محمد انور ولید

 

امریکا د سرېښ په ډ نډ کې بنده ده

محمد انور ولید : ۱۳۹۷ لمریزکال ـ د لیندۍ ۴ مه

دوهمه او وروستۍ برخه :

لومړی : ـــ  پاکستان :

په دې خو ټوله نړۍ خبره ده چې پاکستان په پردۍ خاوره کې د انګرېزانوپه ورپاتې میراثي ټغرورناست یوداسې نوی مصنوعي هېواد دی چې غربي کرښه یې افغانستان تراوسه په رسمیت نه ده پېژندلې ، د شمال شرق اوجنوب غرب آزادي غوښتونکي ایالتونه یعني ( بلوچستان اوآزاد کشمیراودالطاف حسین ترمشرۍ لاندې مهاجرقومي غورځنګ یا سند ایالت ) خواوس هم د پنجاب اداره نه مني . شرقي پاکستان ( بنګلدېش) خوآن د جنرال یحیی د واکمنۍ پرمهال د هند په څولورفقره یي مشروطه مرسته ترې بېل شو ، خوبیا هم دغه هېواد آن د انګرېزانوله میراث څخه وروسته د امریکې سره خوږه دوستي پاللې د ه اوداسې پټه یارانه یې ورسره چلوله چې سریې ترپېڅول د باندې له چینایي یارانوسره ؤ، خوپښې یې د انګلیس په وساطت له امریکې سره تودې ساتلې وې .

خوکله چې امریکه ورباندې پوه شوه ، چې پاکستان په پټه له چین سره تودې اړیکې پالي ، د جنرال ضیاؤالحق په لاس یې د پاکستان مردمي ( مائوایستي )حکومت په ارشالا باندې ړنګ ، ذوالفقارعلي بوټو یې برې اعدام او په ښکاره یې د پټ اتومې پروګرام پر سربندیزونه ورباندې ولګول ، ولې په پټه یې د امریکې په دستورد هند په مقابل کې دا پروګرام پیل کړی ؤ ترڅوپاکستان د اتوم څښتن اودروسانواوچینائیانوپه وړاندې د شمالي کوریا اتومي پروګرام ړنګولویا درولوته لاره پرې جوړه کړي .

پاکستان همداسې وکړل چې د اتومي انرژۍ غني کېدوله پاره یې لومړی ریاکتورونه د پښتون ریاضي دان عبدالقدیرخان په مرسته فعال اوتوروپنجابیانوته یې د ټرېنرپه توګه په همدې برخه کې زد ه کړې پرې ورکړې ، بیا یې د اتومي غِنا ترخود کفاء کېدوپورې د افغانستان د هلمند ولایت د دیشو ؤلسوالۍ څخه خام یو رانیم غلا او توپالې یې د افغانستان په سرحدي سیمو کې واچولې ، چې دا خبره د ښاغلي کرزي یوه وزیر ( فاروق وردک ) افشاء کړه .  وروسته یې پرشمالي کوریا اوځینونوروهېوادوباندې هم دا تکنالوجي وپلورله . خوددې له پاره چې څوک پرې پوه نه شي ظاهراً امریکې له پاکستان سره د (۵۰۰۰۰۰۰۰۰ ) ډالروپه ارزښت د ( F_16 ) جنګي الوتکوهغه معامله وځنډوله چې امریکې پاکستان ته ورکړې وې ، خوپه بد ل کې یې له پاکستان سره د افغان مجاهدینوپه پلمه پټ مالي اونظامي ملاتړد روسانود ماتولوپه خاطرپیل کړ، خوله مورڅخه مهربانودغې دایي ګانو( پاکستان اوامریکې ) په ګډه د مجبوروافغان مجاهدینوپه خوله کې د خپل مکراوتمساح مالي اوجنګي پۍ ورڅڅولې چې دافغان مجاهدینود ملي یووالي ، نظامي ، سیاسي ، مالي اومردمي ځواک یې پرې ټوټه ټوټه اوملي زوریې وراوبه کړ.

 وروسته پاکستان په افغانستان کې کورنۍ جګړه پیل کړه ، د نوازشریف په څېرمشرانو یې په ډاګه چیغې وهلې چې موږ پاکستان ته داسې سترخدمت وکړچې د افغانستان زرکلنه ملي اردومو ورته ړنګه کړه ، له روسانو ورپاتې د غنیمت پنځه سوه پرونده نظامي او ملکي روغې الوتکې او(۴۰۰۰) زره روغ ټانکونه ، په لکونواومېلیونوسپکې اودرنې وسلې اومهمات موږ ټول پرې کباړکړل اود افغانستان (۲۰۰۰۰۰۰۰) په وسلوسمبال اوټرېنېنګ شوي هغه افغانان موبې وسلې اوبې صلاحیته کړل چې ټول ګاونډیان اوسیمه ترې په ډارکې وه . د پاکستان ټولې پارچاود اوسپنې کارخانې موږمفتې پرې چالانې اوفعالې وساتلې . د اقلیتونواواکثریتونو، سمت ، ژبې ، قوم ، ګوند اومذهب په نومونوافغانان موږ په خپلوکې سره ووېشل او په خپلمنځي جګړو موسره اخته کړل .

د سپتمبرد (۹مې) او(۱۱مې ) پېښېود مخه جوړشوی فورمول موږ پرې عملي کړ. داسې څوک موږد افغانستان سیاسي صحنې ته وروړاندې کړل چې په خپل ټول تاریخ کې نه دوی خپله ، اونه هم نورو متمدنوافغانانود هغوی د واکمن کېدوآتکل اوتصورکاوه .

بېنظیرې ویل چې افغان مجاهدین ددې پلارجوړکړي اوطالبان دې خپله جوړکړي دي . جنرال مشرف بیا د (۲۰۰۱ ) زیږدیزکال د سېپتمبرپه (۱۹مه ) له امریکا څخه خپل پوره ملاتړاعلان کړ، د جهادي ډلو د اوږدې مودې درازشیره اقتصادي اونظامي غوا وچه اود مرستوویالې ورباندې پارچاوې شوې . د قبائیلي سیموخواخوږي د پاکستان د حکومت له خوا ځکه وګواښل شول چې امریکا په افغانستان اوسیمه کې د اوږدې مودې له پاره پاتې شي .  خوکله چې د سوات ، مېنګورې ، چترال ، باجوړاوجمواو کشمیردعلاقوورپرېښودواوامریکې ته په واک کې د ورکولوخبرې ورته وشوې اوجنرال مشرف انکاروکړ، په کابل کې د ناټوامریکایي قوماندان په یوه اخطارسره چې مشرف ته یې وویل : ((ډبرین دورته به دې بوځم )) ، د مشرف غونې زیږه شول اوسمد ستي یې باجوړ، سوات اوجترال ته د نیمه خود مختارې صوبې د ارتقا اعلان وکړ. خود راولپېنډۍ دلال مسجد ملا صوفي محمد اوملا فضل الله ترپاڅون وروسته یې وویل چې طالبان بېنظیرې او(آی .ا س . آی ) په ګډه جوړکړي دي . خوامریکې ددې کارله پاره په افغانستان کې د خپل شته شتون پرڅای د امنیتي ځواکونوداسې روزنه پیل کړه چې تلفات یې ډېراودوی خپله خوندي وي . اودغه ډول ناکام فارمول امریکې په ویتنام کې هم عملي کړی ؤچې آخریې ما تې په کې وخوړله . ځکه امریکا لکه خوني پړانګ لومړی د ډېروهېوادونووینې ځبېښي اوبیا یې تش کالبوتونه اوجسدونه پرځای پرېږدي ، غوښې اوپستې یې څه خپله خوري ، اوپاتې شوني یې شغالانواوسیمه ئیزوګیدړانوته پرېږدي .  

همدلته د واک د قابوکولوتشې منځ ته راځي ا وترورېستي ډلې دهمدغوسیموپه پټن ځایونوکې د پاکستان د څارګرې ادارې په اشاره ددې سیمې د بدنامولو، ځپلو، نیولواوقابوکولوپه موخه د هغوی مرکزونه جوړوي .

د هغه وخت امریکایي لوی درستیز( مارتین ډمپسي ) ویلي چې : (( زموږسترا تیژیکي اود ملي امنیت موخې د پاکستان په ملاتړپه افغانستان اوپاکستان کې د پټنځایونوجوړولوتربېوسه کېدوپورې د القاعدې له پښوغورځول اوماتول دي )) چې داسې هېڅکله هم ونه شول ، بلکې ددې په عکس قبائیلي سیمې یې د (۵۰۰۰) قبائلي مشرانواو(۶۵۰۰۰) قباېیلي وګړوپه مرموزووژلوسره وځپلې ، خوبیا هم امریکایي چارواکوپاکستان د افغانستان په اداره کولوکې اړین بللی او پاکستان د خپلې سلطې د ټینګښت له پاره د اصلي محورپه توګه استعمالوي ، خپل حضورته پلمې پرې جوړوي او د افغانستان خاورې ، قانون ، نظام ، خلکو اوددې جغرافیې ټول ملي ، او دیني ارزښتونو ته په سپکه سترګه ګوري او تر پښو یې لاندې کوي .

