نور محمد غفوری
د کُمینتِرن رامنځته کیدل، فعالیت او انحلال
دوهمه برخه
په یوه ځانګړي هیواد کې د سوسیالستي انقلاب تیوري او د «سوسیال فاشیسم» تزس
نوټ: د سیاست له ټولو مینه والو او په ځانګړې توګه د کارګري نهضت او دموکراسۍ د پلویانو څخه هیله کیږی چې د کمینترن د لنډ تاریخ انتقادي تحلیل دقیق ولولي، ځکه چې د مدرن سیاست د طرحې او عملي کولو له پاره د کُمینترن تر مخ د کارګري جنبش د فعالیت ډول او تر کمینترن وروسته د بلشویکي ګوندونو او د غیر بلشویکي کارګري جنبش د تیوریکي طرحو، تشکیلاتي جوړښت او عملی فعالیت تجربې او له هغو څخه زده کړه ډیره ګټوره ده.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کُمینترن دریمه، څلورمه او پنځمه نړیوالې کنګرې:
ددې لیکنې په تیره برخه کې مو ولوستل چې د کُمينټِرن د دوهمې کنګرې پریکړو نړیوال کارګري جنبش له انشعاب او خپل منځو کشمکشونو سره مخامخ کړ، د ملي مسئلو په حل کې د کمينترن د غړو کارګري ګوندونو استقلالیت محدود او د کمينټرن د رهبرۍ پریکړې او دستورونه ورته د ګوند تر داخلي پریکړو عمده شول. په ګوندې فعالیتونو کې د (دموکراتیک مرکزیت د پرنسیپ) د حتمیت له کبله د ګوندونو داخلي دموکراسي ضعیفه شوه. د کنګرو، پولینومونو، د سیاسي بیورو غونډو تر ډیره نمایشی شکل ونیو او ورپکې د رښتینو کلکتیفي پریکړو امکانات سلب شول. د ګوندونو کنګرې هم په مختلفو علتونو سره د ګوند د رهبر او رهبرۍ د ارادې تابع شوې چې پخپل وخت او دموکراتیک ډول نه دایریدې. کارګري اتحادیې، د ښځو او ځوانانو سازمانونه او نورې مسلکي صنفی اتحادیې د ګوند تر رهبرۍ لاندې راغلې او استقلالیت یې له لاسه ورکړ. کُمينټِرن د خپلې دوهمې نړیوالې کنګرې پریکړو ته زر تر زره متوجه شو او د هغو د اصلاح او ترمیم په لټه شو.
کُمینټرن پخپله دریمه (۱۹۲۱م) او څلورمه (۱۹۲۲م) کنګره کې د دوهمې کنګرې د غلطیو په اصلاح بوخت شو او ويې غوښتل چې د دوهمې کنګرې څخه پخپل تن را پیدا شوي ټپونه پټۍ کړي. له دې کبله یې په دې کنګرو کې نسبتا نرم سیاست په مخکې ونیو او د شوري اتحاد د ګوند او دولت دوو مخکښو کسانو لکه لنین او تروتسکي هم ددې کنګرو غوښتنو ته غاړه کیښوده. ولادیمیر ایلئیچ لنین په دریمه کنګره کې د (کارګري واحدې جبهې) تکتیک رامنځته کړ چې د هغې د تزسونو په رڼا کې په ۱۹۲۲م کال کې په برلین کې د کمینټرن او د نورو چپو ګوندونو د استازو ترمنځ لیدنه وشوه.
