ځانمرګي بریدونه ، فتواګانې ، ډنډورې اونغارې

محمد انورولید : ۱۳۹۶ لمریزکال ـ د مرغومي ۲۸مه

 

 

کله چې د پاکستاني اوافغاني طالبانوترمنځ اختلافونه را پورته شول ، نوپاکستاني طالبانوپه پاکستان کې د شرعي نظام را وستو اعلانونه وکړل ، ځینې وژنې په کې پیل شوې ، خود (آی اس آی) مفتیانود مولانا طاهرپه مشرۍ اود ملا فضل الرحمن اومولانا سیع الحق په ملاتړبیا بله فتوا ورکړه چې : ګواکي په افغانستان کې جهاد روا اوپه پاکستان کې ناروا دئ اوهم یې ترهګروته د ښواوبدونوم ورکړ. ددې فتوا معنا ددوی له نظره داده چې په پاکستان کې د هیرا منډیي د کچنیواود انګریزد (سي بي آر) د قانون او اخلاقي او سیاسي فسادونو پرخلاف چې څوک جنګېږي هغه جهاد په پاکستان کې ناروا ، اوچې د افغانستان د تباهۍ او بربادۍ په خاطرجنګېږي او ځانمرګي بریدونه تر سره کوي ، هغه جهاد او د فدائیانو ځان وژنې روا دي ، ځکه چې هلته ګواکي بهرنیان راغلي دي .

پاکستان د خپلو دغه ډول مفتیانو په فتوا سره په افغانستان کې د ډېرو بېګناه مسلمانانو ژوند ترې واخیست ، ځانمرګو( خرمرګو) ته یې د فدائیانواوواجب الجنت ټکټونه ورکړل ، خود افغانستان پرعام ؤلس اومسلمانوعسکرو، مأمورینو، ډاکټروانو، انجینیرانو،علمأوو، ښوونکو، ماشومانو، لمونځ کوونکواونوروباندې یې دکفارود ملاتړوپه نامه د واجب القتل اودوزخیانوفتوا ورکړه ، چې تردې مهاله یې په لکونوافغان مسلمانان په افغانستان کې په شهادت رسولي . علت یې هم دا دئ چې افغان حکومت د پاکستان د پنجاب شاهي غیرمشروع اونا معقولې غوښتنې نه دي منلې .

پاکستان د افغانستان په وړاندې د خپل منافقانه دریځ اوسیاست له مخې زموږ په هېواد کې خپل سترا تیژیک عُمق لټوي ، په دې معنا چې لرغونی قانوني افغانستان خپله پنځمه صوبه بولي ، د افغانستان هغه اوبه چې پاکستان ته بهېږي د ځان ګڼي ، ځکه چې د پنجاب اوسند ډېرې دښتې ، شاړې اومېرې ټولې د افغانستان اوهندوستان پراوبوژوندۍ اود کښت اوکروندوګُدامونه اوانبارونه یې د افغانستان اوهند د اوبو له برکته ډک دي .

که په افغانستان کې یو روغ مدیریت منځ ته را شي او دا اوبه په منظمه او پرله پسې توګه په خپله خاوره کې مدیرت کړي ، د اوبواوبرښنا تولیدولوبندونه ورغوي او خپلې دښتې تراوبولاندې کړي ، نو پرپاکستان باندې خو دا روزي خپله درېږي ، افغانستان په کورد ننه د خپل تولید څښتن کېږي ، زراعتي سیستمونه یې ماشیني کېږي ، صنعت په کې وده کوي او خپله د خود کفاء کېد وترکچې پورې رسېږي چې پاکستان هېڅکله هم داسې نه غواړي .

