عبدالقیوم

 

د سیا سي نهضتوبهیر په افغانستان کي

Political Movements in Afghanistan

روښاني نهضت

بایزېد ( روښان)

(۹۳۱- ۹۸۱)ه-بايزيد انصاري

شپاړسمه برخه

د بایزېد روښان  د نهضت د څیړني نتیجه یا پایله:

        په لیکنه کي مي له مخکنیو او اوسنیو  کتابواو نویشتو څخه ډیره اخیستنه لږ را اخیستنه کړې وه، په همدې سبب د لیکني په منځ کي لږ څه په قوسینو("......") کي راغلي وه.  مانا داچي  زاړه نه تازه کوم،را قچي کړي نه سره  او ډم. بلکي هغوی مي نقد کړي دي. د تاریخي کتاب  د کتو پروخت  به مي د یوه  شاه اوبل شاه په راتلو او له واکه لویدو سره مینه نه وه، اما دې ته به مي ډیره تلوسه وه چي د یوه غاصب یا بل عاصب  د پر واک راتللو پر وخت  خو د دوی په انډوخره  کي  په زرګونو او لکونو انسانان تباه کیدل، ابادی نړېدې، په سلګونو او زر ګونه انسان معیوب پاته  کیدل.

       نوهر کتاب او نویشته چي به مي لوستل ما ویل اوس به نو لیکوال په خپله لیکنه کي د حالاتو جاج اخیستی وي. د ولس پر ژوند (مبارزو)  او قربانیو به یې یو څه نه یو څه  خو لیکلي وي، په خواشینی سره داسي څه به مي پکښي و نه لوستل چي د زړه سوده مي  په سوې وای. زه پدې پسي ګرځیدم  چي د دې دونه  ډېرو وژنو او وینو تویولو سره سره  چي پیښیدل به  ایا  د ولس په شعور او  ژوند کي، دې درنو وژنو او پیښو څه بدلون را وستیۍ او که نه؟ علاقه  مي وه  چي لږ ځان پوهه کړم او بیا پدې پوهه سم چي زموږ خلګو(افغانانو) ته نو دا  د ظلم او ظالم په وړاندي د جمعی خوځښت( ګډي مبارزې) چل(فکر)  او خیال څنګه؟ کله؟ او له کومه  وخته را پیداسوو؟

       دا درې هغه  اساسي پوښتني وې چي زما سر یې جوابونه نه وه. تلاښ  مي کاوه چي  جوابونه ورته پیدا کړم. څو وسه  مي رسیدل د خپلو وطنوالو، پر دیو نویشتې او چاپ سوي کتابونه مي لوستل. د  دوستانو څخه مي د مرستي غوښتنه کول. په هر ډول چي وو، د لوستلو په لړ کي د نویشتو  یو له بله په  توپیر پوهه سوم.  هغه  دا چي د ۱۳۵۷هـ کال د ثور د میاشتي  د او ومي نیټي تر نظامي بریالي پاڅون  مخکي  لیکلي او چاپ سوي کتابونه او تر هغه را وروسته چاپ او نویشته سوي اثار. تر ۱۳۵۷هـ کال په را وروسته لیکل سوو او چا پ سو نویشتو کي  یو شان ژوندی روحیه مي لیدل، مګر تر ۱۳۵۷ هـ کال مخکي لیکني او چاپ سوي کتابونو کي  بیا هغه روحیه نه وه.

      زما  په فکر،  سره لدې چي پدې وروستیو کلونو کي به (مبتذل) اثار او نشرات ډیر سوي وي، خو ښه لیکني هم  سوېدي. یو داچي په اوسنیو چاپي اثاروکي  تر ډیره حده د بې ضرورت چاپلوسیو اوبې ګټو غټو او درنو القابو د استعمال مخه نیول سوېده،  بل د ظلم، زور زیاتي، خیانت، زده کړو،پوهي، مبارزي، انقلاب، اقتصاد، رشوت، صداقت او نوري داسي کلمي کارسوي چي لوستونکي ته  د را پاڅیدو یوه روحیه ورکوي.

