پلان څه شی دئ ؟

محمد اونورولید : ۱۳۹۶ لمریزکال و د کب ۶ مه

د پلان تعریف :

د مخه یوې جوړې شوې طرحې ته پلان وایي چې په منظمه توګه د یوه اجرائیوي کارنده مسلکي اومتخصص مدیریت له خوا پلی کېږي .

پلانونه عموماً دوه ډوله دي :

لومړی :ـــ رغنده کاري پلان :

په دې پلان کې اصلي موخه ،  د پلان لومړیتوبونه ، د پلان ډولونه ، د پلان لارښود ، د پلان مهم پړاوونه ، د پلان اغېزمنتیا ، د پلان ښېګڼې ، د پلان په وړاندې پراته خنډونه اود ستونزوهواری ، د پلان جوړونې مهارتونه ، د پلان جوړونې ډول ډول اړخونه . د پلانونو اصلي ژمنې ، په اداروکې د اجرائیي پلان د عملي کېدوله پاره انعطاف پذیرۍ ته رغنده کاري پلان ویل کېږي چې د یوې ملي پروسې له مخې د یوه صادق کارنده او متخصص مدیریت له خوا پرمخ وړل کېږي .

پلانونه عموماً د لنډ مهال ، منځمهال اواوږد مهال له پاره جوړېږي ، ترڅوپه نږدې ، متوسطه اولیرې ماضي کې د یوه مطلوب وضعیت د طرح کولوانځوریزاستعداد په کې موجود اود داسې لاروچارواووسايلوپیداکېدواوجوړېدوهڅې په کې شوې وي چې ورته د رسېدوامکانات برابروي . همدا رنګه په دې پلان کې دداسې عملیاتوطرح کول چې دهغې موضوع له پاره وارله مخه د یوې کړنلارې په توګه تعریف شوې ، بدلون ورکړي .

خوداچې پلان جوړونه د یوې ټاکلې حقیقي موخې اوهدف ترسره کېد وته اړتیا لري ، نودغه پلان جوړونه بیا څه شی ده ، اود کومې منبع له خوا بایدعملي اوپلی شي ؟

دا خوټولوته معلومه ده چې یوکاردعلت اومعلول له کبله را منځته کېږي چې ترسره کېدل یې فاعل ته اړتیا لري ، اوفاعل دلته مدیریت دئ چې اصطلاحي تعریفونه یې خورا زیات دي . د بېلګې په توګه :

ځانګړیوموخوته د رسېدوپه صورت کې د وګړود بوځتیاوواوامکاناتوکنټرولولواود اصولي اوقانوني بنسټیزې محورې پلان جوړونې اوپه مختلفواړخونوکې د هنرې پوهې په کاراچولواورهبري کولوته مدیریت وایي ، خو په دې شرط چې اغېزمنه کاري برنامه په کې موجوده وي ، ځکه پرته له کاري برنامې څخه هېڅ مدیریت نه شي ترسره کېدای .

سره له دې چې پرپلان جوړونې باندې د سیاسي تصمیم نیولود ډېرنفوذ له امله لاهم نا انډ وله تعریفونه ، څېړنې ، تبصرې اوشننې روانې دي ، خوبیا هم د بېلګې په توګه موږ پلانونه په لاندې څوکته ګوریوباندې سره وېشو:     

د رغنیزوپلانونوډولونه :

دغّ ډول پلانونه څو ډوله دي لکه : امنیتي پلان ، اقتصادي پلان ، سیاسي پلان ، پراختیا یي پلان ، ملي پلان ، صحي پلان ، کرنیزپلان ، ښوونیزپلان ، ټولنیزپلان ، تدارکاتي پلان، د کورنۍ پالېسۍ پلان ، د بهرنۍ پا لېسۍ پلان ، د طبیعي زېرمورا ایستلوپلان ، د ملي شتمنیوخوندي کېدوپلان ، د ملي زېرموتولیداتوته د بازارموند نې پلان ، د اوبود مدیریت پلان ، د برقي اوحرارتي انرژیوتولیدي پلان ، تجارتي پلان ، د طبیعي پېښود مخنیوي پلان ، (ورځنی ، اوونیز ، میاشتنی ، کلنی ، پنځه کلن ، لس کلن ، پنځلس کلن ، پنځه ویشت کلن ، پنځوس کلن اونورپلانونه )، چې دا ټول د مدیریت له خوا پرمخ وړل کېږي .

خو پلانونه ټول د مدیریت په واسطه پرمخ وړل کېږي . اوس به وګورو چې مدیریت څه شی دئ ؟            

مدیریت څه ته وایي ؟

په یوه ټاکلي وخت کې د پولي اومالي منابعواوبشري ځواک پرمټ د لوژیستیکې اولمړنیوموادوپه کارولوسره د مخه په سنجول شوي اوترتیب شوي ډول د یوې پروژې منظمې بنسټيزې موخې اوطرحې عملي کولو ، ارزیابي کولواوڅارلوته مدیریت ویل کېږي .

