د افغانستان سوله اود جګړې د د وام ډیزاینونه

محمد انور ولید : لمریزکال د سلواغې ۱۱ مه 

د انساني ځوځات هستي له پېله د خپل فطرت له مخې له سولې اواخ وډب سره جوخت منځ ته راغلې ، چې کله اخ وډب همدغه انسان د خپل قهراوغُصې له امله د مرګ ژوبلودهِرَم مُتکبرې څوکې ته ورخېژولی اوله پاسه د خپل طغیان اوسرکشۍ غیرانساني فرمانونه یې ترهِرَم لاندې د نورولوېد لیودلاځپلوپه موخه صادرکړي اود انسان د امن ځالې یې د تلپاتې بد یواومېرڅیوپه سنګرورته بدلې کړي دي ، خوکله یې بیا هم د خپلې انساني عاطفې اووجیبې له مخې انسان د انسان لاس نیوی کړی ، پرځمکه پراته انسانان یې له ځانه سره را پورته کړي ، لاره یې ورښوولې اود سولې په ډاډمنه ټولنه کې یې د یوبل انساني اړتیا وو پوره کولوته په صداقت سره اوږه ورکړې اومجبوراوبېوزله انسان یې د استثمارګرانسان له بنډ اوکُلنډ څخه پرې خلاص کړی دئ .

داسې انسانانوپه ګډه د استکباراوظلم زورلاسونه د خپل ملي یووالي د مټ په زورورلنډ کړي اوخپل هویت یې ژوندی اوخوندي پرې ساتلی دئ .

اوس که چېرته ژوند په ريښتیا سره د انسان خپل خدای ورکړی حق وي نود افغانستان خلک خوهم څه د مریځ یا کوم بل ستوریز  نظام څخه نه دي راغلي ، که جغرافیه یې له نوروسیمواوهېوادوڅخه (۵۰۰۰) کاله وړاندې بېله شوې ده ، نود ځمکې پرمخ د آسیا د لویې وچې په زړه کې خوافغانان د انساني اړیکوله مخې له نورو سره په انساني ، کلتوري ، د ینې او نورو مشترکاتو کې شریک دي چې باید سیمه اونړۍ ورته درناوی ولري ، ځکه انسانان د رغنده روابطوله مخې یوله بل سره خپل ژوند په ګډه د عروج اوتکامل د پخو پړاوونوپرخوا بیولی شي ، خودا یو اصل دئ چې د انساني اړیکوتارونه هغه مهال یوله بل سره غړل کېږي چې انسان د انسان ترڅنګ خپل باوراواعتبارد تلپاتې د وستۍ په خاطرپوخ ، یقیني اوپه عمل کې یوبل ته خپل علم یقین په عین الیقین باندې ثابت کړي ، ترڅوریښتینې سوله یې په ریښتینې تلپاتې دوستۍ بدله شي .

ځکه انسان د ځمکې پرمخ د انساني نظام جوړولواوچلولوله پاره پردووشرطونومنځ ته را غلی چې باید د خپلې فریضې او وجیبې له مخې یې عملي کړي :

لومړی : حقوق الله .

دوهم : حقوق العباد .

په حق الله کې د هرمکلف انسان رابطه په عباداتوکې له خپل رب (ج) سره ده ، خوپه معاملاتوکې بیا د انسان رابطه له انسان سره ده چې د انساني ژوند د کړنلارې اصلي محورهمدغه دوې رابطې تشکیلوي . که هرچا د حق الله اوحقوق العبادوترمنځ د روابطوعادلانه تعادل برقراروساتلو، همغه کس د ځمکې پرمخ ستراو بر یالی سیاستمداردئ .ځکه انساني سیاست همدې ته ویل کېږي چې سړی د حق الله اوحقوق العبادوترمنځ متعادله اوانډولیزه رابطه برقراره وساتلی شي .

انسان د فاني نړۍ د ژوندانه په دغه آزمویښتي ډګرکې د همدې دووټکوپه محدود شوي محورباندې را څرخېدلی دئ چې که څوک په دې کارکې بریالي شول ، هغه به د ټولې هستۍ د خالق اود سیمې اونړۍ د ټولوخلکوملاتړله ځانه سره ولري ، اوکه په کې ناکام را ووتل ، له هغوی سره به د خدایتعالی اود خدایتعالی د بنده ګان حساب کتاب حتمي وي .ځکه حق الله اوحقوق العباد دواړه داسې سپېڅلي حقوق دي چې خائن ته په کې پرته له عذاب څخه د اجراوبدلې بل هېڅ بدیل نه لیدل کېږي .

