ولې افغانستان تل د سیمې اونړۍ د غونډومحوري ټکی دئ ؟

محمد انور ولید : ۱۳۹۶ لمریزکال ، د تلې ۱۵ مه

سام غونډه هرکال د نړۍ د هغوغړوهېوادوله خوا جوړېږي چې موخه یې په نړۍ کې له مصیبت اوجګړوځپلیوهېوادوسره مرسته کول دي ، ترڅوهغوی له راتلونکو فلاکتباره زیانونو څخه خوندي او پرخپلو پښو ودرېږي . څرنګه چې افغانستان هم له همدغه ډول جګړوځپلیوهېوادوڅخه یودئ چې له تېروڅوکلونورا په ایسته د نړۍ د مختلفوخیریه دولتي اونا دولتي مؤسسو له خوا بشري مرستې ورسره وشوې اوکېږي ، خود تېروناسمو مدیریتونوپه شتون کې د یادومرستوفزیکي اړخ تت ، پیکه اوکم رنګه محسوس شوی اوله افغانستان سره نړیوال مرستندویه هېوادونه یې په شک کې غورځولي چې ګني په افغانستان کې ددوی په مرستو باندې څه ډول وبا ګډه شوې چې غږ یې اورېدل کېږي ، خود بیا رغونې څرګ یې نه په کې ترسترګوکېږي ؟

له همدې امله سږ کال موږ په خپله پلازمېنه کابل کې د سام غوندې شاهدان ووچې د روان لمریزکال د تلې په (دوولسمه اودیارلسمه نېټه) د ننه په ارګ کې ترسره شوه . په دې غونډه کې د نړۍ تر(۴۵) زیاتوهېوادواو نادولتي ادارواستازي په دې موخه سره را ټول شوي ووچې معلومه کړي ددوی مرستې د افغانستان پرکوموځایونولګېدلې اوکوم ځایونه ورباندې رغېدلي دي ؟

د یادې غونډې برخه والوله افغان چارواکوڅخه له افغانستان سره ددوی د مرستوددوام په خاطرد شفافیت اوتضمین غوښتنه وکړه ،اود افغانستان جمهوررئیس ښاغلي محمد اشرف غني هم په دې اړه ژمنه ورسره وکړه چې د افغانستان په دولتي بنسټونوکې به د فساد د له منځه وړوپه خاطرروڼتیا اوبدلونونه راولي اوهم یې زیاته کړه چې د افغانستان د امنیت ، سولې او ټیکاو په خاطردې نړیواله ټولنه له افغانستان سره مرسته وکړي ترڅو پرمټ یې په افغانستان کې دائمي سوله راشي .

بلخوا نړیوالې ټولنې هم په افغانستان کې د افغان دولت ترڅنګ په تېروشپاړسوکالوکې یوبل موازي حکومت تشکیل کړی ؤچې ددوی ډېری مرستې دهغوی پرلکسوکورونوکرائیه کولو، موټرورا نیولواونوروپېځایه تلوراتلواوچکروباندې لګېدلې ، د افغانستان پروفېشسنل اوکاري خلک یې د خپلو ډېروعادي حتی بېسواده غیرافغاني خلکو په پرځای په ناڅیزه معاشونوباندې استخدام کړي وو، کارونه به یې پرافغانانو باندې سرته رسول ، امتیازات به یې نورو اخیستل اودوی به د نړۍ په غرب او شرق کې خپلې چکرې وهلې .

اوس خبره داده چې آیا دوی ته دغه له حده زیات مالي امکانات ددوی د خپلو دولتي بودجو څخه ورکول کېدل اوکه له همغه  پیسو څخه چې د همداسې کنفرانسونو له لارې  به یې د افغانستان د بیا رغونې په پلمه را ټولولې ؟

بل لورته جګړوځپلي افغان دولت هم د پردیو تپل شویو جګړو له کبله ځینې نیمګړتیاوې لرلې چې د خپلودغو نیمګړتیاوود لیرې کولوله پاره یې له بده مرغه تراوسه پورې هم کوم مناسب اوپرځای بدیل نه دئ موندلی ، ځکه له یوې خوا دوی د ورپېښو ناخوالو، غمیزو، تخریبونو اوکورني اوبهرني اړدوړله لاسه په ملي کچه د خپل ځان رغولو ته له پېله ترنن پورې چا په قلاره نه دي پرې اېښي ، اوله بله اړخه د بیا رغونې اوشفافیت د شاخېصونوپه وړاندې اوس هم د مافیایي کړیو اواداري فسادهمغه پخواني دلالان د اصلي میراث خوروپه نامه په ځینوحکومتي اداروکې ناست دي ، ځکه د افغانستان په حکومت کې له تېرو شپاړسوکالورا په ایسته واک په خپلوکې سره وېشل شوی اودغه ملي میراث دومره مزه اوخوند ورکړی چې اوس د سولې اصل هم نه مني اود افغانستان د نظام ، خپلواکۍ اوخلکوله دښمنانوسره یوځای تل د خپلوشخصي ګټوپه خاطرد ملي پخلاینې پرضد خنډ ګرځېدلي دي .

