په افغانستان کې د سپینې غوښې د تولید ا قتصادي وده :

محمد انورولید : ۱۳۹۶ لمریزکال ـ د چنګاښ ۲۵ مه

 

 

دا مهال په تول هېواد کې (۱۲۲۰) د کب روزلواو( ۸۰۰۰) لوی او واړه د مرغدارۍ فارمونه شته  ، دهرفارم له پاره (۶۰۰۰ ) لوی کبان او (۲۰۰۰) کوچیني کبان د خصوصي سکتورله پاره په پام کې نیول شوي . په (۲۰۰۵) زیږد یزکال کې د مرغدارۍ د فارمونو دغه کچه (۱۸۰۰) ته رسېدلې وه .د هلمند د مرغدارۍ ستره پروژه چې په یوه میاشت کې د (یومېلیون) مرغانود تولید ظرفیت لري .  موږ د مرغدارۍ (۲۰٪ ) وطني تولیدات لرو ، چې (۸۰٪ ) یې له بهرڅخه ورته  را وارد ېږي .

 

 

افغانستان د کورنیوتولیدانوډېرې طبیعي اومصنوعي سرچینې لري اود کرنیزواومالدارۍ د ډولونوله پاره یومناسب بستردئ چې ځینې یې خپلسرې په نامنظمه غیرمسلکي اوغیرپلانیزه توګه ، ځینې یې د خصوصي سکتورله مخې په منظم ډول اوځینې نورې یې د دولتي سکتورله لارې د یوه لنډ مهاله ، منځمهاله اواوږد مهاله پلانونواوسترا تيژیوله مخې په کلاسیک اومکتبي شکل پرمخ وړل کېږي اوله دغوتولیداتوڅخه یوهم د سپینې غوښې تولید دئ چې د کبانواومرغدارۍ له فارمونوڅخه ترلاسه کېدای شي .

اوس به راشودېته چې آیا په افغانستان کې دغه ډول فارمونه جوړېدای شي اوزموږهېواد د کبانواومرغانود روزلوجوګه دئ که څنګه ؟

که چېرته دغه ډول فارمونوجوړولوته په افغانستان کې زمینه برابره وي د هغووجوهات به څه وي ؟

د یاد وپوښتنوځواب ښکاره او واضېح دئ .

لومړی :

کبان :ـــ کبان هم د غذایي رژیم د مصؤونیت ، ودې او روغ مسلکي مدیریت له مخې لکه دنوروشتمنیوپه څېردځانګړې اوټولنیزې اقتصادې ودې اوکارموندلوله پاره یوه ترټولوښه تولیدي چاره ده ، خو په دې شرط چې کبان د کبانو په فارمونوکې په مسلکي توګه سم وروزل شي . ځکه دکبانوروزلود فارمونوجوړولوله پاره له پخوا را هیسې (۳۳) لوی اوواړه له طبیعي خوږواوبوڅخه ډ ک بهېدونکي سیند ونه زموږ په هېواد کې وجود لري اوکبان هم همداسې سیند ونو ته نږدې فارمي ډ نډ ونو، آکسیجن ، خوراکي توکواود مستعملواوبوبدلولوته د کبانود ښه تکثر، تناسل او ودې له پاره اړتیا لري . (1)

خو فارمي کبان هم ډېرډولونه لري ، خينې کبان چې هډوکي نه لري اوغوښه یې خورا خوږه ده د آموسیند کې پیدا کېږي . ددغه ډول کبانوچې قزل آلا رنګین کمان نومېږي د في کیلوګرام غوښې بیه له (۵۰۰) افغانیودرواخله تر(۷۰۰) افغانیو پورې ده چې د نورو عادي کبانود بیې دری برابره لوړه ده . (2)

د فاریاب یواوسېدونکی غلام نبي وایې چې همدا اوس ددغه ډول کبانو (۷) دنډونه چې ددې ډول (۵۲۰۰۰) کبان په کې شته دخرڅلاو(۲۶) ټنه کبان لري چې مجموعي بیه یې (۱۸۲۰۰۰۰۰) افغانۍ کېږي .(3)

په کندهاراوننګرهارکې د کبانو(۷۵۰ ) فارمونه په (۲۱) ولایتونوکې د خصوصي سکتورله خوا جوړشوي دي . (4)

ددرونټې ، سروبي ، کجکي او کوکچې په بندونو کې نه یوازې دا چې به برښنا تولیدولو یې ګټه ترلاسه کېږي ، پردې سر بېره کبانو ته هم په کې روزنه ورکول کېږي .