لنډه دا چې امریکا په افغانستان کې د خپل جنګي اواقتصادي لګښت را کمولواوپه افغانستان او سیمه کې د خپلوستراتيژیکوموخوترلاسه کولوله پاره د افغانستان ګاونډیانو( پاکستان او ایران ) ته د امتیازاتوورکولوپه معاملوکې کاراخلي او ځاني ، مالي اومعنوي بیه یې پرافغانانواوافغان حکومت  باندې پرې کوي . همدې ته وایې په افغانستان کې د امریکې پوځي حضور.

دوهم : ـــ  طالبان :

د امریکې پخوانې ؤلسمشر(جورج ډبلیوبوش) د سپتېمبرله (۱۱مې) پېښې وروسته ټولودولتوته اخطارورکړچې : ( هېڅ هېواد نه شي کولی له ترهګروسره خبرې اترې وکړي .) ورپسې یې پرافغانستان باندې برید پیل کړ. خود ډبلیو بوش دا اخطارتر(۲۰۰۹) زیږدیزکال پورې همداسې پرځای پاتې شو. خوچې بارک اوباما په افغانستان کې د امریکې له تګلارې سره سم پردې پوه شوچې طالبانوته ماتې نه شي ورکولی ، نوبیا یې له منځلاروطالبانوسره د خبروکولواعلان وکړ.

اوباما د خبرومېزته د مڼخلارو طالبانود را کاږلواوبیا سره یوځای کولوډېرې ظاهري هڅې وکړې ، پلي طالبان یې راټولول او په کوریې کښېنول، خوچې ځای پر ځای به شول ، د شپې به یې چاپې ورباندې واچولې او و به یې نیول . دروغې جوړې دې مصنوعي نوښت یې ځکه نتیجه ورنه کړه چې دوی د لنډ مهال له پاره دښمني له منځه پرې وړله اوریښتینی نوښت اوسوله یې په قاموس کې هم نه وه .

ملا محمد عمرهم په (۲۰۱۱) زیږدیز کال کې په خپل اختریز پیغام کې د خبرو اترو یوه هیله څرګنده کړه ، خوامریکې تردې لایو کال وړاندې د جرمني په مونیخ کې له طیب آغا سره په رسمې ډول خبرې پرې کړې وې . د قطر سلطنتي کورنۍ هم په دې اړه پټې خبرې پرې کړې وې . خوله دې مخکې چې په دوحه کې د طالبانوسیاسي دفترپه غیررسمي ډول پرانستل شې دوه ځلې په جرمني او دوحه کې لومړنۍ ناستې د یوه امریکایي ( بوي بېرګل ) په بدل کې په ګوانتاناموکې د پنځوطالب زندانیانود تبادلې اوخلاصون خبرې ترسره شوې . چې ورسره سم په مارچ میاشت کې د خبرواترودا پروسه هم په ټپه ودرېدله .

خوکومې خبرې چې په دې تړاوترسره شوې دي ، هغه ټولې د لنډ مهال له پاره وې اود سولې پروسې ته یې کومه اساسي ګټه نه ده رسولې .ځکه په افغانستان ، او له افغانستان څخه د باندې د سولې دفترونه ټول د شخصي ( ان جي او ) ګانوشکل لري چې له پېله تر اوسه پورې یوازې څواشخاص اوپه هغوی پورې اړوند هغه خلک په کې تمویلېږي چې د افغان ستونزې اصلي طرف پېژندل شوي دي . اوهغوی داسې فکرکوي چې که دا د فترونه نه وي ، نو دوی ته بیا دا ډالري معاشونه څوک ورکوي ، نه ! هېڅوک نه ! او

هېڅکله هم نه !  

د امریکې خام اوضعیف دریځ طالبان نورهم پیاوړي کړل ، اوس خپله امریکه وایې چې له حکومتي ودانیوپرته د هېواد ډېره برخه د طالبانوپه ؤلکه کې ده . پرمختللې وسلې یې ترلاسه کړې ، له حکومتي عسکروله یوې خوا اوله امریکایي مخا لفینوله بلې خواد هغوپیسوپه زوراغېزمنې وسلې را نیسي چې د مخدوروموادو، ځمکنیوزېرموغلاکولواوغیرمستقیمومالي مرستو پرمټ یې په آزاد بازارکې را نیسي اودافغان حکومت په وړاندې ورباندې جنګېږي .

امریکې د رسنیوله لارې په ظاهره طالبان په نظامې ډګرکې پرځان برلاسي وبلل اوهڅه یې وکړه چې له سیاسي لارې یې په دام کې واچوي .خو د امریکې هغه سیالان لکه ( روسیه ، چین ، ایران او پاکستان ) چې حضوریې په افغانستان کې د ځان له پاره خطرناک ګڼي ، د افغانستان د نظام دداخلي مخالفینو پرمټ د طالبانوډله په خپلواستخباراتي مرستوسره د خپلوګټو له پاره استعمالوي ترڅوامریکې ته د پخواني شوروي اتحاد په څېرماتې پرې ورکړي . ځکه خوهر وخت د طالبانو په خوله له افغان حکومت سره له مستقیموخبرواو روغې جوړې انکارکوي اوداسې شرطونه وړاندې کوي چې د هغوعملي کېدل په دې شرائطو کې هېڅ امکان نه لري ، لکه د امریکایانووتل . چې په اصل کې له افغانستان څخه د امریکایانو د وتلو خبره د پاکستان ، ایران ، روسیې اود افغان حکومت ضد مخالفینوخبره ده . دوی یې نه وایي ، د طالب په خوله ورته وایي ، ترڅو د حکومت ضد مخالفین ژر تر ژره د خپلو بادارانو پر مټ د واک پرمزدوره اومشروطه ګدۍ باندې ورکښېني ، او ګاونډیان په آزادانه ډول په افغانستان اوسیمه ګې خپلو ناولیو موخوته ورسېږي .

درېیم : ـــ ایران :

په دې باندې خوټول پوهېږي چې امریکه په سیمه په تېره افغانستان کې ددې هېواد له ګاونډیانو سره پراختلافاتوسربېره یولړمشترکات هم لري چې ددواړوخواووګټې په کې محسوسې دي .

د بېلګې په توګه : د طالبانو تحریک اونظام دواړه د اېران ځکه نه خوښېد ل چې طالبان سُّني مذهبه او د هزاره ګانو لږه کي شیعه مذهبه وو، اوهغوی ټول د شیعه مذهب په عقیده عمریا ن (سنیان) دي . د افغانستان سني مذهبه طالبان د ایران ځکه نه خوښېږي اوجوړجاړی یې په درېیو وجوهاتوورسره نه را ځي .

لومړی دا چې داېرانیانوآخندي رژیم وېره لري چې ګني دوی به ځواکمن شي اوله موږڅخه به یوځل بیا د ایران خاوره د خپل امارت پرقلمرو ورګډه کړي .

دوهم دا چې د افغان طالبانو واکمني به د ايران د پېړیو پېړیومذهبي لاسوهنو ته په افغانستان اوسیمه کې د پای ټکی کېږي .

درېیم داچې د طالبانو په واک کې د پاتې کېدو په صورت کې په افغانستان کې د ایراني بې کیفیته توکو مارکېټ اود ایراني ترمینالوژۍ بازارختمېږي . خود ګوبۍ له بېدیا را وړل شویوهزاره ګانو ځکه د شیعه مذهبه ایران لمن نیولې چې له یوې خوا د ایران په ملاتړدوی په افغانستان کې د شاه محمود هوتکي ، امیرعبدالرحمن خان ،غازي محمد نادرخان او طالبانو په څېرد سیاسي واکمنو څېرو په وړاندې خپل حضورثابت وساتلی شي اوله بلې خوا د په لاس ورغلې موقع په صورت کې هزاره ګان د افغانستان په خاوره کې د ننه ځانته د نورو په ملاتړځانګړې جغرافیه پرې جوړه کړي .   

نوځکه یې د طالبانود رژیم پرمهال د مجاهد ینوسُني مذهبه مشرانو ته توطئیې جوړې کړې ، له ایران څخه یې را وشړل ، په بُن غونډه کې یې د شمالي ټلوالې پرمشرانو( یونس قانوني ) باندې دا ومنله چې پخوانی ؤلسمشرحامد کرزی به د مؤقتې ادارې د مشرپه توګه مني ، ورپسې یې د طالبانو د رژیم په له منځه وړوکې له امریکایانوسره په دې شرط خپل استخباراتي معلومات شریک اونظامي مرستې یې ورسره وکړې چې افغان شیعه مذهبه هزاره ګان به په واک کې ورګډوي اوهم به دوی ته د اتومي پروګرام و جواز ور کولو ژمنه کوي .