خوافغانستان څه ډول پلانونواوکوم ډول مدیریت ته اړتیا لري چې د امکان تربریده په نظراوعمل کې سره برابراوؤلس ورسره د اقناع په صورت کې همغږی شي ، خپل ؤلس ، سیمې اونړۍ ته پرې رغنده انځوروړاندې اوکورني اوبهرني خنډونه اوستونزې پرې له منځه یوسي ، ترڅود پلان محتویات اود مدیریت ډول یې خلکو ته باوري ، غیرجانبدارانه اورغنده افغاني ثابت شي .

خودا ټول په هغه صورت کې امکان لري چې په کورد ننه د خود جوشه باورمند ریښتیني ملي یووالي په محسوس محوري شتون کې یوداسې ملي مدیریت را منځته شي چې پرلیرې اونږدې ټولوباندې پرته له تبعیضه یوخېل مثبت اغېزوښندي.

په دې معنا چې امنیتي اود فاعي ، روغتیایي ، تعلیمي ، اقتصادي ، رغنیزې ، ټولنیزې ، سوداګریزې ، کورني  تولیدات، بهرني عائدات، کورني اوبهرني سیاستونه اود اداري مشارکت ټول سیستمونه اواړیکې یې په متعادله اومتوازنه توګه د یوه ګډ ملي پلان له مخې پرته له رکود اوسقوط څخه پرمخ روانې وي .

د بېلګې په توګه ؛ په اقتصادي برخه کې په ( ټاپي ) ، ( کاسا زر) ، ( ورېښمولارې ) او(هوایي لارې ) اقتصادي کوریدورونویا دهلېزونوسره د آسیا په وچ زړه کې زموږ ایسارافغانستان د سیمې اونړۍ له هېوادوسره خپله ترانزیتي لاره وموندله ، چې ددغومواصلاتي شارګونوله فعالېد و سره به یوځل بیا د آسیا زړه ته اقتصادي وینه پمپ ، له کاره لوېدلی آسیایي زړه به له سره پرخود جوشه فعالیت باندې پیل وکړي اوزموږهېواد به د محوري متمد نې څلورلارې په توګه د یوه سترا تیژیک پلان او رغنده مدیریت په شتون کې ټوله نړۍ سره ونښلوي .    

د ستراتېژیک پلان جوړول :

زموږ د سترا تېزيکي پلان جوړونې په پروسه کې د یوغیردولتي سازمان ( ان . جې .او.) دهویت د مظهري شتون د حُجت له پاره د یولړاصولواومقرراتوپه صورت کې د تصمیم نیولومنظمه هڅه اوموخه باید رڼه او څرګنده وي او په دولتي سکتورکې خوبایدلا نورنورهم څرګند او شفاف سیستم فعال شي . خودا کارد اداري اصلاحاتود پلان له مخې تحقق پیدا کولی شي چې متأ سفانه دغه ډول اصلاحي پلانونه د کورنیواوبهرنیوتخریبې مداخلواوزدوبندونوله امله په ډېره سختۍ اوزیاتوقربانیو ورکولوسره پلي کېږي چې د سراومال بیه یې یوازې مظلوم افغانان پرې کوي اوګټې یې له حکومت سره موازي هغه خپلسرې ( ان. جي . او. ) ګانې وړي چې د افغانستان د بیا رغونې په پلمه یې د ټولوبهرنیودونرانومخونه خپل ځانته وراړولي اوپه خپله خوښه یې خپل ځانته امتیازات پرې د ځان کړي دي ، چې دا بیا د افغان حکومت له پاره هم یوسترسرخوږی جوړشوی دئ . ځکه د مرستوغږ شته ، خوپه فزیکي لحاظ مرستې اود هغواغېزنه ښکاري. ځکه خو زموږ هېواد سږ کال هم د تېرکال په څېر په اداري فساد کې څلورم مقام خپل کړی .  

حکومت یوه مسؤوله ذمه واره مرجع ده چې باید ددغه ډول خپلسریومخه په خپل کاري ځواکمن مدیریت سره ونیسي ، اود خپل حکومت ترڅنګ د کورنیواوبهرنیوزورواکواو( پې آر ټي ) ډوله حکومتونوواک اختیارپه خپل ملي زورسره وراوبه کړي ، ترڅود بیا له پاره د ولایتونوخپلسري والیان اوقوماندانان د افغانستان د ملي وثیقې اوقانون خلاف د مرکزي ادارې پرضد بغاوت ونه کړي . حکومت اړدئ په دې برخه کې یوې خواته د یاغیانو په وړاندې کوټلي ګامونه پورته کړي اوبلخوا خپلې ادارې په منظمه توګه ګام په ګام په افغاني صبغه اصلاح اوپاکې کړي ، نه په بهرنیواشارو.

