په بانکونوکې د مأمورینوپرمعاشونوتجارت روان دئ

ددولت مأمورین :

۱۳۹۶/۵/۲۲ : نېټه

له تېرو پنځو میاشتو را په ایسته د دولت د مأمورینو پرمعاشونوباندې هغو بانکونوخپل سوړتجارت روان کړی چې ددولت اوحکومت مأمورینو ته ددوی له بانکي آدرسه تنخواګانې اجرأ کېږي . پخوا هم دغو بانکونوهمدا کارکړی ، هغه هم داسې چې کله دوی زاړه او له کاره ډېرلوېدلي بانک نوټونه راټول کړي او یا یې سوځولو ته وړي دي ، دغو سوداګروهمغه له کاره لوېدلي بانک نوټونه بېرته په غلا ترسرای شهزاده پورې رسولي ، او پرحرفوي صرافانو باندې یې بېرته په ارزانه بیه پلورلي ، هغوی د نوروعامه غریبانو سترګې ور باندې را ایستلې او یا یې د تنخوا ورکولو پروخت د بانک پربېزنېس ډوله مأمورینو باندې په ارزانه بیه بېرته پلورلې دي ، د بانک مأمورینو همغه زړې پیسې ددولت پرمأمورینو باندې د تنخواه په نوم توزیع کړې دي .

کله چې څه باندې یو میلیارد افغانۍ له کاره لوېدلې وې  په ارزان قېمت کې ئې اور ور واچاوه ، همغه پلاوي چې دا پیسې یې د سوځولو له پاره وړې وې ، لږیې سوځولې وې ،  نورې یې بېرته په سرای شهزاده کې پلورلې دي او ځانته یې ډآلر ور باندې را نیولي دي ، خو دولت ته یې ویلي چې ګواکي موږ دا پیسې وسوځولې ، په داسې حال کې چې هغه پیسې همغه هیئت بېرته ترسرای شهزاده پورې رسولې دي او همداسې د صرافانو ، دکاندارانو او مأمورینو په منځ کې سره لاس په لاس کېږي .  

په دغو پیسو کې داسې پیسې هم شته چې نه یې د کانداراخلي ، نه قرضدار او نه هم بل څوک ، ځکه ډېرې له کاره لوېدلې دي .که کوم غټ چارواکي یا کوم پېژندل شوي کس ته یې کومه روغه کاپي ساتلې او ورکړې وي ، هغه ددوی خپل کار دئ ، دا کاربه یې هم کړی وي ، خوخبره بعینه حقیقت اود ټولومأمورینوسترګو لیدلی حال دئ . پخوا کابل بانک دا کارونه کول ، او اوس یې میوند بانک پرغاړه لري . د اداري فساد دغه خپسه اوس د ارګ د مأمورینو پرسینه باندې هم ورناسته ده ، ځکه میوند بانک حتی په ارګ اواداره امورکې همدا کارپیل کړی دئ چې د بانک روغې پیسې په خپله بډه وهي او ناروغې له بازارڅخه په ارزانه بیه را نیسې او بیا یې ددولت مأمورینوته د تنخواه په نوم توزیع کوي . که چېرته  دا پیسې خپله د بانک وي ، نو بیا ولې ددغه ډول پیسو د ناچل کېدو اعلانونه کوي چې مأمورینو ته یې د تنخواه په نوم ورووېشلې ؟ هغه پیسې چې د میوند بانک نماینده ګۍ په ارګ او اداره امورکې توزیع کړې دي ؤلسمشر دې خپله خپلو مأمورینوته امر وکړي اود همدې میاشتې تنخواوې دې ورباندې را وغواړي چې ترکوم بانک نوټ پرته نورټول یې له کاره لوېدلي اوهېڅوک یې حتی په سودا کې هم نه ترې اخلي .

بلخوا خپله افغانستان بانک دوه خلې اعلان وکړچې په نښه شوي بانک نوټونه دې د افغانستان بانک ته بلا عوض ور وړي . خو په لومړي ځل اعلان به د ولت د نویو بانک نوټونوچاپولو وس نه درلود اوهغه موده یې بیا د اسد تر (۳۱ مې) نېټې پورې تمدید کړه ، خو اوس چې د اسد میاشت هم په ختمېد وده ، نو د میوند بانک نماینده ګیو بیا هم ولې دا کاروکړ ؟ مجبور مأمورین نه پوهېږي چې دا ولې ؟ ځکه مأمورین او اجیران ټول دا وایي چې موږ دولت ته خپل کارکړی ، خو د ناچلو بانک نوټونو په بدل کې نه . ځکه موږ هم غریب خلک او ټول د ملت مزدوران یو . ملت ته د مزدورۍ په بدل کې ولې موږ ته دغه ډول تنخواه ګانې را کول کېږي چې نیم په نیمه بانک نوټونه یې له کاره لوېدلي او نه چلېږي . بانک چې دا نېټه اعلان کړه ،حتماً یې د زړو پیسو بد یل پیدا کړی دئ . نو بیا ولې همغه زړې پیسې پرمأمورینو باندې د تنخواه په نوم توزېع کوي چې دوی یې خپله د ناچل کېدو اعلانونه کړي ؟

تمه ده چې دولتي سر چارواکې د مأمورینو دې ستونزې ته د پای ټکی کېږدي اود بانکي بېزنېس مینانوغوږونه لږ ورباندې تاوکړي اوله دغه ډول شخصي ګټو یې منع کړي . طالبانو هم همدغه ډول کارونه کول چې ددولت اصلي مأمورین به یې د خپلوناپوهوطالب چارواکوله پاره د کارکولو په موخه پرشاقه کارونوکولو باندې ورته وګومارل ، ځکه دوی به په کار نه پوهېدل ، خو یو فوق رتبه اومافوق رتبه تحصیل کرده دولتي مأموربه یې د کلینر په توګه ور ته نیولی ؤ ، کار به یې پر هغو باندې کاوه ، امتیازونه به همغو بېسواده طالبانو اخیستل ، لکه همدا اوس چې کومه لوبه روانه ده ، او په تنخوا ه کې به یې ناچلې وړې پیسې چې په بازارکې به هېچا نه ترې اخیستې ـ بېچاره مأمور ته ورکولې ، خوغټې پیسې به یې بیا په خپلو منځو کې سره وېشلې ، ځکه خو ټول ملت شا ور واړوله اوهېچا یې ملاتړ ونه کړ او تر نن پورې ورته په بده سترګه ګوري .

دولت دې لومړی ټول ملت ته ، او بیا خپلو مأمورینو ته په هره روا او قانوني برخه کې په درنه سترګه وګوري او د هغوی دقانوني حقوقوداحیاء او ژوندي ساتلو له پاره دې د خپلې ملي ذمه وارۍ له مخې ژمن پاتې شي . ځکه دولت او ملت دواړه یود بل لازم او ملزوم  د یوه تن او یوه وجود جزلا ینفک اولایتجزاء برخې دي چې له یو بل څخه پرته یې ژوند او نظام امکان نه لري ، له همدې امله یې ساتنه او ننګه پردواړوخواوو باندې فرض ده او په ګډه سره باید خپل وجود ته دداسې وایرس د ورننوتلو مخه په وقا یوي توګه ونیسي چې ځان او نظام یې له نېستۍ سره مخ کولی شي . په ټول افغانستان کې د اداري فساد د له منځه تلو په هیله .

 

  

             


بالا
 
بازگشت