      چي په مخکنیو  چاپي  اثارو کي د دغو کلیمو یادونه کُفر وو. یوه لیکنه چي لوستونکي ته د هغه د بیداری اوپه ټولنه کي د خپل مسولیت  پیژندني روحیه ور نه کړي. هغه مړې، بې روحې او بیله پیغامه  لیکني دي. په یوه لیکنه کي  باید د تخنوني او پا څوني روحیه وي......

       نو د خپلي لیکني د نتیجې او پایلي په برخه کي په ښکاره لیکم،  لکه څنګه چي د افغانستان پر تاریخ  باندي له سره یوه نوې څیړنه او کتنه اړینه ګڼم، پدغه شان په افغانستان کي د سیاسي "نهضتونو" چي  د بایزېد (انصار) یا پیر "روښان" او( روښاني نهضت) څخه را پیل کیږي هم یوه پخه کتنه پکار ده.

        که څه چي  په دې اړوند تر اوس هم ډیري لیکني سوېدي، د لیکوالو له لیکنو څخه جوته ده چي ډېری لیکوال د بایزېد انصار( روښان) له شخصیت، پیژندني څخه یا عاجز پاته سوېدي او یا یې قصداً نه دي غوښتي چي  د دې لوی مبارز شخصیت یاد  څنګه چي ښائي  هغسي په ښوو وکړي. دوي د پیر روښان لیکنو، نویشتو او (روښاني نهضت)  ته  د مغولي اشغالګرو او د هغوي په خدمت کي ولاړو د ازادی، علم او ترقی مخالیفینو لکه:( اخوند دروېزه او پنجول) له عینکو کتلي دي. ډیرو د خپل وخت  د حاکمو، ظالمو حکومتو له  خوښ ساتلو په غرض، حتا د بایزېد(روښان) علمي اثار  داسي غندلي دي، چي دغه شان کارونه هغه وخت اخوند درویزه د اشغالګرو په خوښه د بایزېد روښان په وړاندي  کول.

دې خبري ته  پام اړول پکار دی چي بایزېد روښان او (روښاني نهضت) د پنځه لسمي پیړۍ په نیما یي کي، په څنګه شرائطو او کومو امګاناتو سره څو اړ خیزه مبارزه مخته وړل:

 ۱ -    دیوه  لوی  اشعالګر قوت  په وړاندي ( د ازادی مبارزه). یا (استعمار) ضد په قلم او توره مبارزه.

 ۲ – د کورنیو زور واکو، محلي لویو خانانو د ظلم او فشارڅخه د ولسونو د خلاصون(استثمار)ضد مبارزه.

 ۳ –  تر خپل لاس لاندي کلیو او بانډو کي د نا پوهي او خرافاتو  د له منځه وړلو مبارزه.( دعلم خپرول او د خلګو پوهه ول) وه چي داسي د بشر په خیر کار دا اوس هم مشکل کار دی..

 ۴ – ښځي د یوه انسان په حیث پیژندل په سیاسي فعالیت کي ورته  ونډه ورکول، په روښانی نهضت کي د هغوی زده کړه، پوهه او بیا  هغوی په کلیو کي د خپلو خوندو په منځ د نهضت د اهدافو تشریح کولو ته ګمارل، چي د بایزېد  مخالف او دښمن (اخوند درویزه) یې  په خپلو اثارو کي بار بار یا دونه  او غندنه کړیده.

