عبدالقیوم

 

د سیاسي نهضتوبهیر په افغانستان کي

Political Movements in Afghanistan

 

( ۳۳ ) برخه:

جمعیت خراسان:

  د دې سازمان ذکر ما بل ځای نه دئ لید لۍ، یوازي دغلام د ستګیر پنجشېري د ظهوراو زوال حزب دموکراتیک خلق افغانستان کتاب په۱۳۱ص کي دابیان راغلۍ دئ. چي د شمالي ولایتو څو ځوانانو په۱۳۳۱ هـ، ش کي د کابل په بابر بڼ کي غونډه و کړه. د مستبد حکومت او ځان غوښتنکو د سیاست په وړاندي ئې د مبارزې په منظور د یوه تشکیل، او هدف لرونکي حزب خښته کېښودل.

  چي د نورو حزبو په شان دغه جمیعت هم وخپل هدف ته ونه رسېدئ. د دې جمیعت اساس اېښودونکي دا لاندي شخصیتونه وه:  رضوان قل تمنا، وکیل کیلدي، محمدطاهر بدخشي، عبدالحکیم مجاهد مزاری، غلام رسول سینايي، سلام تاشقرغانی، داکتربرنااصفي د دې سازمان د جوړېدو مشوقین ابوالخیرخیري، نظرمحمد نوا او خال محمد خسته هم وه.

  “ زړه ته رانږدې ملګری قیوم! د نوي کال له مبارکۍ وروسته. زه ستا پرله پسې لیکنې په مینه لولم. خواشینۍ یم چي په هره برخه څه نشم لیکلای. ستا لیکني اورا ټولوني په افغانستان کي د سیاسي سازماني خوځښتونو بشپړ تاریخ ته ډیرد پام وړ څه ورکوي. ځما لپاره د ځانګړې توجه وړ دي. خو هغه څه چي په دې وروستۍ برخه کي د خراسان د جمعیت په هکله راغلي ما په خپلو څېړنو کي هیڅکله هم د خراسان د جمعیت په نوم څه ونه موندل.

  د طاهر بدخشي په هکله هم باید ووایم چي هم زما د شخصي پېژندګلوۍ له مخې او هم د هغه د خپاره شوي ژوند لیک له مخې داسي نه ښکاري چي هغه دي د خراسان د نامعلوم جمعیت په جوړښت کي ونډه ولري. زه د بابر په بڼ کي د دغه جمعیت په جوړېدو هم باوري نه یم او داسي راته ښکاري چي دا د هغو کسانو یوه جوړه شوې خبره ده چي په دې راوروسته کلونو کي ېې د جمعیت خراسان یا حزب خراسان په نوم څه راجوړ او تګ لاره ېې هم په آریایی ویبپاڼه کي تر اوسه شتون لري.

  که مې نه وي غلطه کړي طاهر بدخشی په ۱۳۳۶هـ ش کال کي له حبیبې لیسې فارغ شو او د جمعیت خراسان د بنسټ اېښودلو نیټه ۱۳۳۱ هـ ش  ښودل کېږي د دې مانا دا ده چي بدخشي د په نهم ټولګي کي د یوه سیاسي سازمان له بنسټ اېښو دونکو څخه وي. دا خبره ډیره د منلو نه ده. د طاهر بدخشی په ژوند لیک کي ویل کېږي چي هغه په ۱۳۳۱کې د« سازمان آبادي خواهان میهن» په نوم د یوه سازمان ډبره کیښوده. دا به سخته وي چي یوه سړي په یوه کال کي هم د یوه سازمان ډبره ایښي وي او هم د یوه بل سازمان د جوړېدو په مشرتابه کي ځای ولري.

  هغه څه چي په نظر محمد نوا، مولانا خسته ، ابوالخیر خیري ، ابوالفدا او نورو پورې اړه لري د لومړیو دوو په هکله داشیبه زه څه نه لرم خو د ابوالخیر خیري او ابوالفدا په هکله چي د دویم نوم نه دئ راغلئ باید ووایم چي دغو دوو تنو د وزیر محمد ګل خان مهمند پر خلاف په مزار او فاریاب کي د جنبش مغولیه په نوم یو څه را جوړ کړل دوی په خټه هم تاجیک نه دي چي له خراسان سره کومه تاریخي مینه ولري. که یو وخت مې روغتیا د کار توان راکړدا څه به پوره روښانه کړم څو په تاریخ جعل ور ونه تپل شي”.

