فاروق فردا

 

دمسکو فارمات کنفرانس،شننې اواندېښنې

د روان کال نوامبر پر نهمه نېټه  دسهار پرلسو بجو  د روسِي  په پرزیدنت  هوټل کې د افغانستان د سولي د  لارو چارو د لټولو په موخه  د دولسو هېوادونو  چې مهم یې پکې روسیه،افغانستان،ازبکستان،قرغزیستان،تاجیکستان ، چین ،ایران او ترکمنستان  وو ،د افغانستان د سولی شورا هیات  او د طالبانو د قطر د دفتر له خوا د راغلي هیات سره د سولي فارمت تر عنوان لاندي  کنفرانس جوړ شو.

غونډه د روسيي د بهرنیو چارو وزیر په خپله وینا پرانیستله او د هغې د کار د بریالیتوب غوښتنه یې وکړه.

 ښاغلی لاوروف ، ګډونوالو ته تر هرکلي وروسته پخپلو خبرو کي وویل : دغه ناسته  په  افغانستان کي د سولي د لارو چارو د لټـولو او یوې ملي او نړۍ والې روغې جوړې ته د رسېدلو په موخه  جوړېږي چې د ټولو خواو اندونه پکښې په نظر کې ونیول شي.

ښاغلی لاوروف  د افغانستان په مساله کې سیمه ایزو  لوبغاړو ته په پام اړولو سره هیله وکړه چې په کنفرانس کې هر ګډون کوونکی سیاستوال  باید د دغه هېواد   دشخړې د حل پر لارې ې یوازې خپلو ګټو ته پام ونه کړي ،افغانستان ته باید پوره توجه وشي.

لاروف همدارنګه د افغانستان د اوسني وضعیت څخه د روسيي اندیښنه ښکاره کړه او ویې ویل ، چې افغانستان په اوسنې حالت کې د تروریستي مقاصدو په مرکز بدل شوی دی او د داعش تروریستي ډلې غواړي چې په دې هیواد کې د استقرار د پیدا کولو او دبهرنیو په ملاتړ  له افغانستان نه دنورو هیوادونو د پاره د خطر او په خاصه  توګه پر مرکزي آسیا باندې د یرغل  مرکز جوړ کړي.

ځکه نو سرګې لاروف په خپلو خبرو کې د افغانستان د نن او سبا د وضعیت په اړه د روسيي  د دولت دریځ  څرګند کړ او ویې ویل چې، موږ د افغانستان ملت ته په ژورې زړه سوی او رغنده تکل سره تیار یو چې د افغانستان په تاریخ کې دیوې  نوې پاڼې د پرانیستلو په چاره کې خپلې مرستې وړاندې کړو.

لاروف کنفرانس ته زیاته خوشبینی څرګنده کړه او  پر دې یې هم ټینګار و کړ چې روسیه وتوانیدله چې متخاصمې خواوې دیوه چت لاندې سره را غونډ کړي. دی له دې کار څخه  خوښي وښودله او ویې ویل چې د ده هېواد  دیوموټي افغانستان  څخه ملاتړ کوي چې تول خلک یې په یوه تفاهم اویو دبل په څنګ کې ژوندولري.
لاوروف په داسې حال کې چې  د طالبانو او د سولې شورا هیاتو ته مخ واړاوه او دپلوماتیک کتنه یې ورته وکړه ویې ویل ، چې زه په دې کې شک نه لرم چې  متخاصمې غاړې  په افغانستان کې  داسې یو ژوند  ونه غواړي.

داچې د لاروف د خبرو ځواب به د افغاني غاړو په زړونو کې څه وو، هیچاته ښکاره نه شوه.

د افغانستان ژییو پولیتیکه موقعیت چې دغه هېواد  د بد مرغیو له عاملو څخه دی،د ښاعلي لاروف  د خبرو څخه ګوښي پاتې نه شو، هغه وویل چې هیڅوک باید د افغانستان په شخړه کې  پر ژيو پولیتیکو لوبو فکر  ونه کړي،ځکه چې په دې صورت کې  افغانستان د شخړو او د زبر ځواکو هیوادونو د سیالیو په میدان بدلېږي.

