عبدالرووف لیوال

 

امریکه به په ګونډوشی؟

طالبانوپتیلې ده چې له روسیې څخه دنویووسلوپه ترلاسه کولوسره ، جګړې ته اکسلیټرورکړی اوامریکې ته نورهم زور وښایی تر څو خلیلزاد دخبرولپاره ورسره مخامخ کینی .

هخوادروسیې ،ایران ، چین او پاکستان استخباراتی چارواکی په اسلام آبادکې راټول اودروس استخباراتی چارواکی (سرګی ناریشکن ) دامریکې چلند ته په افغانستان کې دطالبانو په پلوی ګوت څنډنه وکړه .

څو کلونه وړاندې پخوانى پوځي افسر ويکتور بوټ چې دمرګ په سوداګر مشهوروو ، نوې وسلې او دالوتکو ضد توغندي پر طالبانو پلورلي ول .

ويکتوربوټ دپخوانى شوروي پيلوټ اودنړۍ په کچه دوسلې لوى سوداګر چې ٤۸ کاله عمرلري دتاجکستان په پلازمېنه دو شنبه کې زېږدلى دى، دشوروي اتحاد تر ړنګېدو وروسته يې انتونوف او الوشن ډوله الوتکې تر لاسه کړې اود ټرانس اکسپورټ کارګو کمپنۍ اوGRU په نومونو هوايي کرښې يې جوړې کړې اوهمدا رنګه زيات شمېر وسلې يې په القاعده او طالبانو وپلورلې.

نوموړى اته کاله مخکې دتايلندي پوليسو له لورې دامريکا د FBI ادارې په قومانده ونيول شو او دهغه دوسيه امريکا ته وسپارل شوه  .

دبوټ له بندی کیدلو وروسته، څو کاله له روسیې نه دطالبانو له خوا دوسلو اخیستلو بهیر دپردې تر شاوو- خویوکال وړاندې دروسی چارواکو له خولې ناببره داخبره راووته چې طالبانو سره نغدی مرسته نه شی کولی – خودوسلو ورکړې ته یې شین څراغ ولګاوه ، په دې اړه دسيمې دچارو کارپوه وحيد مژده وايي چې دطالبانو نوې وسله ، داسې وسله ده چې دجهاد په دوران کې نه وه ليدل شوې. لکه دسام اوه ډوله راکټونه، نوى بې پس لګد توپونه او GC. ډوله وسله.

طالبان ادعاکوی چې یوه میاشت وړاندې یې دډګروال توریالی چورلکه په راکټ وویشته چې په هغې که نورپنځه تنه عمله ووژل شول .

دطالبانويوه لوړ پوړي چارواکي  دنوم له اخیستو پرته ویلی دی چې (دا نا سمه ده چې ګاونډي هېوادونه مونږ سره دوسلې مرسته کوي وسله يوازې دګاونډيانو له جغرافيايي اقليم څخه موږ ته را لېږدول کېږي، موږ دامریکې له سیمه یزوسیالانو(روسیې ،چین )سره ښې اړيکې ټينګې کړې دي ، اوس ،اوس موږدومره امریکایی  وسلې دافغان ځواکونو نه ، څه یرغمل اوڅه له فساد لړلو نه اخیستی ، چې روسی وسلو ته اړتیا نه پیښیږی ، خودڅرخکو دویښتلو لپاره وسلې ته اړټیا لرو).
مژده  بیاهم وایی  چې طالبان نه يوازې دا وسله، بلکې هغه نوي چاودېدونکي مواد چې دهغوى په لاس ورکول کېږي ، په جدي بڼه دامريکايانو پر ضد کاروي،او هم دهغوى الوتکې تر بريد لاندې نيسي.
ديادونې وړه ده چې پدې وروستيو کې په افغانستان کې دبهرنيو الوتکو دراغورځېدو څو پېښې هم ليدل شوې چې  دعصری وسلودویشتو په وسيله يې دراغورځېدو ګومان کېږي.

څه موده وړاندې یو طالب جګړه مار ویلی وو  چې هغوى يوه الوتکه دقناس په نامه ديوې نوې وسلې په وسيله چې دپيکا مرمۍ خوري  ، را وغورځولې ده.
   
محمدعارف سروري دملي امنيت پخوانى رييس   وايي چې لدې هېڅو ک انکار نشي کولاى چې دپخواني شوروي ترړنګېدو وروسته دختيځې اروپا او دهېواد له پولو څخه بهر له نورو سيمو څخه ډېره وسله په افغانستان کې پر ښکېلو لوريو وپلورل شوه.  
دى وايي چې اوسني وسلوال فعاليتونه جوتوی چې يوه داسې سرچينه شته چې دغه وسله دطالبانو په واک کې ورکوي ، دهغه اشاره  دروسیې پلو ته وه .   

یاده دې دوی چې طالبانوته د مخدره توکو سوداګرۍ ـ دمخابراتی شرکتونواونورې سیمیزې جریمې دوسلو اخیستلو لپاره لویې سرچینې دی .

عبدالرووف لیوال

 


بالا
 
بازگشت