د کُمينټِرن په څلورم نړیوال کانګرس کې د واحدې جبهې طرحه رسما ومنل شوه چې د هغو په رڼا کې په ځینو ځایو، لکه په آلمان کې د کمونست ګوند او سوسیال دموکراتانو ترمنځ په ۱۹۲۳م کال کې په (زکسن) او (ټورینګین) کې شریک حکومتونه رامنځ ته شول
د کُمينټرن پنځمه نړیواله کنګره د لینین تر مړینې وروسته په ۱۹۲۴م کال کې جوړه شوه چې تر هغه وروسته د شوروي اتحاد د ګوند او دولت د مشرۍ له پاره سیالي روانه وه. دا سیالي د شوروي اتحاد په کمونست ګوند کې له تروتسکي څخه سټالین وګټله. په همدې ترتیب په کُمينټِرن کې هم د سټالین (په یوه ځانګړي هیواد کې د سوسیایسم د جوړولو Sozialismus in einem Land) تیوري د تروتسکي (د پرله پسې (مسلسل) انقلاب د تیوري Theorie der permanenten Revolution) په مقابل کې ومنل شوه او په دې سره په حقیقت کې کُمینتِرن د نړیوال انقلاب له طرحې سره وداع وکړه. اوس نو دا لازمه شوه چې کمینټرن غښتلی او د شوروي د رژیم امنیت او ټینګښت یې د توجه په محراق کې قرار ونیسي. په دې توګه کُمينتِرن د شوروي اتحاد د بهرني سیاست په ښه او اغیزمنه وسیله واوښت. د مختلفو هیوادو هغه پرولتري ګوندونه چې په کمينترن کې یې غړیتوب لاره د هغه د رهبرۍ تر امر لاندې چې په مسکو کې وه، واقع شول. کنګرې پریکړه وکړه چې ټول کمونیستي ګوندونه د بلشویزه شي. له دې پریکړې سره کمونیستی ګوندونو له خپلې سوسیال دموکراتیکې سابقې څخه چې په کارګري جنبش کې یې لرله، فاصله ونیوه. په مختلفو هیوادونو کې د سوسیال دموکراتانو کوچنۍ ټوټې د بلشویسم په منلو سره په مارکسیستي– لیننیستي ګوندونو واوښتې. له غیر بلشویکي مفکورو څخه د کمونیستو ګوندو د پاکولو سره سره پخپله د کمونستو ګوندونو په لیکو کې د سوسیال دموکراسۍ اغیزې زیاتې وې. کارګري جنبش او پرولتري اتحادیې د سوسیال دموکراسۍ په طرف ولاړې وې.
په دې اړه د کُمینتِرن د اجرائیه کميټې مشر (ګریګاري سینوویف Grigori Sinowjew) د کميټې غونډې ته پخپل رپوټ کې وویل چې «زموږ په لیکو کې پاته شوي سوسیال دموکراتان هم تر هغو ډیر زیات دي، چې موږ یې فکر کاوه». سره له دې کمونستی ګوندونو د مارکسیستی- لنینیستي په یوازینۍ ایديولوژۍ د خپلو لیکو په وحدت کار کاوه. د یادولو وړ ده چې په کمینترن کې د فرکسیونو دموجودیت او مبارزې په پایله کې د تروتسکي پلویان (چپ کمونستان) هم ډیر شول چې د سټالینی افکارو له اغیزو یې د کمينټرن د خلاصون له پاره مبارزه کوله او نړیوال کیڼ کمونیستی اپوزیسیوني سازمان پې رامنځته کړ.
د کُمینټِرن شپږمه نړیواله کنګره:
د کومینترن په شپږمه نړیواله کنګره (۱۹۲۸م) کال کې د چپو ګوندونو د متحدې جبهې تیوری (کارګري واحدې جبهې) طرحه چې په دریمه نړیواله کنګره کې طرحه او په څلورمه کنګره کې منل شوې وه، مردوده وګڼل شوه. په دې توګه کمينټرن بیرته د خپلې دوهمې نړیوالې کنګرې د پریکړو خواته ور وګرځید. نه یوازې دا چې له نورو غیر بلشویکي چپو او کارګري ګوندونو سره یې د کپیټالیسم پر ضد د واحدې کارګري جبهې طرحه رد کړه، بلکې له هغوی سره یې خپل تضاد ته شدت ورکړ. په دې کنګره کې د ګارګري جنبش ترمنځ د واحد عمل پر ځای