د قطبي خرس نه د اتازونى تر بيزو پورې

 

 

عبدالرووف ليوال حسين خيل

 

       د افغانستان جيوپولتيک او  ستراتژيک موقعيت، ددې لامل ګرځېدلى چې د نړي ښکيلاک ګر او زبيښاک ګر ځواکونه دې ته وهڅوي چې په دې خاوره يرغل وکړي او د سړې جګړې په پيرکې ددوه زبرځواکونو ترمينځ لولپه شي.

 زموږ خلکو د برتانيا د ښکيلاک سره په ميړانه ډغرې ووهلې، چې وروسته تر درې جګړونه يې ددې ښکيلاک لمن له سيمې نه ورټوله کړه، اوسنى نسل هم د پوچ سوسياليزم مزه وڅکله او هم د وحشي امپرياليزم خوند او لذت ورته معلوم شو.

قطبي خرس کابو لس کاله دې خاوره کې پاتې شو،  دادى اوم کال شو چې دې اتازوني بيزو تر مشرۍ لاندې، پردي ځواکونه دلته شتون او حضور لري، په دې ليکنه کې په واقعي توګه د قطبي خرس کړه وړه د اتازوني بيزو د کړو وړو سره د وجدان په ترازو کې پرتله او مقايسه کيږي.

له تاريخي پلوه به راشو لومړي د قطبي يږ کړو  او چلند ته او بيا به دا چلند د بيزو له چلند سره پرتله کړو.

قطبي يږ د ملګرو ملتو ٥١ نمبر منشور بهانه کړ او زموږ هيواد ته راغى اتازوني بيزو القاعده او ترهګر چې ده خپله د انګليس او پاکستان په واسطه دبن لادن تر مشري لاندې روزلى و د نيويارک د برجونو د نړولو په پلمه زموږ خاورې ته راغلل .

قطبي يږ د خپلې KGB جاسوسان او دهغه کورنى اجنټان مخکې کړي و او اتازوني بيزو د CIA  په لاس روزل شوي ISI او د هغه اجنتان رامخ ته کړل . اوس به راشو ددوى په واسطه د افغان مظلوم ملت ځپولو ته چې رنګه يې وځپل او ويې وژل. کورونه يې ورته کنډواله کړل، قطبي خرس به چې عمليات کول، کله چې بانډو ته به لاړ نو د خلکو د دروازو په ټک ، ټک وهلو سره به يې ورته ويل چې دوست يا بازمچي ، که چيري مجاهد به هم وې چې ورته وبه دې ويل چې دوست،نو تاسره يې کارنه درلود.

خو اتازوني بيزو لومړي ستا دروازه په چاوديدونکو توکو والوزوي او بيا په يو خاص رعب ( ويري) اچولو سره درننوځي او بيا نارينه دهغه دښځينه اړوندانوپه مخ کې د شا له خوا چاک ودروي، او يا يې پر مځکه څمولوي او بيا تالاشي يې کړي.

قطبي خرس  به چې مظنون ونيو په ټانک يا موټر کې به يې سپور او بيا به يې شش درک يا پلچرخي ته ورساو چې په کابل کې و خو کله چې داتازوني بيزو څوک ونيسي، په لومړي کلونو کې ګوانتانامو او اوس يې بګرام ته وړي، هلته د بندي تر مخې قرآنکريم د کثافاتو  په بيرل کې واچوي يا بندي بربند له سپي سره يو ځاى کړي.

د قطبى يږ په زمان کې به شوروي پلوي حکومت کوپوني مواد- اوړه، غوړي، وريجې ، چاى، صابون، بوره ، تيل، تکه، روسي کلوشې، ګيلاسونه او نور ورکول  ، چې مجاهدينو ته به هم ددولتي مامور د جريمه کولو له امله ورسيدل، اوس راشه اتازوني بيزو  ته صرف خپل ځان ته معدني اوبه د هوا له لارې رااستوي ،  خو د مامور د يوې مياشتې معاش صرف ددرې ورځو مصرف دي.

