په خوله روژه ورک شهید ، یتیم ماشومان اود افغانانواختر

محمد انور ولید : ۱۳۹۶ لمریزکال ـ د چنګاښ لومړۍ نېټه

د افغانستان مسلمان ملت یوداسې ملت دئ چې د اسلام راوړلولرغونتوب یې (۱۴۰۰) کالونوته رسېږي .اوبرصغیر(د لوی هندوستان لویې وچې ) ته همدغوافغانانود اسلام مبارک دین رسولی . سلطان محمود غزنوي ، داتا ګنج بخش ، میرویس نیکه اوشاه محمود ، لوی احمد شاه بابا اوشاه زمان ، حسن ابدال اونورافغانان یې سترې نمونې دي چې له برکته یې د آسیا سوئل ختیزې خواته نن آن ترمالیزیا اواندونیزیا پورې ، لوېدیځ ته ترمشهد اونېشاپورپورې ، اومنځنۍ آسیا ته د قفقاذ ترسردرو پورې د اسلام د مبارک دین لمن پراخه شوې اونن یې له امله (۱۱۰۰۰۰۰۰۰) مسلمانان په یادو سیمو کې د تو حید کلمه  وایي . خوتاریخي لرغونتوب یې تر(۵۰۰۰) کالوهم وراوړي .

تراعرابووروسته د آسیا ډېروبرخوته د اسلام دین خپله افغانانورسولی دئ . په سوئلي آسیا کې د شرک اوبت پرستۍ لومړني بتان هم افغانانومات کړي اود منځنۍ آسیا د الحاد اوبې د ینۍ دروازې هم افغانانو وردړې وړې کړې دي . د اسلام پنځه اوصول ( کلمه ، لمونځ ، روژه ، زکات اوحج ) هم ترنورولومړی افغانانوعملاً پرځان منلي اوعملي کړي دي . دا په دې معنا چې افغانان په اسلام راوړلو کې هم ترنورولومړیتوب لري اوپه اداري اوسیاسي چوکاټ کې ترنورولرغونتوب لري .

د اسلام درېیم رکن ( روژه ) هغه بدني عبادت دئ چې د افغانستان اونورې نړۍ مسلمانان یې په خورا اخلاص اوښه نیت سره پرځای کوي . افغانان هرکال دالله تعالی دغه فرض په ټولوحواسوکنټرولولوسره ځکه اداء کوي چې د افغانانوایمان ددوی په زړونوکې ځای نیولی دئ . افغانان په لاس او ژبه چاته زیان نه رسوي . افغانان تل د حقُ الله اوحقوق العبادوترمنځ تعادل برقرارساتي . افغانان نه خپل ځان وژني اونه نور، ځکه چې افغانان پردې پوه دي چې دوی ته اسلام د دوی د خپل ځان اونورود وژلواجازه نه ده ورکړې .

له همدې امله د افغانانودیني ائمه ووهېڅکه هم حتی په نورو مشکوکومسلمانوهېوادوکې هم جهاد روا نه دئ بللی اونه یې د هغو هېوادو بې علمه تنکي ځوانان ځان وژنواوځانمرګي بریدونوته هڅولي دي . نه یې پرمسلمانونو باندې خپلې دروازې تړلې دي اونه یې څوک په خپأله خاوره کې ربړولی اوتعذیب کړي دي . بلکې خپله ډوډۍ یې که څه هم په خپله خود کفاء نه دي ، له نوروسره د خپل خدای ورکړی افغاني غیرت اوایماني مکلفیت له مخې شریکه کړې ده .

افغانان نه چاته توطئه جوړوي اونه کومه پلمه ، بلکې د ژوند په ټولواموروکې د اسلام سپېڅلي دین ، وضعي دستوراونړیوالومقررو، کګنونسیونونواونورمونوته په عادلانه توګه پابند اوژمن دي . افغانانونه د چا کوروران کړی ، نه یې د چا سړک ، پل ، پلچک او بندونه ورته وران کړي ، نه یې د چا عالم ، معلم ، ډاکټر، متعلم ، حکومتي مأمور، ناموس اوماشوم وروژلی ، نه یې په جومات او تکیه خانوکې دعبا د ت پرمهال څوک وژلي ، نه یې د چا پرخاوره تېری اوډله ئیزبریدونه کړي، خوله خپل ځان څخه دفاع ددوی خپل خدای ورکړی قانوني حق دئ . د کلسا پاپ په افغانستان کې دغه پردۍ جګړې اود افغانانونا حقه وژني ناروا ګڼي ، خود افغانستان د ګاونډیانوملا نماګان یې د خپلو استخباراتي فتواګانوله مخې روا بولي ، په داسې حال کې چې فساد ، فتنې ، لواطتونه ، زناوې ، اونورې لا دینۍ په خپله همدوی کې ډېرې دي چې په اصل کې جهادپرهمد وی باندې روا دي .