د (سوسیال فاشیسم) تزس رامنځته شو چې کمونستانو له نورو ټولو کارګري ګوندونو سره خپله دښمني رسماً اعلان کړه او هغوی یې د (سوسیال فاشیسم) په نوم ونومول. په دې کنګره کې کمونستو ګوندونو سوسیال دموکراسي، چې په اصل کې د دوی مور ګڼل کیږي او د کارګرانو د ګټو په دفاع او د سوسیالیستي نظام د جوړولو له پاره یې له امپریالیسم، ناسیونالیسم او فاشیسم سره دوامداره مبارزه کوله، د سوسیال فاشیسم په نامه یاده او سوسیال دموکراتان یې د کمونیسم لومړۍ درجه دښمنان وبلل. په دې کنګره کې ستالین د خپل هیواد د خارجي سیاست له په نظر کې نیولو سره وویل چې «فاشیسم د بورژوازۍ جګړه ایز سازمان دی چې د سوسیال دموکراتانو په فعاله مرسته تکیه لري. سوسیال دموکراسي د فاشیسم معتدله شاخه ده... دوی یو د بل پر ضد نه دي، بلکې یو بل سره تکمیلوي. دوی یو د بل ضد قطبونه نه دي، بلکې غبرګوني وروڼه دي.» له سوسیال دموکراسۍ سره د ستالین او کُمینټرن د دښمنۍ اعلان د فاشیسم او امپریالیسم پر ضد د متحدو کارګري جبهو په سر د مارتول (لوی سوټک) وار او ګذار و چې فاشیستانو ورڅخه ګټه پورته کړه. کمينټرن د کارګرې طبقې د اساسي دښمن (پانګوالانو) پر ضد د ګډې مبارزې د شعار او د ګارګري ګوندونو تر منځ د متحد عمل او قرابت پر ځای د نفرت او بلتون سیاست رامنځته کړ چې فاشیسم ته یې ډیره ګټه ورسوله او د ودې شرایط یې ورته برابر کړل.
په دې توګه یو ځل بیا د کُمینترن دا ډول پریکړه په ټولو هیوادو کې د چپو ځواکونو تر منځ د عمل د وحدت او د بورژوازۍ او فاشیسم پر ضد د واحدې جبهې د جوړولو مانع وګرځیده. د خپلې موضعګیرۍ له کبله یې فاشیستی ضد قوتونو ته زیان ورساوه چې په حقیقت کې د پرولتري جنبش او سوسیالیستي ځواکونو په وړاندې د فاشیسم او امپریالیسم د ځواکمنتیا سبب ګرځیده. مثلا، د اروپا او آلمان کمونستانو ددې پرځای چې چپ ځواکونه او سوسیال دموکرات دولتونه دفاشیسم په وړاندې حمایت کړي، هغه یې تخریب او ضعیفول. د چپو ځواکونو نفاق او شقاق د هغو فکټورونو له جملې څخه شمیرل کیږي چې په اروپا کې یې د فاشیسم د نفوذ له پاره شرایط برابر کړي او تر معینې کچې یې مسئولیت د کُمينټرن په غاړه هم ور اچول کیږي چې د فاشیسم ضد ځواکونو په اتحاد کې یې خنډونه واچول.
لکه چې مخکې یادونه وشوه، د شوروي اتحاد تر کمونست ګوند وروسته د جرمني کمونست ګوند هغه لوی ګوند و چې د بلشویسم له ایدیولوژۍ او د شوروي له سوسیالیستی دولت څخه يې ننګه کوله. ددې ګوند رهبر(ارنست ټیلمن Ernst Thälmann ) په کنګره کې وویل چې د «انقلاب ضد سوسیال دموکراسي» د شوروي اتحاد پر ضد په کامله توګه د کپیټالیستي بورژاوزي جګړې څخه ننګه کوي. هغه په اروپا کې ټول سوسیال دموکرات دولتونه د غدارو دولتونو په نامه یاد کړل چې باید راوپرزول شي او کارګري کتلې یې دې ته تحریکولې چې د هغو د راپرځولو له پاره لاس په کار شي. د (ټِلمن) دا طرحه په افغانستان کې د هغو چپو ګوندونو طرحو ته ورته ده چې د ثور د انقلاب د حمایت، اصلاح او ودې پر ځای یې د خلقی دولت د ړنګولو له پاره له خپلو طبقاتي دښمنانو سره یو ځای فعالیت او وسله وال بغاوت پیل کړ.