  زما ګران استاده حصین صاحب ځولۍ ځولۍ سلامونه او د نوي کال مبارکي مي ومنه، ستاسي له میني، اخلاص او دوستۍ څخه خوښ یم، دا چي زما لیکني ګورې دا ماته د خوښئ خبره ده. پاته سول د” جمعیت خراسان” خبره، ستاسي انتقاد مي پر سر سترګو قبول کړئ. ما هم یوځل بیا پاڼي سره واړه ولې. څو د ښاغلي اکا د میسن غلام د ستګېر” پنجشېري” په کتاب “ ظهور و زوال” چي په ۱۳۷۷کال په پیښاور کي چاپ سوی دئ هلته په ۱۳۱صفحه کي مي د “ جمعیت خراسان” په باب دغه بیان پیداکړئ او ممکن ما له هغه کتابه څخه دغه مطلب را اخیستۍ وي.

 

 

+++++++++++++++++++

 

(۳۲) برخه

داتحاد حزب یا (اتحاد سري)

  د خسروشاهي د لیکني له مخي د حزب ارشاد (اتحادسری) اولنۍ خښته د سیداسمعیل بلخي له خوا کښیښوول سوه نوموړۍ د بلخ د ولایت په مرکز مزار ي شریفي  کي اوسېدئ. نوموړئ  یو روحاني شخص وو. د وخت د حکومت ضد روحیه ئې لرل. د خپلو کوښښو په نتیجه کي د ولایت د پولیسو د مشرقوماندان خواجه محمد نعیم سره اړیکي پیداکوي. دواړه موافقې ته رسېږي چي د دې استبدادي حکومت ضد باید لاس په کار سوو.

  د دوی په باور هیڅ ریفورم او اصلاح په هیواد کي نسي راتلای ترڅو نوموړې بد بخته کورنۍ د (ناد ر کورنۍ) حاکمه وي. نو یي د یوه نظامي عمل پواسط د دې کورنۍ د منځه وړلوته مخه کړل.

  په پټه ئې څه خلګ سره برابر کړل. غوښتل ئې چي لومړی د ۱۳۲۹ هـ، ش کال په سهار څه وخت چي صد راعظم شا محمود خان د بزګرو په عنعنوي مېله کي د ګډون لپاره حاضرسي، دوی به صدراعظم شاه محمود به وژني، تر هغه وروسته به د د همزنګ محبس چي د بزګرو د عنعنوي مېلې ځای ته نژدې وو، هغه به ما توي او پا چهي به نسي. د پلان تر عملي کولو مخکي صد راعظم ته د دوی د پلان خبر رسېږي، هغه و چي دوی ټول بندیان کیږي. په دې ډول دا حرکت هم خاموش کیږي. غبار۳۶۰ص.

  مګرغلام د ستګېر پنجشېری د ظهوراو زوال په۱۳۱ص کي داسمعیل بلخي نقش د دې  سازمان او پلان په جوړه ونه کي کمزوری ښيي داسي لیکي:  ژباړه” د دې ناکام اقدام هغه ملي، مذهبي او مسلکي مخکښو اعضاوو ته په کتو سره دا حقیقت ثابتوي چي د دې عمل منتظیم به  هم خواجه محمد نعیم وي “

  پردې حزب او حرکت هم شاهي کورنۍ غښتلې کېږي ټول نیسي بندي کوي ئې او حزب هم نور فعالیت ونه کړي. خسروشاهي په ډیر ټنګار سره لیکي چي د دغه حزب اساس ۱۳۲۲یا۱۳۲۳ هـ، ش کال کي اېښودل سوی دئ، سیداسماعیل بلخي ئې رهبر، سید علي ګوهر، غوربندي، سروراقالولنحي، خواجه نعیم، محمداسلم، عبدالطیف، ډاکتراسدالله، سکند ر، مظفر، ګاوسوار، عبدالغیاث او خورا ډیر نور د هغوئ د همکارانو په حیث را پېژنی.

صدایی عوام:

  داهم یوه جرېده وه چي د عوامو د جمیعت په نوم د څونفرو لخوانشرېدل چي په ۱۳۴۷ هـ، ش کي ئې په فعالیت شروع وکړل. کوم مشخص او غښتلې تګ لاره ئې نه لرل. د عبدالکریم فرزان، معصومه عصمتی وردګ او عبدالقیوم وردګ د خوائي کار پر مختلی. لږوخت وچلیده.

مترقی دموکراتیک حزب مساوات:

  دا حزب د ښاغلي محمدهاشم میوندوال له خوا په کابل کي د محمد ظاهرشاه د حکومت پر محال په ۱۹۶۷ م یعني په ۱۳۴۶ هـ، ش کي جوړسوئ دئ. د مساوات په نوم اخبار چي پوهاند اکادمیسن علامه عبدالشکور رشاد یی مسوول مدېر وو. دوی هم وطن ته د کار کولو ارزو لرل، سره د دوی د ډېرتلاښه وه ئې نسوای کولای د هیواد په ځوانانو کي نفوذ وکړي،. سردار محمد داود خان د مساوات د حزب سره سرسخته د ښمني کول هغه وو چي بلاخره سردار محمد داود خان پردې بریالۍ سو  چي ښاغلۍ محمد هاشم میوندوال د ګودتا په تور بندي او په نا ځوان مردانه شکل هغه د خپلو ملګرو سره وه وا ژه.

