اې د قربانواختره ! ته د ټولو اختر یې ، او که یوازې د شتمنو ؟

محمد انورولید : ۱۳۹۶ لمریز کال ـ د وږي (۵مه )

 

اختر په ټوکو ټوکوراغۍ  * نه یې اوږۍ شته نه د غاړې تعویذونه

درنولوستونکو ! اسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ، وبعد :

لکه څنګه چې د الله تعالی رحمت پردوست اودښمن ، باداراومزدور، شاه اوګدا ، نراوښځه ، عالم اوبې علمه ټولوباندې عام دي ، همداسې اخترهم د ټولوله پاره یوه الهي پیرزوینه ده چې باید هېڅوک له دغې الهي ډالۍ څخه محروم پاتې نه شي . معنا یې داده چې په اخترونوکې باید شتمن د نیستمنو،کونډو، یتیمانو، بېوزلواوغریبولاس نیوی وکړي . چېرې نه چې د خپلوخدای ورکړوشتمنیوزورپربېوزلواو نېستمنو ورواچوي اود ټولوغمونواو ناخوالوحق هغوی ته وربېل کړي ، خو د خوښیواوخوشحالیوټول امتیازونه د خپل ځان اوخپلواولادونوپلرنی میراث وبولي .

خو نه داسې هم نه ده ، ځکه الله تعالی د شتمنو په مال کې د خواراونو، عریبانو، بېوزلو،کونډو، یتیمانو، لارویانو، سوالګرو، ګاونډیانواونورو حق نغښتی دئ چې باید د نصاب پوره کېدو ، خیراتونواوصدقاتو پروخت یې ترهغو پورې ترې ورکړي ترڅوچې د اخیستو یې څوک پیدا نه شي ، یعنې ټول هوسا او بسیا وي .     

د اسلام په مبارک دین کې الله (ج) په کال کې دوه ځلې د اختر( د مسلمانانو جشن ) ورځې ور پېرزوکړې دي . لومړی ، د کوچیني اخترورځې ، چې تریوې میاشتې ملکوتي عبادت کولو وروسته د الله (ج) له طرفه د الله (ج) په امردغه خوشحالي مسلمانانو ته ور په برخه شوې ده . مسلمانان هرکال په کال کې یوه میاشت د الله (ج) په امر پرخپلو مکلفو بده ګانو باندې روژه نیول فرض کړي دي ، حکمت یې په نیولو کې دادئ چې انسان له ګناهونو څخه داسې پاکېږي لکه نوی ماشوم چې د مورپه غېږکې دنیا ته راشي . ځکه هغه له ګناهونوداسې پاکېږي لکه څوک چې خپل کورله هرډول کثافاتو څخه پاک کړي . خوشرط په کې دادئ چې له ګناهونوبه ځان په کې ساتي . بل حکمت په کې دادئ چې د انسان بدن له هرډول ور پېښوناروغیوڅخه په کې خوندي ساتل کېږي او روغتیایي حالت یې ورسره ښه کېږي . بله ګټه یې داده چې د وږي له حاله خبرېږي او پرنادارواوغریبو باندې د خپلې عاطفې له مخې خپل پام ساتي .

خوکله چې د اخترورځ شي نو د اخترد لمانځه فلسفه داده چې د سیمې خلک یو د بل له حال څخه خبرېږي ، د جوړناجوړ اوخپل خپلوان پوښتنه په کې کېږي ، د مسلمانانوترمنځ چې کوم کدورتونه اوخوابدۍ موجودې وي ، د مصلحینو په مرسته هغه خوابدۍ ، کینې اوکدورتونه له منځه ځي ،د بدیواوکینوځای یې صمیمیت نیسي ، ځکه د مسلمان له پاره تردرېیبو ورځو زیات خفګان په کار نه دئ ، که خفګان له درېیو ورځو ور واوړي ، هغه د ایما ن په زیان بدلېږي . پهدې اختر کې خیراتونه او صدقات غریبوته ورکول کېږي او خیراتونه او صدقات د جومات د ملاحق نه دئ .

بل اخترد قربانیواختردۍ ، دا اختریوابراهیمي سنت دئ چې له حضرت ابراهیم (ع) څخه را په دې خوا موږ ته د یوه سنت په توګه په میراث را پاتې دئ . په دې اخترکې موږ ته د قربانیواوایثارسبق را کړشوی دئ . هغسې قربانۍ چې زموږ په ژوند اومال کې موږ ته ترټولوګرانې وي . داسې اخترچې پرابراهیمي هوډ تازه کولوسربېره هم د خدای (ج) اوهم د الله (ج) د مخلوق رضاء  په کې وي .

