عبدالرووف لیوال

 

ټرته! شاته واچوه لغت

داهغه قومانده وه چې دهرات دصرافی مارکیټ ددلګی بولندوی دهرات دصرافانوداتحادیې مشر ته په جګ آواز قطعه تقدیم کړه (ټرته ! شاته واچوه لغت ).

دافغان با شهامته اردودامیرشیرعلی خان له پیرنه زرین تاریخ درلود ،چې داتلولۍ له حماسو ډک وو ، خو له بد مرغه دا میړنی ځواک په۱۳۷۱م کال دپاکستان په نغوته اودمجاهدینود ناپوهی اوسوډرتوب له کبله راوپرځید اونړید.

دافغانستان اتل اردو څلوراصولنامې (نظامنامې ) درلودې :

دانظباط اوقراول اصولنامه ، دجمع نظام اصولنامه ، دداخله خدماتواصولنامه اوسفربری .

چې وروسته دافغانستان دحرب ددیوان په منظورۍ دقانون حیثیت پیداله ولسی جرګې وروسته پاچا توشیح کړ .

په یوه قطعه کې هزاره ، ازبک ، پښتون او تاجک له یوې قروانې نه راټول په خوند یې دخوړنځی له میز نه راتاو ، ټوکې اوټکالو سره یی یوځای ډوډۍ خوړله ، په سنګر کې یې دیوبل پرپرهرونو پټۍ لګولې .

هزاره اوترکمن ورورپه پښتو قومانده په ډیره سختی پوهیده او په اول سر کې به یې ویل :

(هموزغدر موفموم که ،سلاح ازمه آتې حسین علی یه ) ماناداچې حسین علی دده زوی وو اوسلاح دماندینې(ناموس) حثیت ورته درلود ، راشه اوس یې ګوره چې نیمایی ټوپک اوتیل په طالبانو خرڅیږی .

په هرصورت هغه خبر چې هیڅ افغان ته دمنلووړ نه ده ، هغه دې باشهامته اردو ته په سپک نظر کتل دی .

خودهرات دصرافی بازار ددلګی قومندان په غوړه مالۍ سره ددې اردو په ضوابطو ریشخند وهلی اودڅوروپیو په خاطر یې ځان صراف ته ګونډه اوزموږ ملی اردو ته یې سپکاوی کړی ، هیله ده چې سزاورته ورکړل شی تر څوبل څوک داسې کار ونه کړی .

عبدالرووف لیوال .

 

 

 


بالا
 
بازگشت