ښخه څوک ده ؟

محمد انور ولید : ۱۳۹۶ لمریز کال ـ د لیندۍ ۲۶ مه

مېرمن یا ښځه د خپل خاوند ، اوخاوند د خپلې مېرمنې یا ښځې جامه او پرده ده ، یعنې خاوند په خپله ښځه ، او ښځه په خپل خاوند باندې پټه ده . یا يه بله وینا : ښځه اوخاوند یود بل لباس دي . دا زما خبره نه ده ، دا د عالمونو د رب (ج) خبره ده . ښځه مورده . ښځه خورده ، ښځه نیا ده ، ښځه لورده ، ښځه ترورده . ښځه توړۍ ده ، ښځه لمسۍ ده . ښځه مېرمن ده . ښځه د انساني ټولنې هغه ځواک ده چې په یوه لاس زانګو زنګوي او په بل لاس نړۍ ، ځکه همدا ښځه ده چې تر آدم (ع) راوروسته یې ټول پیغمران ، نبیان ، ائېمه دین اوحقیقي مشران د بشپړې انساني معاشرې د لارښوونې له پاره په خپله غېږ کې روزلي اوسالمه روزنه اوپالنه یې ورکړې ده .

د ابوالبشرد ځوځات همدغه ډول مېرمنولومړی خپل ځانونه په محمدي اخلاقوجوړکړی ، بیایې خپلې کورنۍ روزلې دي او ورپسې یې خپلوټولنواونړۍ ته داسې زامن اولوڼې وړاندې کړي چې پرهغوی باندې یې د اخلاقي ځواک پرمټ په ټولنواونړۍ کې سترستراخلاقي بدلونونه منځ ته راوړي ، ښارونه یې فتح کړي اود لوړوتمدنونود واکمن هرم څوکې ته یې خېژولي اوتسخیرکړي دي .  

خودغه ډول ښځې له هغونوروسره ډېرتوپیرلري چې خپل برید یې خپله یا د بل په لاس له منځه وړی ، د خپل عزت النفس بې حریمه باغ یې د پردیونامحرموانساني اوحیواني هوس رانیواوخوا سړولوله پاره په پټه اوښکاره تاله ترغه کړی ، اود انساني خدای ورکړي کرامت خلاف یې خپل عقد مات کړی اوخپل پت اوعزت یې د څارویو په څېرپه کوڅه اوبازارکې د منډیي په نرخ لیلام کړیدئ ، خپله ټوله ځوانه انرژي یې په نامحرموباندې مصرف اوتلف کړې ده ، خواوس د بي بي حاجي او مدافع وکیلې په نقش کې را ولاړې شوې اود اصیلو ببیانواوباعفته مېرمنو په استازیتوب د بشري حقونود تش په نامه ( ان جي او ) له آدرسه د خپل جیب ډلکولو په خاطرد فاع کوي ، نارې وهي اوپه اصطلاح د هغوی حقوق غواړي .

ددې مثال داسې دئ لکه یوړوند چې یوه بینا ته څراغ اورڼا تشرېح کوي ، په داسې حال کې چې ړانده له پېله څراغ اورڼا په خپلوسترګونه لیدلې اونه یې محسوسه کړې ده . همداسې دغه ډول ښځې هم خپل حقوق په شرعي لحاظ د ړانده په څېرنه پېژني ، نود بل حقوق به څه ډول وغواړي ، دوی خودهغو ړندو مدافع وکیلانوپه څېرپه خپلوهغوحقوقوباندې هم نه دي خبرې چې کریم الله(ج)ښځوته څومره حقوق ورکړي دي،خوچې کومه یوه یې په مېدیاوواورسنیوکې ځان ښکاره کوي ، هغوی ټولې د حقیقت پرځای داسې سفسطې وایي اوخپلې بابولالې بولي چې نه له عرف سره سرخوري اونه هم له قانون اوشریعت سره . دغه ډول ښځوته غوږ نیول هم هسې د وخت ضایع کېد ل دي .