ځکه په دې اخترکې دحج د قربانوسبق پروت دئ ، اوحج یوه داسې فریضه ده چې هم مالي عبادت ورپورې تړلی اوهم ځاني عبادت په کې دئ ، چې ځاني عبادت یې له حق الله ، اومالي عبادت یې له حقوق العبادو سره تړاولري ، اومکلف انسان چې دغه فریضه ادأ کوي نوورته لازمه ده چې په دې عبادت کې د حق الله اوحقوق العبادوترمنځ د تعادل رابطه ټینګه کړي ، ترڅو پرمټ یې د انساني سیاست تعبدي اومعاملاتي کړنلاره د خپل پاتې ژوند د لارې مشال جوړشي .

په دغه ډول عبادت کې مکلف انسان په ټول ژوند کې یوځل د خدای تعالی دغه فریضه اداء کوي چې قرباني کول هم ور سره تړلي دي، خوپه دې قریضه کې د اسلامې نړۍ له ټولوورغلیوخلکوسره ویني او د نړۍ د ګوټ ګوټ مسلمانانوله حال احوال څخه خبرېږي . د حج فرائض ، شروط اوارکان ټول اداء کوي او تر وداع طواف وروسته بېرته خپلو کورونو ته ځي .

ولې له حج څخه پاتې خلک په خپلوکورونو، کلیو، بانډو، ناحیواوهېوادونوکې داخترترلمانځه اداء کولووروسته پرځان واجبې قربانۍ کوي ، نوې جامې اغوندي ، یوله بل کره ورځي ، خو په کلي ، کوراوخواوشا سیموکې بې سرپرسته ، بې موره اوبې پلاره ، یتیموماشومانو،کونډواوبې کوره کورنیوته چا سروښکاره نه کړاو پوښتنه یې ترې ونه کړه چې څه حال مودئ . آیا هغوی هم د خدای تعالی له دې نعمته برخمن دي که څنګه ؟ آیا اختریوازې پرشتمنواودهغوی په کورنیوباندې وي که څه ؟

په عام ډول د ټولې اسلامي نړۍ پربېوزلواوناداروکورنیو، خوپه خاص ډول دافغانستان د مظلوم ملت پربې سرپرسته ، کونډواویتیمانوخوله سره دا (۴۰ ) کاله اخترنه ؤاونه دئ . ځکه چې په پرله پسې ډول ځاني اومالي خسارې اومرګ ژوبلې په لوی لاس ورواړول شوې اووراړول کېږي . خوپه خپله ګناه هم نه پوهېږي چې دوی په کومه ګناه دغه ډول ملا ماتوونکې قربانۍ ورکوي ؟

د هغوی د بازمانده ګانو، کونډو، یتیمانویې څه ګناه وه چې د وخت د بېوسیو، بې سرپرستیو، محرومیتونو، ناخوالو، بې کوریو، بې روزګاریو، بې پتیواوبې عزتیوبې رحمه څپېړوته په دوامداره شکل پراته دي ، د مخ غوښې یې سړواوتودو ورڅخه وړې ،پرسرخولۍ او پړونی نه لري او په پښوپڼې اوڅپلۍ . کونډه موریې د کبرجنود موټروښیښې ورپاکوي اویا د چا په کورکې وینځه وي ، ماشوم زوی یې په تنکیولاسونوپردي موټرمینځي اود ډکولو له پاره یې ترماخستن پورې نارې وهي ، خوچې پیسې ترې وغواړي څوک یې ورکړي او څوک یې پرمخ په څپېړه ووهي .

د بې موره اوبې پلاره ماشومانوهم ښوونخي ، تعلیم، لوړو زده کړو، ښوجامو، ښوکورونواوښوخوراکونوته زړه کېږي ، خوڅه وکړي چې د وخت طاغوتیانو پردۍ جګړې ورباندې تحمیل کړې ، دوی خپل پلرونه اوخپل خپلوان په کې ورکړل ، هغوی خوهم آخرانسانان دي ، خود شتمنو زامن اولوڼې د لوړې بیې په مکتبونواو پوهنتونونوکې خپلې زده کړې کوي ، ښې جامې اغوندي اوښه ښه خوراکونه خوري اوبېوزله اویتیم ماشومان بیا له هرڅه څخه محروم دي . ولې په کوم جرم او ګناه له دغه ډول سزا سره لاس اوګرېوان دي ؟ دداسې کونډواو یتیمانواخترچېرې دئ ؟    