هغوی د باګرام د هوایي اډې ددروازې او یا په نورو ولایتونو کې د نورو (پي .آر.ټي .) ګانوله لارې د بیا رغونې د پروژو په نامه په دوهم اودرېیم لاس د حق الجیب د فیصدۍ ترورکولو وروسته له لومړي سره د پروژو په پلمه هم پیسې د مخه را ایستل شوې اوبیا همغه پروژې په درېیم ، څلورم ، پنځم او ‎.... نهم لاس په نوروقراردادیانوباندې پلورل شوې ، وروستيو قراردادیانوبه  بیا همغه پیسې په څونوروبرخوهم په خپلوکې سره ووېشلي چې له سلوڅخه اتمه حصه به یې هم پرموادو را نیولواوکارګروباندې نه لګولې ، اویا خوبه د داخلي قراردادیانو پیسې هم خپله خارجیان خارج ته ترې و تښتولې او پروژه به همداسې ړنګه ویجاړه په سپېره بیابان پرته پاتې شوه ،اویا به د کارتربشپړېدومخکې بېرته له شانه د بې کیفیته موادو د استعمال له کبله خپله تخریب شوه  چې موږ یې ښه بېلګه د کابل د جادو( واټونو) سړکونه ،لارې ، کوڅې اونورې بې کیفیته سترګو لیدلې آبادۍ په ګوته کولی شو چې له تېرو (۱۶) کالو را په ایسته بیا آن ترنن پورې د کابل سړکونه ، ښارګوټي اوجادې په معیاري توګه ونه رغېدل ، په داسې حال کې چې د کابل د ښارد لارواوکوڅوجوړولوپیسې په لسګونوځلې له بهرنیانوڅخه اخیستل شوې ، پروژې یې پیل شوې اوبېرته تخریب شوې ، خوله مسؤولینوڅخه یې هېچا پوښتنه ونه کړه چې دا ولې ؟ له کابل څخه ترکندهارپورې (۵۰۰) کیلو متره دوهمه درجه پوخ ډمبرسړک په اساسي توګه امریکایانوپه دوه نیم سوه میلیونه امریکایي ډالروباندې ورغاوه ، اوله کندهارڅخه ترهرات پورې لومړی درجه سړک روسانوسمنتي جوړکړی ؤ، سره له (۴۰) کلنې جګړې ، بمباریواوماینونوښخېد لوبیا هم تراوسه پورې په ځینوځایونوکې اوس هم همغه (۵۵) کلن سړکونه هماغسې روغ پاتې دئ .خوددې په عکس د تېرو(۱۶) کالو بیا رغونې تر(۶) میاشتو پورې هم دوام نه شي کولی ، دا ولې ؟ ځکه خو په افغانستان کې بیا رغونه بې خونده ، پیکه اوبې کیفیته ده . علت یې دادئ چې په افغانستان کې د مجازاتو او مکافاتو اوغرامت اداري اړخ ډېر ضعیف اوغیر محسوس دئ .

له بلې خواحکومت هم دکلیواوپراختیا ، اقتصاد اوټولګټووزارتونواوښاروالیوچارې د یادوکلونوپه اوږدوکې پرله پسې داسې کسانوته سپارلې چې کورونه به یې په خارج کې اوسېدل او اکثره یې د پخواني حکومت را پاتې میراث دئ چې له یوې خوا به د هغوی د خرڅ اوخراجات چیغې ورپسې وې اوله بل لورې به د یوې تائیدي رائیې ورکولوپه بد ل کې د بندودروازو ترشاپه معاملو باندې د روږدو پارلماني وکیلانود رشوتونو، باج ګیریو ، اجارواوفرمایشي مقرریوزنګونه په غوږوکې ورکړنګول کېدل .