بلخوا امریکې هم د چابهاربندراوشیعه مېشتوافغان خاورې له لارې د ایران مرستې ته اړتیا لرله ، ځکه په افغانستان او سیمه کې د امریکې د سترا تیژۍ ځینې راتلونکي پروژه یي پلانونه له همدې لارې طرح اوډیزاین شوي دي . د امریکایي ځواکونو د ژغورنې له پاره یې د انسان دوستانه مرستو برابرولو تابیا وکړه او ژمنه یې وکړه چې د افغانستان په شمال شرق کې به ددوی پرځواکونوڅوک حملې نه شي کولی . د امریکې بار وړونکوالوتکوته یې له افغانستان سره څېرمه د ایران د خاورې اوهډوکارولواجازه ورکړه .

همدارنګه ایران د ( حامد کرزي )په مهندسي کولواو نصبولو سره د افغانستان د بیا رغونې په پلمه هزاره ګانو، قزلباشواواسماعیلیه فرقې ته له حد ا وسرحده وتلې وده ورکړه . اوهم یې امریکایانوته ډاډ ورکړچې د افغانستان شمال ختیځې برخې به هېڅکله هم د شورشي طالبانولاس ته ونه لوېږي . همدا وجه وه چې امریکایانوتل پرافغان حکومت باندې فشارراوړی ترڅود نوروټولوافغانانوپه پرتله زیات تعلیمي ، سیاسي ، ټولنیز، فرهنګي ، قانوني اونظامي واک اختیارهزاره ګانوته ورکړي ، چې متأسفانه امریکې د خپلوموخوله پاره دغه ډول نا انډوله معامله له ایران سره کړې اود هغه وخت افغان حکومت په پټوسترګواو پټه خوله په عملي توګه ورسره منلې ده .

څلورم : ـــ  هند :

پاکستان آن پخوا د ظاهرشاه د واکمنۍ پرمهال له هند سره د افغانستان اړیکې خرابې کړې ، ځکه افغان شاهي حکومت د هند د غوښتنې خلاف د پاکستان په څنګ کې خپل دریځ په ډاګه کړ، پرپاکستان بااندې له حملې کولو یې ډډه وکړه اوهند ته یې منفې ځواب ورکړ. د شوروي د نیواک په مهال خو افغان سیاستوال چورلټ د پاکستان د استخباراتي دستګاه په ګروت کې وو. خو دداؤد خان د واکمنۍ پرمهال هند یوځل بیا د بلوچستان اوپښتونستان د مسئلې ګرمېدوپرسرخپلې اړیکې له افغانستان سره له سره ورغولې ، د سلما بند پروژه یې پیل کړه ، په کندهاراوننګرهارکې یې قونسلګرۍ پرانستلې چې له دې سره د ایران اوپاکستان دواړوغوني زیږه شول ، خود روسانود مداخلې پرمهال که څه هم هند د وخت له افغان حکومت سره مرستې کولې ، خو سره له هغې د هند اغېزیوځل بیا پرافغانستان باندې ځکه را کم شوچې پاکستان ته درې مهمې وسلې او وسیلې په لاس ورغلې :

یوه وسله یې افغان مجاهدین ووچې د هغوی له مجبوریت څخه یې ناوړه ګټه پورته کړه او په خپله ګټه یې د روسانو او د هغوی د پلویانو په وړاندې همزمان هم وجنګول اوهم یې په ټوټواوتوکړو سره ووېشل .

دوهمه وسله یې د افغان جهاد په نامه د سیمه ئیزواونړیوالو پوځي اومالي مرستورا ټولول اوخپل ځان پرې تمویلول وو.

درېیمه وسله یې له نړیوالوسره په افغانستان کې د ترورېزم په نوم د جګړې فعال ساتلوپه سترا تیژۍ کې څرګند ه ونډه اود افغانستان له پښوغورځول وو چې له نړیوالې ټولنې څخه یې د پټو مداخلو او معاملو په دوام زیاتې لاسته راوړنې پرې خپلې کړې او هند تقریباً د پاکستان په پرتله څنډې ته پاتې شو.

خوکله چې طالبانو په افغانستان کې د خپل نظام له ړنګېدو سره سم ماتې وخوړله ، ورسره جوخت هند هم د افغانستان له نوي حکومت سره خپلې ديپلوماتیکې اړیکې له سره پیاوړې کړې ، له افغانستان سره یې په ټرانسپورټي ، لوژیستیکي ، صحي ، اقتصادي  ، تعلیمي ، رغنیزواونظامي برخوکې د (۷۵۰) ميلیون امریکایي ډالرو په ارزښت خپلې انسان دوستانه مرستې له سره پیل کړې .

د افغان کارکوونکو، د يپلوماتانو، افغان پولیسو اوعسکروپه ښوونه او روزنه کې یې مرستې وکړې . له (۲۰۱۵) زیږدیز کال را په ایسته د افغانستان له (۳۵۲۰۰۰) امیتي ځواکونو څخه یې (۴۰۰۰) افسران په هند کې وروزل شول او (۵۰٪ ) نوربه هم په هند کې روزنه ترلاسه کړي .

د( Janes Defense Weekly ) دراپور پر بنسټ تر (۳۰۰۰۰) زیات تازه سرتېري د هند شمالي اوختیځو نظامي مرکزونوته د روزنې په موخه د همغې سترا تېژیکې ملګرتیا پراساس هند ته سفرکړی چې ددواړو هېوادو تر منځ لاسلیک شوې ده .خو هند به له افغانستان سره په دغه ملګرتیا کې هغه وخد مثبتي لاسته راوړنې او پایلې تر سره کړي ، چې له افغان حکومت سره په خپلو ژمنو کې ثابت او ټينګ پاتې شي او د هند دا ټینګ پاتې کېدل به د هند ، افغانستان او سیمې په ګټه وي . ځکه د هند په ملګرتیا د افغانستان ثبات خپله د هند او ټولې سیمې ثبات دئ .

پنځم : ـــ  چین :

که څه هم چین د روسانوله خوا د افغانستان د اشغال پرمهال له افغان مجاهدینوڅخه هغه مهال ننګه وکړه اود پاکستان په لاس به یې له افغان مجاهدینوسره نظامي اولوژیستیکي مرسې کولې چې کله د پاکستان له خوا پوه شول چې افغان مجاهدینو ته خپل مسلمان افغان پوځونه سره له وسلو او مهماتو ډله ډله تسلیمېد ل ، خو پاکستان به بیا هم همغه چینایي مرستې (۸۰٪) په خپلو ډیپو ګانو کې ذخیره کولې او پاتې ۲۰٪ ) به یې پرافغان مجاهدینو باندې وېشلې .

خوعامه افغان مجاهدینوته هغه وخت پرچین باندې شک پیدا شوچې د ( راوا ) د ښځینه څانګې او شعله جاوېد تنظیم د پیپلز پارټۍ او ځینو نورو استخباراتي کړیو په مرسته له افغان کمپونوڅخه یتیم ، بېکسه او بې بضاعته (۶۰۰) ماشومان را ټول او په پټه یې چین ته د ښوونې او روزنې په پلمه انتقال کړل اوهلته یې د اسلام ضد ښوونه او روزنه ورته کوله ، خودا کارهلته افشا شوچې مانسرې ته یې د ( شېلټرنو) مرستندویه مؤسسې په مرسته افغان ماشومان له کمپونوڅخه ټول اوهلته یې د تثلیث عیسوي درسونه ورته پیل کړل ، چې له هغوڅخه ځینې غټ ماشومان په پښو ترې را وتښتېدل اوددوی د تثلیث د عقیدې د ویدئیوګانو قصې یې له ځان سره راوړې اود ملا دستګیرپه نوم یوه ملا پرشېلټرنوباندې په کچه ګړۍ کې حمله وکړه اوهغه دفترد تل له پاره په پېښورکې وتړل شو .

د چین لېوالتیا اوتلوسه افغانستان ته په (۲۰۱۰) زیږدیزکال کې هغه وخت زیاته شوه او خپلو سوداګریزواواقتصادي اړیکوته یې پراختیا ورکړه چې د پنتاګون یوې ( پنځه سوه ) کسیزې جیولوجیکي ډلې د افغانستان د ټولې خاورې ترګزاوپل کولووروسته په دې هېواد کې د ( یو ترېلیون ) امریکایي ډالرو په ارزښت د ځمکنیو منرالونولکه (( د اوسپنې او فولادو ستر رګونه ، لاجورد ، سره زر ، د لېتیوم په څېر د صنعتي فلزونو اود عصري صنعت اړینو منرالونو د تثبیت اعلان وکړ.