 له ١٣٧٠ کال نه مخکې چا خشخاش ، هيروئين  او مخدره مواد پيژندل هم نه، خو د اتازوني بيزو په دور کې افغانستان په دې کاروبار کې په نړي کې لومړي مقام وګاټه.

 د قطبي خرس په دور کې  دځانمرګي بريد کوونکي نوم به دې که چاته واخيست ورته معما ښکاريده ، خو کله چې اتازوني بيزو بن لادن ته د ځانمرګيانو چل وروښود، نو لومړي ځل يې په اتازوني کې د نيويارک برجونه پرې ونړول او دوه ورځې وړاندې يې احمدشاه مسعود پرې ووژلو ، له هغه وروسته زموږ په هيواد کې ( خودکفانک) را پيدا شو.

د قطبي خرس په بمباريو کې به کلي وران شول، باغونه به ونړيدل، خو د اتازوني د بيزو د بمباريو بېلګې راشي وګوري.

کله چې په ١٣٨٠ کال کې د جنوبي کابو پنځوس سپين ږيري او مخور د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د لڼد مهالي حکومت مبارکۍ ته راتلل، د بيزو په بمبار کې ټول  ستلي شول.

په ١٣٨١ کال د هلمند په دهراوود کې په واده بمبارد ناوې او زوم په شمول لسګونه شهيدان  کړل ، د ننګرهار ولايت په شينوارو کې  څو مياشتې وړاندې د واده په ورا باندې بمبار  ، د زوم او ناوې په ګډون اته څلويښت کسان شهيدان شول .

د مټا خان او زرمت په بمباري کې لسګونه کسان شهيدان شول .

د پکتيا په وازه خوا کې د ړندو بمباريو لسګونه شهيدان، په نورستان کې ١٣٨٧ کال عام وګړي، ډاکټران او دولتي مامورين شهيدان،څو مياشتې وړاندې په فراه او شيندنډ کې لسګونه شهيدان ، د ننګرهار د خوګياڼو ولسوالۍ او په غزني کې د( فرندلي فاير) په نتيجه کې لسګونه پوليس مړه او د شيندنډ په وروستي بمبار کې يو سل او لس تنه عام وګړي چې ماشومان او ښځې په کې وې، شهيدان شول. چې له يوې ١٦ کسيزې کورنى نه يو تن ژوندي پاتي دي. داخو لا څه کوې

چې همدا نن يې دکرکټ دملي لوبډلۍ غړى رحمت ولى   په خوست کې په ګوليو سورى ،سورى کړ دا هغه (دمشت نمونۀ خروار ) په توګه درنو لوستونکو ته بيلګې وړاندې شوې ، رابه شو په دې اړوند دبشر دحقوقو په خوسې نوم ددفتر او دمدني ټولونو اجراء تو ته !

دا کړني د بشر د حقوقو او دمدني ټولنو د دفترونو په شتون کې چې کارمندان يې په ډالري معاشونو   مست ګرځي او په دفترونو کې  (ډالنګ بازي ) دوام لري ،هيڅ دپام وړنه دي .

په پښتو کې متل دى چې ( غم دى دلالي په سر ، مسته دې ليلا گرځي ) اولس دې دبمبار له خاورو لاندې مړي راباسي ،حقوق بشر او مدني ټولنې دې خپلې چړچې ،مزې کوي .

سربيره پر دې په ځينو ځايونو کې د شهيدانو جسدونه ددې بيوزګانوسپي هم بويوي او کنټرولوي، چې د شهيد په جسد کې بم نه وي، اوس دا بيزو زموږ له مړي هم ډاريږي.

ښه خو داده چې د قطبي خرس په زمان کې د بشر د حقوقو کميسيونونه نه و، په هر صورت جبر د تاريخ قطبي خرس د لسو کلونو لپاره دلته راوستي و.

خو همدې د تاريخ جبر د اتازوني بيزو د يوولسو کلو لپاره دلته راوستى ده، چې اوه کاله يې تېر شول او څلور کاله يې نور پاتې دي.

دا چې دا څلور کاله به دوى څرنګه تېر کړي يواځې خداى ته معلومه ده او بس!

 

 

 


بالا
 
بازگشت