د ۱۹۲۹م کال د پانګوالي نظام نړیوال اقتصادي بحران په ډیرو صنعتي هیوادو کې چپو او رادیکالو کمونیستي ګوندونو ته د جلب او جذب ښه شرایط برابر کړل، خو کُمینترن ونه شوای کولای چې له هغو څخه د ځان او ټول پرولتري جنبش له پاره زغرده ګټه واخلي. د مثال په توګه یادولای شو چې له شوروي اتحاد وروسته دوهم غښتلي کمونست ګوند په آلمان کې وکولای شوای چې په تودو کې خپل نفوذ زیات او ډیرې رایې وګټي، خو د انټرناسیونال د رادیکالو تزسونه او د سوسیال دموکراتانو سره د دښمنۍ د اعلان له مخې یې د سوسیال دموکراتانو سره د ائتلاف استعداد او چانس له لاسه وتلی و. د سوسیال دموکرات ګوند لخوا د ګډ ائتلاف د جوړولو وړاندیز یې نه مانه او په دې ډول کمونستانو له پارلماني معقولې علني مبارزې له ثمر څخه ځانونه محروم کړل، د خپل ځان له پاره یې پخپله خوښه کړې انزوا کې پاته شول او د پارلمان لخوا په انتخاب شوي مشروع دولت کې له ګډون څخه بې برخې شول. دا په داسې حال کې وه چې د دوی دواړو او نورو کارګري ځواکونو په مخالف قطب کې فاشیسم وده کوله او له سوسیال دموکراتانو سره په رقابت او مبارزه کې و.
کله چې هيټلر په ۱۹۳۳م کال کې په آلمان کې قدرت ته ورسید، په لومړي ګام کې یې د آلمان په کمونست ګوند او د آلمان په سوسیال دموکرات ګوند، دواړو باندې بندیزونه ولګول او د دواړو ګوندونو ډیر غړي یې(کانڅنتراڅیون لاګر Konzentrationslager ) ته واچول. (دا د فاشیستي دولت خاص جیلونه و چې په بندیانو یې شاقه کارونه کول او بیرته ترې د ژوندي راوتلو چانس تقریبا نه و.) د هيټلري دولت لخوا د آلمان د کمونست ګوند له ممنوعیت سره په نړیوال ډګر کې د شوروی اتحاد لوی مدافع او د کمینټرن ستر غیر شوروي شاخ ضعیف شو چې د کُمينټرن په فعالیت یې ډیر منفی تاثیر واچاوه. له دې ټولو واقعیتونو سره سره کُمینټرن د خپلې مبارزې ستراتیژي او تکتیک ته تغیر ورنکړ او د «سوسیال فاشیسم تزس» یې کلک نیولې و. د آلمان کمونست ګوند او کُمینټرن په آلمان کې له سوسیال دموکراتانو «ګیله» لرله چې ولې یې په کارګري کتلو کې له کمونستانو څخه زیات نفوذ کړی او چې د کمونستانو څخه یې د کارګرې طبقې رایې «چور» کړې دي. د داسې منطق پر اساس کمونستانو سوسیال دموکراسي چې پخپله دوی هم ترې زیږیدلي او د کارګرانو د ګټو ټینګه مدافع وه، د امپریالیسم او فاشیسم تر مخ ځکه خپل اساسي دښمن باله چې تر دوی یې ډیر کارګران په ځان پسې کش کړي و او آزادې کارګري اتحادیې پخپله خوښه د سوسیال دموکراتانو تر څنګ ولاړې وې.
داسې ښکاري چې کُمینټرن په دې وخت کې د فاشیسم ماهیت او امکانات سم نه و پیژندلي، فکر یې کاوه چې دا یوه مؤقتي او زر تیریدونکې پېښه ده. خو کله چې هيټلر په داخل کې ځان محکم او خپل مخالفین يې په مختلفو بهانو وټکول، په خارجي سیاست کې یې هم شوروي اتحاد د غټ تهدید په حیث مطرح او په دې بهانه یې د وسلو جوړولو ته زور ورکړ. له انګلیس او نورو هیوادونو سره یې ټاکلي اقتصادي او سیاسي قراردادونه وکړل؛ هلته و چې شوروي اتحاد او سټالین هم په ځان وپوهیدل او خپل خارجي سیاست یې بدل کړ. کُمینټرن ته هم د خپل سیاسي تکتیک مرګونې اشتباه ور معلومه شوه. له نورو فاشیستي ضد سیاسي ځواکونو سره یې پخپل چلند او تکتیک کې بدولون ته پام ور واړاوه او د امپریالیسم، فاشیستي آلمان او هيټلري دولت په ضد یې په غربي هیوادو کې د دموکراتو ځواکونو د عمل یووالي ته توجه وکړه.