د چین د استخراج او ویلې کولو تر ټولو ستر شرکت (MCC) (Metallurgical Corporation of China) د لوګرد مسوکان د        ( دری نیم بېلیون ) امریکایي ډالرو په ارزښت د پالنګونې ژمنه وکړه . د چین د پېټرولیم ملي شرکت (China National Petroleum Corporation) هڅه وکړه چې په کال کې به (۱،۵)مېلیون بېرله تېل تولیدوي . ؤلسمشر اشرف غني د واک ترلاسه کولو پرمهال لومړنی سفرچین ته وکړاوچین ورته د نورو ژمنو ترڅنګ سره له دې چې پردې باندې ښه پوهېده چې ترڅود افغانستان په ټولو برخوکې ثبات اوامنیت نه وي ټینګ شوی او په کابل کې یو باثباته حکومت نه وي جوړشوی ، دوی دا کانونه نه شي را ایستلی ، خو بیا یې هم (۳۲۷) مېلیونه امریکایي ډالرو بلاعوض مرسته ورته وړاندې کړه اود امریکې له سیاسي جوړښت څخه یې خپل ملاتړاعلان کړ.

د چین د بهرنیو چارو وزیر(Wang Yi) هم په کابل کې هغه وخت ویلي وو چې : (( په دې هېواد کې سوله او ثبات د چین په غرب باندې ژورمثبت اغیزلرلی شي ، د افغانستان ثبات د سیمې د ثبات او پرمختګ له پاره هم اړین دی ، موږ باید ژرترژره د سیاسي جوړجاړي شاهدان وو او چین به په دغه جوړجاړي کې رغنده رول ولوبوي . د امریکې شتون په افغانستان کې د چین د پانګونې اود دې هېواد د حکومت له پاره امنیت را منځته کوي ، نوځکه چین د امنیتي تړون ملاتړوکړ.))

چین د طالبانوقوماندانان په بیجېنګ کې د جوړجاړي له پاره خبرواتروته ځکه سره را ټول کړل چې بیجېنګ اوواشنګټن دواړه په افغانستان کې ګډې سترا تيزيکې ګټې لري .

که څه هم امریکا په افغانستان کې په خبروکې ځان د چین سترا تژيک ملګری ګڼي ، خوپه عمل کې بیا بل څه محسوس او  ترسترګوکېږي ، ځکه د لوګرد عینکود مسود کان قرارداد ، د شمال د پټرولیم د حوزې قرارداد اوهمداسې د منځنۍ آسیا د هېوادوله لارې افغانستان ته د مالونود لېږد را لېږد پروسې په ټپه ودرول شوې اود شمال د پټرولیم د حوزې قرارداد له امریکایي کمپنیوسره لاسلیک شو. له دې نه داسې برېښی چې د افغانستان د سترو ځمکنیو زېرمواولویو پروژوقراردادونه خپله امریکه باید په غاړه واخلي ، ځکه په افغانستان اوسیمه کې پراخ حضورلري .

چین له یوې خوا د امریکې په وړاندې په اقتصادي ډګرکې سیال پاتې شوی اوپه سیمه کې نن سبا د یوه زبرځواک په توګه را څرګندېږي ، له بلې خوا د سړې جګړې پرمهال له روسیې اوهند سره د نظامي کړۍ په شکل د امریکې په وړاندې همپیمان ؤ ، له بل پلوه د منځنۍ آسیا په حوزه کې امریکه د چین اوروسیې دواړوله نفوذ اوحضورڅخه په وېره کې ده ، نوځکه د افغانستان او منځنۍ آسیا په معاملواو معاد لوکې چین ته د شک په سترګه ګوري .

شپږم :ـــ روسیه :    

لکه څنګه چې د افغانستان د څلورو لسیزو اصلي کړکېچ له روسیې څخه پیل شوی ، له همدې کبله لږ په روسیه کې تم کېږم .  ځکه له یوې خوا د افغانستان ، سیمې او نړۍ تاریخ د حال په ژبه موږ ته د وخت د زبرځواکونوکړنې د خپلې حافظې له متن او بطن څخه خبرې کوي ، اوله بلې خوا د سیمې فزیکي اوسنی اومخکینی شتون موږته په ژوندۍ بڼه ګویا دی چې د وخت زبرځواکونو زموږ له لرغي تاریخي هېواد ، خلکو اوخاورې سره څه کړي دي ؟

 داخوټولوته معلومه ده چې تزاري روسانوله افغانستان سره آن د امیرشېرعلي خان د واکمنۍ په زمانه کې رسمي اړیکې پیل کړې وې . امیرعبدالرحمن خان ( تورامیر) له اُزبیک ملېشو سره له بخارا څخه په لوی هندوستان کې د برتانوي واکمنو په توافق افغانستان ته راغۍ او د سر دارمحمد ایوب خان هغه ټینګ د توراستعمار ضد ملګري (غازي محمد جانخان وردک ا وغازي محمد عثمان خان تګابي اود هغوی په څېرنورګڼ غازیان ) یې ورباندې په شهادت ورسول چې انکرېزانو ته یې په هرنظامي ډګرکې سختې ماتې ورکړې وې او د انګرېزانو قاتلین وو .

ځکه په افغانستان کې پردۍ جګړې تل نیابتي شکل لري او د ( یولي ، رجوې او ډېورنډ ) نا منل شوې ، منحوسې اوکرغېړنې کرښې هم د تاریخ په همدغوتورواو بدنامودوروکې د استعماري غوښتنواوناموس فروشولاسپوڅوته د نسبي کورني واک سپارلوپه بدل کې لاسلیک شوې دي چې افغانانوهېڅکله هم هغه نه دي منلې اونه به یې ومني .

خوله افغانستان سره د ماکیاول د زامنودغه ډول اړیکې کله پیاوړې شوې اوکله هم هغه مهال تتې او پیکه شوې دي چې متقابلوسیالواوښکېلواستعماري اړخونو په افغانستان کې د خپلوګټوتاوان محسوس کړی یا لیدلی دئ .

کله چې غازي امان الله خان د خپل پلارامیرحبیب الله خان پرځای د واک پرګدۍ کښېناست ، سمدلاسه یې بشپړه خپلواکې د اوسني عید ګاه جومات په محل کې اعلان کړه ، اود لوی کندهار، لویې پکتیا اولوی ننګرهارپه درېیومحاذونوکې د خپلواکۍ د جګړې اعلان وشو ، چې برتانوي پوځ په جنوبي محاذ کې سخته ماتې وخوړه اوافغانستان ته یې په راؤلپېنډۍ معاهده کې بشپړه خپالواکې ورکړه ، نو ور سره سم شاه امان الله خان هم خپل سفرونه اروپایې هېوادونوته پیل کړل ، چې له دې سفرونوسره جوخت هم انګرېزانوته د سوء تبلیغ اوهم روسانوته ددعوت ښه موقع پرې برابره شوه . ځکه د نوي متمدن افغانستان جوړولوله پاره افغان ؤلس ذهناً تیارنه ؤاوډېرمحدود لوړپوړي چارواکي اودهغوی کورنۍ د اروپایي آزادۍ شوقیان اوپلویان وو، خوځاني قربانۍ ورکولوته هغوی هم نه ووتیار. 

همد لته انګرېزانو پرشاه اما ن الله باندې د کفرټاپه ووهله اودعامه خلکوذهنیت یې ترې واړاوه ، بنو ته د یوه فراري افغان پوځي حبیب الله خان په واسطه یې د امان الله خان شاهي حکومت را نسکورکړاوانګرېزانود استقلال کسات اوبدله لس کاله وروسته ترې واخیستله .

له نهو میاشتو حکومت کولوڅخه انګرېزان اوروسان په نادرخان باندې سره سلا شول اوله فرانسې څخه یې لویې پکتیا ته را ورساوه ، د سمت جنوبي ټول خانان لکه نائب سالارببرک خان ځدراڼ اومیرغوث الدین خا ن منګل او نورمشران یې له ځان سره ملګري کړل اود کابل حکومت یې بېرته له حبیب الله خان څخه ونیو . شاه امان الله خان چې لاهم په کندهارکې ؤ ، نه یې غوښتل چې د پردیو په توشه او لمسون دې د افغانانونوره وینه وبهېږي ، ځکه یې ايټالیې ته د تبعید لاره په دغه آرمان خپله کړه چې تل به یې ویل : (( اې د افغانستان خاورې ! ما ونه شوای ژغورلای ، ما ونه شوای ساتلای ، زه ونه توانېدم چې تا وساتم . )) مروې او پنجده ولایت اوډېورنډ کرښه اوعائقې سرحدي سیمې هماغسې د تېرپه څېرد روسانواوانګرېزانو ترمنځ د یوې معاملې په ترڅ کې پرخپل حال پاتې شوې . خو په مروه او پنجده باندې د تزاري روسانو د نیواکګرې حملې پرمهال افغانستان خپل (( دوه صاحب منصبان اودوه زره  دوه سوه افغان سرتېري )) له مروې او پنجده څخه په د فاعي جګړه کې له لاسه ورکړي دي .