افغانستان د آسیا په زړه کې د ځمکې پرمخ یوه منل شوې لرغونې تاریخي متمد نه جغرافیه ده چې تر(۵۰۰۰) کلونوزیات قدامت اوتاریخي مخینه ، جیوجغرافیک ، جیوپولیتیک ، اوسترا تیژیک موقعیت ، پرېمانه خوږې اوبه ، په واورواوځنګلونوپټې سردرې ، طبیعي ژوندۍ منظرې ، اود کانونوشتمنې اومړې زېرمې لري چې د نړیوالوپام یې ځانته وراړولی دئ .

خوپه افغانستان کې مېشتووروڼوقومونوته داحق الله (ج) اودالله (ج) رسول (ص) ورفېرزوکړی دئ ، ځکه د الله (ج) پیغمبر(ص) فرمایلي دي : (المرعی لِاقرب القُراء) یعنې مرعی یا مالچراود هغه ګټه هم د هغه چاده چې طبیعي ضرریا تاوان یې همغه کلي ته متوجه اویا د کلي خلکوپه خپل لاس هغه دښتې اوشاړې د خپل ژوند په اوږدوکې را ژوندۍ کړې اوپرهغه ځمکه باندې د خپل تاریخي قدامت له مخې هستوګن اویا له خپلوپلرونواونیکونوڅخه په میراث ورپاتې وي . خوداسې هم نه شي کېدلی چې ورځ تربلې د کلي د نفوس له ډېرېدوسره د کلي اوسېدونکې خپله په یاده مرعی کې سره خواره واره شي اونورې اړوندې سیمې اوځمکې آبادې اوژوندۍ کړي ، وروسته بیا نورپردي غاصبین پرې را پاڅي اوددې کلي د پنځېد لیوکورنیوپرسینه باندې د خپلواستعماري اواستثماري شومواهدافوپه خاطرنامعقول اوغیرانساني وېش بنداود بېلتون خط پرې را کش کړي. ځمکې ، کورونه اوکورنۍ سره بېلې کړي . پلاراو زوی یوې خواته ، موراو لوربلې خواته ، یو وروریوې خواته اوبل وروربلې خواته د شرمښ د وېش له مخې داسې سره بېل او ووېشي چې پرته له رسمي ویزې هېڅکه یود بل په غم اوښادۍ کې سره یوځای نه شي .

افغانستان زموږ ټولومېشتوقومونوته د همداسې یوه کلي حیثیت لري ، خومتأ سفانه چې پا کستان ، ایران اوزموږځینوشمالي ګاونډ یانود وخت دغاصبواویرغلګروزبرځواکونوله خوا د خپلوتروخت تېرو محدوده قراردادي تړونونوڅخه پرسؤاستفادې سره پردۍ بې تعریفه نیابتي جګړې پرموږ باندې را وتپلې ، هرکس اوناکس ددې سپېڅلې تاریخي خاورې ځمکني اوقضآئیي حریم اونوروملي اود یني ارزښتونوته په سپکه سترګه کتلي ، هغه یې ترخپلوباروتي پښولاندې کړي، زر، زواوتزویریې پرموږ باندې حاکم سا تلی .

د هرډول وارداتي کورنیواوبهرنیوفشارونو، نا امنیو، مرګ ژوبلو، تهدیدونو،چور، غلاګانو، اختلاسونو، رشوتونو، نابرابریو، محرومیتونو، بېکاریواوټولوانساني ناورینونوونډه یې زموږ بې دفاع ملت ته ورکړې اود واک پرګدیوبیا ددوی خپل منځ کې مسابقې روانې دي چې ځاني اومالي ټولې قربانۍ یې بیا د بې د فاع ملت پراوږو وربارکړې دي د برده ګۍ اواسارت ژغ یې پراوږو وراېښی ، واک اختیار یې ترې اخیستی ، د سیاسي نظام تنفس اوتغذیه یې د بخورونمیرپرخپل  محدود اومشروط اقتصاد باندې روان ساتلی چې همدې ته د استعمارد زاویې له کنجه د انساني باحُریته غوښتنوخلاف بد لون ، تغیر، تحول ، تمدن اوپرمختګ وایي .