لازمه خوداده چې هغوی باید لومړی خپله ځانونه په شرعي اوانساني اندازکې اصلاح کړي ، ترڅو ددوی اغېزمن مثبت کردارددوی د خپلواړوندوکورنیومشران اوکشران ، نراوښځې ، واړه او زاړه په خپلوسترګو وویني ، چې بیا ددوی هغه کردارد کورنۍ د نوروغړود لارې مشال جوړشي . خپلې ټولنې ته دې د لنډه غرو، قاچاقچیانو،اختلاسګرو، بداخلاقو، جواریګرو، پوډریانو،غلو،درواغجنو، بدکارو، بېدینو، مخل د امنیت ، مضرد جامعې ، مشهوربالفساد ، ملي خائنانواونورو ارذالو پرخای سالم اولادونه وړاندې کړې ، بیا دې د نوروحقوق په حقیقي ، انساني اوقانوني توکه وغواړي .

خوداسې هم نه چې خپله په دې ټولوساري ناروغیو باندې اخته اودکرګس په څېرتل د مردابونوپه مردارواوبوکې ورلوېدلې وي ، ځان ترې را ایستلی نه شي اونوروته د تداوۍ ، مدوا اودرملتې چیغې وهي ، لارې اوګودرې ورته ښیي . په داسې حال کې چې ټول خلک یې ویني چې دغه ډول مېکروبي انسانان په همدغه ډول چټلیوکې خوشحاله وي ، تل یې له مچانواوکثافاتو سره سروکاروي او خپل ژوند په مردابونو ، چټلیواوغیرانساني حیوان صفته کارونوکې لټوي .

خود بلبل په ځېرپاکلمنواوپاک سیرته مېرمنوته بیا خپل عفت ، خپل حمیده اوملکوتي اخلاق اوپاک سیرت او صورت د ګل اوچمن په څېرښکاري چې هېڅکله هم هغه دمردابونوپراوبواودکثافاتوپرمحیط باندې نه بدلوي ، ځکه خپل مرک او ژبلې په مردابونواوکثافاتوکې ویني ، په داسې حال کې چې ناطق اوعاقل انسا ن هېڅکله هم خپل ځان په خپله د هلاکت کندې ته نه غورځوي او ځان وژنه سترجرم اوخپل ځان د بې پروایۍ له امله مجرم ګڼي .

له دې ټولو خبرو موږ دا پایله ترلاسه کولی شو چې په ټوله نړۍ کې دوه ډوله ښځې شتون لري : یو ډول ښځې فطرتاًاویا په اکتسابي توګه وجداناً په سیرت او صورت روغې دي چې تل یې موخه اوهڅه د بشپړانساني عروج په لورد خپلې کورنۍ ، خپلې ټولنې ، خپل هېواد ، خپل نظام ، خپل محیط اوخپلې نړۍ روزنه ، لارښوونه او رغونه ده .

خوبل ډول یې داسې ښځې دي چې له موره ترګوره پورې فطرتاً اویا په اکتسابي توګه بې وجدانه د خپل سیرت او صورت له مخې ناروغه دي اوتل یې هڅه اوتکل داوي چې د خپل ځان په څېرخپله کورنۍ ، خپله ټولنه ، خپله محیط ، خپل هېواد ،خپل نظام او ټوله نړۍ په یوډول نه په یوډول په مرداریوسره ولړي اوچټله یې کړي ، ترڅووجدانونه او ویښ ضمیرونه د تل له پاره په کې مړه او حق اوحقیقت د بې انصافیوپه دارباندې په اعدام محکوم شي .

همدلته ده چې باوجدانه ، با ایمانه او باضمیره روغې ښځې کورنۍ ، ټولنې ، هېوادونه ، نظامونه او نړۍ جوړوي ، او بې وجدانه ، بې ایمانه او بې ضمیره ناروغې ښځې کورنۍ ، ټولنې ، نظامونه ، هېوادونه او نړۍ ورانوي .  

 

 

 

             


بالا
 
بازگشت