 

 

له تېروڅوکا لوراهیسې د مفتیانوپه وطن(پاکستان) کې د جهاداوځانمرګود روا والي او ناروا په اړه ډول ډول فتوا ګانې ورکول کېږي ، خوددوی ددغه ډول فتواګانواصلي مرجع په کې ورکه ده چې دوی له کوم آدرس څخه داسې فتوا ګانې ورکوي ؟ ځکه فتوا خویوه معتبره دیني مرجع غواړي چې د متن ، یا شرحې (قرآن او حدیث) او یا د جمهوروعلمأ ووله اجماع اوقیاس سره په معروفه توګه تړاو ولري . ځکه دا هم سمه او پرځای ده چې معروف عُرف د قرآن او حدیثوله دائرې څخه نه وي وتلی ، په دې معنا چې که چېرته د کومې مسئلې حل په کتاب الله ، او یادآنحضرت (ص) د صِحاحِ سِتّه احادیثو په مُعتبروکتابونوکې ونه موندل شي ، نود اسلامې نړۍ ائمه دین ، یا په بله وینا جمهورعلماء د ستونزې ددیني حل لارې له پاره په خپلوکې سره را ټولېږي ، د هغوی د خپل دیني درایت اوبصیرت د استخراج په رڼا کې ستونزې ته حل لاره مومي چې دغه کارمتقدمینوپخوا ترسره کړی اومتأخرینود هغوی پرپله باندې پل اېښی اود ټولې اسلامي نړۍ متأخرین له همدې درېیومنابعو(متن ، شرحې اواجماع) څخه په ډېراحتیاط سره کاراخلي . خوکه چېرته په یادودری واړوبرخوکې حللاره ونه مومي ، نوبیا د شرعي قیاس اومعروف عُرف له مخې د ستونزې د حل پایله د قیاس له مخې اعلانوي ، ځکه په شریعت کې موږ همدغه څلورمنابع لرو چې همدې پایلې اعلانولو ته د ټولې اسلامي نړۍ په کچه فتوا ویل کېږي .

خوفتواد یوه هېواد ، یا یوې سیمې اویاڅوعادي اوکم علمه کسانوپه خوله نه صحیح کېږي ، شرعي فتواخود ټولې اسلامي نړۍ د جیّدوعلماء ووله شرعي مُستندې پرېکړې سره تړاولري ، اومفتي هم هغه چاته ویل کېږي چې دټولې اسلامي نړۍ د جیّدوعلماء وودیني ملاتړاو صلاحیت ورسره وي ، نود ملا مفتي محمود ، او یا د هغه د بې بندو باره اوبې علمه زوی ملا فضل الرحمن ، یا مولانا سمیع الحق اومولانا طاهرپه څېرسیاسي اواستخباراتي خلک خوفتوا نه شي ورکولی اونه هم د فتوا ورکولوحق لري ، ځکه چې په سیمه کې هغه وخت د مفتي محمود په وړاندې علامه سید ابوالاعلی مودودي اود ملا سمیع الحق ، ملا طاهراوملا فضل الرحمن په وړاندې ددېوبند اونورې اسلامي نړۍ سترسترعلمأ موجودوواودي ، دوی د نړۍ له همدغو شته جیّدوعلماء وو پرته د خپلو استخباراتو په دستورله کوم شرعي سند څخه په خپل ګاونډي افغانستان کې جهاد او ځانمرګي بریدونه روا بللي ، او په خپله له فسق ، فساد او فنتو ډکه د انګریزترقانون لاندې مصنوعي ناروا جغرافیه کې یې جهاد اوځانمرګي بریدونه دواړه ناروا او مردود ګڼلي . په داسې حال کې چې هرسړي ته مفتي هم نه ویل کېږي ، ځکه د اسلام دین اوددې دین شریعت یوه نړیواله الهي برنامه ده چې تطبیق اوعملي کېدل یې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې پرټولومسلمانانوباندې واجب دي .

