عبدالرووف لیوال

 

هغه ورځ چې دسپین غرپه لمن تندرولوید

هغه ورځ چې آسمایی ژړل

هغه ورځ چې دشیردراوزې له څوکې

دشاخ برمتی خواته کریغه شوه

داسانده سلطان صاحب ته ورسوه!

دسلطان صاحب ورږ ځیږه شول،ویې ویل

آه ! زه ونړیدم !

داځواک ماسره نشته چې جنوب ته

داناولې کریغه ورسوم.

نودسپین غرپه لمن تندرولوید

دتوردښمن سپینې داړې وتخنیدې

اوکابل په تور تم کې لاهو شو.

عبدالرووف لیوال  / دتلې ښپږمه / هریوا

سلطانصاحب : هغه غردی چې په لمن کې یې دمس عینک (ستوپې ) پرتې دی

 

 

 


بالا
 
بازگشت