محمداقا کوچی

 

د ايران ولس مشر حسن روحاني ته  

 

ټولو روڼ اندو سياسي ملي دموکراتو گوندونو مدني خوځښختونو افغان ولس تېره ورځ دايران د مشر حسن روحاني وېنا اودافغان خاوری دطبعي شتمنيواو پرمختگ خپله له دښمنې او کنې ډکه وړاند وينه اولاس وهنه په ډاگه کړه؟

حسن روحاني په ډانگپيلي توگه لوی غونډې کې وويل  موږ دافغانستان داوبو بندونه چی دکمال خان بند، د کجکي بند دسلما بند او نور جوړ کړي يا يې جوړوي بی تفاوته نه شو پاته کيدلای.

ايران  جمع پاکستان او يو شمېر نور تل په دی تورن دي چی دوی دافغان خاوری طبعي شتمنيو لکه اوبه ،ځنگولونه، معدنونه او نور دخپلو هيوادو د پرمختگ لپاره وکاروي او افغان ولس تل په خپلو مينځو کې په يو نوم او بل نوم وجنگوي يو شمېر خپل اجنټان او غلامان کړي په اصطلاح اوبه خړې کړي او ماهيان ونيسي،دافغان ولس اوسني حاکميت او سياسيونو ته پکار ده چی د ايران او نورو گاونډيو هيوادونو چی زموږ له طبعي شتمنيو گټه اخلي اود ملکيت دعوا يې کوي په کله رښتني ځواب ور کړي،ولسونه ددی شاهدي ور کوي چی ايران او پاکستان دافغان خاوری ارضي تمايت او خپلواکې سره دشمني لري .

په تيرو څو لسيزو کې دايران ښکاره لاس وهنې نور د منلو وړ نه دي پاکستان او ايران زموږ د خاوری دښمنان وسلوال وي روزنه ور کوي مرستی ور سره کوي تر څو ددی هيواد ولس په نامنه سيمه بدل کړي اوبه، طبعي ځنگولونه معدنونه دوی چور اود خپل هيواد په پرمختگ کې ور څخه استفاده وکړي د کنړ، خوگېاڼو پکتېا  ځنگلونه څه شول ستا قميتي ډبری چيری اود چا په نوم په بهرنيو بازارونو کې پلورل کيږي؟ ستا د اوبو نه په کرهڼه او څښاک کې کوم هيوادونه گټه اخلي ؟چی اوس تاته د اوبو دبند جوړولو اجازه هم نه درکوي ځکه که موږ خپلې اوبه کنټرول کړو بريښنا توليد کړو شاړې ځمکې خړوب کړو ځنگلونه او معدنونه خپل کړو دا هيواد به ژر يو صادارتي هيواد شي دوارداتو پر ځای به هرډول صادرات ولرو  دا بيا د گاونډيانو لپاره د منلو وړ نه دي.

کله چی دايران سره د محمد ظاهرخان په وخت کې د هلمند رود داوبو دويش جوجاړي کيدلو او دا مسله دوخت پارلمان ته وړاندی شوه ددی هېواد وتلو مبارزينو روڼ اندو هم په پارلمان اوهم ټول هيواد کې د مظاهرو په ترځ کې په کلکو ټکو  دا تړون وغندلو ځکه دخپلو طبعي منابعو ويشل او بل ته ورکول د ملي خيانت په ما نا دي او وو.

اوس په لنډو ټکو وايم چی ټول سياسي گوندونه او ملي شخصيتونه په دا ډول ملي مسلو کې بايد چپ پاته نه شي اود ايران او بل  هرهيواد چی زموږ د ملي شتمنيو دعوا کوي يا دافغان ولس دپرمختگ مخنيوی کوي بايد ټول په يوه پراخه جبهه کې راټول اود خپل هيواد پر وړاندی ددی ډول دشمنانه ځرگندونو  کلک مخالفت وکړي او هيچا ته ايجا زه ور نکړي چی نور ددی هيواه د طبعي شتمنيو نه گټه پورته کړي د هيواد په داخل کې هغه غلام صفته اودبل گوډاگيانو ته پر خوله داسی ځپېړه ورکړي چی دنورو دعبرت لامل شي.

محمد اقا کوچي

2010705

 

 

  


بالا
 
بازگشت