د پاکستان مفتیانوله کومې ورځې چې انګرېزانودا منحوسه اوچټله جغرافیه په خپل استعماري تېغ ورته را بېله کړې بیا ترنن پورې د خپلې بقاء له پاره له دین څخه ناوړه ګټه پورته کړې ، دین یې یوازې د خپلوګټوله پاره په ډېره بېباکۍ سره په غلطه اوناروا توګه استعمال کړی ، له دین څخه یې د بني اسرائیلوپه څېرچاقوجوړه کړې ، چې نورپه ګېډه کې ورباندې وهي اوخپله بیا بادرنګ ورباندې خوري . بس د جنت اودوزخ ټکټونه او ټاپې یوازې د پاکستاني ملایانو په لاس کې دي چې په ورکولویې څوک دوزخ ته ورباندې لېږي اوڅوک جنت ته .

ترټولوعجیبه یې لا داده چې همغه پاکستاني ملایان کټ مټ د بني اسرائیلوپه څېرد پیسوپه مقابل کې د امام ابوحنیفه د مسلک اودریځ خلاف له خپل حکومت اواستخباراتي سیستمونوسره غاړه غړۍ شوي ، دین اودیني قرائت یې د هغوی په واک اواختیارکې ورکړی ، په دې معنا چې د (آی اس آی) پرشوموپلانونوعملي کېدویې د خپلوخلکو، سیمې اونړۍ د ملاتړپه خاطرپه اصطلاح دیني نوم اېښی اود (آی اس آی)هرشوم پلان عملي کېدل یې د همدغوملایانو په خوله پرعامه پاکستانیانواونورومزدورانوباندې د کاڼي دکرښې په توګه منلی دئ ، خومتأ سفانه چې له سیاست اودیني علم څخه ناخبره خلک بیاد خپلې ناخبرۍ اوبې علمۍ له کبله د ښه اوبد توپیرنه شي کولی او(آی اس آی) چې څه د ملا فضل الرحمن په خوله عواموته ترغوږ ورورسوي سملاسي یې پرته له تعقُله د خپل ځان په بیه مني اوعملي کوي یې .

پاکستاني استخباراتود ملا سوداګروپه خوله د خپلومنافقانه دستورونواوپټ ملاتړپرمټ د شریعت په نامه د خپلې ګېډې د بې بنسټه غیرشرعي ورکړو فتواګانو له مخې له ښکارشویوعوام الناسو څخه خپل برحق خدای ورکړي ژوند هم اخیستی اود خپلو فدائیانوپرژوند اوآخرت باندې یې داسې ناروا معاملې وکړي چې د خپل ځان او ځانمرګود نیا اوآخرت دواړه یې ورتباه اوبرباد کړي دي ، په داسې حال کې چې په ورځ د آخرت به همدغه ډول سیاسي او په اصطلاح دیني معامله ګرمشران د خپل ځان اونوروبې ګناه انسانانود وژلو، اود ځمکې پرمخ د شر، فساد اوفتنوخوروونکي ځواب ورکوي چې د ملتونو ناخبره اوبې علمه بچیانوته د ځانوژنواود نوروبې ګناه خلکو د قتلولوفتوا ګانې او مستقیمې اوغیرمستقیمې قوماندې ورکوي .

د (آی اس آی) په قومانده د پاکستاني ملایانودا نه وروستۍ فتوا ده اونه هم لومړۍ ، ځکه له دې وړاندې دغومصنوعي مفتي زاده ګانوهمداسې ـ اویا دېته ورته نورې فتواګانې هم ورکړې دي . بېلګې په ډول : پاکستان په افغانستان کې یوځل د مجاهینوترمنځ د نفاق اچولوپه خاطرد بنسټپالواوملي ګرائیانوپه نوم پټه فتوا ورکړه او د مجاهدینو د توحید سنګر یې ور ړنګ کړ. بیا یې د هغه شراوفساد پرضد فتوا ورکړه کوم چې په اصطلاح پاکستاني مقاماتوپه لوی لاس د جهاد ، مجاهدینواودجهاد د ارزښتونود بدنامولواوله منځه وړو په خاطریې  خپله زمینه ورته برابره کړې وه ، مجاهدین یې په خپلوکې سره وجنګول ، پوځي ، اقتصادي اود ملي یووالي زور یې ور اوبه کړ، چې وروسته یې د افغاني طالبانو په جامه کې د (آی اس آی) مصنوعي طالبان د خپل تسخیراو نیواک له پاره پرې را خوشې کړل اود افغانستان مرکزي واک یې په سیمه ئیزوملوک الطوائفیوپرې ووېشه ، د افغانستان په هرولایت کې پاچاهي ګردشي جوړه وه اوجهادي ارزښتونه اولاسته راوړنې ټولې په قومي ، ژبني اوسمتي بڼه بدلې شوې .