(نور بیا)
+++++++++++++++
لومړۍ برخه
د کمینټرن د بنسټ ایښودلو لومړۍ نړیواله کنګره
ما مخکې په یوه لیکنه کې چې (د کارګري انټرناسیونالیسم پیدايښت او وده) تر سرلیک لاندې مې درنو لوستونکو او مینه والو ته د نورو مطبوعاتو او خپل فیسبوک له لارې وړاندې کړه؛ د کارګري انترناسیونال د راپیدا کیدو، فعالیت، ودې او انحلال په اړه لنډ معلومات ځای کړی دي. اوس غواړم چې په دې لیکنه کې چې په مختلفو برخو کې به خپره شي، د کمینترن د رامنځته کیدو، فعالیت او انحلال په اړه ځانګړی معلومات وړاندې کړم.
د پانګوالي نظام د بین المللی کرکټر له پيژندلو سره سم د کارګري جنبش رهبران هم دې پایلې ته ورسیدل چې د کپيټالیسم په وړاندې د کارګرانو مبارزه هم باید بین المللی خصلت ولري. دې هدف ته د رسیدو په خاطر یې د ۱۸۶۴م کال د سپتمبر د میاشتې په ۲۸مه نېټه په لندن کې د(کارګرانو د نړیوالې ټولنې Internationalen Arbeiter-Assoziation) تر نامه لاندې د لومړي کارګري انترناسیونال د بنسټ ډبره کېښوده. په دې غونډه کې د کارګري ګوندونو او سازمانونو تر ۲۰۰۰ تنو زیاتو استازو له فرانسې، انګلستان، ایتالیا، آلمان، پولند، سویس او نورو هیوادونو څخه برخه واخیسته. لومړی کارګري انترناسیونال د نورو فکټورونو تر څنګ د انارشیستي او کمونیستی کارګري ایدیولوژیو د ټکر په پایله کې په ۱۸۷۶م کال کې منشعب او منحل شو.
د کارګري جنبش لومړی انټرناسیونال د نړیوال جنبش له پاره ښه ازمویښت و چې تر انحلال وروسته یې هم دا اړتیا پر ځای پاته شوه چې د نړیوال پانګوالي نظام د لويي غوښتونکو هڅو د مخنیوي له پاره باید کارګران هم د دفاع نړیوال دیوال جوړ کړي، تر څو د مختلفو ملتونو تر منځ د امپریالیستی جګړو او په ځانګړو هیوادو کې د کارګرانو د غیر انساني استثمار مخه ونیولای شي. همغه و چې په ۱۸۸۹م کال کې په پاریس کې (دوهم سوسیالیستي انترناسیونال) جوړ شو. دوهم سوسیالیستی انټرناسیونال هم د لومړۍ نړیوالې جګړې د راتلو سره له منځه ولاړ.
په ۱۹۱۷م کال کې په روسیه کې سوسیالیستي انقلاب بري ته ورسید او دولتي واک د کارګرانو په استازیتوب د شوروي اتحاد کمونست ګوند په لاس کې واخیست. په دې وخت کې د کارګرانو دریم انترناسیونال یا کمینټرن رامنځته شو چې د پخوانیو په شان یې ټول کارګري سوسیالیستي ګوندونه په ځان کې راټول نکړل، بلکې یوازې د بلشویکي مفکورې پلوي کمونیستي ګوندونه پکښې راټول شول او د (کمونیستي انټرناسیونال) په نوم ونومول شو.
