عبدالرووف لیوال

 

دسلطان پرضدلاریون

څو ورځې دمخه د هندوستان په جیپور (ګلابی) ښار کې د سلطان علاءوالدین د فلم پرضد سلګونو راجپوتانو له تاوتریخوالی نه ډک لاریون وکړ، لاریون کوونکو غوښتل چې د فلم سناریوله سره ړنګه او د افلم نندارې ته وړاندې نشی، سره له دې چې دا فلم په ډیر لوی لګښت او کړاونو جوړ شوی.

د بالیوود د نړۍ شهکار( سلطان علاءوالدین) فلم :

د فلم اصلی داستان دسلطان علاءوالدین خیلجی مینتوب په یوه راجپوتي ډیرې ښکلې نجلۍ چې (رانی پادما واتی ) نومیږی، راڅرخی ـ سلطان علاوالدین په دې نجلۍ زړه بایلی او تروسه هڅه کوی چې خپله یې کړی، خو په آخر کې نجلۍ ځان اور ته غورځوی او همالته ستی شی، د دې مینې او کیسې په هکله په څوارلسمه پیړۍ کې مالک محمد غیاثی، شعری ټولګه لیکی چې له مینځ پانګې نه یې د فلم د سناریو په جوړولو کې هم کار اخیستل کیږی.

د فلم مرکزی کریکټر (سنجی لیلا بهان سالی ) چې د ښایسه (رانی پادما) د سلطان د مینې په رول کې راڅرګندیږی چې له همدې امله د لاریون کوونکو له تاوتریخوالی سره مخامخ شوه، په فلم کې د سلطان علاوالدین ترهګریز رول (رانویرسنګ) لوبوی، لاریون کوونکی د (رانویرسنګ) رول د پاکستانی اجمل قصاب (د بمبی دچاودنې تورن) او د حافظ ترهګر د بریدونوپه څیر غندي او وایی چې د دې فلم ښودنه، ترهګرۍ په دود بدلولای شی.

سلطان علاوالدین څوک وو؟

 سلطان علاوالدین خیلجی ، په هندوستان کې دخیلجیانو دپیراړوند مسلمان پا چا تیرشوی، او هغه مهال چې دده تره سلطان جلال الدین خیلجی په معزالدین کیقباد باندې  بری وموند په کال۱۲۹۰زیږدیزپه هند کې دسلطنت په ګدۍ کیناست او دامیر تزک په نوم یې په۱۳۰۳زیږدیز کال د(چتور) کلا له (راتن سنګ ) نه ونیوله او سوبمن شو، سلطان علاوالدین د خپل دتره له لور (ملکه جهان) سره لا پخوا واده کړی وو.

د اسلامی سلاطینو ظلم په هندوستان کې:

د اسلاطین په د وډلو ویشلای شو:

الف: افغان پاچاهان، لکه سلطان محمود غزنوی، شیرشاه سوری، لودیان (ابراهیم لودی، سکندر لودی، غوریان لکه سلطان غیاث الدین غوری او سلطان شهاب الدین غوری او بالاخره ستر امپراتور احمد شاه بابا.

ب : مغول: دمغولی پا چا هانوپیر چې له پنځلسمې پیړۍ تر اتلسمې زیږدیزې پیړې پورې رسی هم په دوبرخو لکه داورنګ زیب پا چاهی دظلم دوره اوبل کلتوری اولرغونی پیر لکه بابرشاه – همایون شاه – شاه جهان اونور .

ظلم د څه لپاره: پښتانه وایی ( چې خورې یې نوپه خندا يې خوره ) خوشحال خټک له همدې مغولو دومره کرکه درلوده چې خپل وصیت کې یې ویلی وو چې ما هلته ښخ کړی چې حتی د مغولو د آس د پښو ګرد (دوړه ) زما د قبر خواته را نه شی دبایزید روشان مبارزه خو څه کوی، په هر صورت له مطلب نه لرې نه ځو، د هند دنیمې وچې خلک ډیری نرم خلک او افغانانو سره سخته مینه لری، خوددې پاچاهانو له کړنو نه سر ټکوی ، د ډیلی ښار په زړه کې ډیر ښکلی اولوی بڼ د ( لودی ګاردن) په نوم ښیرازه دی، چې ددې بڼ په مینځ کې دابراهیم لودی مقبره هم شته ، خوله بده مرغه هیڅ پاملرنه نه ورته کیږی اولامل یې هم دافغان پاچا هانو له تاو تریخوالی ډک چلند بلل کیږی – خوهمایون ټامپ ، قطب منار ، تاج محل اونورو مغولی آثارو ته سخته پاملرنه کیږی.

له دې سره باید ووایو چې دخیلجی پا چاهانو چلند هم افغان پاچاهانو ته ورته ګڼل کیږی خو له نیکمرغه ښه شوه چې ددې فلم سناریودلاریونکوونکو له خواد پاکستانی اجمل قصاب او حافظ دکړنو په څیر وبلل شوه .

سرچینې : اندیا تودې  اوspeakingtree.in

 عبدالرووف لیوال .

 

 

 

 


بالا
 
بازگشت