د فرانسې دولت د پنجشېرسیند له غاړې په ګلبهارسیمه کې د ( ۲۵۰۰۰۰) ډالرو په ارزښت د کبانود روزنې فارم جوړکړ، دوه کاناډایي شرکتونه یې پرکانالونوجوړولو باندې لګیا دي ، که چېرته دغه کانالونه بشپړاوګټې اخیستنې ته وسپارل شي په مېلیونونو ډالربه له دې لارې افغانستان ترلاسه کړي . (5)

د کرهڼې اومالدارۍ وزارت تېرکال (۵۰۰۰۰) کبان په سلما بند کېاو (۲۰۰۰۰) کوچیني کبان یې د قرغې د کبانو په فارم کې خوشې کړل ، اوس مهال (۷۰۰۰) نسلي کبان د هګیو اچولو له پاره تیاردي . په دې وروستیوکلونوکې خو د کبانواومرغانو ( سپینې غوښې ) تولید په کورد ننه ډېرشوی ، خکه خو د سپینې غوښې واردولو ته ډېره اړتیا نه لیدل کېږي . (6)

د بلخ د باغدارۍ او مالدارۍ د پروژې مسؤول فهیم جباري ویلي چې : د هر فارم له پاره (۶۰۰۰) لوی ، (۲۰۰۰) کوچیني کبان او (۵۰۰) کیلو ګرامه غذایي مواد ، اکسیجن اوجال په پام کې نیول شوي ، خو پرهرفارم باندې ( نیم مېلیون ) افغانۍ لګښت هم راځي .

یما راستا چې په (۱۳۹۳ ) لمریز کال کې د هلمند د (پرند ) د فارم مسؤول ؤ ویلي چې : په دې فارم کې موږ له (۴۰۰۰۰) څخه تر (۵۰۰۰۰) کرکان ( مړزان ) ساتلي . کبان ، مرغان او زرکان هم په پام کې لري ترڅوغوښه یې بازارته وړاندې کړي . د کرهڼې او مالدارۍ وزارت چارواکو ویلي : همدا اوس په هېواد کې تر(۸۰۰۰) ډېرد مرغدارۍ لوی او واړه فارمونه موجود دي ، په (۲۰۰۵ ) زیږدیزکال کې دغه کچه تر (۱۸۰۰) پورې رسېدلې وه .

لطف الله راشد د کرهڼې او مالدارۍ وزارت ویاند ویلي چې : موږ دا فارمونه ډېروو ترڅوله پردیوهېوادوڅخه د وارداتي سپینې غوښې مخه پرې ډپ کړو.

 اقتصادي کارپوهانو ویلي چې : افغانستان د غذایي مصؤونیت خوندي کولوپه برخه کې ډېرې ستونزې لري او باید د غذایي موادو باکیفیته تولید یې پیاوړی شي .

دوهم :

مرغان :ـــ  څرنګه چې په افغانستان کې له پخوا راهیسې اهلي او وحشي مرغان شتون لري اوتراوسه پورې د مرغانو (۵۵۰) ډولونه پېژندل شوي . هیلۍ ، کوترې ، قازې او نورډول ډول آواز لرونکي مرغان د کابل په کاه فروشۍ کې پخوانی مارکېټ او بازارلري . خو په هرات ، بامیانو، کابل او پروان ولایت کې د مرغدارۍ وړومزرعو رواج موندلی ، دولت هم په کابل ژوبڼ کې د اهلي او وحشي مرغانوډېرې نمونې لري . خوهغه افغانان چې په ایران کې یې زیات وخت تېرکړی اواوس بیا خپل هېواد ته را ستا نه شوي ، په ایرانۍ طریقه د مرغانو روزنه کوي . ددغومرغانوله پاره له اطریش څخه وسائل راوړل کېږي.اوس په افغانستان کې (۱۲۰۰۰۰۰۰) مرغان شتون لري چې له هغو جملې څخه (۶۰۰۰۰۰۰) یې کورني مرغان دي .(7)

څرنګه چې سپینه غوښه له چرګانو، فیل مرغانو، مړزانو، شترمرغانواوکبانوڅخه ترلاسه کېدای شي استعمال اواړتیا یې د غذایي ارزښت له مخې هم ځکه ډېره ده چې د مرغانودغوښې په هرو (۱۰۰) کرامه غوښه کې (۱۹۰ ) کیلوکالوري انرژي او (۸۹) ملي ګرامه کلېسټرول شتون لري . تر (۲۰۰۴ ) زیږدیز کال وروسته افغانان د مرغدارۍ له فرهنګ سره بلد شول چې دا مهال (۲۰٪ ) موږ په کور د ننه تولیدات لرو او (۸۰٪) نور له پاکستان ، ایران ، او برازیل څخه را واردوو . (8)

