دامریکا دمتحده ایالاتو او جرمنی ترمینځ سیاسی کړکیچ او دکابل غمیزه

نصیراحمد( څپاند)

د ۲۰۱۴کال د جولای د میاشتې په یولسمه نیټه دالمان حکومت په جرمنی کی میشت د سې اي ای مهم جاسوس ته له جرمنی څخه د وتلو غوښتنه وکړه . په غبرګون کې د جولای په دولسمه نیټه دامریکا حکومت په دې اړوند خپل ژورخپګان وښودلو . همدارنګه د جولای په دیارلسمه نیته  دالمان مشهورې ورځپاڼې بیل خبرورکړو چی  دالمان  په وزارتونو کی دلسو نه زیات جاسوسان ځاې پرځاې شوي دي . ميرکل په ايټاليا کې د جي ـ ۷ سرمشریزي او د ناټو په غونډه کې له ولسمشر ترمپ سره تر ليدنې وروسته له امريکا سره د اړيکو په هلکه مايوسي څرګنده کړه . په دغو غونډو کېې ترمپ له اروپايي شريکانو سره پر ګنو موضوعاتو د نظر اختلاف وښود چی د دواړو هیوادونو تر مینځ اړیکې کړکیچن شول او بې باوري یي رامینځ ته کړه.

په امریکا  کې دولشمشری ټاکنې او د جمهور ریس په توګه د ښاغلې ترمپ دانتخابیدلو څخه وروسته د ښاغلی د غه افرطی سیاست او کړنی  لکه د امریکې څخه د مسلمانانو شړل ، د مکسیکو سره د دیوال  جوړول ، د اوو مسلمانو هیوادونو په  وګړو امریکې ته دراتللو بندیزونو نه یوازی دامریکی د ولسونو اوخلکو  دناراضی کېدو سبب شو ل بلکه د ناتو دمتحدینو دخپګان سبب هم وګرځیدل . د امریکې سره د بریتانیا ، فرانسې او د جرمنې هیوادونو په اړیکو کې سوړوالی او ناباوري را مینځ ته شوه او سیمه یي د بې ثباتئۍ سره مخ کړه  د ترمپ دانتخابیدلو نه وروسته د هغه سیاست ته په کتو دجرمنې لومړی وزیري انګیلا میرکل ویلې ؤ چی جرمنی نور د اروپا ، بریتانیا او امریکا پوري تړلی نه شي پاتې کیدلی . له دوي سره د اړیکو دوام مهم دی ، خو اروپایی ټولنه باید په   وددرول خپلو پښو ودرول شي .  نوموړې دغه څرګندونې وروسته ترهغه کړي ، کله چی  دامریکا ولسمشر ډونلډ ترمپ د پاریس 2015  کال د هوکړی پر پنسټ د اقلیمی بدلون په تړاو د اوو هیوادونو سرمشریزه کی شوي هوکړي ته ځان ژمن ونه باله .همدارنګه دمونشن ښار یو انتخاباتې غونډې ته ، دی ته ورته خبره کړي اوویلي دي چی هغه وختونه چې مونږپه پشپړه توګه په نورو اتکا کوله اوس تر یوه حده پاې ته رسیدلي دي . نو په همدې سبب دا ویللی شم  چی مونږاروپایان باید خپل برخه لیک په خپل لاس کی واخلو. د ترمپ له خوا په بروکسل کې په جرمنې باندې دناټو ددفاعی لګښتونو د پلان دناکامۍ او ددې هیواد له خوا بهرته په زیات شمیر د موټرو د صادرولو انتقاد هم دوې ترمینځ داړیکو دکړکیچن کیدلو سبب شول.

ترمپ ته د ميرکل د مخالف کانديد شولڅ ځواب

د آلمان د سوسيال ديموکرات ګوند (ايس پي دي) مشر او په راتلونکو ټاکنو کې صدراعظمۍ ته کانديد مارتين شولڅ هم د ميرکل د څرګندونو په تقليد پر اروپا د زياتي همکارۍ غږ وکړ. شولڅ وويل: «اروپا یې ځواب دی.» یعني پر ټولو محاذونو د اروپا جوخته او ژوره همکاري ترمپ ته يو ښه ځواب دی. شولڅ چې د ۲۰۱۲ تر ۲۰۱۷ م کال پورې یې د اروپا په پارلمان کې کار کړی ، وويل چې اروپا بايد له ترمپ سره د چلند له پاره پریکړه نه ده کړي.