هغه ډول چارواکوخو به خامخا ترملي ګټو خپلو شخصي ګتو ته ډېره ترجېح ورکوله او له هرې ناروا لارې به چې دده د کورنۍ اعاشه اواباته اود څوکۍ رشوت اواجاره پوره کېدله ، له هېڅ ډول غیرقانوني او ناروا کارڅخه به یې مخ نه اړاوه . حکومت به هم له ونډوڅخه جوړؤاوروغ اومسلکې مدیریت ، پلان اوسترا تیژي هم موجوده نه وه . ځکه خو په لویوغونډ‌وکې د افغانستان په پلمه د ډېروسپینوچکونوراوړل داسې وولکه اوبه په غلبېل کې ، چې نه ترافغانستان پورې را ورسېدل ، نه د افغانستان د ملنګانوکچکولونه په پردیوخیراتونوباندې ډک شول ، اونه هم افغانستان د نړیوالوله پوراواحسان بارولوڅخه پرې خلاص شو.

په افغانستان کې شل مېلیونه افغانان بې وسلې شول ، د ملي اردواوملي پولیسوټولې ذخیرې اووسله تونونه د مخه د یوه طرح شوي منظم پټ پلان له مخې له منځه یووړل شول،خوپه بدل کې یې دافغانستان ملي اردواوملي پولیس بېرته په وسلواومهماتوباندې سمبال نه شول . سترعلت یې همداؤ اودئ چې پرافغانانواوافغان چارواکوباندې په افغانستان کې بوخت بهرنیان باورنه لري اووېره یې داده چې ګني افغانان به په لاس ورغلې وسلې بېرته پردوی باندې استعمال اوله افغانستان څخه به یې تش لاس وتوته اړکړي .

د امریکې په مشرۍ ناټوټلوالې لومړی له انګرېزانوڅخه د الفباء سبق زده کړ، بیا یې په ډېراحتیاط سره په افغانستان اوسیمه کې د خپلودیپلوماتیکو، بشردوستانه اوپوځي اړیکود بېړۍ لنګرواچاوه . دوی ګام په ګام د انګرېزانودهمغه پخوانیو ترخو تجربو سبق اواوسني پدرانه نصیحتونه په افغانستان کې دفتر په دفتراو پوسته په پوسته له ځان سره د ډبر لیک په توګه ګرځوي . ځکه خویې بې وسلې اوبې واکه مجبورافغانستان د سیمې د پنځواتوم لرونکوهېوادوترمنځ همداسې مړژواندی یرغمل له ځان سره ساتلی .

نو د یوې یا دووهلیکوپتروپه ورکولوسره د خپل کوردفاع څنګه کېدای شي ؟ په داسې حال کې چې د افغانستان له ړنګوپولوڅخه هره ورځ له شپږواړخونودترورېزم اومافیایي ډلګیوسونامې اوسېلابونه زموږهېواد ته راروان دي .اودا زمینه سازي بهرنیانوته د مجاهدینوله واکمنۍ څخه بیا آن تردری کاله وړاندې واکمنیوپورې په لوی لاس برابره شوېده چې اوس یې نه له لاسوهنې لاس په سرکېږي اونه یې بشپړواک ته پرېږدي .

بهرنیان کله د افغانستان پوځي واک په خپل لاس کې واخلي ، خپلسري عملیات تر سره کوي او یوازې په افغانستان کې یې خپلو بمباریوته زورپرې ورکړی چې قربانیان یې تل بېګناه افغانان اوافغان عسکردي ، په داسې حال کې چې دترورېزم اصلي ځایونه،ځالې ، د ټرېنېنګ ، تمویل اوتجهیزمرکزونه اوحامیان یې ښه ورمعلوم دي ، خوځانونه یې ناګاره ، غوږونه یې کاڼه اوسترګې یې پرې پټې نیولې دي . کله بیا داواک د بلک واټرپه څېرپردیوملېشوته وروسپاري ، اوکله هم په افغانستان کې اربکیان اود بدنامې سابقې لرونکې کورنۍ ملېشې را ته جوړوي ، خوافغان ملي پوځ اوافغان ملي پولیس په اغېزمنو وسلو او مهماتو نه سمبالوي ، زموږله مصنوعي ګاونډي پاکستان څخه هېچا داپوښتنه ونه کړه چې د افغانستان پنځه سوه روغې جنګي الوتکې اوچورلکې اوهمدا رازڅلورزره زغره وال ټانکونه اوپه مېلیونونوسپکې اودرنې وسلې دې د چا په دستور، د چا په لاس ، د څه له پاره ټولې ، غلا اوکباړکړې ؟ ولې د افغانستان ملي اردو ړنګه او د مسلکي پوځیانو او جنرالانو ځای بېسواده کلینرانو ډکم کړ؟هغه لاسته راوړنې خو زموږ د قهرمان ملت د دوه مېلیونه ځاني او په میلیاردونو ډالرومالي قرباینو ثمره وه چې په نه شتون کې یې همدا اوس هره ورځ زموږ په خاوره باندې د ځمکې اوهوا له لارې تېري روان دي او زموږ ملي اردو او ملي پولیس د پردیومزدوروډلګیوپه لاس قرباني کېږي اوپه شهادت رسېږي.