دغونډې مشري د روسيي د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال مارګولوف کوله او لومړنی وینا وال یې حاجی دین محمد  د افغانستان د سولې د شورا  دهیات مشر وو. دی جنګ تقبیح کړ او پر طالبانو باندې یې د سولې د لارې  دمنلو غږ وکړ.

حاجی دین محمد وویل چی ، افغانستان دې ته تیار دی چې طالبان  دهیواد په سیاسي سیتم کې شامل کړي، د دوې د بندیانو د خوشې کولو مساله و څېړي او په هغه مذاکره کې چې ورته دګډون وړاندیز شوی دی،  د اجندا یوه برخه داا هم وي چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر مسالې بحث وشي.

که څه هم په کنفرانس کې د افغانستان د دولت استازی  ګډون نه وو کړی خو حاجی دین محمد  د سولې شورا یی د افغانستان د ټولو ولس استازی وباله  او  پر طالبانو یې غږ وکړ چې وسله پر ځمکې کېږدي او دولت سره خبرو اترو ته غاړه نرمه کړي.

حاجی دین محمد د خپلو خبرو په پېل او پای کې د روسيي د دولت له هلو ځلو او همدارنګه د دغه کنفرانس د جوړېدلو په چارو کې د  اقدام  او زمینې د برابرولو په خاطر  مننه څرګنده کړه.

ورپسې د طالبانو د سیاسی دفتر مشر عباس ستانکزي خبرې وکړې او د جنګ پر ضد یې غبرګون وښود. دستانکزي خبرې خورا  تندې وې  او په غیر دپلوماتیکه لهجه يې  په افغانستان کې د جنګ ټول عامل د بهرنیو ځواکونو شتون  وباله او ويې وښودله چې ګویا طالبان هیڅ جنګ نه کوي.

ښاغلي ستانکزي همدارنګه د  تروریزم او مخدره موادو په اړه وویل چې طالبان له دې توکو  سره کار نه لري او زیاته یې کړه چې مخدره مواد دطالبانو په وخت کې نه کرل کیدل . خو اوس ۳۲۷ نقطو کې کرل کېږي او په کال کې ۹۰۰ ټنه هیرویین په افغانستان کې تولیدېږي.

ده په داسې حال کې داخبرې کولي چې هم د ده له  خبرو څخه د طالبانو د پراخ ځواک بوی راته او هم د ده نورو ملګرو لکه ښاغلی  عبدالسلام حنفي  او ځینو نورو ویل (چې د افغانستان اویا سلنه خاوره د طالبانو په ولکه کې ده).
که  داسې وي نو بیا دا نهه سوه ټنه مخدره مواد چېرته کرل کېږي؟.

دطالبانو د وه ګونې برخورد د غونډې ګډونوالو ته پوښتنې را پېدا کړې خو هغه وخت چې عباس ستانکزې ویل چې په افغانستان کې تر اوسه پورې ۶۰۰ زره افغانان وژل شوي دي او د جنګ یواځینی عامل بهرنیان دی او طالبان جنګ نه کوي، یوازي سیاسي مبارزه کوي، د غونډې ګډونوالو ورته په حیرت کتل.

زه هم  دچا خبره  حیران وم. که طالب له جنګه انکار کوي، نو دا ترورونه څوک کوي؟دا یرغلونه څوک کوي؟ دا سرونه څوک پرې کوي؟، دا پر لارو مساپر څوک را کیباسي او وژني، دا قومي شخړي څوک ایجادوي او دا نسل کشي ګانې د چا کار دی؟.
کله چې  د طالبانو ویاند  وویل چې د بشر حقوق او ملل متحد چېرې دي چې د افغانانو غږ واوري. ما لیده چې د غونډې ګډونوال یوه او بل ته حیران حیران کتل.

