عزيزاحمد خوارمل

 

څلورسناریودنړی دپاره :

د(دوه زره نهم څخه بیاتردوه زره پنځه ویشتم ۲۰۰۹بیاتر۲۰۲۵) میلادی کالنوپوری !

             دانټرنیټ دفـارسی سرچینوڅخه

              ژباړونکی ؛ عزیزاحمد خوارمل

 

دفارسی ژبی ژباړونکی چې دانګلیسی ژبی نه یې دنړی دپاره  دغه څلورسناریویې ژباړلی په دی اړه خپل لړلیددمقدمی په توګه په  لاندی ډول سره وړاندی کوي  :

    دهندوستان دهیواد داستراتیژیکومسائلویوه ډله څیړونکی د« استراتیژیک فورسایټ ډله» په نوم سره چې مرکزیې په هند کښې دی  اودسیمی د(۵۰) پنځوسو تنو نوروڅیړونکوپه ملتیا سره یو څیړنیزرپورټ یې  د«منځنی ختیځ دشخړواوپانګی اچونو،مصارفو،تاوانونو،ورانیو او ویجاړیو»                په هکله  یې لیکلی اوخپورکړی  یې دی چې خورا ډېرمهم دڅیړنو،شینونو، شمیرنو،ارقامواویوشمیر جدولونوخپرول دی چې په ځان پسی دورانی ،ویجاړی،اقتصادی ،سیاسي ،ډیپلماتیکو،انسانی،نظامي تاوانونه،ټولنیزاوسیمیزی شخړی لري اودغه ټول مسائل یې ترپوره غور،څيړنی اومطالعی لاندی نیولی دي اوپه دغه څیړنه کې داډول  پوښتنی اوځوابونه یې رامنځته کړی دی : ایا په سیمه کښې دسولی رامنځته کیدل شونی کاردی اوکه نه ؟  هو ددی څلوروسناریودجملی نه یوهم دسولی اودوستی څخه عبارت دی چې په دغه رپوټ کې د(۲۰۰۹م کال څخه بیا تر۲۰۲۵) میلادی کالنو پوری  وړاندوینه یې سوی ده . که څه هم دواقعیتونودمخی څخه دهغه جملی نه دغزی جګړه ددی څیړنی ددوهم سناریودجملی څخه دی یعنی دسیمی دورانی اودویجاړی مسئله دواقعیتونوسره نږدی ورپیژنی  .

په دی څیړنیزرپوټ کې زیارایستل سوي دی چې دامریکا مخکنی دولت (دجورج بوش) دولت یې ددی ټولوجنګ جګړواوشخړورامنځته کوونکی ورپیژندلی دی  اونورهیوادونه چې ددی ټولوجنګ جګړواوشخړوپیلیدونکی وي خصوصآ داسرائیلودهیواد نوم یې نه دی اخستی .

په دی څیړنیزرپوټ کې لیکل سوي دی،دعراق هیواد چې دتمدنونودمرکزپه توګه دبشرپه پيښلیک (تاریخ) کې دوه ځله وران او ویجاړسویدی :

*لمړی ځل : په (۱۲۵۷) میلادی  کال کې دمغلوپه لاس  وران اودخاوروسره یوشان ته سو.

* دوهم ځل : دامریکائیانوپه لاس په (۲۰۰۳) م کال کې  وران سو.

په دی څیړنیزرپوټ کې په سیمه کښې دالقاعدی د سازمان  رامنځته کیدل یې دامریکا دسیاستونوزیږدنه بللی اوپه بربنډه اوښکاره توګه دامریکا سیاستونه  یې ترشینونواوګوت نیونو لاندی نیولی دي .

په دی رپوټ کې  وشمیرنو ،ارقامو،څیړنواوجوړسوی جدولونوته ډېر ارزښت ورکول سویدی اوپه یوډول سره (۹۷) اوه نهوی معیارونه دشمیرنو ،ارقامودپانګو اچونو ،مصارفودڅیړنی دپاره ترنظرلاندی نیولی سوی دی ترڅوددغه  مالی  مسائلوڅیړنه په ډېرځیرسره صورت ومومی او په څرګنده ډول سره هراړخیزڅیرنه رامنځته سي . 

شمیراوارقام :

په دی هکله په دی رپوټ کې څرګنده سوی دی چې د(۱۹۹۱ م کال څخه بیا تر۲۰۱۰) میلادی کال  پوری  دسولی اوثبات دنه شتوالی له کبله  دجګړواوشخړوخرڅه اومصرف  په منځنی ختیځ کې (۱۲) دولسو تریلیونو ډالروڅخه عبارت وو چې ددغومصارفوڅخه لویه برخه یې دعراق وهیوادته  دتاوانونوورسیدل دي چې دهمدی شمیرنی دجملی څخه ګڼل کیږی  .