کله چې د ظاهرشاه د سلطنت پرمهال د عبدالعزیزخان زوی سردارمحمد داؤد خان د صدراعظمۍ له دندې د خپل کورني اختلاف له امله لیرې شواود د یموکراسۍ لسیزه پیل شوه ، روسان او روسي د یپلوماسي بیا فعاله او د بیا رغونې او تعلیمې پروژې په افغانستان کې پیل شوې . د قلم اوبیا ن له آزادۍ څخه په سوء استفادې سره روسانو سمد ستي په (۱۳۴۲) لمریزکال د چپیانو پټ استخباراتي سازمانونه فعال ، مظاهرې اولاریونونه پیل شول ، د خلق او پرچم په نومونو دووچپي ګوندونوپه رسمي توګه په (۱۳۴۵) لمریزکال کې د خپل مصنوعي اختلاف له امله دوې جریدې را وایستلې ، خوروسانوله څنګ ته شوي داؤد خان څخه په سوء استفادې سره د چلتن په باغ داؤد کوټۍ کې د سردارداؤد خان ترمشرۍ لاندې هره ورځ د راتلونکي جمهوري دولت په اړه غوندې او پلانونه جوړول ، ترڅوپه (۱۳۵۲) لمریزکال کې د روسیې اوهند د سفارتونو په مرسته د هند په سفارت کې د سپینې کودتا په طرح کولو باندې و توانېدل اود چنګاښ په (۲۶ مه ) یې د شاهي رژیم ( دري څلوېښت) کلنې دورې ته د پای ټکی پرې کېښود اوروسان په افغانستان کې په عملي توګه یوګام مخته را وړاندې شول ، افغان محصلینو ته یې په شوروي پلوه کمونیستي هېوادونوکې د تعلیم پراخه ونډه او لېنېنېستي اومارکسېستي پوچه مفکوره ورکړه او مسلمانان یې ددې له پاره په داؤد خان باندې و ټکول چې بله ورځ د افغانستان مسلمان ؤلس د داؤد خان ترڅنګ ونه درېږي .

کله چې د پخواني شوروي اتحاد واکمن برېژنېف ته داؤد خان د خپلې واکمنۍ په وروستي کال کې مخامخ منفي ځواب ورکړاوخپله قبله یې له ماسکو څخه بلې خواته واړوله ، له یوې خوا یې محمد خان جلالرته استخباراتي خاص کارونه ورسپارلي وو اوبلخوا یې پرداؤد خان باندې د کودتا پلان طرح کړ.

په (۱۳۵۷) لمریزکال د غوایي په اوومه د پنجسنبې په لسو بجو د حفیظ الله امین ترقوماندې لاندې پلې قوه جهار زرهدار له پلچرخي څخه د خورد ضابط سید محمد ګلاب زوی ترقوماندې لاندې مخا مخ پرارګ باندې د ټانک ډزې پیل کړې ، اوډګروال قادرله باګرام هوایي اډې څخه پرارګ باندې بمبارد وکړ ، سره کودتا وشوه ، اود آل یحیی د کورنۍ (۵۰) کلنې واکمنۍ ته یې د جمعې په شپه د پای ټکی کېښود .

 د افغانستان ټولې ادارې له روسي مشاورینو ډ کې شوې . د (( کور، کالي ډوډۍ )) درواغجن شعاریې په وینو، اوښکو، اوقبرباندې بدل کړ. د افغانستان مسلمان ؤلس یې په کمونېزم اواسلام باندې سره بېل کړ. په تره کي ، امین اوډاکټر نجیب باندې یې په لکونوبېګناه مسلمان افغانان شهیدان ، ټپیان اود زندان په تورو سلولونوکې تري تم کړل . خوبیا هم ګرمواوبوته د رسېدو په تلوسه کې شوروي واکمن دومره بې صبره شول چې خپل نوک اواورۍ ( نورمحمد تره کی اوحفیظ الله امین ) یې هم په مرګ اوارګ سره بېل کړل . په دې معنا چې د یوه په خوله یې بالښت ورکېښود ، اوبل یې ددارالامان په ماڼۍ کې د آتشي بمونود اورخوراک کړاود (۱۳۵۸) لمریزکال د مرغومي په شپږم تورماښام یې خپله د ځمکنیواوهوایي ځواکونو پرمټ افغانستان د ازپېکستان ، تاجکستان اوترکمنستان ) له هېوادونوڅخه د ټولونړیوالونورمونواوکنونسیونونوخلاف اشغال کړ.

د هند سمندرګي ته د رسېدو په تمه یې دوه مېلیونه بېګناه افغانان شهیدان کړل ، دری مېلیوونه نوریې معیوب ، ناقص الاعضاء او ټپیان کړل ، (اووه) مېېلیونه نوریې په خپل هېواد اوله هېواده بهرهجرت کولو ته اړکړل . کلي ، کورونه ، ناحیې ، ښارونه ، شخصي اوملي تأسیسات یې ورونړول . د ټول افغانستان پرضد یې بېرحمانه بمبارۍ پیل کړې . زراعتي اونهري سیستمونه یې له منځه یووړل . باغونه ځنګلونه ، دیمه اوآبي ځمکې ټولې د کلونوپه اوږدوکې بې حاصله ، شاړې اولایزرع پاتې شوې . په میلیاردونو، بېلیونو او ترېلیونوډآلرځاني اومالي تاوانونه یې افغانستان ته ورواړول .

د بېلګې په توګه : هغه افغانان چې شوروي پوځیانو وژلي د تړیوالو ازرونو په حساب د دوه مېلیونه شهیدو شویوافغانانوفی نفرخونبها لږ تر لږه (( دوه لکه ) ډالرچې د (( دوه مېلیونه )) ټوله خونبها (( ۰۰۰،۰۰۰،۰۰۰،۰۰۰ ۴ )) ډالرکېږي . همداسې د (( دری مېلیونه )) ژوبلوخونبها د وژل شویوپه پرتله نیمه ده ، یعنې (( یولک ډالر)) ، چې د ټولو ژوبلوخونبها(( ۰۰۰،۰۰۰،۰۰۰،۰۰۰ ۳))

چې د ټولوځاني مرګ ژوبلوخونبها ((۰۰۰،۰۰۰،۰۰۰،۰۰۰ ۷)) ډالرکېږي ، خومتجاوزواویرغلګرو روسانودا یوه روپۍ خونبها هم افغانانوته نه ده ورکړې . ځکه شورویانو پرافغانستان باندې تجاوزکړی ، افغانان خوکیف ، باکو، لېنېنګراد اوماسکو ته نه وو ورغلي چې ویې وژل .همدا رنګه شوروي لښکرود افغانستان ( ۴۰۰۰۰۰۰۰۰) هېکتاره آباده اوحاصل خېزه ځمکه (۴۰) کاله له حاصل څخه وغورځوله . چې هرهکتارځمکې په منځنۍ کچه د کال دوه خرواره حاص ورکړی وای ، نو د (څلورسوه مېلیونه هېکتاره ځمکې د یوه کال ټول حاصلات به (۸۰۰۰۰۰۰۰۰۰ ) خرواره ، اود (۴۰) کالو به اوس (۳۲۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰ ) خرواره حاصلات شوي وو . که په متوسط ډول خروارپه ( ۱۶۰۰۰) افغانۍ حساب شي ، نو د (( ۳۲۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰)) خروارو ټوله بیه به دافغانیو په حساب ((۵۲۱۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰ )) افغانۍ شوې وه چې دا ټول مالي تاوان روسانو یوازې په زراعتي برخه کې افغانستان ته ور اړولی دئ او یوه روپۍ یې هم افغانستان ته نه ده ورکړې . دا چې په دهاتي او ښاري سیستمونوکې روسانوڅومره خسارې افغانستان ته وراړولې دي ، د هغې کچه دلته په دې لیکنه کې نه شته او یوه مسلکې د قیق برآورد ته یې اړتیا لیدل کېږي .

لکه چې د پخواني شوروي اتحاد پوځونو په افغانستان کې شرمېدلې ماتې وخوړله ، اود برېژنېف په شمول (درېیو) واکمنو یې د ګرمو اوبوخوبونه ګورته ورسره وېؤړل ، ا وله والادي واستک څخه ترشرقي اروپا ، منځني ختیځ اوسوئلي آسیا پورې ټوله واکمني ښاغلي ګورباچوف ته په داسې حال کې ورسېدله چې پخواني شوروي اتحاد ( ۱۵) لاعلاجه لوی درځونه کړي وو ، د چېرنوبل اټومي ستره بټۍ یې د چلېنجرد هوایي سفینې په ټس کې له منځه ولاړه اود کمونېزم سفسطه یي فلسفه په نړۍ کې په درواغجنه تیوري مسماء او رسوا شوه مجبو ؤچې له افغانستانه خپل عسکر وباسي .