عباس ستانکزی پخپلو خبرو کې  چې په حقیقت کې د حاجی دین محمد دخبرو ځواب وو ، وویل :

(ظالبان د اوسني دولت سره د خارجیانو په شتون کې هر ډول مذاکره  ردوي او د امریکا سره په هغه صورت کې  خبرې اترې مني  چې  طالبان له تور لیسته وباسي او بندیان یې خوشې  کړي او له افغانستان څخه  ووځي.).

 په کنفرانس کې د طالبانو ویاند د روسيي له دولت څخه مننه وکړه چې د افغانستان د سولې په پروسه کې فعال شوی دی.

په کنفرانس کې د روسیی د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال مارګولوفُ او د قرغیزستان ، ازبکستان،تاجیکستان، پاکستان ،ترکمنستان،ایران او چین استازو ویناوې وکړې او د افغانستان سره د همکاریو د پاره يې تیاری وښودلې او روسیه یې دې ته وهڅوله چې دا لړۍ توده وساتي.

د ویلو ده چې د افغانستان هیات کنفرانس ته  په ښه سترګه ګوري خو طالبانو بیا ورته د مذاکراتو په سترګه نه ګوري. هغه ته یوه ناسته وايي چې مسایل حل کولای نشي. دوی وایي چې دا یواځې د دې دپاره وو چې متخاصم اړخونه خپلې نظریې پکی بیان کړي.
مارګولوف په پای کې وویل چې روسیه به هڅه وکړي چې د مسکو فارمت د راتلونکې غونډې د پاره هم تیاری ونیسي خو وخت یې ونه ویل.

روسیه د ڼورو هیوادونو څخه په مننې سره  په خاص ډول د سولې د شورا او طالبانو د هیات ته بیا هرکلې وویل او له هغو څخه مننه وکړه.

د مسکو فارمات او وروستي  لرلیدونه:

په کنفرانس کې د دپلوماتیکو او غیر دپلوماتیکو لهجو په تفاوت سره د ایران ،پاکستان او د طالبانو د استازو ویناوې سره شباهتونه درلودل.دروې واړو له افغانستان څخه د ناتو د ځواکونو پر وتلو ټینګار و کړ او هر یوه په يوه دول سره  ونه شو کولای چې د امریکې سره  خپله دښمنه پټه کړي. خصوصاایران او پاکستان چې له ستيژ څخه یې د خپلو اهدافو د څرګندلو د پاره  د ازاد او بسیا افغانستان  او دبهرنیانو د وتلو په انګازو خپل درځونه ښکاره کړل.

تیره ورځ د شوروی اتحاد پخوانی یا وروستي ولس مشر  ګورباچوف د خپل ژوند د مستند فیلم د لیدلو دپاره په یوه سینما کې د لیدونکو سره په خبرو کې وویل چې  د روسيي او امریکی  نوې راپېله شوې سړه جګړه  خورا خطر ناکه ده  او دهغې مخه باید ونیوله شي.

روسیي په داسې حال کې چې په افغانستان کې  د خپل حضور ترخه تجربه  شاته پرې ايښې ده او اوس هلته دناتو ځواکونو امر ونهې کوې د ګربا چوف خبرې د افغانستان په چارو کې د روسيي بیا فعالیدلو ته غیر مستقیمه اشاره وه چې د دغه هیواد بهرنیو چارو د وزیر مرستیال مارګولوف په کنفرانس کې هغه ته ځواب ورکړی وو او متخاصمو ډلو ته یې ویلي وو چې «روسیه دې ته علاقمندي نه لري چې په افغانستان کې ستاسو ځای ونیسي ».

ګرباچوف چې په روسیه کې امریکایی پلوه سیاستوال دی،بیا هغه خبرې یې وکړي چې دیرش کاله پخوايې شاربلې .دی که څه هم د سولې خبرې او دجنګ پر ضد وینا کوله ، خو داسې نوی ټکې چې د نننې ستونزو دپاره دحل لاره وي وړاندې نه کړه.

