عبدالرووف لیوال

 

نړۍ دنا ورین په لور

دانترکتیکا په تریلنونوټنوکنګل دویلیدا له وجهې راوښویدل .

دټول لوکزامبورک دهیواد د وچې په اندازه دکنګل دوه غبرګې سترې ټوټې دانترکتیکا له کنګل څخه راجلا او د( ویدل ) سمندرګی په لور رارهی شوې .

دابه دانترکتیکا دکنګلیزې وچې لس سلنه دیخ برخه وی ، چې دانترکتیکا دکنګلیزې وچې نه را جلا کیږی او په سمندرګی کې دلامبوسره به داوبو دڅپو د۶۰مترو لوړوالی لامل شی – چې سونامی ګانې به مینځ ته راوړی .

دچاپیریال ساتنې پوهان وایی که دالړۍ همداسې دوام ومومی ، کیدای شی څولسیزې وروسته دتودوخې په خاطر دځمکې ځینې برخې دانسان دژوند کولو وړ نه وی .

په ۲۰۰۰م زیږیزکال کې هم د۵۸۰۰کیلومترومربع په کچه دکنګل لویه تخته دانترکتیکا د(روز) له سترې برخې راجلا شوې وه چې دکنګل نه دتختو دجلاشوې لسمې لویې تختې ریکارد یې ټینګ کړی وو.

داسترې تختې دسږ زیږدیز کال دمې میاشتې له ۲۵ مې تر ۳۱مې ورو،ورو راجلا او  سمندرګی ته د لاهو کیدو په لور رهی شوې .

 دا په داسې حال کې ده چې دونالد ترمپ لااوس هم  دپاریس دچاپیریال ساتنې د( ګلخانه یی) ګازو په هکله کنوانسیون ته غاړه نه ږدی .

درسنیزو ګونګوسو له مخې دامریکې د(ناسا)خلایی مرکز لسګونه ځوان مریان (غلامان)   دانسان دژوند دآزمیښت په خاطرسرې سیارې (مریخ ) ته لیږلی ، تر څو په مځکه کې دلوړې تودوخې له امله که سالنډی رامنځ ته شی ، بډای امریکایان سرې سیارې ته کډه کړی .

دآخرپرګراف په استثنا -  سرچینې : EnvironmentMagazine، ګاردین او ګلوبل ریسرچ

 

 

 

 


بالا
 
بازگشت