د ښاغلئ میوندوال تر وژلو وروسته د مساوات دمترقي دموکراتیک ګوند د رهبرۍ د پاته دغړو روحیه کمزوری سول کرار کرا هر یوه ئې خپله لاره و نیول او ولاړل.

 

 

------------------------

(حزب ملي (کلوپ ملی )

یا سرکاري حزب

( ۳۱) برخه

     په ۱۳۴۳ هـ، ش کال کي؛ لوی جرګې تر لس ورځنیو ناستو وروسته اساسي قانون تصو یب کړ. په هغه کي د مطبوعاتو د ازادۍ او سیاسي احزابو د جوړېدو ذکر راغلۍ وه. لا اساسي قانون توشیح سوی نه وو چي یو شمېر فعالو روڼ اندو د اخبارونو اجازه په لاس راوړل د هغه په چاپ کولو او وېشلو یې شروع وکړل حتا د سیاسي احزابو په جوړولو یې هم لاس پوري کړئ. د افغان روڼ اندو داسي علاقه، تنده، مینه، له مطبوعاتوو، نشراتواو په سیاست کي ونډي اخیستلو سره شاهي کورنۍ سخته و ډا رول. دا هغه زمانه وه چي د باندنی نړۍ په ښکاره توګه پر دو برخو تقسېم وو.

۱ـ سوسیالیستي، دموکراتیک او د هغوی طرفدار هیوادونه وه.

۲— پانګواله (سرمایه داري) ، مېراثي شاهي او دیکتاتور هیوادونه او د هغوی تر نفوذ یا اثرلاندي هیوادونه وه.

    د نړۍ د دغو نظامونو او یا نظامي سیستمونو تر منځ وېش یوازي د حکومتونود شکلی جوړښتونو توپیر نه وه، او نه دا هیوادونه د مذهب او دین له مخي سره یو او جلا وه، بلکي په ژوره توګه هر یو یې د یوه ځانګړي اقتصادي سیستم لرونکي وه. هلته د ثروت د (ګټو او وېش) خبره وه، نو ځکه یې دوی سره ویشلي وه د دوی هرڅه یو د بل په تقابل کي قرار لاره. د دوی دغه تفاوت، دوی دې ته اړ کړي وه چي هر یو د خپل توان تر حده د وروسته پاته هیوادونو په ټولو چارو په خاصه (اقتصادي او سیاسي ) برخوکي لاس وهني وکړي.

    د بله لوري د وړو هیوادونو دولتونو او سیاسي حلقو هم نسوای کولاي چي په یوازي سره بېله هیڅ شانته اړیکو لرو دي ژوندي پاته سي، نو په افغانستان کي هم هر نوي خوځښت چي ظهورکاوه، په طبعي توګه هغوی به له یوه د دغو پورته یاد کړل سوو سیستمونو د تجاریبو څخه ګټه اخیستل د هغو په رڼا کي به یې قدم پورته کاوه. هغه وو چي په خپله ټولنه کي دوی دراستي او چپي اړخه ګوندونو په نومونو و نومول سول.

 

     ټولو هغو ګوندونو چي د خپل هیواد ترقی، پرمختګ او بد لون ته یې لمړي توب ورکاوه، هغوی ځانونه دموکرات بلل مګر مقابل لوري دوی د چپو او کمونستانو په نوم تخریبول، یا به یی د هغوی د نفوذ د مخنیوي او کمزوري ساتلو په غرض هم شکله ګوندونه ورته را جوړول، چي خلګو لاره ورکه کړي. او یا یې د دین، مذهب په پوښ کي پیچلي داسي ګوندونه او تنظیمونه جوړول څو د بادارو او واکدارو د ګټو په دفاع کي و دریږي، زموږ په ټولنه کي تاسو هر څه په سترګو ولیدل.

   هغو چي پاکه مبارزه کول، د یوې داسي ټولني جوړېد لوته ئې لاره هوارول چي په هغه کي یو انسان و بل انسان ته دغلام او مزدور په سترګه نه، بلکي د خپل ورور په سترګه و ګوري. خود مقابل لوري له خوا به دوی په کفر تورن کېدل. سره له دې چي دغه شعار یو اسلامي شعار وو. نو ازاد مطبوعات هغه وو چي د حکومتي مطبوعاتو په اړخ کي یې خپروني لرلې او پر ورځني، سیاسي، اقتصادي، فرهنګ او ټولنیزو مسئلو سر بېره یې د دولت پرچارواکو انتقادونه کول، په واقیعیت کي دازادو مطبوعاتو هري جرېدې د یوې سیاسي ډلي د ژبي حیثیت لاره.