کمونیستی انترناسیونالKommunistische Internationale (KI) چې د دریم انترناسیونال او کُمینټِرن Komintern په نومهم یادیږي، د کمونستو ګوندونو نړیوال سازمان دی چې په ۱۹۱۹م کال کې د لینین په ابتکار په مسکو کې جوړ شو. دا د شلمې پیړۍ د لومړۍ نیمایي ډیره مهمه پیښه بلل کیږي. د شوروی اتحاد د کمونست ګوندتر څنګ او د شوروي څخه د باندې لویه برخه او غښتلي رول ورپکې د آلمان غښتلي کمونست ګوند لاره او د امپریالیسم او جګړه ایز چاپیریال د تسلط په شرایطو کې یې د نړیوال پرولتري انقلاب له پاره هڅې اساسي هدف منل شوی و. نړیوال پرولتري انقلاب چې د کمنترن په فکر په ۱۹۱۷م کال کې په روسیه کې پیل شوی و، باید په نورو هیوادونو کې هم دا نمونه عملي شوې وای. نور پرولتری (کارګري) ګوندونه د همدې انقلاب او بلشویزم د ایدیولوژیک او تشکیلاتي اصولو تر اغیزې لاندې راغلي و او په ډیرو ځایو کې د انقلاب د بریا له پاره د شورويسوسیالیستي جمهوریتونو د دولت مالي مرستو هم خپل رول لوبولی شوای. په لنډه ویلای شو چې د شوروي اتحاد کمونست ګوند او د اکتوبر سوسیالیستي انقلاب د ډیرو هیوادونو په کارګري ګوندونو اغیزه وکړه او د شوروي تاثیر او نفوذ یې پر هغوی زیات کړ.
د کُمينتِرن تر جوړېدو وروسته او په ځانګړي ډول کله چې په ۱۹۲۴م کال کې سټالین د شورويسوسیالیستي جمهویتونوګوندي او دولتي واګې په لاس کې واخیستې، داسې سیاست یې پرمخ کې ونیو چې غوښتل یې دریم انټرناسیونال د شوروي دولت موخو ته (په تیره بیا په خارجی سیاست کې) د رسیدو په آله واړوي. په دې ډول د کُمینترن اصلی هدف چې د نړیوال پرولتري انقلاب بریا وه، ورو ورو د هغه د مرکزي سیاست څخه لرې شو. د شوروي اتحاد د ګوند او دولت د دیکتې سیاستونو د نورو هیوادو په کارګري ګوندونو باندې ناوړه اغیزه وکړه، له ځانه یې لرې کړل، د کمينترن د اغیز او اهمیت اندازه په ډیرو هیوادونو کې کښته راغله او په ۱۹۴۳م کال کې منحل شو. وروسته بیا د پرولتري کمونستو ګوندونو د نړیوالې همغږۍ له پاره په ۱۹۴۷م کال کې، بیا هم د مسکو په ابتکار کمونیستی معلوماتيدفترKommunistische Informationsbüro یا کومینفارم (Kominform) د هغو په ځای جوړ شو.
تر لومړۍ نړیوالې جګړې او د اکتوبرد سوسیالستي انقلاب له بریا وروسته په ۱۹۱۹م کال کې د کُمینترن لومړۍ کنګره د ۳۰ هیوادونو د کارګري کمونیستي ګوندونو په ګډونپه نړیوالو بحراني او انقلابي شرایطو کې جوړه شوه او د بورژوازۍ په وړاندې یې د پرولتاریا د دفاع او نړیوال پرولتري انقلاب له پاره له هرې (سوله ایزې او جګړه ایزې) وسیلې کار اخیستل مشروع وبلل. په کارګري ګوندونو یې غږ وکړ چې د امپریالیسم په مقابل کې وسلو ته لاس کړي. شعارونه یې دا و چې د وسلې په ضد وسله!، د زور په وړاندې زور!
د کُمینترن د لومړۍ کنګرې د اکثریت غړو په نظر د مبارزې نورو ټولو میتودونو، په دې لړ کې پارلمانی مبارزې همباید د وسله وال مقاومت او فعالیت په خدمت کې قرار لرلای وای.
