره کړي چی ددي هیوا بنسټ ایښودنکو غوره کړي وه.

که ځه هم داحمد رشید ځینی ځرګندونی دپاکستان  په باب تبلغاتی جنبه لری او دونیا والو ته دپاکستان دفوځ دپیاوړتیا او داتومی توان په هکله خبر داري ور کوي مګرم بیاهم دنوموړی په ځیړنو کی دافغانستان او سیمی په ارتبا ط دپاکستان دحکومت ددوګانه لوبی په باب دلجسپه نقاطو ته اشاره شوي ده،

پای

 

رحمت اله روان

 

 

 


بالا
 
بازگشت