   شاهي کورنۍ د دوی نشرات نه سوای زغملای، هغه وه چي سردار محمد داودخان دا ټول نشرات یو په بل پسي بند، مسئولین او پلویان یې زندانو ته واچول. خپل یو ګوند یې د ملي کلوپ په نوم را و اېستۍ. دغه حرکت محمد صدیق فرهنګ د کلوپ ملي په نوم، غلام محمد غبارد حزب ملي په نوم او محمدابراهیم عطایئ یې هم په کلوپ ملي سره معرفي کوي. د درو واړو خبره یوه ده، درې واړه لیکي:  کله چي د ویښوزلمیانو د حزب مخي ته پاچا (محمد ظاهر) او صد راعظم ( شامحمود) و درېدل، د سیاسي فعالیت حق ئې ورسلب کړئ، 

   د دا نورو را غوړېدلو جرېدو، اخبارونه او ګوندونه او د هغوی د سیاسي فعالیتونو مخه (سردار محمد داود) خان ونیول. دا هغه کلونه دې چي په هلمند ولایت امریکایي کمپنۍ د کجګي پر بند جوړولو کار کاوه، د هلمند پر مرکز لشګر کاه ښهر باندي امریکا یانو کار کاوه، د کابل او کندهار سړک یې جوړوی، روسان په بلخ، شبرغان کي پر کود برق او تفحصاتو، او جلا اباد کي د زیتونو پر فارم باندي کارونه کول، له کندهاره تر هرات او تور غنډي پر سړک په کار لګیاوه. چینایان په پروان کي د کانال او بند په جوړېدو، المانیان په پکتیا ولایت کي، فرانسویان په ټول افغانستان کندني او پلټني کولې.

   په دې وخت کي د شاهي کورنۍ اصلي وارثینو(انګریزان) او عربي هیوادونو د خپلو ټنبلو همکارانو غلطیو ته متوجې سول، چي په هیواد کي د ټولو روڼ اندو ټکول، بندي کول د اخبارونو نه شتون هغو افغانستان ته له شرقي او غربي هیوادونو څخه راغلو کاګرو او سیاسي نماینده ګیو ته خوند نه ور کوي. د دوی په کم فکرچي بهرنیان تېر باسي، چي په دې هیواد کي سیاست او سیاسي فعالیتونه سته، یوه داسي کمزوري کار ته یې لاس واچاوه. هغه داسي چي شاهی کورنۍ خپل یو شمېر کمزي ماهرین لکه:  سردارمحمد داوو د خان، سردارنعیم خان، مجید زابلی، سردارفیض محمد خان زکریا او علی محمد خان بد خشانی دوی وګمارل چي خپل ځوانان مصروف وساتی او بهرنیان تېرسي..

  سردارمحمد داوو د خان چي په دغه وخت کي د ملي د فاع وزیز او د کورنیو چارو وزارت سر ګروپ هم وو د دغه حزب( ملي کلوپ) مشرې په خپله کوله. او د څو نورو په حکومت کي شا میلوغټو چوکیو لرونکو سړو پرلاس یې دغه حزب را جوړکړی. دا چي ولس یې په جوړه ونه کښی برخه نه لرل ویې نه سوای کولای په خلګو کي ځای پیداکړي.

  ښاغلئ غلام د ستګېر پنجشېری په دې باب په خپل کتا ب ظهور و زوال حزب دموکراتیک خلق په۱۱۹ص کي لیکی: شمس الدین خان مجروح ازطریق صدای امریکا و پروګرام تاریخ شفاهی قرن بیستم (بي بي سي) ، در سال ۱۹۹۸م بوضاحت کامل اعتراف کرد که اورهبرکلوپ ملي بو ده است.

څنګه چي سردارمحمد داوو د خان د صدارت چوکۍ ترلاسه کړل، نور د حزب کلوپ ملي یا حزب ملي او از چپ سو. باورنه لرم چي د ملي کلوپ مشری دی سردارمحمد داود خان بل چا ته خوشي کړې وي. ځکه سردارمحمد داود خان داسي شخصیت نه وو چي د بل تر مشرۍ لاندي دي په کوم حزب او حرکت کي ولاړ او ملګرۍ سوئ وای. سردار محمد داود خان یو کم سواده مغرور، ځان خوښونکی شهزاده وه.

 

 

قبلی

 


بالا
 
بازگشت