د کُمینترن دوهمه نړیواله کنګره په ۱۹۲۰م کال کې جوړه شوه چې غوره اجندا یې پخپله د کُمینتِرن او کارګري ګوندونو تشکیلاتي جوړښټ و. د کُمينتِرن په دې کنګره کې د بلشویکانو او د شوروي اتحاد د کمونست ګوند مسلط رول تثبیت شو. په کُمينتِرن کې د غړیتوب منلو ۲۱ لنینی شرطونه بې له بحثه ومنل شول. همدا شان د لنین لخوا طرحه شوی ګوندي تشکیلاتي او د رهبرۍ پرنسیپ د (دموکراتیک مرکزیت Demokratische Zentralismus) تر نامه لاندې دکُمينتِـرند ټولو غړو ګوندونو لخوا ومنل شو، د ځانګړو هیوادو د پرولتري ګوندونو استقلالیت یې محدود کړ او د مستقلو هیوادو پرولتري ګوندونو ته د کُمينټِرن د ملي څانګو حیثیت ورکړل شو. همدې شرایطو لکه په انټرناسیونال کې، همداسې په ډیرو هیوادو کې په پرولتري ګوندونو کې د نظرونو اختلاف او انشعابونه له ځانه سره راوړل.
د کُمينټِرن د پریکړو عالی ارګان د غړو ګوندونو (نړیواله کنګره) ومنل شوه چې هر کال باید دایره شوې وای، خو په عمل کې د هغه د ژوند په ۲۴ کاله عمر کې دا کنګره یوازې اوه ځلې، هغه هم د شوروی د کمونست ګوند او دولت په غوښتنه په مسکو کې جوړه شوه. د کُمینټِرن په (اجرائیوي کمیټه) کې چې د دوو کنګرو ترمنځ یې ددې جوړښت چارې سمبالولې، شوروي اتحاد اوږد لاس لاره او د هر هیواد د پرولتري ګوند په دندو کې یې ځان ته د پلټنې او لاسوهنې حق ورکاوه.
د کُمينټِرن د تشکیلاتی سیستم له پاره د یوویشتو لینینی لارښود اصولو منلو د هغه په عضویت کې د هغو ګوندونو د منلو له پاره موانع رامنځته کړل چې په پریکړو کې د خپلوغړو د پراخې برخې اخیستو او نظر ښکارولو ته یې وخت او اهمیت ورکاوه. دا ددې سبب شول چې د کمينټِرن د غړو هیوادو په کارګري ګوندونو کې مرکزي پریکړې او قوماندې وچلیږي او د ګوند داخلي دموکراسي خفه کړي. په ډیرو هیوادو کې کارګری ګوندونه د بلشویکي او غیر بلشویکي ملي مستقلو طرحو، تکتیکونو او ستراتیژیو د منلو او نه منلو له کبله له انشعابونو سره مخامخ او بې ځواکه شي. د مثال په توګه د آلمان، فرانسې او ایټالیا غښتلی پرولتري ګوندونه منشعب شول او یوازې کوچنۍ څانګې یې په کمینټرن کې داخلې شوې.
د کومینټرن په دوهمه کنګره کې چې ۴۱ ګوندونو پکښې ګډون لاره، د کمونستانو لخوا د امپریالیسم سره د مبارزې د اعلان تر څنګ د پرولتري جنبش له ټولو نورو بهیرونو سره د دښمنۍ او سختو ټکرونو پریکړه وشوه. د کمینټرن غړو ګوندونو ته هدایت ورکړل شو چې «د ریفورمیستانو هر ډول سیوری دې په سیستماتیک ډول او بیرحمۍ سره په نښه» او وټکول شي. ریفورمیستان او سنترالیستان دې له ټولو سازمانونو وشړل شي. «کُمینټرن ټولو غړو ګوندونو ته اخطار ورکوي چې دا تغیرات به حتماً او په کم وخت کې عملي کوي». د کُمینټرن دوهمې کنګرې وغوښتل چې مطبوعات، پارلمان او صنفي اتحادیې دې د ګوندي رهبرۍ له پریکړو سره سمې او د هغو تر نظر لاندې جوړې او ګوندي سیاست د تعقیب کړي. په کنګره کې دا پریکړه هم وشوه چې د کُمينټِرن غړي ټول ګوندونه مکلف دي چې غیر علني"موازي تنظیمي وسیلې رامینځته کړي چې په مهمه شیبه کې به له ګوند سره مرسته وکړي چې خپله انقلابي دنده سرته ورسوي." په حقیقت کې، دا د ځمکې لاندې تنظیم او په دې لړ کې د وسله وال او پولیسي تنظیم غوښتنه وه چې باید ټولو ګوندونو رامینځته کړي وای.
