فاروق فردا


 

د فاروق فردا یو نوی شعر

ژوندون

ژوندون،

لکه  د کلي د ګاونډې کلا ژني په شان

 را اچوي پاس له بلۍ نه د هيڼدارې د رڼا د سترګکونو دانې

موږ خو څه وږي نه یو

موږ خوڅه تږي نه یو

موږ د رڼا فصلونه ډېر ليدلي

موږ څو څو وارې د هيندارې په رڼا کې ږمنځ کړي د شپو تورې څڼې

موږ څو څو وارې د ژوندون د وچکالې د سيند د دوړو په هيندارو کې دخپلو وچو شونډو نندارې کړې دي

اودکلو وچو چينو غاړو کې

موږ دپينځه وخته لمونځونو اودسونه کړي.

ژوندون پوهېږي چې موږ ستړي نه یو

ځکه دده د هرکلي له پاره

وهي موجونه زموږ د زړونو کروندو کې د قحطۍ فصلونه

څپې څپې د وچکاليو له اوبو ډکو ویالو ورته زموږ دماتو هيلو تر ګلبڼه پورې لار وباسي.

ځکه نیالګی زموږ دهيلو زرغونېږي زموږ دزړه په وينو

سينه دتندې څيروي او هره ورځ موږ ته د شنه سيوري په غېږه کې دمه راکوي.

نوامبر ۲۰۰۸-  مسکو

 


بالا
 
بازگشت