ښاغلی مارتین شولتزهم ای ار ډی ARD تلویزیون ته  په مرکه کې وویل چې اروپایي هیوادونه باید تربل هروخت دټرمپ دچلند په نسبت له یو بل سره تودې اړیکي ولری . همدارنګه ده  دا هم وویل چې ترمپ دده په خبره  دیو مستبد رهبر په توګه چلند کوي او غواړي چې نورتوهین کړي .  همداراز ترمپ اروپا ته خپل سفر بریالي بللی او ویلې يي ؤ چې کارونه ستونزمن خو نتیجې یي زیاتې وي .

همدارنګه دجرمنې په ریګنبرګ پوهنتون کی دټرانس اتلنټیک اړیکو کارپو ستیفن بیرلینګ واشنګټن پوست ته ویلې چې داروپا او امریکا ترمینځ په ګډواومشترکو ارزښتونو باور ، دده په خبره د ټرمپ ارادې زیانمن کړي . اروپایانوانتظاردرلودلو چې ترمپ به نرم دریځ غوره کړي او د جې 7 هیوادونو درناوی به وساتې ، خو ترمپ برعکس عمل وکړو. هغه وایي چې ترمپ داسی چلند کوي  چې ګواکې  اوس هم  په انتخاباتې  کمپاین کې دی.  همداراز د کډوالو په نړیوال کنفرانس کې د جرمني د بهرنیو چارو وزیر ګابریل د امریکا د ولسمشر ټرمپ سیاست د غربې نړۍ د ګټو پر وړاندې ترتوندو نیوکې لاندې راوست. ګابریل زیاته کړه چې امریکا د عربستان سره د ستر نظامې قرارد په لاسلیکولو وښوده چی ټرمپ په نړۍ کې جګړه غواړي او د اروپا د امنیت له پاره د امریکا اوسنی سیاست غیر متوازن دی . د ه زیاته کړه چې امریکا نور خپل ارزښت دلاسه ورکړی او د امریکا ځای به نور خلک ونیسی چې مراد یي چینایان وه. نن کابل کې د جرمنې سفارت مخې ته ستره چاوده وشوه چې د سفارت ودانۍ یې تر ډیره خرابه کړي او ورته یي ښودله چې مونږدا کار هم کولای شو. مانا دا چی لوی قدرتونه خپل حریف ته په جنګي ژبه یا د نیابتي جګړې پر مټ جواب ورکوي . اوس دابرید جرمنې ته اخطارهم دی چی  له خپلی  شړی سره پښې  وغځوي .

د کابل له بریده یو ساعت وروسته دجرمنی لومړی وزیری مېرمن میرکل وویل «تروریزم پر موږ ټولو حملې کوي؛ که هغه مانچسیتر وي یا برلین، پاریس وي که استانبول، سن پیترزبورګ وي او یا نن کابل مېرکل وویل«نن موږ په ټوله نړۍ کې په دې بوږنده او خواشینوونکو شېبو کې یوموټی یوو د جرمني صدراعظمې د کابل د چاودنې د قربانیانو له کورنیو سره غمرازي او خواخوږي څرګنده کړه، او ژمنه یې وکړه«موږ به د تروریزم پر ضد جګړې ته دوام ورکړو او جګړه به وګټو

په نتیجه کی ویلی شو چی  د المان او واشنګیتن ترمینځ د اوږد مهاله او لنډ مهاله اقتصادی ګټو په ګرداب کی زمونږ هېواد پریوتی دی او زمونږ هیواد تل د زبرځواکونو دسیالیو ، هغه که سیاسی  یا افتصادی وی قریانی شوی دی . اوسنې برید هم زمونږ هیوادوالوته د سر او مال په زیان تمام شوی او امریکا په یوغشی څو ښکارونه وکړل ، دوی  زمونږ په پلازمینه کی مهمه دیپلماتیکه ساحه ددی پلان له پاره غوره کړه  یانې دوي المان ،امارت ، ترکییې او ایران ته ګوت څنډنه وکړه.

ماحذونه

دالملن مشهور ورځپاڼه بیلد

دترمپ دتویتر پانه

دمرکل ډمونشن دښار دغونډی وینا

آی ار ډی تلویزیون سره دښاغلی مارتن مرکه

همدارنګه دجرمنی په ریګنبرګ پوهنتون کی دټرانس اتلنټیک اړیکو کارپو ستیفن بیرلینګ  سره دواشنګټن پوست مرکه

بی بی سی پښتو

په ایټالیا داوو جی د سرمشریزه غونډه ته دمیرکل وینا

 

 

 


بالا
 
بازگشت