راځۍ چې په ډانګ پېیلې اوسپینې خبرې په دې اړه در سره شریکې کړم !

ګرانوهېواد والو ! کله چې برتانوي توراستعمارپه لومړي ، دویم اودرېیم ځل زموږ پرځمکني حریم باندې له مختلفوخواووڅخه د کورنیو دېن پلورونکو په پلمه یرغلونه پیل کړل ، اودري ځلې یې د افغانانوله خوا ماتې وخوړله ، خپلواکې یې په زورترې ترلاسه کړه ، نوبیا ددوی حاجت د آجت څه ؤچې خپلواک ملي نهضتونه اوملي څېرې یې یوپربل پسې د مختلفوزهري لاروڅخه له منځه وېوړې ، انګرېزانو خپل غچ له دې لارې له افغانانو څخه واخیست چې د ملي شخصیتونو پرځای یې بودنه بازان اوداسې کسان د روسانوپه توافق اود فرانسې په وساطت واک ته راوستل چې پوره (۴۴)کاله یې دا ملت د فقر، بېوسۍ اوغُربت په تبه کې همداسې بیده پرې وساته .

روسانوله دې فرصت څخه ګټه پورته کړه اود یتیم ملت سرپرستي هغه پلا تزاري روسانوپرغاړه واخیستله. د فرهنګي ، نظامي او سیاسي اړیکوغرضي تارونه یې دومره ورسره وغړل چې آن ددیمکراسۍ ترلسیزې یې ځانونه ورته را لنډ کړل . ددیمکراسۍ د لسیزې پیل د افغانستان د شاهي نظام د زوال پېلامه اوپای یې د یحیی د کورنۍ (۴۹) کلن واک ته په سپینواوسروکودتاووسره د پای ټکی اېښودل وو.

په څنګ کې ورسره غرب هم آرام نه ؤ ناست، ځکه چې په پاکستان کې یې پرسقاوي پاڅون سربېره د امریکې د استخباراتو( سي آی اې ) د پخواني رئیس په قول له تېرو(۵۵) کالورا په ایسته د بنو، مردان ، شبقدر، اکوړه خټک ، پینډۍ ، ملتان ، لاهور، کراچۍ اوکويټې لویې مدرسې اودهغوی مهتممین په اقتصادي لحاظ تویلول چې دادي له (۵۵) کالووروسته  یې له هغوی څخه په ځانمرګي بریدونو، په افغانستان کې د جهاد د رواوالي اوپه پاکستان کې د جهاد د ناروا والي په تړاود فتواګانوورکولوپه توګه کارواخیست چې هم یې اصیل جهاد اوټول جهادي ارزښتونه اومجاهدین پرې بدنام اوله منځه وېوړل اوهم یې ځانته د خپلې پوځي مداخلې اوحضورزمینه پرې برابره کړه .

ورسره جوخت ایران ، پاکستان ، تاجکستان اوروسیه هم آرام نه وو ناست اوهریوه په خپل نوبت پرته له څه ډیل اوځنډه په افغانستان کې خپلې ناروا ګوتې وهلې چې د ټولو اصلي تارګېټ په ټول افغانستان کې یوازې د پښتانه اود هېواد نوربې دفاع هغه افغانان ځپل وو اودي چې د روس ، ایران ، پاکستان اوتاجکستان مزدوري یې نه ده منلې .

نه یوازې دا چې پښتانه اود استعماري کړیوضد خلک یې وځپل ، بلکې له سیاسي ، پوځي ، تعلیمي ، اقتصادي واک اوټولوخدای ورکړیوحقوقوڅخه یې هم دومره ایساراو لیرې ساتلي چې د قلم اوبیان د آزادۍ حق یې هم ورڅخه اخیستی دئ .ځکه پرهمغوسیمودغه پردۍ تپل شوې جګړه روانه ده چې هلته پښتانه پراته دي ترڅوپه ټول ټاکنوکې برخه وانه خلي ، واک ته د نه رسېدو په موخه په لږه کیو کې وشمېرل شي ، ماشومان یې له تعلیم څخه لیرې او وروسته پاتې شي ، کډه کېدوته اړشي ، د پردیوغلامۍ ، مزدورۍ اوانتحاري بریدونوته مجبورشي ، ترڅونړیواله بد نامي ورپه غاړه اوجګړه ورباندې دوام پیدا کړي اوخاوره اوکورونه یې په پردیوباندې وپلوري ، بې هویته یې کړي اوپه ژوند یې د نابودۍ اونېستۍ فاتحه واخلي .