د کُمينټرن دې کنګرې نړیوال کمونستي جنبش د لنین د بلشویکي ایدیولوژۍ په تنګه کڅوړه کې واچاوه او په ایدیولوژیک لاک کې یې ونغښت. نه یوازې له پانګوالي نظام او پانګوالانو سره یې مستقیمی جګړې ته وهڅاوه، بلکې له لبرالانو او مختلفو کارګري او سوسیالیستي نظریو سره یې هم خپله بې رحمه دښمني اعلان، ځان یې له عام پرولتري جنبش څخه را بیل او د نړیوال پرولتري جنبش ترمنځ یې ټکرونو ته بهانې جوړې او لارې خلاصې کړې.
د پانګوالۍ پر ضد د وسله والې مبارزې طرحې دا هم اړینه کړه چې په ګوندونو کې د دموکراتیک مرکزیت تر نامه لاندې کلک شبهِ نظامي (اردو ته ورته) دسپلین ټینګ شې، د ګوندي داخلي دموکراسۍ مخه ونیول شي، د رهبرۍ د پریکړو عملي کول د ګوند هر غړي ته حتمي او د رهبر اراده او تصمیم پر ټول ګوند تحمیل شي. په دې توګه یې کولای شوای چې ګوندي لیکې د وسلو اخیستلو او وسله وال پاڅون ته وروزي او انقلابې اوسپنیز دسپلین ورباندې پلی کړي.
د کُمینټِرن د دوهمې کنګرې پریکړو له ځانه سره ډیر منفی جانبي عوارض هم لرل. د کُمينټِرن د غړو ګوندونو لخوا تر ځمکه لاندې د پټو ګوندي، پولیسي او وسله والو تنظیمونو جوړولو ددې زمینه برابره کړه چې پانګوال دولتونه چې د بشر د حقوقو مدعیان او د بیان آزاديورپکې عملي کېده، په پرولتري ګوندونو د تروریستي سازمانو تهمت ولګوي او د پټو تروریستي ګروپونو څښتن او روزونکي یې وبولي. په دې بهانه او په همدې علت یې تر جدی پولیسي تعقیب لاندې ونیسي، پټ سازمانونه یې کشف او تر ضربو لاندې راولي او ګوندونه هم په همدې بهانه وټکوي او کمزوريیې کړي.
له ټولو نورو سیاسي بهیرونو او په دې لړ کې له نورو پرولتري ګوندونو (لکه سوسیالیستانو، سوسیال دموکراتانو، انارشیستانو، ریفورمیستانو، سنترالیستانو او نورو...) سره چې د کارګرانو له ګټو او حقوقو یې پخپل ډول دفاع کوله، د دښمنۍ اعلان دوې نامطلوبې پایلې له ځانه سره راوړې:
یوه داچې د بین المللي کارګري جنبش د مختلفو طرحو او ډلو ترمنځ یې سرې کرښې وایستې، غښتلی پرولتري عمومي ځواک یې منشعب، بې اتفاقه او په کوچنيو ډلو وویشه.
او بله دا چې د همدې ټوټو ترمنځ بحثونو او ټکرونو د پرولتري جنبش ډیره انرژي، وخت او امکانات بې ځایه ضایع کول. ددې پر ځای چې د دوی ټولو قوه د امپریالیسټي دولت پر ضد پر یوه واحد جهت موازي عمل وکړي، د دوی د استعداد یوه برخه پخپلو منځو کې په مصرف رسیده.
کمینترن د خپلې دوهمې کنګرې د سیاسي او تشکیلاتي پریکړو غلطیو ته متوجه شو او په دریمه او څلورمه نړیواله کنګره کې د هغو د اصلاح له پاره لاس په کار شو.
(نور بیا)