عبدالرووف لیوال

 

بدعتی (تجارتی اسلام)

له څولسیزوراهیسې ځینو په نوم اسلامی کسانو، ګویا داسلامی ډلګیوپه سر کې داسلام له سپیڅلی نوم څخه په ګټه پورته کولومظبوط ،وچ اودُګم تجارتی (بدعتی اسلام) ته مخه کړې ،چې دارنګه اسلام دراشده خلفاوو دطلایی تګلارې اواصولونه څنګلیری تیریږی خوداسلام دین یونرم ،ملایم اوروښانه دین دی او(لااکراه فی دین ) یې سټه ده .

پورته ډلواوکسانوپه ریاځان ښودنه پرګنوته فریب ورکړ، اوهغه کسان یې ځان پسې راکش کړل چې له اسلام نه یې بشپړه مطالعه اوبرداشت نه درلود ، لکه هغه سوډروچې فرخنده یې په کابل کې ووژله زموږدهیواد شپیته سلنه مسلمانان همداسې خلک دی لکه دفرخندې قاتلین ، اوله اسلام نه یې برداشت همدومره  (لنډپاره ) دی.

دې همدې سوډرواولنډپارو مسلمانانوله وجّهې طاغوتی هیوادونووکړای شول چې اسلامی هیوادونه لکه افغانستان ،لیبیا ،سوریه ، سوډان ، سومالیا ، عراق ،اسلامی قفقاز ،فلسطین ،یمن باندی غوبل جوړ کړي هغوی وزبیښی اوله همدې زبیښاک نه لاس ته راوړې ګټه (ازګاوغدود) دهمدې ډلو مشرانو ته ومنی .

ددې په نوم اسلامی ډلګیو مشرانو دهمدې بدعتی سوداګری څخه په استفادې دخوارو او کم عقله مریدانو اوپیروانونه پلتنونه جوړاوخپلوځانونو ته یې دعشرت زمینه برابره کړه ( لکه لارنس ، سید کاغذ ،ملاسمیع الحق یاملارسول لنډی)

سربیره پردې دوی وکولای شول دکلشینکوفی سمبالښت له لارې د ترهې اوګواښ په واسطه  خلک تابع او دقانونی دولتونوپرضد داسلام په نوم را وپاروی او داچې دنړۍ ستر طاغوت هم ورسره یو ځای او دوی یې تطمیع کړل نوپه نړۍ کې له دوی نه داسې ستره بلا جوړه شوه چې اوس یې ایل کول ناشونی کار بریښی ، ددوی له کړنونه تر ډیره حده طاغوتی زبرځواک ګټه پورته کړه او لااوس یې هم پورته کوی .

په دې لړ کې داڅولسیزې کیږی چې زموږهیواد کې هم غوایمه جوړه دټینګ اووچ اسلام پلی کولو لپاره ـ هیواد دتباهی کندې ته وغورځید حا ل داچې زموږ خلک مسلمان وو – مسلمانان دی او مسلمان به وی ، خو نه افراطی مسلمانان.

دبنسټ پالې وچکۍ (محرقې )ویروس:

داویروس په پاکستانی مدرسو کې کلچراوبیا زموږ هیوادته راولیږل شو.

دوچکۍ (محرقې) ویروس سخت اوکوټلی پرهیزلری ، آن تردې که دنخودپه اندازه غوړ(افراطیت) هم وخوړل شی نوبیابابیړی کوی اوزموږ هیواد لاتراوسه درې ځلې بابیړی کړی اوددې بابیړی له وجهې په پښو دریدلای نشی اودومره انتی بیوتیک موخوړلی چې هیڅ معافیت راته پاتې نه دی اوداقوی میکروب I.S.Iراکې خپورکړ .

دI.S.Iڅوویروسی څرګندونې:

·      یوه افغان سفیر ته یې داسې ویلی وو چې ( ته اوس موږ ته ایکسلینسی نه یې)

·      امریکه مو دافغانستان په هکله بیا خره کړه ، ترمپ موپمپ کړچې بیا راته اړشو.

·      افغان په ساینس څه پوهیږی مړه ! دافغان له ډاکتراو انجنیر سره څه کارده ، پرې یې ږده چې په کشمیر ، بوسنیا ، فلسطین یا قفقاز کې جهادوکړی، یاریړه وچلوی.

·      هغه هوښیاران اوپولتیک کسان یې وتښتیدل یا مړه شول، دادموږ ګوډاګیان چې هلته دی ، روپی ورکړه اوپرې سورشه ! ورکه ډنګ

·      که نورمسلمانان په اسلام سرورکوی ،افغان ..ونه هم ورپسې ورکوی . ورکه ورته ډنګ

·      افغان داسلام په نوم وشکاره ، نوبیا ګوره چې څه کوی . یاره ! ورکه ډنګ

·      څله موځوروې مړه ! افغان چیرته حکومت کولو ته جوګه دی ، حکومت کول چل غواړی ، ترکاڼی څه دبیزو کارنه دی .  اوداسې نورې اوتې بوتې

 

نوڅه کول په کاردی ؟

له دې خطرناک ویروس نه دخلاصون لپاره که په آزمایښتی ډول دافغانستان   ددولت په پورتنۍ اومنځنیو کړیو کې ددو کلونو لپاره داسې کسان وګوماری چې په پاکستان کې یې له یوې اونۍ زیات وخت نه وی تیر کړی (په ویروس نه وی ککړ شوی ) دوه کاله وروسته به انشاءالله وګوری چې افغانستان باامنه ،سمسوراوښیرازه وی.

عبدالرووف لیوال .

 

 

 

 


بالا
 
بازگشت