 پاکستان زموږ په خاوره کې له موږ څخه دغلاکړیوخامو یورانیموکنجاړې واچولې ، چې ددوی پردغه جنایت سره به د هغه ځای خاوره د هغه ځای له ټولو ژوندیو موجوداتو( انسان ، حیوان اونبات ) سره تر( ۲۵۰۰ ) الی(۵۰۰۰ ) کالو پورې جنګېږي ، یعنې هلته به انسان، حیوان اونبات ټول ترهمد وره کالو پورې ناقص الاعضاء وي . همداسې روسانواونوروایتلافي ځواکونوهم په افغانستان کې څه کمی ونه کړ، هرچا په خپل نوبت په افغانستان کې خپل کېمیاوي،بیولوژیکي اوذروي وسلې وآزمویلې . ډېری افغانان یې شهیدان ، ښځې یې کونډې اواولادونه یې یتیمان اوبې سرپرسته کړل .

ددوی هرموټربم اومادربم که هغه د ځمکې له لارې استعمال شوی یا د هوا له لارې ددوی بشپړ اخترؤ، خود افغانانوله پاره هره لحظه تل پاتې دغم ، اوښکواوجنازوویراوماتم دئ . په افغانستان کې ائتلافي ځواکونه هم لګیا دي افغانان وژني اوخپلې وسلې استعمالوي اوګاونډیان هم د بهرنیانو په پوره مالي اوپوځي ملاتړپه افغانستان کې د ترورېزم پروژې رهبري کوي اوپرمخ یې وړي . د افغانستان حکومت که لږ مثبت خواته د کوم ملي ګام پورته کولوتشه اراده وکړي ، نوبیا امنیت ورته ګډوډ کړي اوافغان حکومت خپلوغوښتنوعملي کېدوته اړکړي .تاسووګورۍ تېر کال د هوا شناسۍ بم ، له هغه لږ وړاندې د شاه شهید بم ، ورپسې پرریاست ده باندې د موټربم حمله ،بیا د سر دار محمد داؤد خان پر روغتون د پلان شوې حملې برید ، بیا پرشاهین قول اردو باندې برید ، او په دې وروستیو کې د ذنبق څلورلارې کې د موټربم چاودنه اود ځینو سفارتونو لمسونې ټول هغه څه دي چې افغانان اوافغان حکومت دواړه یې دغم په ټغرباندې کښېنولي دي .

دازموږدګاونډیانوروژه،داهم دائتلافي ځواکونوله افغانستانه ملاتړاوداله پاکستان سره دټالیب اوټرېرېزم په پلمه په میلیاردونوډالرمرستې ؟؟؟ !!!.......

دا څنګه روژه او دا څنګه اختردئ چې څوک پکې بوتلې په سر اړوي ، څوک په کې جشنونه کوي ، خو په افغانستان کې هره ورځ یا جنازې دي ، یا د خپل شهید سرته د هغه پنډه خېلخانه ولاړه وي ، څوک په خپل مړه جسد پسې لا لهانده او سرګردانه ګرځي ،څو ک د پوډرو په خماراو نشه کې غرق دي ، اوڅوک د خپل شهید پلار، زوی اولادرکه خاوند د راتلو په تمه شپې ورځې شمېري او یتیمه لورکۍ او ماشوم بچي ته د اخترد جامو راوړلو په تمه تسلیت ورکوي چې ګواکې په خوله روژه اولادرکه شهید یې یتیم ماشوم ته د اختر جامې راوړي ، خو خبرنه دي چې د افغانستان او دین دښمنانو هغه داسې سره پیل کړې چې شهید به د قیامت په ورځ له خپل یتیم ، خپلې کونډې اوخپلو خپلوانو سره ګوري . الله دې نورزموږ ملت ټول په ګنډلي ګرېوان له دغې سیمه ئیزواونړیوالوفتنو اوتوطئو څخه خلاص کړي ، آمین ثم آمین .           

  

     


بالا
 
بازگشت