د(HPP) په نوم دمرغدارۍ ترټولو ستره پروژه په هلمند ولایت کې د امریکې د متحده ایالاتود (USAID) په مرستوپه یوه میاشت کې د (900000) مرغانوتولیدولو په ظرفیت جوړه شوې چې تردې مهاله یې په یوه میاشت کې تر(۱۰۰۰۰۰۰) ډېرمرغان لولید کړي دي . خو ددغو مرغانو خوراک هم په یوه میاشت کې (۷۵۰ ) ټنه دئ . (9)

د کرهڼې اومالدارۍ وزارت هم د امریکې د متحده ایالاتواونړیوال خوراکي سازمان د مرستوپرمټ یوه پروژه پیل کې ترڅود ښځوله پاره کار په کې پیدا او له خپلو کورنیو سره په اقتصادي برخه کې مرسته وکړي . دغې پروژې هرې ښځې ته په ډېری ولایتونو کې په وړیا توګه (۱۵) چرګان ورکړي دي ، ترڅود هګیو، چرګوړواوغوښوله پلورلوڅخه یې خپلوکورنیوته اقتصادي ګټه پرې ورسېږي .

سپین غر شرکت :

دغه شرکت (۱۲۰۰) غړي لري ، د فعالیت ساحه یې تر لغمان ، جلال آباد او کونړونو پورې ده . دا شرکت په لغمان اوجلال آباد کې (۸۵۰ ) ،او په کونړونو کې (۱۲۰ ) فارمونه لري چې په یوه میاشت کې (۱۰۰۰۰۰ ) چرګوړوتولیدولواو روزلو ته اړتیا لري ، خو فعلاً په جلال آباد کې (۲۰۰۰۰) چرګوړي تولیدېږي او پاتې نورله پاکستان څخه ورته واردوي . (10)

هیلۍ ( بتې ) : دا چې افغانستان (۳۳) لوی او واړه سیند ونه لري او زموږ هېواد وال کولی شي د الله له دې خدای راکړي نعمت څخه ګټه پورته کړي د کبانو روزلوترڅنک د هیلیو په روزنه کې هم رغنده رول ولوبوي . ځکه د هیلیو روزنه  په افغانستان کې ښه وده کولی شي چې له غوښې اوهګیو دواړو څخه یې ګټه ترلاسه کېدای شي .

فیل مرغ : فیل مرغان عموماً په کورونوکې ساتل کېږي اوکوم ځانکړی فارم په افغانستان کې نه لري .

زاڼې : دا هم یو ډول مرغه دئ چې په هوا کې کتارونه جوړوي یومشرلري ، هرځای چې د اوبوډنډ وویني نولومړی یې مشرساحه کنټرولوي او بیا نوروته په یو ځانګړي غږ سره د را ټيټېدو اشاره ورکوي ، خو ښکاریان هغوی په کمینونو کې ښکار کوي اوغوښې یې یا خپله خوري او یایې په بازارونو کې پلوري . ولې د روزنې کوم خاص فارم یې تراوسه په افغانستان کې نه شته .

نورمرغان : په ډېری نورومرغانوکې د کورنیواو وحشي مرغانوټول ډولونه شامل دي .

ښه آوازلرونکي مرغان : په دې مرغانوکې (۵۵۰) ډولونه لیدل شوي چې (۲) ډوله یې ډېرکم او نه دي پېزندل شوي ، او (۱۷ ) نور یې نړیوال ، اوپاتې نوریې په افغانستان اوګاونډیوهېوادوکې شتون لري . چې د (۳۰۰) ډولونوڅخه یې (۱۲۰) ډولونه د ښه آوازلرونکو په توګه  پېژندل شوي دي .

