عبدالرووف لیوال

 

دچین پرکونسلګری دبرید هخوا

یوه اونۍ دمخه دپاکستان په کراچې ښار کې دچین کونسلګرۍ تر برید لاندې راغله چې په پایله کې یې دپاکستان دپولیسو دوه پوځیان مړه اویوبل سخت ټپی شو.

ددې برید مسوولیت دبلوڅودخپلواکۍ لښکرBaloch Liberation Army  (B.L.A)پرغاړه واخیست.

دبرید نه یوه ورځ وروسته ددې لښکر مشر اسلم بلوڅ (AFP) ته وویل چې ددوی جګړه به دپاکستان چین سره نوره هم لړۍ ولری .

بلوڅ ادعا وکړه چې دچین او پنجاب ګډ شتون په بلوچستان کې ددوی دخاورې تمامیت او کانونوته یو لوی ګواښ دی اوددوی مبارزه به دوام ومومی .

هغه څرګنده کړه چې له پنځلسو کلو را په دې خوادپاکستان اوچین ګډې ناروا هڅې داښیی چې چین او پنجاب غواړی دبلوڅوخاوره ترزبیښاک لاندې راولی ، چین له پنجاب سره په دې انډیوالۍ کې غواړی چې دبلوچستان ځمکنۍ شتمنۍ لوټ کړي.

هغه زیاته کړه [چین او پنجاب دیوې لویې پروژې چې دچین –پاکستان اقتصادی دهلیز (C.P.E.C )China Pakistan Economic corridor په نوم یادیږی ، غواړی دسند اوبلوچستان دځمکنیو شتمنیودلاسته راوړلولپاره خپل پوځی ځواکونه په سپین سترګۍ سره په سیمه کې ځای پرځای کړی ، هغوی غواړی ددې پروژې دپلی کولو ترپوښښ لاندې دنړیوالوپه سترګو کې خاورې واچوی .

یاده دې وی چې له دې وړاندې دبلوڅو دخپلواکۍ لښکرپه بلوچستان کې ددې چینایی میلیونی پروژې پرکارکوونکو بریدونه کړی ول .

دسږکال داګست په میاشت کې د(سینداک )دمسواوسروزروپروژې د درې چینایی کارکوونکو موټر هم ددې لښکر تر برید لاندې راغی ، چې درې سره په کې ټپیان شول .

دبلوڅو دلیبریشن بل مشر ډاکترنظروویل ((چین دخپلې ګټې وټې په خاطر دسینداک دپروژې تر نوم لاندې دګوادردبندرپه ترلاسه کولو سره غواړی ددې سیمې مس او سره زرولوټی او هم دC.P.E.Cپروژې سره په دې تکل دی چې دبلوچستان اوسند داوبو څنډې ترخپل واک لاندې راولی )).

هغه دبشر دحقوقوله بنسټونو او نړیوالې ټولنې وغوښتل تر څوددوی دحق غوښتنې له دایعې اومبارزې څخه ملا تړ وکړی.

سرچینه : AFP

عبدالرووف لیوال

 

 

 


بالا
 
بازگشت