هغه وخت رونالد ریګن د متحده ایالتوجمهوررئیس ؤ، هغه هم په افغانستان او سیمه کې د امریکې د سترا تېژۍ او پلان له مخې مجبوؤچې لومړی باید نړۍ یو قطبي کړي او ورپسې د پخواني شوروي اتحاد واکمنۍ ته د پای په ټکې اېښودو سره په افغانستان او سیمه کې نیابتي جګړې پیلېدو ته لاره هواره کړي .

نوموړي ددې کارله پاره لومړی د شوروي تاریخ اود ګورباچوف ژوند اوخواص مطالعه کړل ، بیا یې له رسنیو، ژورنالېستانو، او استخباراتو څخه د ګورباچوف په اړه معلومات وغوښتل اوهغه یې مطالعه کړل ، ورپسې یې خپله مېرمن د ګورباچوف مېرمنې ته ور ولېږله او د هغې له لارې یې د ګورباچوف د پټو خواصو په تړاو معلومات ترلاسه کړل ، وروسته خپله له ګورباچوف سره کښېناست اوپه ډېرمهارت سره یې د هغه نظرله خپلې دید ګاه سره همغږی او نوموړی یې د ېته را مات کړچې له افغان جګړې څخه لاس په سراوخپل عسکرله هغه هېواد ه را وباسي .

 د ګورباچوف له دې اقدام سره د پخواني شوروي اتحاد د کمونېزم طلسم مات ، پرکالبوت یې د نفاق یوه هیبتناکه زلزله ګډه اود ماکیاول د زامنوسره امپراتوري دړې وړې او(۱۵) ټوټې شوه .

د ریګن  ددې مأموریت له سرته رسولو سره سم لومړی بوش د واک پرګدۍ ورکښېناست او پرعراق باندې یې حمله وکړه ، خو په بشپړډول یې ماته نه شوکړای ، ددوهم بوش دوره پیل شوه ، عراق یې لوټه لوټه کړاو پرافغانستان باندې یې د حملې تابیا ونیوله ، په بېلچه کې یې مستې ورته وکړې ، یعنې هم یې غل ورته را ولېږه اوهم یې پلمه ورته پرې جوړه کړه چې پل مې درباندې دروستلی دئ او زما دښمن په تاسو( بې سیاسته طالبانو) کې دئ ، اسامه ته یې د پاکستان په خوله ویل چې همدلته په افغانستان کې پښې ټینګې کړه ، اوطالبانو ته یې ویل چې د مېلمه عزت په کاردئ ، تاسوته یې پناه دروړې اوباید په لاس یې ورنه کړۍ ، خکه هغه کفاردي اواسامه مسلمان دئ . خواصلی خبره دا نه وه ، بلکې اصلي خبره د پاکستان د کردار اداء کولو له لارې د افغانستان اشغالول وو.

ولې د نړیوالو زبرځواکونواود افغانستان له تاریخ اوسیاسي منافقت څخه بې خبره بدوي طالبانوپرته له دې چې د پاکستان معاملې او د امریکایانوسیاست ته متوجه شي ، په لوڅوډډرواو بې پشتوانې حال کې یې د نړۍ له تکنالوجیکي زبرځواک سره ډغرې ووهلې چې هم یې خپل خان ، خپل ملګري او خپل نظام ورباندې ړنګ کړاوهم یې خپل هېواد ، اوخپلې ټولې ملي شتمنۍ د (۴۹ ) هېوادو په واک کې ورکړې . ځکه دوی پردې باندې نه پوهېد ل چې پاکستان اود جهاد دغه منافقو خواخوږو ولې جهادي مشران څنګ ته کړل ؟ ولې یې دوی را مخې ته کړل او بیا یې ملاتړهم ونه کړ؟ ولې یې ددوی مشران ورمړه کړل ؟ ولې یې په دوی کې د مجاهدینو په نوم ځینې خپل استخباراتي کسان ورځای پرځای کړل چې اوس د طالبانو سیاسي اسازیتوب هم همغه کسان په غاړه لري ؟ د کوم هدف له پاره یې دوی بیا ولې سره منسجم کړل او اوس یې ولې له یوې خوا مستقیمې خبرې ورسره پیل کړې اوله بل لوري یې د پاکستان په خوله له روسیې سره معامله ورباندې وکړه ؟ ولې یې د غریب او بېد فاع ملت په وړاندې وجنګول ؟ ددوی ضد داعش ډله ولې را منځته شوه ؟ اواېرانیان د کومې معاملې له مخې له طالبانوسره د ښمني لري؟ پاکستان ولې دومره باجونه له امریکې پرې واخیستل؟ پاکستان د کومواهدافوله پاره دوی له خپلوخلکوسره جنګوي ؟ ولې له فسق ، فساد اوفتنوڅخه ډک پاکستان کې جهاد ناروا او په افغانستان کې یې روا ګڼي ؟  ولې روسیې په (۲۰۰۱) زیږدیز کال کې د طالبانو په ماتولو کې له امریکې سره ملګري ونه کړه او په عملیاتوکې یې برخه ورسره وا نه خیسته ، خوچې کله امریکې پرافغانستان باندې پوځي یرغل کاوه روسیې ولې د طالبانو په اړه خپل استخباراتي معلومات ورسره شریک کړل او روسیه ولې د امریکې له پاره لوژیستیکې مرکزجوړه شوه ؟  اوس روسي چارواکي څشي دېته مجبورکړي چې هر وخت طالبانو ته د روغې جوړې اوسیاسي ناستو دعوت ورکوي اودوی هم خوشحاله دي چې ګنې د امریکې په وړاندې له همدغې رقابتي آدرس څخه به ځان هد ف ته ورلنډ اویا په افغانستان کې د واک پرمسند ورکښېنوي ؟ دا کو م مشترکات دي ؟ دا ، اود ېته ورته نورې ډېرې پوښتنې دي چې باید خپله طالبان یې ځوابونه پیدا کړي .

روسیې په کابل کې د طالبانو او امریکې د خبرو کولو له پروسې څخه خپل ملاتړاعلان کړ. په (۲۰۱۷) زیږدیزکال کې روسیه د افغان حکومت اوطالبانو ترمنځ د خبرو اتروکوربه وه او په همغه کال کې یې له طالبانو سره د خپلواړیکولرلوڅخه پرده پورته کړه . په داسې حال کې چې طالب ډله د افغان حکومت د را پرځولوهڅې کوي .

د روسیې د بهرنیو چارو وزیرله طالبانو سره خپلې مرستې دداعشي ډلې پرضد یادې کړې ، خو پو ښتنه داده چې طالبان هم اسلام آباد اوقطرله روسیې سره وصل کړي ، او هم په داسې حال کې چې قطراواسلام آباد دواړه د امریکې ترقوماندې لاندې شریک کارکوي ، نوآیا طالبان د خپلې آزادۍ له پاره خپلونظامي اوسیاسي هلوځلوته ادامه وکوې ، اوکه دوی د جګړې د سوټیو اوسوخت موادو په شکل د جګړې اوخارجي حضورد اوږدولوله پاره استعمالېږي اولوبول کېږي ؟ څه خبره ده ؟

ځواب یې دې دوی خپله پیدا کړي ؟

روسیه خو چې داسې کارونو ته لاس اچوي ، کېدای شي له امریکې سره به د افغانستان په جګړه کې د خپلوګټوخينې مشترکات ولري ، خوددوی په مشتراکاتوباندې پوه نه شوم چې طالبان د کومو وجوهاتوله مخې د پاکستان ، ایران ، روسیې ، چین ، هندوستان ، عربستان سعودي ، قطر، فرانسې ، امریکې انګلیستان اونورو په دغې ګېم کې ولې ځان ورشریک کړی ؟ په داسې حال کې چې مسلمان خو یوځل له یوه غارڅخه چیچل کېږي ، که دوهم ځل وچیچل شو ، نوهغه دې خپل ایمان له سره تجدید کړي . اودوی خو څوڅو ځلې له دې سیاسي سوړو وچیچل شول ، ولې له خپل برخلیک څخه پند اوعبرت نه اخلي ؟ اوکه چېرې دوی پرخپلو افرادو باندې دغه ډول سیاسي معاملې او تجارتونه کوي ، نو بیا دې هغه طالبان په خپلوګرېوانوکې سرونه ټيټ کړي او ودې ګوري چې دوی  ولې د اسیراوغلام بازپه څېرد نوروله پاره په پټوسترګود بل په تسمه ناست اونوروته د بل اشاره ښکاروروړي ؟

روسیه هڅه کوي چې د افغانستان له حکومت او بل هرمجاهد څخه خپل کسات او بدله واخلي . له همدې کبله امریکا په ښکاره په هره موضوع باندې له روسیې اونوروسره خبرې کول نه غواړي ، خو روسیه مجبوره ده چې په دې برخه کې د امریکې اوخپلوګټوته په پام سره له امریکې سره خپل ګډ کارته دوام ورکړي او امریکا هم باوري ده چې د سیمې هېوادونه د افغانستان په دغه ډول اداره کولو کې له امریکې سره مرستې کولی شي .