اې قربا نۍ والاوو! تاسوخوقرباني وکړه ، خپلې کورنۍ اوخپل اولادونه مو په پردیوغوښو، کبابونواووچواولندومېووماړه کړل ، ښې جامې مو په تن کړې ، آیا په خواوشاکې درسره دداسې کونډواو یتیمانوهم څه غم اواندېښنه شته که څنګه ؟ که وي ، نوپه اړه یې د شتمنوغوږونه ولې کاڼه اوسترګې یې ړندې دي چې ترخپلې زنې لاندې بې سرپرسته ، بې کوره ، بې موره اوبې پلاره یتیم ، یتیمه اوکونډه نه ویني ، خود قرغې بند کې د ملاایزک (ملاعیزت) د شرابو بوتلې آن د ښار، خیر خانې ، دارالامان ، دشت برچي اوشهرک طلایي له منځه ویني . دېته وایي بنای خود ـ کورمردم .

اې د افغانستان شتمنو، چارواکو، مشرانواوخپلسروزورواکو! تاسې ته خوخپلومیندوداسې مستجابې دعا ګانې کړې دي چې : اې زما زامنو! دا دنیا وخورۍ اوهغه یوسۍ . تاسې ته خود خپلومورګانودعاګانې قبولې دي ، ځکه په دې دنیا خوتاسې ددنیا له نغد اوجنس دواړوسره لوبې وکړې اوکوۍ یې ، نه مود بیت المال خزانې روغې پرې ښوولې اونه د نړیوالومرستې ، ټولې موله یوې مخې وڅټلې ، بس ټول ملې او بین المللي عائدات لکه اوبه ستاسې په غلبېل کې ورک شول . د افغانستان د بېوزلانو ګراف ورځ تربلې د بې روزګاریواونا امنیوله لاسه لوړېږي ، ملي او بین المللي مرستې ټولې د فساد له امله شخصي شوې ، خود افغاني شتمنوله کاڼوسختو زړونوڅخه صله رحمیوآن (۱۷) کاله وړاندې کډه کړې اودعزرائیل په څېر یې پرهېڅ بېوسه اوهېچا باندې زړه نه خوږېږي بلکې د بېوسو او بې کسو له بېوسۍ او بې کسۍ څخه خوندونه اخلي .

 اې د قربانواختره ! ته د ټولواختریې اوکه یوازې د شتمنو؟ که د ټولواختریې ، نو بېوسه اوبې وزله ولې په تا کې محروم دي ؟ اوکه یوازې د شتمنواختروې ، نوپردوی دې مبارک شې ، موږ پرېږده چې د ژوند له مجبوریتونواومحرویتونوسره لاس اوپنجې نرمې کړو، خود قیامت په ورځ به موږ د خپلوشهیدانوګرېوانوته لاسونه واچوواو د خدایتعالی په حضورکې به ترې وپوښتوچې ؛ تاسې په مېلیونونوافغان شهیدان د کوموشومواغراضوقرباني شوۍ اوڅه ګناه موکړې وه چې ووژل شوۍ اوموږ مویوازې د فاني نړۍ لېوانو ته بې سرپرسته او بې سر پنا په وچ بیابان په داسې حال کې ترشا پرېښوولوچې نه موږ هغه مهال پرته له مجبورۍ څخه شرعي مکلفیت درلود اونه هم کومه بله وسیله اوتوښه ؟ اوس نوهغه عناصر د خدایتعالی حضورته را کش کړۍ چې تاسې یې د خپلوموخوله پاره د آخرت زندان ته ورټېل وهلۍ اوستاسې کونډې او یتیمان یې د ژوند د کړاوونو، مجبوریتونواومحرومیتونو، بې پتیو او بې عزتیو په بندیخانوکې ځنځيراو زولانه کړل .

زه خپلې خبرې پردې را لنډوم چې : ټولوغم ځپلیو، مصیبتونواوآفتونوخوړلیوبې سر پرسته کورنیو، کونډواو یتیموماشوانو ته د زړه له اخلاصه د لوی اخترمبارکي وایم .او په پای کې د خواجه عبدالله انصاري (رح) پردې مناجات باندې خپلې خبرې پای ته رسوم چې ویلي یې دي : (( یا الله مفت دې پیدا کړی یم ، مفت مې وبښه ! )) موږ او تاسې ټول د یوه برحق معبود ذات (ج) بنده ګان یو ، مفت یې پیدا کړي یو ، مفت دې الله موږ وبښي ځکه په دنیا کې خو موږ کوم داسې عمل نه دئ تر سره کړی چې که د هغې له مخې حساب کتاب را سره وشي ، بیا ورباندې و بښل شو. الله (ج) دې زموږ آخرت نه خرابوي . مننه              

 

             


بالا
 
بازگشت