په افغانستان کې د جګړې پروژه په راتلونکي پسرلي کې (څلوېښتم) کال ته داخلېږي، لس کاله کم نیمه پېړۍ د افغانستان په جغرافیه کې پردی اوربل دئ ، مالي اوځاني قربانۍ اوتاوانونه یې د افغانانوپه برخه رسېد لي ، خوګټې یې ټولې ځکه په جګړه کې د ښکېلوخواوودي چې هغوی خپلې ګټې د افغانستان اوافغانانوپه مرګ ژوبلوکې ګوري ، پرافغانانو باندې له دې حالت څخه خوندونه اخلي اوپردی غم ورته نیم اخترښکاري .

د پخواني شوروي اتحاد په مشرۍ وارسا نیواکګرې اوغاصبې ټلوالې د برېژنېف په قوامانده پرافغانستان باندې د ځمکې اوهوا له لارې د نړیوالونورمونواو کنونسیونونوخلاف برید وکړ، لس کاله یې په مېلیونونوعامه وژنې اومرګ ژوبلې په کې وکړې ، په ټول هېواد کې یې پرسونل ضد ماینونه وکرل ، خواېل یې نه کړل ، چې بالآخره خپل ډېرمشران یې له لاسه په کې ور کړل اوله امریکایي چارواکوسره ترسلاوشوروروسته وتوته اړشول .

روسان ولاړل ، خولاسوهنې یې لاهم په افغانستان کې ځکه دوام لري چې له یوې خوایې د ډاکټرنجیب الله اومجاهدینوترمنځ هغه شوی توافق د کودتا له لارې ناکام کړچې په کې لومړی په مسالمت آمېزه توګه یوې مؤقتې ادارې ته د واک ورسپارلو، ورپسې دعبوري ادارې د جوړېدواوبیادشفافواوسالموانتخاباتودترسره کېدوپرسرهوکړه شوې وه اودالاسوهنه ځکه روسانووکړه چې پرمټ یې د مجاهدینوترمنځ خپلمنځي جګړې پرې پیل اوله روسانوڅخه د مجاهدینولاس ته ورغلې وسلې اومهمات پرې تباه اوبرباد کړي چې د غرب اوشرق په دې پلان کې د پاکستان ، ایران ، تاجکستان اونوروغربیانوهم لاس ؤ، ځکه هغوی اود افغانستان ګاونډیانویوه یې هم د افغانستان هغه پروسلواومهماتوټرېنېنګ شوي مسلح شل مېلیونه وسله وال ملت تریوه ملي قیادت لاندې هېچا هم نه شوای زغملای ، ځکه روسانواوغرب په ګډه لومړی د جګړې دا پروژه د افغانستان په داخل کې د پخوانیو چپیانو په ملاتړیوازې یوې وړې کړۍ اوپاکستان اوایران ته وسپارله. د سعودي اونوروعربانوهم په کې برلاس ؤ.

روسانوخپل پلویان د تفرق اوجنګ جګړوخواته هڅول . ایرن اوتاجکستان یې په مذهبي ، سیاسي ، ترمینالوژیکي ، ژبني ، سمتي او توکمي سیستمونوباندې ګوتې وروهلې چې همدا اوس هم د نفاق اوتفرق بد بوی اودود ترې پورته کېږي .د پاکستان د منافقت کیلي خوپه لندن ، کاناډا اوامریکه کې ده چې لومړی یې طالب اوورپسې یې د القاعده اوپه دې وروستیوکې یې د ترورېزم اوداعش په نومونوپروژې په اجاره ترې ونیولې ، یادودولتوپلانونه اوپیسې ورکولې اوپاکستان یې اوپراتیفي دندې پرغاړه اخیستې وې . خو په افغانستان کې د جګړې ددوام ډول ډول ډیزاینونه اونقشې په لندن ، واشنګټن، تورنتو، مسکو، پیکېنګ ، اسلام آباد ، تهران ، سعودي عرب اودوحه کې ورته جوړېږي .     

