فاروق فردا

 

ښکار

 

له دې ځنګله د چڼچڼو آوازونه راځي

ته نو  د ښکار په پلمه

د ونو سیورو لاندې ولې له ټوپک سره ځی؟

ښکار د چڼچڼو په لیندیو کېږي.

 

 

مازیګر

 

مازیګر ستا په غوږ کې څه وویل؟

چې تا د ورېځو خواته مخ واړاوه

             ....

لا له سهاره د ماښام شمال زموږ دماشومانو اوربلونو سره لوبې کوی.

موږ پوهېدو چې د ماښام تورې لمنې

پر سرونو زموږ سېوری کړی

دمازیګر د اشارې نه برته

مېندو د کلي زموږ،

دځلمو ستورودسترګکو نندارې له پاره

لا غرمې نه پر بلیو خیژولي دی د خوب کټونه.

 

ښکاري

 

زموږ د کلي د مرغیو ډلې

له څو کلو راهیسې

دخپل ځانو د جنازې د لمانځه له پاره

په خپلو وینو اودسونه کړي

ته  د ټوپک په خوله کې

د زېړو ګلو یو ډنډر کېږده چې

له ورایه و لیدل شی

څو دا را پاتې یو نیم هم چېرې ترورې نشي

فردا

مسکو- جولای ۲۰۰۸

 


بالا
 
بازگشت