یونیم خائن به هم د ملي اردواوملي پولیسوپه لیکوکې شتون ولري ، خو په افغانستان کې یوه پېښه لاختمه شوې نه وي چې افغانان او افغان دولت د سیمې د ګاونډیانو یا نړیوالې ټولنې له خوا پربله پېښه اوښتي وي ، ملي اردواوملي پولیس به د جنګې لوازموله کمي اوکاستي سره هم مخ وي ، خوپه ملي اردواوملي پولیسوکې د خائنانودغه ډول شتون اود جنګې مهماتوکمی د ټولې ملي اردواوملي پولیسوپه بدنامۍ باندې دلالت نه کوي . ځکه زموږ په ملي اردواوملي پولیسوکې د ژمنتیا اوصدا قت ترڅنګ د خود ارادیت اودقربانۍ حس لا ژوندی دئ اوهېڅکله هم ددښمن سازشونواومعاملوته غاړه نه ږدي .        

د ډونالډ ټرامپ له واکمنۍ راپه ایسته ایله یوه میاشت وړاندې د افغانستان په اړه د امریکې د ظاهري سترا تیژۍ څرک ولګېد ، خوزموږد هېواد له پاره ددوی د پټې سترا تيژۍ په اړه یې کېدای شي یوازې برتانوي واکمن او پاکستان خبروي . ځکه له یوې خوا یې دلته په افغانستان کې د سام غونډه جوړه کړه اوافغانستان ته یې په کې مشروط ډاډ ورکړچې ګواکي اداري فساد به په اداروکې له منځه وړي اود افغانستان ملي وحدت حکومت به په خپلو ادارو کې روڼتیا راولي ، ترڅوزموږ مرستې په افغانستان کې پرځای ولګېږي . دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د کلیدي پستواو زعامت له پاره پخوا خلک په بل ځای کې غوره کېدل .

هغه متل دئ چې وایي : (( ږیره زما ، او واک یې د ملا .)) موږ وایوچې د فساد سرغوټې له همدې ځایونوڅخه پیل شوې دي . ځکه پخوا ټاکنې اوغوراوي دلته په افغانستان کې د لیاقت ، درایت ، بصیرت ، پوهاوي ، تجربې ، ریښتیني تخصص اود ملت د متن اوبطن پربنیاد نه ـ بلکي د جوړجاړي ، ونډو، سمت ، ژبې اووراثت پربنسټ ترسره شوې دي ، خوپه نوره نړۍ کې به د ټاکنواوګومارنو کیسه بیا بل ډول وه چې موږ هم دې توپیرخورا په اندېښنه کې اچولي یو .

په کابل کې له سام غونډې جوړېدووروسته د پاکستان د پوځ د مشرجنرال قمرجاوید باجوه راتګ کابل ته اود هغه له لوري له یوې خوا افغان ؤلسمشرته د پاکستان له خوادهمکاریوژمنې اوبلنه اوبلې خوا نه د پاکستان د طالبانو اوداعش له لوري پرکابل هوایي ډګراوسرحدي سیموباندي توغندیزبریدونه ، یوه طرف ته د پاکستان له خوا د کرښې کوزه غاړه پښتون ځپل اود پنجاب پرضد د لراوبروپښتنود بېرته سره یوموټی کېدونارې سورې اوبل لورته په افغانستان کې د امریکې د جنګي ماشین ورانوونکي فعالیتونه اوړندې بمبارۍ ، یوه خوادافغانستان د بیا رغولواوټیکاونغارې ډنګول اوبل پلودامریکې د دوولوړپوړوپوځي اوسیاسي چارواکوورتګ اسلام آباد ته چې کېدای شي د پاکستان له منګولو څخه د یوې امریکایي اوکاناډایي جوړې د را خلاصولواود انس حقاني پرسرد تبادلې یا نغدي معاملې له پاره ورغلي وي ، هغه کاناډایي او امریکایي جوړه چې پنځه کاله له پاکستان سره بندیان وواو په پایله کې هم په پاکستان کې وموندل شول ، خو پاکستان دا ادعا کوله چې دا جوړه په افغانستان کې ده ، کټ مټ لکه د اسامه بن لادن ظهورپه پاکستان کې .