پایله :                        

د امریکې اوسنی ؤلسمشر( ټرمپ ) غواړي چې په افغانستان کې په خپله زړه سم سمکی راولي اوددې ثبات له پاره خپل عسکرقرباني کړي ، خودا تصمیم ځکه له امکانه لیرې برېښي چې د امریکې دغه اراده د وېتنام د جګړې په څېر برېښي اوامریکه اوس په افغانستان کې د سرېښ په ډنډ کې لوېدلې ده ، ځکه هلته هم امریکایانود خپلوعسکرود مرګ ژوبلورا ټیټولوپروسه پیل کړې وه اود لته هم همغه زړه ناکامه نسخه په افغانستان کې عملي کول غواړي چې پایله یې ناکامي ده . ځکه امریکه له یوې خوا د اوږدې مودې له پاره افغانستان اوسیمې ته را غلې ، خوله بلې خوا د پښو سپکولو اود افغانستان په ډاګ پرېښودلوډنډورې غږوي .

که چېرته امریکا په داسې حال کې دا فارمول عملي کړي ، نود پخواني شوروي اتحاد برخلیک ته دې هم انتظاروباسي ، اوخپله به پر( ۵۲ ) ټوټوسره وپاشل شي . ځکه چې امریکې د وعده خلاف موچي په څېرد شلو کسانو پڼې د ګنډلواو رغولو په پلمه ترخپلوګونډولاندې کړې دي ، خو تراوسه پورې یې د هېچا پڼې ورونه ګنډلې اوټول خلک یې پرخان باندې بې باوره کړل . که په کورد ننه هم د بې باورۍ وبا ور ګډه شوه ، نه به ځان ورغوي اونه هم افغانستان . بیا نولیرې نه ده چې هغه مهال به له ټولې آسیا څخه د امریکې اقتصادي ماشین ورټول اود نړۍ سرمشریزه به هم د یوداسې هېواد په برخه شي چې په اقتصادي ډګرکې نن سبا له امریکې سره ډغرې وهي .

 

 

++++++++++++++++++++++++++++

لومړی برخه :

په افغانستان کې له تېروڅلورو لسیزو را په ایسته د پردیو جګړو اوربل دی ، د افغانستان یوه لوېشت خاوره ، شنې ونې ، څاروي او د غرو ځنګلونه اوځناورد مرمیو او بمونو له ټوټو په امن کې نه د ي پاتې . کاڼي ، بوټي ، ژوي او انسانان د بمونو خوراک شول . ډېری افغانان په دغه پردي اورکې وریت شول . نظامونه ، ښارونه ، بنسټیزې نظامي اوملکي ساحې ، د درامد او تدارکاتو سیستمونه ، فرهنګي ، دیني ، ملي او سیاسي ارزښتونه ، ملي یووالی ، ملي حاکمیت ، خود ارادیت ، نړیوال اعتبار، د خاورې تمامیت ، امنیت او روزګارهرڅه د نېستۍ د کندې پرژۍ ولاړدي اوهېڅوک نه پوهېږي چې دم کړۍ به څه پېښېږي ؟!.....

خو پو ښتنه دا را پیدا کېږي چې امریکې ولې په افغانستان کې دومره اوږدې جګړې ته اوږه ورکړې چې تردوهمې نړیوالې جګړې او وېتنام هم ورته آوږده شوه ؟ له هغې ورځې را په ایسته چې امریکا افغانستان ته راغلې ددوو جمهورو رئیسانو( دوهم بوش او بارک اوباما ) قانوني دورې هم ورسره ختمې شوې او ټرمپ یې درېیم ؤلسمشردي چې امریکا په افغانستان کې په تر ټولو اوږده جګړه کې ښکېله ده . ځکه له (۲۰۰۱ ) زیږدیزکال څخه را نیولې بیا آن تر( ۲۰۱۸) زیږدیزکال پورې پوره ( اوولس ) کاله اویوه نیمه میاشت کېږي چې امریکا د ترورېزم په پلمه افغانستان اشغال کړی ، خو نه یې تروېزم له منځه وېوړ، بلکې لا یې په افغانستان کې د تخریبولو اوپه پاکستان کې د تمویل، تجهیز، ټرېنېنېنګ اوتصد یر وده وکړه اوسیمې اونړۍ ته خورشو. اونه هم ددوی پر بوختیاوو باندې څوک پوه شول چې دوی دلته پرڅه باندې لګیا دي ؟

هغه ارمان چې امریکایې د ترسره کېدو په هیله افغانستان ته راغلې اولاهم نه دئ ترسره شوی په لکونوافغانان ددې ارمان د بیې قرباني شول ، د افغانستان د امنیت دروازې ورځ تربلې بې لخکه اوله بېخه وختلې ، د هېواد اونظام ثبات ورځ تربلې سستېږي ، تُف طُفیلي موریانوپه نظام کې د ننه یوازې د خپلې ناروا تغذیې له پاره ځانته شخصي اوقومي (۰N.G.O) ګانې جوړې کړې اوخپل ځانونه په کې تمویلوي . خود امریکا شعارداؤ چې موږپه افغانستان کې امن راولو، افغانستان به ښېرازه اوآباد کړو، خوسره له دې د امریکا همغه زړه سترا تیژي په افغانستان کې ترنن مهاله همداسې مبهمه ښکاري ، ځکه د ټرمپ سترا تیژي هم له پخوانیوهغوسره هم کوم ښکاره تو پیرنه لري .

له دې نه داسې ښکاري چې امریکا په افغانستان کې د جګړې د فلم د پردې پرمخ ماتې خوړلې اود خپلې ماتې پړه پر((هند ، پاکستان ، ایران اوروسیې )) باندې ورغورځوي چې ګواکي پاکستان اود افغانستان نوروګاونډیانوله دوی سره سمه همکاري نه ده کړې ، خود پردې ترشاغواړي د خپلومتحدینو( پاکستان ) پرمټ جګړه په افغانستان کې د خپلواقتصادي ، نظامي ، سیاسي اوسترا تیژیکوګټواوپټوجیولوجیکي بوختیاووله پاره نوره هم توده اواوږده وساتي ، ځکه خود افغانستان له نظام سره مؤثره د فاعي پوځي اوامنیتي مرسته نه کوي اونه یې پخوا کړې ده ، بلکې تل یې د بخورونمیرد سکوت اومجبوریت ټاپه پرخوله وروهلې ده ، اوله بلې خوا د ترورېزم د تمویل ، تجهیزاوټرېنېنګ مرکزونه په قصدي توګه له منځه نه وړي ، بلکې لایې هم پیاوړي کړي دي ، غله ته ویل کېږي چې دا کورلوټ کړه  اود کورڅښتن ته ویل کېږي چې غل درغۍ . لوبه همداسې روانه ده .

خواوس باید دا ځانته معلومه کړوچې د افغانستان په نامه په دغه وړه جغرافیه کې له پخوا را هیسې ترنن پورې د څه له پاره څه روان دي ؟

افغانستان یوداسې هېواد دی چې ډېره برخه یې د نګود نګوغرونو، سردرو، د ښتواوځنګلونوپوښلې ده . ترغرونواودښتولاندې یې قېمتي زېرمي شته ، خوږې معدني اوبه ، ښکلې هوا او د سیل اوتفرېح ځایونه لري چې سترا تژیک موقعیت یې د سیمې اونړۍ پام ځانته وراړولی دئ .

یوامریکایي جیولوجیکې ټیم په ( ۲۰۱۰ ) زیږدیزکال کې افغانستان ته راغۍ او د یو ټرېلیون امریکایي ډالرو په ارزښت یې د افغانستان ټولې ځمکنۍ زېرمې افشاء کړې ، خوتردې وړاندې هم افغانستان داسې سترا تژيک موقعیت درلود چې د کسپین بحیرې هایدروکاربوني هغو زېرموته ډېرورنږدي پورت دئ چې (۴۸) بېلیونه بېرله تېل او (۸،۷)ټرېلیونه مترمکعب ګازلري .