کابل ته د ننوتو په ورځ خپله یوه پاکستاني صاحب منصب چې په هغه صحنه کې ورسره حاضرؤ ویلي چې : طالبان اود (آی اس آی) مشرجنرال حمید ګل له ملاعمراوڅو نوروجنرالانواوپوځي مشرانو سره یوځای را غلل ، ډاکټرنجیب یې د ملل متحد له دفترڅخه ارګ ته له ځان سره یوؤړاوهلته یې ترې د ډېورنډ د کرښې لاسلیک ، د (څه د پاسه 90) مېلیون ډالرو پانګې اود سرواوسپینو زرود خزانې د مېخزین کیلي ګانې وغوښتې ، خوچې کله د ډاکټر نجیب له منفي غبرګون سره مخ شول اوحمید ګل یې په خپلې ککرۍ سره په داسې حال کې په پزه وواهه اوچپه شوچې لاس یې ترڅټ ورباندې تړلي وو، وروسته یې ډاکټرنجیب وویشت ، دوی ولاړل اود نجیب مړی یې د آریانا په څلورلارې کې د ټرافیکو په غرفه باندې را وځړاوه .

بیا یې همغوطالبانوته د اسامه بن لادن د نه ورسپارلوپه هکله فتوا ورکړه اوطالبان یې نړیوال ایتلاف ته پرشا وټپول ، د طالبانو رژیم اوهغوی ټول یې د نړیوال ائتلاف داورقرباني کړل . بل لورته پاکستان خپله تېره اوونۍاقراروکړچې امریکا اوغرب باید د پاکستان احسان ومني ، ځکه چې پاکستان خپله خاوره نړیوال ائتلاف ته په اختیارکې ورکړه اونړیوال ائتلاف د پاکستان په استخباراتي ملاتړ  (57000) ځلې د پاکستان له خاورې پرافغانستان باندې درنې بمبارۍ کړې دي .

خوچې کله یې له نړیوال ائتلاف سره د خپلې خاورې په واک کې ورکولواواکمالاتي کتارونوپر سر معاملې وکړې ، نوطالبان یې بېرته په قبائلي سیمو کې سره را ټول اوجنګ ته یې وهڅول ، هغو ابله اوسُفله طالبانوته یې بیا بله فتوا ورکړه چې ګواکي ستاسې خاورې ته صلیبیان راغلي ، ستاسې شرعي نظام یې ړنګ کړ، ستاسې ملک یې اشغال کړ، تاسې جهاد وکړۍ او موږله شا درپسې ولاړیو. خودایې ورته ونه ویل چې صلیبیان موږدرواستول اوزموږپه مرسته ستاسې رژیم هغوی درته ړنګ کړاوموږ درباندې خپله معامله وکړه ، ستاسې هېواد موږ ورباندې ړنګ کړ ، ستاسې مشران څه موږ درمړه اوبندیان کړل ، څه موپرامریکایانوباندې وپلورل اوڅه موپه جګړوکې پرامریکایانواود شمال پرملېشوباندې ووژل .