یوې خواته په عمان کې د افغانستان د سولې خبرې اوبلخوا د طالبانود مشرملا هبت الله په لاس د هلمند په موسی کلا کې له داعش سره د افغانستان د پوځ پرضد د ائتلاف جوړول ټول هغه څه دي چې پاکستان ، امریکا اوانګلیس دری واړه د لراوبروپښتنود سره یوموټی کېدواود افغان حکومت د ملي یووالي له هلوځلواو روغ مدیریت څخه په وېره کې دي اوهڅه یې داده چې دا ملي یووالی باید له منځه یوسي . ځکه چې دلته بیا په افغانستان کې دامریکایانود شتون له پاره هېڅ کومه بله پلمه نه پاتې کېږي ، له افغانانو څخه د انګرېزانوغچ اخیستنه نیمګړې پاتې کېږي او په افغانستان کې د روغ پلانیزه مدیریت ددوام په صورت کې پاکستان د افغانستان د اوبو له نعمت او د خپل سترا تژیک عمق د خوب له تعبیر څخه محرومېږي .

دوی ټولو په ګډه د لوی افغانستان د سره پاشلو پلان جوړکړی چې له مخې یې د افغانستان رسمي مدیریت خوار، زاراومحتاج وساتي،ترڅودخپلوپیداوارواومالیاتوپه راټولولوکې پاتې راشي، دخپلوځمکنیوزېرموراایستلو وس  ورسره نه وي ، د خپلواوبومهار

کولومدیریت ونه شي کولی ، د سوداګریزوسیستمونوخپلواکه اراده یې ورختمه کړي ، د نظام مشروعیت یې ترسوال لاندې راولي ، د کورني تولید او صادراتو دروازې ورباندې وتړي او پردیو بې کیفیته وارداتي توکو را نیولوته یې اړاومجبورکړي ، هېڅکله د خپلواکو ټاکنود سرته رسېد و وس یې نه وي ، دومره یې کاواکه اوضعیف کړي چې د ګاونډ یوهېوادواومافیایي کړیودلاسوهنې د مخنیوي او دخپل ملي یووالي د راوستو جوګه نه وي .

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د شته ننګونوترڅنګ دا مهال د نورو رغنده لاروچاروامکانات هم وجود لري اوهغه داچې افغانان لله الحمد همدا اوس دخپل هېواد په کچه ستره مبتکره مردمي قوه ، خپلې کورنۍ شتمنۍ اود هغوی د په کاراچولوامکانات په لاس کې لري ، که چېرته افغانان د زړه په اخلاص د ټولوکورنیو، سیمه ئیزواونړیوالوتوطئو پرخلاف په خپلوکې یوبل ته لاسونه سره ورکړي اوپه خپله رغنده کاري ، ریښتیني ، متخصص اود فساد اومافیایي کړیوضد داسې مدیریت جوړولوته اوږه ورکړي چې له ملي اودیني ارزښتونوڅخه پرته د قوم ، ژبې ، ګوند ، سمت ،ائډئولوژۍ اوخود کُش اوبېګانه پروریوپه نامه هېڅ ډول اغېزپه هغوکې نه وي ، نوبیا کېدای شي چې د یوې بشپړې ملي هستې او زړي جوړېدواو فعالولو په صورت کې خپلې ملي ګټې خوندي او د افغانانو له اوږو څخه د تل له پاره د اسارت اوغلامې ژغ ښکته کړي ، د سیمې او نړۍ هېوادونه د افغانستان بشپړې دوامداره بیا رغونې ته د هغوی د بالاعوض مرستو په صورت کې را مات کړي ، بیا به هېڅکله هم افغانستان نورد سیمې او نړۍ د دغه ډول مشروطوغونډو محوري ټکی نه وي .

هو! بیا به افغانان د نورو شرطونو منلو ته غاړه نه ږدي ، بلکې نوره نړۍ به د بشري معاملاتوددوام او ټینګښت له پاره  د افغانانوشرطونه مني . اوپایله به یې همدا وي چې د افغانستان خاوره ، نظام اوخلک به په حقوقي لحاظ په ټوله سیمه اونړۍ کې هوسا ، بسیا ، ژوندي اوخوندي پاتې وي ، هېڅوک به یې بیا پرحقوقوباندې د ظلم اوتېري کولوخوبونه نه ویني اوپه ټولو بشردوستانه اړیکواو معاملاتوکې به یې نوم ځلانده اوفعالیت به یې ژوندی اوحقیقي بڼه ولري .

                                            د یوه آرام ، سوکاله ، هوسا ، بسیا ، یوموټی خپلواک افغانستان او تلپاتې سولې په هیله .

 

 


بالا
 
بازگشت