کوترې : دغه الوتونکي مرغان په افغانستان کې (۳۰۰۰) کاله وړاندې موجود وو . په دې کوتروکې هم اهلي اوغیراهلي وجود لري . اهلي کوترې زیات ډولونه لري ، دغه الوتونکي اکثره په هغوځایونوکې ډېرې اوسېږي چې هلته د خلکو ګڼه ګوڼه ډېره اوخوراکي توکي موجود وي لکه زیارتونه . په اهلي کوترو کې داسې کوترې هم شته چې له یوه ځای څخه بل ځای ته لیکونه په مرموزه توګه وړي او راوړي . ددغه ډول کوترواستعمال آن د صلیبي جګړو له زمانې څخه شهرت لري چې کلابندوپوځیانوته به یې لیکونه وړل اوراوړل . ځکه دغه کوترې د (۱۸۰۰) کیلو متره فاصلې طی کولو قوت او وړتیا په ځان کې لري .

خو بل ډول یې غیراهلي کوترې دي چې خلک یې ښکار کوي او یوازې له غوښو څخه یې ګټه اخلي دغه ډول کوترې هم تر اوسه په افغانستان کې کوم ځانګړی د روزنې فارم نه لري ځکه خو یې غوښه کمه او یا هېڅ  نه پیدا کېږي .

موخه :

داچې د سپیوغوښود تولید له پاره فارمونوجوړولو ته په افغانستان کې ولې اړتیا لیدل کې ، علت یې دادئ چې افغانستان د کبانو او مرغدارۍ له پاره ترټولوښه مناسب ځای دئ ، افغانانو ته په عام ډول او د کرهڼې او ماندارۍ وزارت ته په خاص ډول لازمه ده چې له دې بسترڅخه په سمه اومسلکې توګه ، روغ مدیریت اوپلانیزه طرحو سره د اوږدې مودې له پاره د سپینې غوښې په تولید کې د فارمونو زیاتېدو له لارې د خود کفاء کېدواوآن د صادراتوترکچې پورې رغنده ګامونه پورته کړي ، خپل کورنی تولید په کمي او کیفي لحاظ د بسیاینې ترکچې لوړاوپه کورد ننه د خپلو خلکو اړتیاوې پرې پوره کړي ، ترڅو له یوې خوا خپله اقتصادي وده ورباندې لوړه کړي اوله بل پلوه د پردیو بې کیفیته غوښود وارداتو مخه پرې ونیسي .

پایله :

کله چې افغانستان د سپینې غوښې د تولید رغنده اصلاحي سیستمونه جوړکړي خپلوخلکوته د هېواد والود محسوسې اړتیا له مخې له کلېسټرولو پاکه اوله انرژیواوپروتینوډ که با کیفیته غوښه په کورد ننه د خپلوکورنیوتولیدي محصولاتو له لارې ورسوي ، دا به زموږهېوادوالوته په اقتصادي لحاظ هم ارزانه تمامه شي او زموږ پیسې به پرد یوبانکونواوجیبونوته نه لوېږي ، اوهم به په صحي لحاظ زموږ خلک له پرد یوهېوادوڅخه په وارد ېد ونکوغوښوکې د ډول دول وارداتي ناروغیومخنیوی شوی وي او زموږ د هېواد والو روغتیا به موږ له دې لارې پخپله وقایه او تضمین کړې وي . له بلې خوابه زموږ خپل کورني تولیدات د صادراتو له لارې  د نړۍ بازارونوته لارومومي اود سپینې غوښې تولیدولوخپلې پروژې به پرې عصري او پیاوړې کړو . 

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

 اخذ ځایونه :

1)      د کرهڼې او مالداري چارواکي ( افتتاح (10)مرکز پرورش ماهي در ولایت بلخ .)

2)      فارم لرونکی غلام نبي فاریابي ( فهیم جباري مسؤول پروژه ملي باغداری و مالداری در زون شمال .)

3)      فارم لرونکی غلام نبی فاریابي ( ایجاد کننده (7) فارم ماهی .)

4)      د کرهڼې او مالدارۍ وزارت (یما راستا یکی از مسؤولین وزارت زراعت ومالداري به رادیو آزادي ګفته است . )

5)      د کرهڼې او ماداري وزارت ( یما راستا به رادیو آزادي ګفته است . )

6)      د کرهڼې او مالدارۍ وزارت (فهیم جباري ګفته است .)

7)       ( از دانش نامه آزاد ویکی پدیا (ویرایش ). )

8)      ( ازدانش نامه آزاد ، مرغداری ( ویرایش ) . )  

9)      ( از دانش نامه آزاد ویکی پدیا ( مرغداري ، ګوشت پرندګان ، تشخیص ګوشت تازه ، ) . )

10)  لطف الله راشد سخنګوی وزارت زراعت و مالداری : ( پروژه های بزرګ مرغداري درافغانستان .)

   

 

    

 

                                           


بالا
 
بازگشت