له دې سره ، افغانستان په چارو کې دامریکي نوی استازی زلمی خلیل زاد چی پاکستانی ضد سیاستوال پېژندل شوی دی او سخته هڅه کوي چې د افغانستان په چارو کې د روسيي اقداماتو په وړاندې امریکايي هڅو ته موازي  چټکتیا ورکړي ،د طالبانو او نورو هیوادونو له استازو سره د طالبانو او افغانستان د دولت د مذاکراتو د لړې د پېل د پاره هېڅې ګړندۍ کړې.

 دښاغلي خلیل زاد سفرونه په قطر،اماراتو او نور هېوادونو کې عمدتا پر دې هم څرخي چې  وکولای شي طالبان له دې نه چې روسيي سره اړیکې نیسې د ایران او روسيي د اغېزې نه ځان خلاص کړي او د امریکایی مقاماتو تر اداري تنظيم لاندې پاتې شي.

خلیل زاد غواړي چې  د مذاکرې په چارو کې د روسيي  پر خای  دامریکې برخه  غوښنه کړي او پرې نه ږدي چې روسیه په دې لاره کې پر مخ لاړه شي.

 له بله پلوه امریکا یومقام وویل چې (د افغانستان په جګړه کې  ټول ټال ۱۴۷ زره کسان وژل شوي دي.) دا په ښکاره توګه  دمسکو په فارمات کې د  عباس استانکزي د خبرو په وړاندې غبرګون دی جې ویلي یې وو د افغانستان په جګړه کې ۶۰۰ زره وژل شوي دي.

او ورستی خبره دا چې پا کستان د افغانستان په چارو کې هغه هېواد دې چې هره ورځ  د خپلې هوښیارۍ په لومو کې نښلي. له یوه طرفه  د افغانستان په چارو کې د مداخلې دلوی تور سره مخامخ دی او هره ورځ په افغانستان کې  یې پر وړاندې حساسیتونه را پارېږي خو پاکستاني مقامات  ورڅخه انکار کوي. له بله پلوه  د پاکستان دولت سخته هڅه کوي چې د روسيي او امریکې ترمینځ ځانته په ګټه رسولو کې یو رقابتي میدان پرانیزي. دغه هیواد اوس اوس د جدي بین المللي پوښتنو سره مخامخ کېږي.

د مسکو په فارمات کې د پاکستان د استازي وینا،د طالبانو د استازي د وینا غوندې، فورملتې خبرې وې چې دهیچا پام یې ځانته را وانه ګرځاوه . ځکه چې  دټولو هیوادونو ګډونوال چې اکثره یې د بهرنیو چارو دوزیرانو مرستیالا ن ول پوهېدل چې د افغانستان د شخړې بنیادي عامل پاکستان دي، ځکه نو د هغه هېواد داستازي خبرو ته یې  توجه ونه کړه.

پاکستان د مسکو د فارمات نه وروسته اعلامیه صادره کړه او په هغې کې یې وویل چې  امریکا د پاکستان ځنې له توقع نه زیاته غوښتنه لري او پاکستان هغه نه شي پر خاي کولای.دپاکستاناعلامیه په دې مانا ده چې دغه هېواد غواړې امریکي او خلیل زاده وپوهوي چې زموږ شنه څراغ له پامه مه غورځوئ.

پاکستان په داسې حال کې داسې یوه اعلامیه خپروي چې له یوه طرفه به افغانستان کې د مداخلې تورونه ورباندې زیاتېږي او له بله پلوه د خلیل زاد په هڅو کې د دغه هیواد منزوي کول هم یو شرط ګڼل کېږي.ځکه چې امریکې  د روسيي سره د پاکستان پر سیاسي نږدی والې بر سیره  په پښتنو سیمو کې ګډ نظامي تمرینونه د ځان پر وړاندې د پاکستان تمرد بولي.

پوښتنه داده چې پاکستان بلاخره څه غواړي؟.د مسکو فارمات ته غاړه ږدي او که غواړي چې هم شهید اوغازي پاتې شي،لکه چې دېر کلونه همداسې پاتې شوی دی.

 

 

 

 


بالا
 
بازگشت