اوس چې د دغې بې تعریفه پردۍ نیابتي جګړې تاکتیک ورځ تربلې سره پېچلی ، طرا حان یې بربنډ اورسواکېږي اوله بلې خوا د نوموړې جګړې دونران اوتمویلوونکي په افغانستان اوسیمه کې خپلواصلي موخوته ورلنډ شوي اوپرپاکستان باندې خپل مصارف بېځایه ګڼي ، نوله یوې خوایې د جګړې دانه پرپاکستان باندې ودروله اوله بل لورې په پاکستان کې د ترهګروډلومخ بلې خواته کول غواړي .

خوپاکستان چې له تېرو(۳۹) کالورا په ایسته یې په افغانستان کې د جګړې د اورتودولوپه ژرنده د نفاق اوبه ور زیاتولې اواوس دا خوا ورته ګټه نه لري ، اوس یې له چین څخه د امریکې دوه برابره (60) میلیارده ډالره پیسې واخیستې ، غواړي پردې سره له  امریکې څخه په افغانستان کې نورامتیازات واخلي .

امریکې چې خپلوپوځیانوته په پاکستان اوافغانستان کې د ترهګرو په پټن ځایونو باندې د بریدونوامرکړی افغانانودده دا امرپه نېک پال نیولی ، خولاهم څرګنده نه ده چې امریکه به پرخپل سترا تيژیک ملګري څه ډول اوڅه وخت برید وکړي ؟ آیاپه ريښتیا به پاکستان د ترهګرو له ملاتړه پرې را وګرځوي که څه ؟ په داسې حال کې چې پاکستان لا پخوا د افغانستان پرستراتېژیک عمق ، اوبواو ډېورنډ کرښې خپلولوباندې کارکړی ، پرسرحدي سیموپوځي یرغلونه کوي ، په ښارونوکې ځانمرګي بریدونه ترسره کوي ، ناقانونه دروازې جوړوي ،خندقونه کیندي، د اوبوپرسرچینوتوغندیزبریدونه کوي اوسیمي کټارې لګوي ، خود امریکې په مشرۍ نړیوال ائتلاف پاکستان ته د(۱۷) کلنوتېریواولاسوهنو ونوپه تړاوخوشې خپل غوږهم ونه ګراوه او ویل به یې چې دا د افغانانوخپل کاردي دا زموږ مأموریت نه دئ .

یوه نیمه میاشت وړاندې یې بیا وویل چې هرڅوک هرچېرې زموږګټې وګواښي موږ یې مخه نیسو.

اوس چې پاکستان پرانګلیس سربېره له چین ، روسیې ، اونوروهېوادوسره تازه یارانې پیل کړې دي ، آیا امریکه به پرته له خپلوګټوڅخه د افغانستان ترڅنګ ودرېږي ؟ اوس خوداسې معلومېږي چې په اوسنۍ لوبه کې له افغانستان څخه د بُزکشۍ څاروی جوړشوی ، هرسړی غواړي د خپلوګټوخوندي کېدوله پاره ځان د هلال تردایرې پورې پرې ورسوي ، نوریې په کیسه کې هم نه دي چې دا خاوره د چاپندازانوپه لاسوکې د هلال تردایرې پورې سلامته اوبشپړه رسېږي او یا ددوی د آسانوترباروتي لتولاندې ټوټې ټوټې کېږي ؟

خوخپله افغانانوپه تېره سیاسیونوته زما دا خواست دئ چې په داسې حال کې دې دوی ټول پریو ه ملي محورسره راټول اوځان ځاني او ملوک الطوائفي دې پرېږدي ، خپل نظام او خپل ملي یووالی دې خپله وساتي ، ملت یې ترشا ملاتړلی ولاړدئ ، ترڅو نړیوال پر دې باندې پوه شي چې دا ملت اودا خاوره لا یتجزا ده . همدلته به زموږ مشروعیت اوقانونیت ته نوره نړۍ سلامي ووهي اوله قانونی اړخونوبه نړۍ د آسیا له همدې زړه څخه سره و تړل شي . هم به زموږ زېرمې خوندي شي اوهم به په چټکۍ سره د خود کفا کېدو پر خوا ګامونه پورته کړو . هو ! له ټولورا پېښو بدمرغیو څخه زموږ د تجات لاره همداده . فاعتبروا یا اولی الابصار

                                                                                             (ستاسو ورور محمد انور ولید)                    

 

 

 


بالا
 
بازگشت