(دېک چیني) د نفتي خدماتو د یوې لویې کمپنۍ رئیس د کسپین بحیرې ته په اشارې سره داسې ویلي : (( زه د هغه وخت په اړه هېڅ فکر نه شم کولی ، کله چې موږ په ناڅاپي توګه په یوه داسې سیمه بدل شو ، چې د سترا تیژیک اهمیت له مخې د کسپین په څېرده . ))

له (۱۹۹۰) زیږدیز کال را په ایسته امریکا د طبیعي ګازو د یوې نل لیکې جوړولو او غځولو په کار لګیاده چې د افغانستان د کندهار له ولایت څخه یې تېره کړي .) 

په (۲۰۰۷ ) زیږدیز کال کې د امریکې د بهرنیو چارو وزیر (ریچارډ بوچر) ویلي وو چې : (( زموږ یعنې امریکایانو یوهدف دادی چې افغانستان باثباته کړو اود آسیا جنوب له مرکزي آسیا سره د انرژۍ د لېږد په وسیله ونښلوو . )) 

امریکا غواړي چې د انرژیود سرچینوپه توپیرسره د نړۍ ترټولوګټورمارکېټ ته وده ورکړي . د (UNOCAL) د تېلو تر ټولو سترې امریکایي کمپنۍ دمخه د طالبانو د واکمنۍ پرمهال خپل دفتر په کابل کې پرانستی ؤ ، کاریې هم پیل کړ، خو ترسره نه شو .

خو وروسته همدغه نل لیکه د ټاپي ( TAPI) یعنې (India ،Pakistan ،Afghanistan ،Turkmenistan) د ګازو په تل لیکه باندې بدله شوه، چې له ترکمنستان څخه پیل ، له افغانستان او پاکستان څخه تېرېږي اوهند ته رسېږي .

افغانستان د امریکې له پاره یوه داسې په لاس ورغلې لاره ده جې له دې لارې څخه د کسپین د بحیري ټولې هایدرو کاربوني سرچینې کنټرولولی ، خوندي کولی او لېږدولی شي .

که څه هم د ( ویلي کلاس ) له آنده ددغه اقتصادي واک ټينګولوله پاره امریکې ته کمونېزم د اسلام پالنې په پرتله یوسترګواښ ګڼي ، خو د څار اټکل ملي اداره ( NIE ) بیا د امریکې د سلطې اوغربي تمدن له پاره اسلام ډېرخطرناک بللی .

د امریکې اکثره سیاستوال په دې آند دي چې د امریکې د عسکروشتون په افغانستان کې که څه هم دا جغرافیه د امپراتوریود هدیرې په نوم پېژندل شوې د امریکې د ستروهدفونوترلاسه کولوپه موخه ښکاري ، ترڅو په راتلونکې کې د ستروګواښونومخه پرې ونیسي .هغه سیاستوال زیاتوي چې امریکا هرڅومره ژرچې کولی شي ، باید افغانستان ترک کړي .  

په سترا تیژیکي لحاظ افغانستان د آسیا په زړه کې د خپلو ګاونډ یانو له سترا تېژیکو سیمو سره پروت یوداسې تړلی هېواددی چې په وچه کې یې ټوله آسیا ، اروپا اود نړۍ ډېرې برخې له ځان سره تړلې دي اوپه بحرکې یې  ټوله جنوبي ، شمال غربي آسیا (منځنی ختیځ ) اوغربي آسیا له نړۍ سره وصل کړې ده .

واخان یوه داسې سترا تژیکه سیمه ده چې سطح مرتفع پامیر ( د نړۍ بام ) په کې پروت دی ، چې د ټولې آسیا اواروپا په وړاندې یوه ترټولبواغېزمنه حاکمه نقطه اود هرډول انساني اړیکواو معاملاتود توصل لاره ده . ځینو پخوانیو امریکایي ستراتیژي جوړوونکو امنیتي سلاکارانوخود واخان سیمه د اروپا اوآسیا ترمنځ د نړۍ د مرکزي واک په نوم نومولې ده .

یوه بل پخواني امریکایي سلاکار(کولن پاول ) هم په دې اړه ویلي ووچې (( امریکا به ترراتلونکو(۵۰) کالونوپورې د امریکې له غوښتنو سره سمه په افغانستان کې وي ، ترڅوله چین څخه اروپاته د یوسړک او یوکمربند په جوړولوسره ضربه ورکړي . ))     

خوپه تاریخي لحاظ یوداسې هېواد دئ چې د سیمې اونړۍ د بریا او ناکامیو تاریخي برخلیک هم له همدې هېواد ه ټاکل شوی دئ . په دې معنا چې افغانستان د سیمې اونړۍ له پاره یوتاریخ جوړوونکی اوسرنوشت ټاکونکي هېواد دئ . له همدې امله سیمه ئیزې اونړیوالې بوختیاوې له پېړیورا په ایسته په دې هېواد کې زیاتې دي . خوکه په افغانستان کې دا سې ملایان اودغه ډول چړیان موجود وي نودا بوختیاوې به هم پرله پسې زموږ په هېواد کې شتون ولري ، ځکه هرچا ددې هېواد د خپلولو، نیولواوښکېل کولوهڅې کړې دي اوکوي یې . له همدې امله یې په نیابتي توګه سیاسي ، فرهنګي ، مذهبي ، اقتصادي اونظامي یرغلونه ورباندې راوړي دي .

له دې سره سره بیا هم نړیوالوزبرځواکونود سیمه ئیزوهېوادوپرمټ زموږپرسپېڅلې خاوره باندې نظامي تېري کړي ، زموږخاوره یې ترخپلونظامي وزرولاندې یرغمل له ځان سره ساتلې اود سیمې له خواخوږوسره یې د (( ډېورنډ ، یولي او رجوې )) پرکرښوباندې خپلې نامقدسې معاملې هم کړې دي . خوپه پایلوکې د لویې برتانیې او پخواني شوروي اتحاد شر مېدلې ماتې هم په کې خوړلې دي او ددې هېواد هره دره ، هره دښته اوهرغرورته هد یرې جوړې شوې دي اوبلاخره افغانستان د یرغلګروامپراتوریوپه ګورستان بد ل شوی دئ . خوبیا هم افغانستان د امپراتوریود تقابل اوجګړوډ ګردئ .

ولې پوښتنه داده چې ولې تل په افغانستان کې جګړه ده ؟ ولې امپراتورۍ او ځینې یرغلګرګاونډ یان په کې په ګونډ و شول ؟ هغه وخت د افغانانود بریالیتوب رازپه څه کې ؤ، اواوس ولې لکه مچان د خپلو دښمنانوپرکټووباندې بزېږي ؟ که په نژاد اوخټه باندې وي ، نوهغوی هم آریایي نژاده وو، اوموږهم له همغه نسله یو. هغوی هم همدغه اوبه خوړلې اوهمدغه هوایې تنفس کوله اوموږهم همدا اوبه خورواوهمدغه هوا تنفس کوو. هغوی په یبلیو پښو، سرتورسر، په وږې ګېډه ، په ډبرو، سوټيو ، تبرونو، لارونو ، د خپل پلاراونیکه په زنګ وهلیو زړوتورو، چکمکي اودانپورټوپکود خپلویرغلګرو غلیمانود توپ ټانک اوبمي الوتکو په وړاندې په خورا متانت ، مېړانه اوبشپړایمان  سره جنګېدل ، خوموږچې د هغوی په پرتله هرڅه لرو، بیا هم د راغلودښمنانوشاطري کوواود پردیوخانانود آس پړي مونیولي دي ؟              

آیا د افغانستان د اداره کولولارهمدغه وه ؟

د امریکې له خوا د افغانستان له اشغال څخه تراوسه پورې د امریکې ددوو ؤلسمشرانو قانوني دورې پای ته ورسېدلې اوټرمپ یې درېیم ؤلسمشردئ چې ړنګ افغانستان یې په میراث ورته پرې اېښی دئ . خو ښاغلي ټرمب هم د افغانستان اداره کولواو بشپړقابو کولو ته ډېره کمه پاملرنه کړې ده . ځکه تراوسه پورې په افغانستان کې نه سم نظام منځ ته راغۍ ، نه افغانستان ورغېد اونه هم د خلکو په ژوند کې کوم مثبت بدلون راغۍ ، نود امریکا ( ۱۸ ) کلن پوځي حضورپه افغانستان کې په څه معنا ؤ ؟ آیا د افغانستان د اداره کولولارهمدغه وه ؟ ځکه اوس خوپه افغانستان کې لیرې اونږدې ، خپل او پردي ټول ګاونډیان له خپلې وسې سره سمې ناروا تخریبي لاسوهنې کوي . اوس به ورشو د افغانستان ګاونډیانوته چې هغوی په افغانستان کې څومره ښکېل دي او ولې په افغانستان کې سم سمکی اوتلپاتې سوله نه راځي ؟ ادامه لري . ...

 

 

 


بالا
 
بازگشت