په منځنی ختیځ کې دوسلیواونظامي سامان الاتورانیول  دنړی دنوروځایونوڅخه  دلته خورازیات دي  چې په منځنی ډول سره دکورنی لاسته راوړنواوګټوڅخه ښپږسلنه (۶٪په سلوکښې ښپږفیصده ) د دوسلیواونظامي سامان الاتوپه رانیولوپوری اړه لري .

لبنان ددی  (۱۲) دولس تریلیونه څخه تراوسه پوری دسلو(۱۰۰) میلیارډوپه شااوخواکې خپله پانګه اوسرمایه یې په سیمه کې دسولی اوامنیت دنشتوالی له کبله په جګړواوشخړوکې دلاسه ورکړی او تاوانی سوي دی .  

دلبنان هیواد یوازی  د(۲۰۰۶) میلادی کال دددودیرش ورځنی جګړی په ترځ کې (دری اعشاره څلور-۳،۴) میلیارده ډالره یې دلاسه ورکړاوتاوانی سوی،یعنی هرلبنانی اوسیدونکی چې په (۲۰۱۰)  دوزره لسم میلادی کال کې  نړی ته راځی اوزیږه ولوکیږی د(۱۱۰۰۰) دیوولسوزروپه شاخوا کې دخپل مالیی اوقرض  ورکولودغه اندزه ډالرپه خپله غاړه باندی لري .   

په دی څیړنیزرپوټ کې،«دغه ارقام ندی لیکل سوی  چې دفلسطینیانواواسرائیلیانوترمنځ په شخړواوجګړوکې  ددوهمی انتفاضیی دپیل څخه  شااوخوا (۱۰۰۰۰) لس زره کسه وژل  سوی دی  اوهمدارنګه په دی څيړنیز رپوټ کې په دی هکله هیڅ  یو جمله هم ندی لیکل سویدی چې دغه ټول وژل سوی انسانان فلسطینیان دی او دعربانواواسرائیلیانوترمنځ  د(۱۹۴۸ م کال څخه تر دا اوسه پوری  داویاوزرو(۷۰۰۰۰) څخه  بیا تر(۱۱۰۰۰۰) تریوولسوزروتنوپوری  په دی شخرواوجګړوکې وژل سوی دی ،یوازی  په یوویشتمه پيړی کې  دغزی په  دوه ویشت ورځنی جګړه کې  تر دووزرو(۲۰۰۰) زیات  فلیسطینیان ووژل سول .

په (۲۰۰۶) م کال کې څرګنده سوی وه چې ډېرتره تریومیلیون(۱۰۰۰۰۰۰) فلسطینیانو  اقتصاد ډېر ویجاړه اودولوږی سره لاس اوګریوان وه .

تر (۲۰۰۷) م کال پوری داسرائیل دولت شااوخوا (۲۲۱) دوه سوه یوویشت  ښارګوتی ترخپل واک اوښکیلاک لاندی په فلسطینی   باختری سیموکښې جوړی کړیدي   چې ټول دغه ښارګوتی او کلی هغه ساختمانونه اوجوړښتونه دی چې په ختیځ قدس کې جوړسوی اورامنځته سویدی  . د(۱۹۹۶،۱۹۹۳،۱۹۸۲،۱۹۷۸-او۲۰۰۶)کالنوپه بهیرکې دلبنان اوداسرائیلودهیوادونو ترمنځ دشخړواوجګرو په ترڅ کې (۲۰۰۰۰) شل زره کسه وژل سوي دي  او ددی  وژل سوي کسانولویه برخه  اوغوټ اکثریت  لبنانیان دی .»

هغه څلورسناریو چې مخکی مو وویل  د(۲۰۰۹ م کال څخه بیا تر ۲۰۲۵ )میلادی کال پوری دهنــدی څیړونکـــواونــورودباوروړڅـــیړونکواوشینوونکوله خـــواچې دپوره سولی،امنیت او سراسری جګړوترمنځ په نظرکی نیول سوی دی  چې  کوم ډول عوامل په دی سناریو کې مهم رول لري  په دی دول سره سې څرګنده کوي :

*   لمړی عامل : په سیمه کښې دامریکا دنفوذ میزان.

* دوهـم عامل : دتیلو اوانرژیو دمیزان ارزښت په سیمی ،اوپه انرژی لرونکوزریمواو سرچینوکښې .                           

دغه څلورسناریوپه لاندی ډول دي :

        لمړی سناریو  :        

* په سیمه کښې دبدګمانی پراختیا چې لمړنی رول امریکا په سیمه کښې لوبه وی اوترسره کوي  اوپرتیلواوانرژیتکوسرچینوباندی په تیکه کولوسره دحیاتی سرچینی ترسرلیک لاندی   چې په راتلوونکی کې دغه ډېر داړتیا وړ ماده رالږیږی .

* نړیوال  ټولنه ، داسرائیل هیواد ودی ته وداره کوي ترڅود دووفلسطینی اواسرائیلی ګاونډیو هیوادونووجوړیدلو، ورامنځته کیدلواو ومنلو ته ځان چمتوکړی اوعربی هیوادونه هم  مجبوره کوی ترڅودیوه اسرائیلی دولت په شتوالی باندی هرومرواقرار وکړی .