کله چې له تاریخ څخه ناخبره طالبان ښه سم له افغان حکومت اونړیوال ائتلاف سره د پاکستان په دستور په جګړوکې ښکېل شول ، نوددې اورلمن پاکستان ته هم وروغځېدله ، ځکه په افغانستان کې د ناټوعمومي قوماندان له پروېزمشرف نه د سوات ، باجوړاوچترال د سیموغوښتنه وکړه ، خومشرف چې د امریکایي جنرال دا خبره ونه منله ، نوډبرین دورته د پاکستان د بېولواخطاریې ورکړاو مشرف له ډاره دا خبره له رسنیو سره شریکه کړه ، دلال جومات ، مولانا صوفي محمد اوملا فضل الله د جهاد سریال خو له همدې نقطې را پیل شو. بېنظر بوټو یې پرپاکستاني طالبانو باندې ووژله او بیا یې اعلان وکړچې بېنظیر بوټو یې خپلې مور ووژله ، خو داسې نه وه ، ځکه له پاکستاني طالبانو سره د آصف زرداري لاس ؤ اود بېنظیرې زوی بېلاول هم د خپلې مورپه وژلوکې د خپل رسمي پلارآصف زرداري لاس لرل ومنل . خوپاکستان د شمالي وزیرستان له لارې پاکستاني طالبان له حقاني شبکې سره وتړل .

دجنوبې وزیرستان د سیمه ئیزآزاد ژورنالېست (سېلاب مسود) په قول پاکستاني پوځ په شمالي اوجنوبي وزیرستان کې د ځایي متنفذینوپرمرموزووژنواونویوتاڼوجوړولولاس پورې کړچې ټول ټال هغه مهال د شمالي او جنوبي وزیرستان (۵۰۰۰) مشران د پاکستان د پوځ او استخباراتو په لاس په مرموز ډول وژل شوي دي .

کله چې د پاکستاني اوافغاني طالبانوترمنځ اختلافونه را پورته شول ، نوپاکستاني طالبانوپه پاکستان کې د شرعي نظام را وستو اعلانونه وکړل ، ځینې وژنې په کې پیل شوې ، خود (آی اس آی) مفتیانود مولانا طاهرپه مشرۍ اود ملا فضل الرحمن اومولانا سیع الحق په ملاتړبیا بله فتوا ورکړه چې : ګواکي په افغانستان کې جهاد روا اوپه پاکستان کې ناروا دئ اوهم یې ترهګروته د ښواوبدونوم ورکړ. ددې فتوا معنا ددوی له نظره داده چې په پاکستان کې د هیرا منډیي د کچنیواود انګریزد (سي بي آر) د قانون او اخلاقي فساد پرخلاف چې څوک جنګېږي هغه جهاد په پاکستان کې ناروا ، اوچې د افغانستان د تباهۍ او بربادۍ په خاطرجنګېږي او ځانمرګي بریدونه تر سره کوي ، هغه جهاد او د فدائیانو ځان وژنې روا دي ، ځکه چې هلته ګواکي بهرنیان راغلي دي .

پاکستان د خپلو دغه ډول مفتیانو په فتوا سره په افغانستان کې د ډېرو بېګناه مسلمانانو ژوند ترې واخیست ، ځانمرګو( خرمرګو) ته یې د فدائیانواوواجب الجنت ټکټونه ورکړل ، خود افغانستان پرعام ؤلس اومسلمانوعسکرو، مأمورینو، ډاکټروانو، انجینیرانو،علمأوو، ښوونکو، ماشومانو، لمونځ کوونکواونوروباندې یې دکفارود ملاتړپه تورد واجب القتل اودوزخیانوفتوا ورکړه ، چې تردې مهاله یې په لکونوافغان مسلمانان په افغانستان کې په شهادت رسولي . علت یې هم دا دئ چې افغان حکومت د پاکستان د پنجاب شاهي غیرمشروع اونا معقولې غوښتنې نه دي منلې .