د اداري اصلاحاتوپلان څه ته وایی ؟

ددې پلان په بهیرکې مدیریالارښود دا درس اوتجربه ترلاسه کوي چې څه ډول خپل سودا ګریزلید لوری)  ‌Bus iness Vsibn) د ډله ئیزو مبتکرانه نیوکوپه کارولوسره تعریف اووپېژني ؟ سترا تژیک تفکریو داسې افزاراویوه داسې آله ده چې له مدیرانوسره په پلان جوړونه کې د بدلون راوستوله پاره د مخ پرودې نوښتونوسره مرسته کوي اود مدیریت په حوزه کې نوي فرصتونه منځته راوړي .

له دې څخه تېرېږو،اوس به راشود ېته چې په اوس وخت کې افغانستان څه ډول پلانونواوکوم ډول مدیریت ته اړتیا لري ؟

دوهم : ـــ تخریبي پلان : دا پلان له رغنیزپلان سره څه تو پیرنه لري ، خوتوپیریې یوازې په دې کې دئ چې په تخریبي پلان کې د پلان ټول محتویات د رغنیزپلان خلاف د تخریب له پاره په مدیریتي توګه په کاروړل شوي دي چې د جوړولو پرځای ړنګول په کې مطرح وي . لکه د پاکستان اونورواستخباراتي شبکو له خوا په افغانستان کې د ځانمرګي بریدونوپلانونه عملي کول اود هغوی مدیریت . 

دا خوښکاره خبره ده چې افغانستان له تېرو(۴۰) کالورا په ایسته د ډول ډول تخریبي پلانونواو مدیریتونوپرمټ ړنګ شوی چې یوملي اودولتي بنسټ په کې روغ پاتې نه شو، هرڅه ته په کې صد مه رسېد لې ، چې څه په کې له بېخه ړنګ دي ، څه  له سره بیا رغونې ته اړتیا لري اوڅه نوربیا داسې دي چې مرمت اوترمیم ته اړتیا لري ، خوپه کومومرستواوکوموامکاناتو؟

ځکه بهرنۍ مرستې اوکورني تولیدات اوعائدات خوټول په دا تېرو(۱۷) کالوکې په ښکاره پرد یومافیایي جیبونواوبانکونوته ولوېدل اوپه میراث یې موږته یوازې ړنګ هېواد اووران ویجاړپه رشوتونواواختلاسونو روږدي اداري سیستمونه ترشا پرې اېښي چې پراصلاح کولواوپاکولویې له تېرودرېیوکالورا په ایسته ترنن پورې یوه څنډه هم سمه پاکه نه شوه اود حکومت دری کالن عمرهسې خوشې عبث په کې تېرشو.

ځکه بیا رغونه خوکه لږه وي یا ډېره ، د بیا رغونې بېخپوره پلان جوړونې ، لومړنیوخامواوپخولوموادو ژیستیکي امکاناتو، ترانسپورتي منظم سیستم ، بشري مسلکي ځواک ، امنیت ، د اړتیا وړمحسوس لومړیتوب ، پولي اواقتصادي منابع اوکارنده صادق اومسلکي مدیریت ته اړتیا لیدل کېږي ، په دې شرط چې د امکان تربریده پلان اومدیریت دواړه له ؤلس سره په بیا رغونه کې همغږي ولري ترڅوپه کورد ننه اوله کوره د باندې د رغنده دېپلو ماسۍ په ترسره کولوسره شته ستونزې اوخنډونه له منځه یوسي اونورې نړۍ ته د قناعت وړسم اوپرځای داسې له محتوا ډک رغنده افغاني ، غیرجانبدارانه اوباوري انځورونه اوبېلګې وړاندې کړي چې د پلان ټول ارزښتونه په اغېزمنه توګه په کې محسوس او په ډاګه شي .

په راتلونکې کې د یوه مطلوب وضعیت طرح کول اوترسیم اودداسې لاروچاروبرابرول اوتعریفول چې پلان جوړونې ته د رسېد و له پاره وسائل په کې پیدا کړي ترڅود یادو وسائلو په واسطه د پلان جوړونې عملیات ور باندې طرح کړي .

موخې :

هغه موخې چې په هره برخه کې یې پلان تعریف شوی :

پلان جوړونه :

یو پلان څنګه جوړېږي ؟

د پلان جوړونې تعریف : په راتلونکې کې د یوه مطلوب وضعیت طرح کولو، ترسیم اودداسې لاروچارواو وسائلو پیدا کېد وته پلان جوړول وایي چې پرمټ یې دداسې عملیاتوطرحې ته بدلون پرې ورکړي چې د هغې موضوع له پاره مخکې له مخکې د یوې لارې په وسیله تعریف شوې ده اود پلان جوړونې هدف ته رسېدل ورباندې ترلاسه کېدای شي .افغان حکومت دې همداسې پلانونه جوړاومدیریت کړي ،ترڅوپرخپلو پښود درېدواو خود کفاء کېدوله مخې د نوروله مداخلوپرې خلاص شو، ځکه زموږله پاره د لومړيتوب پلان اواصلي موخه همدغه ده.   

 

 

 

 


بالا
 
بازگشت