*همدارنګه دقدس سرلیک هم نامعلومه دی .

*هغه ټاکل سوی مبلغ پیسی (ډالر)  دکډوالواوبی ځای سویو فلسطینیانوته  دبیرته راتګ حق  په توګه وخپل فلسطینی ټاټوبی اومځکوته  هم مشخص سوی ندی اونامعلومه دي .

*په سیمه کښې  تل پاته اوربند موجود نه دی هرګړې رامنځته سوی اوربند ترپښولاندی کیږی .

*دایران هیوادد اټومی اوهستوی  ځواک  خاوندسوي دی .

* عربی هیوادونه تردا اوسه پوری یودبل سره اختلافونه لري   .

* همدارنګه دسوری هیواد دایران دهیوادسره هم تړونه دی اوپراخه اړیکی ورسره لري .

* په لبنان اوعراق کې ډېر پراخ مذهبی اختلافونه موجودی دي   .

* القاعده په اردون اولبنان کې ډېری ستونزی یې رامنځته کړی دي  اوحماس نور نو کمزوره سوي دی  اوپه سمیه کښې  نه دسولی اونه دجګړی  وضعیت اوحالت واکمن دی  .

    دوهمه سناریو  :

* په ټولوځایونوکښې شخړی او آخ اوډب رامنځته سویدی  اومخ پرډېریدو دي  .

* امریکا لاتر اوسه پوری  دنړی لمړی واکمن هیواد دی  اوتیل لاتراوسه هم دانرژی اصلی سرچینه ده  .

* فلسطینی  ډلي دهر ډول  دیوی منځلاری  دحل لار په وړاندی مخالفت کوي  ځکه چې  هروخت دوي دناکامی اوماتي سره مخامخ سوی  دی   .

* دحماس ،فتح اودالقاعدی غورځنګونه  کمزوره سویدي   .

* دایران  هیواد دیوی  بلی نوي ډلیڅخه ملاتړ کوی  .   

* داسرائیل دولت دښارګوټوپه جوړه ولوسره ادامه ورکوي اودسویلی افریقا داپارټاید په شان یونظام یې جوړکړی اورامنځته کړی دی .

* دسیمی نظامی بودجه او پانګه دښپږسلنی (ښپږفیصده ۶٪) څخه و(٪۱۵) وپنځلس فیصدوته ملی ګټوته زیاتوالی رامنځته کوی .

* دایران اواسرائیلوترمنځ په اټومی اوهستوي جګړه کې شا اوخوا پنځوس میلیونه خلک وژل کیږی .

* اسرائیل په لبنان کې دفلسطینی ډلواودفلسطین په خاورکې دفلسطینیانوسره په افراطی ډول سره شخړی اوکړنی ترسره کوي .

* دمصر،اردون ،عراق اودلبنان دهیوادونو سیاسی اودل اوجوړښت بدلون یې موندلی اوبدلون مومی  .

        دریمه سناریو :

* دسیمی دټولوسیاسی معادلاتوبدلون .

* داقتصادی کړکیچ له کبله دامریکا نفوذ به په سیمه کښې راټيټ سوی اولاهم راټيټیږی اودروسیی هیواد دنړی لمړی واک به وګرځې  .

* دوه اسرائیلی اوفلسطینی هیوادونه دروسیی په ملاتړباندی ،یو یهودی اسرائیلی هیواداوبل عربی فلسطینی هیواد به جوړیږی اورامنځته کیږی چې هر دواړه به په هغه کې برابراویوشان ته حقونه ولري   .

* دعراق ،لبنان اودسوری هیوادونه به په خپل کورنی  خپل منځی ګډودیواوشخړوکې به سره اخته وي  .

      څلرمه سناریو  :

* دیوی ښی لیدنی سناریوچې نړی څوقطبی دی .

* امریکا دروسیی ،چين، اروپا، جاپان، ايران، هند، تركيی، سویلی افریقا اود برازيل په نړیوال رول باندی  به اقرار وکړي .

* دانسانی ټولنی دانرژیودسرچینوپه اړه ،دهغوانرژیوڅخه لکه دلمر دانرژی ،دبادونواو موجونودانرژیوڅخه په ښکلی ډول سره به ګټه واخستل سي .

 * واسرائیلیانو اوفلسطینیانوته به د(۱۹۶۷) میلادی کال دپلواوسرحداتوپربنسټ دوه هیوادونه جوړیږی اورامنځته کیږی ،او دعربانواواسرائیلیانوترمنځ اقتصادی مرسته ولوړی کچی ته رسیږی   .

* ایران اوسعودی عربستان دمذهبی کړکیچونودټیټه ولو،رالږولواودمخ نیوی په سبب دسیمی په هیوادونوکښې یودبل سره ګډی اویوشانته شوراګانی جوړه وي اورامنځته کوي . /

                اخیځلیک : دقطره نیوز څخه     



 


بالا
 
بازگشت