پاکستان د افغانستان په وړاندې د خپل منافقانه دریځ اوسیاست له مخې زموږ په هېواد کې خپل سترا تیژیک عُمق لټوي ، په دې معنا چې لرغونی قانوني افغانستان خپله پنځمه صوبه بولي ، د افغانستان هغه اوبه چې پاکستان ته بهېږي د ځان ګڼي ، ځکه چې د پنجاب اوسند ډېرې دښتې ، شاړې اومېرې ټولې د افغانستان اوهندوستان پراوبوژوندۍ اود کښت اوکروندوګُدامونه اوانبارونه یې د افغانستان اوهند د اوبو له برکته ډک دي .

که په افغانستان کې یو روغ مدیریت منځ ته را شي او دا اوبه په منظمه او پرله پسې توګه په خپله خاوره کې مدیرت کړي ، د اوبواوبرښنا تولیدولوبندونه ورغوي او خپلې دښتې تراوبولاندې کړي ، نو پرپاکستان باندې خو دا روزي خپله درېږي ، افغانستان په کورد ننه د خپل تولید څښتن کېږي ، زراعتي سیستمونه یې ماشیني کېږي ، صنعت په کې وده کوي او خپله د خود کفاء کېد وترکچې پورې رسېږي .

 ځکه خوتل په سرحدي سیمو باندې د پاکستان له خوا توغندیزاود کرائیي ترهګرو ځانمرګي او نوربریدونه روان دي ، ترڅو له یوې خوا افغانستان نا امنه کړي ، افغانستان په یادوسیموکې بندونه او پاخه تأ سیسات جوړنه کړي ، پاکستان یې ځنګلونه او قېمتي ډبرې ترې غلاکړي ، د مخدروموادوکښت اوکروندواود مخدوروتوکو قاچاق ته وده په کې ورکړي ، په سرحدي سیموکې پرځان پلورونکوخانانواو ملکانو باندې خپل شناختي پاسونه ووېشي ، د ډېورنډ مردوده کرښه په رسمیت ورباندې و پېژني ، په داسې حال کې چې د ډېورنډ د کرښې رد یا تا ئید د څوځان پلورونکو کسانوواک اواختیارنه دي. پرته له ټکس او محصول ورکولو څخه منځنۍ آسیا ته د خپل تجارت آزاده تجارتي لاره پیدا کړي ، په خپل څنګ کې یې یوضعیف اوکاواکه داسې مصرفي افغانستان موجود وي چې پرته له وارداتوهېڅ ډول کورنی تولید او صادرات ونه لري اوسیاسي تنفس یې یوازې د بې کیفیته پاکستاني وارداتوله دهلېزڅخه ترسره شي ، خوځمکنۍ انرژي اوزېرمې یې ټولې یوازې پاکستان په خپله توره کر غېړنه بډه ووهي . تل یې مشران باید د پاکستان ترقوماندې لاندې وي ترڅو افغانستان د یوې مستعمرې په توګه د خپلو استثماري افدافو له پاره له ځان سره همداسې اسیروساتي .

 اوس چې نړیواله ټولنه د پاکستان پرمنافقانه سیاست اوګېم وهلو باندې پوه شوه او (۱۸۰) درجې نظریې له پاکستان څخه بلې خواته واوښت ، نو دا یوه الهي وهنه ده ، ځکه هغه متل دئ چې وایي : (چاه کن درچاه است .) او شیطانه مرغۍ په دام کې نه نښلي ، خو چې کله ونښلي ، نو په دوو لومو کې بنده پاتې شي . او دا د افغانستان د مظلوم ملت د کونډو ، یتیمانو اوددې سپېڅلې شهید پرورې خاورې له برکته . چې چا دې خاورې ته په سپکه سترګه کتلي ، له هغوڅخه بیا منتقم خدای (ج) خپله انتقام اخیستی ، هغوی یې ړنګ کړي اوهستي یې پرنېستۍ وراړولې ده .

