عبدالرووف لیوال

 

چخپیت ولس اوداستایوفسکی

نامتولیکوال داستایوفسکی دخپلواکۍ په هکله داسې لیکی :

((دخپلواکی چت دولس دفکری روښانتیا دچت له لوړوالی سره سیده اړیکه لری مانا داچې دلوړباهمته ولس ،دخپلواکی چت هم لوړ وی ))

په هغه ټولنه کې چې دهمت اوالواک (تفکر) ونه ټیټه وی ، نوورسره دخپلواکی چت هم ټیټ بریښی .

که دخپلواکی چت ټیټ وی ، نوددنګواوسرلوړوکسانوسرونه دومره له چت سره ونښلی چې په پای کې دادنګ اوسترخلک له منځه ولاړ شی لکه خدای بخښلی ډاکتر نجیب .

ځینې وخت دنګ خلک دځان دپایښت لپاره دومره خپل ځان کړوپ کړی چې کونګری ترې جوړ شی لکه زموږتنظیمی مشران ، او هغه مهال بیا چتونه ښکته اولاهم پرله پسې راټیټ شی او که ګورې ولس داسې چخپیت شی چې بیا نشی کولای پورته شی لکه زموږاوسنی ولس.

دخوشیو او مرداری غوباړي :

زموږدوطن په بدیاووکې یووړوکی ژوی ګرځی را ګرځی ، بې ادبی دې معاف وی هغه ته دې ( دخوشیو اوغو....) غوباړی وایی ، داځناورمرداری راټولوی اویو غونډوسکی ترې جوړ کړی اوداغونډوسکی بیا داسې رغړوی چې سریې ښکته اوپښې یې پورته په غونډوسکی ور تکیه کړی وی اوټیل وهی یې ، سخت مردارخواریکښ دی لکه دموږتنظیمی مشران ، داژوی فکر کوی چې دامرداری به ژمی ته زیرمه کړم اوبیا به دڅوری په شان ترې ګټه اخلم ، خوخبر نه وی چې دمنی سیلۍ به، دی اودهغه مردار غونډوسکی په یو سړه شپیلۍ پوه پناه کړی .

اې خدای مو خوار کړه ! ځان نه ولې دخوشیوغوباړی جوړوی ، دولت موسخا کړ ، بس ده .

بی غیرته دولت اودهغه ځګیروی !

چیرته چې چادونه وشی او خلک په وینو کې ولمبیږی ، بیانو ولسمشر وایی (زه داعمل په سختو ټکو غندم اوبیا کریغه کړی : دشمن زبوووووون دی! )

اجرایه رییس [این عمل وحشیانه را باالفاظ رکیک تقبیح نموده وبرای شهدا جنت فردوس میخواهم ، دشمن آرمان خودرابه ګور خواهد برد ]– خو دی خبر نه دی چې د ښمن دخپل ځانمرګی برید په بدل کې ځان ته ښکلی ګور غواړی اودهغه ارمان ګوردی .

دحج واوقافو وزیراودعلما وشورا  (( ولله ! انتحار در اسلام حرام مطلق است ))

پارلمان : موږامنیتی چارواکی را غواړو او دپردې تر شا به ددې چاودونو په هکله ورسره وپسنیږو اوبیا به دتل په څیر ...........

خدای مودرپه در کړه ! ولس په وینو کې غرق دی اوتاسې ژاولې زدویی – امریکا اوپاکستان درنه نانځکه جوړه او نڅوی مو لږ راویښ شی – څه شول هغه ستاسو دهمکاری اوامنیتی تړونونه – پی آر ټی ګانې څه شوې ؟

ولس یواځې دقربانی پسه غوندې خپل قصاب ته رڼې ، رڼې ګوری او تاسې هم خپلې چړچې کوی

عبدالرووف لیوال

 

 


بالا
 
بازگشت