اې د صلیبیانو اصلي مزدورو پاکستانیانو ! تاسو د افغانستان او افغانانو تاریخ وګورۍ ! د اصفهان تاج او تخت ولې د افغانانو لاسته ولوېد ؟ سومنات ولې د افغانانو په لاس دړې وړې شو ؟ ستاسې پلرونو (انګرېزانو) ولې په افغانستان کې ماتې وخوړله او له هغې ماتې وروسته ولې په ټوله نړۍ کې د انګرېزانو له لاسه (300) مستعمرې ووتلې ؟ پخوانی شوروي اتحاد ولې پنځلس ټوتې شو؟ تاسې خو تردې ټولوکوچیني یاستۍ ، په دې منافقتونو، غیرشرعي استخباراتي فتواوواو تخریبکاریوسره د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم دتاسو نه کېږي او نه یې څوک درپرېږدي ، هسې بېځایه په پردۍ خاوره باندې خندقونه مه کیندۍ او مه اغزن تارونه پرې غځوۍ . دا افغانستان دئ ، دا خوڅه مقبوضه کشمیرنه دئ .

اې پاکستانیانو ! ستاسې په دغه ډول ملایانو پسې لمونځ نه دئ روا ، ځکه چې هغوی په ممبرخلکو ته له ځانه د الله آیتونه اود رسول الله (ص) حدیثونه د بني اسرائیلو په څېرتحریف کړي او تحریفوي یې او له بلې خوا بیا په شرابو خوړلواو نورو غیر اخلاقي کارونو باندې اخته دي . نو په داسې خمارو ، بد اخلاقو اودرواغجنو پسې څنګه لمونځ روا کېږي چې هم مضرد جامعې وي ، هم مشهوبالفساد وي او هم مُخل د امنیت او مفسد فی الارض وي ؟ نه ! هېڅکله هم نه ! کوم لمونځونه چې تاسو په هغوی پسې کړي ، بېرته یې له سره وګرځوۍ ! له ننه څخه پنځه کاله مخکې د (سي آی اې ) یوه پخواني مشرخپله وویل چې : امریکې له تېرو(۵۵) کالو را هیسې د پاکستان د اکوړه خټک ، مردان ، شبقدر ، پینډۍ ، لاهور، مُلتان ، کراچۍ اود کوټې د ملا شېراڼي مدرسې په مالي او د نصاب جوړولو په لحاظ د (سي آی اې ) ترڅارنې اونظارت لاندې اکمال کړې دي .

اوس چې د (۱۸۰۰) په شاوخوا کې کوم ملایان په پاکستان کې سره را ټول شوي وو او د ځانمرګو بریدونو د حرام والي فتوا یې ورکړه هغه هم په پاکستان کې ، نودا خو ښکاره خبره ده چې د پاکستانې چارواکو په دستوریې دا کارترسره کړی ، ترڅو د نړي فشارله ځانه پرې را کم کړي ، اوبل دا چې اوس پاکستاني چارواکې او همدغه له (آی اس آی ) سره تړلي ملایان پردې باندې پو هېدلي چې که نن وې یا سبا د پاکستان ملت یې پر ضد را پا څېږي اودغه ځانمرګې بریدونه ، فتوا ګانې ، ډنډورې اونغارې به پردوی باندې پیل کړي ، ځکه دوی خوریښتینی شیخ الحدث مولوي صاحب حسن جان اود هغه په څېرنورعلماء هم په دې خاطر په شهادت ورسول چې په افغانستان کې یې د پاکستان د ناروا مداخلواوجګړو مخالفت وکړ. اوس وېره لري چېرې نه چې سبا پردوی باندې دا خپلې فتواوې څوک عملي کړي . ځکه اوس خو د ادې وارتېرشواو پلارخپل نوبت ته په دوو پښو ولاړدئ

 

 

 

 


بالا
 
بازگشت