 ۵ – د موسیقی سره د بایزېد( روښان) مینه او په موسیقي کي دهغه پوهه یې بل کمال او صفت وو. نو په خپل  وخت کي یې د موسیقی د غښتلي کولو او تر ویج کولو لپاره  هم مبارزه کول. دساری په توګه: پیر روښان د سیمي د موسیقی په پرمختګ کي بارز سهم لاره، په هغه زمانه  کي حاجی محمد چي د میر افضل الله ولي له خلیفه ګانو څخه وو، هغه په  رباب کي څو تارونه  ور زیات کړل. پدې شان په  موسیقي  پوهو، نوی پښتو شعرونه  جوړکړل. چي په ټولو شعرونو کي به  رقص  را نغښتل سوی وو.

 مګر د وخت موسیقي ږغونکو نسوای کولای هغه غزلي په موسیقي الاتو کي  په درسته توګه وږغوي. خو بایزېد(روښان) په خپل  هغه شعرونه اصلاح کړل او د سازنده ګانو په مرسته یې و کولای سوای (سرود سلوک) چي (یود صوفیانه سندورو یو شکل دی) په سمه توګه و ږغوي. نور ښه اشعار او شپږ(مقام) یې و ږغول. (دهنا سری؟) پنځه پرده یې ، څلور پرده یې او درې پرده یي حماسي شعرونه او د شهادت مقام  ته ډیر څه جوړ کړل.

 ۶ – روښاني نهضت تر خپلي  ولکې لاندي سیمو کي د مځکو عا دلانه ویش کاوه، چي هیڅ  چا یې له دې کاره سترګي نه دي پټي کړي. حتا لیکوالان لیکي چي فریدکس(انګلس) هم د بایزېد روښان د مځکو دویش څخه یادونه کړیده. په رښتیا سره پیر روښان تر خپل لاس لاندي کلیو کي په هرو(۱۵) کلونو کي یو ځل  د قومونو تر منځ  مځکي تقسیم کولي.

 ۷ - په اول ځل د پښتو ادبياتو په تاريخ کي مسجع نثر رامنځته سو، له بل پلوه روښانيانو په پښتو ادب کې د قدر وړ اثار وليکل او پير روښان په خپل ادبي مکتب اوسبک کې لوی ـــ لوی شاعران او(ليکوالان) ورزول .
د پښتو ادب په اول پړاو کی پير بايزيد روښان په  پنځلسمه هجري پيړۍ کي د مسجع نثر بنياد کيښود.

ایا دا چي  د پنځه زره کلن تاریخ او افتخار یا دونه کیږي  په تاریخ کي بل کوم پر وطن او خلګو مینه یا  لټ او خائین ( امپراتوري، امیر، پاچا، رئیس، سیاسي مشر) دونه کتابونه لیکلي او یا د ولس په خیرکارونه کړي دي؟ مګر د غه نهضت تر خپل کنترول لاندي سیمو کي دغه اهداف پیاده کړي وه.

        د بایزېد (روښان) له پیژندني، د هغه د لیکنو اثارو( کتابونو، رسالو اونویشتو) له یاد او ذکر او پدې تو ګه د روښانی نهضت له مبارزو په خاصه( طبقاتي مبارزې) چي په اصل کي د ټولو مبارزو مور بلل کیږي او د اشغالګرو په وړاندي سرښندني موږ ته دا  نتیجه په لاس راځي چي روښاني خوځښت د منطقې په سطحه څه چي په پرته نړۍ کي اول منظم، هدف لرونکي، تشکیلات  درلو دونکی د ولس د ګټو ساتونکی جنبش وو.

 د دې مبارزو د راپیل کیدو او رهبری  افتخار یې  په بایزېد (انصار) پوري تړلي دي، ولي چي هیڅ چا حتا (اخوندروېزه، پنجول ) چي د بایزېد سر سخت مخالیفین هم وه داسي نه دي لیکلي چي بایزېد دي د کوم بل هیواد په لمسون سره د دې مبارزې بیرغ اوچت کړی وي. د روښاني خوځښت د پایښت او تقوې افتخارات د خوځښت په ټولو غړو پوري تعلق لري. په خاصه توګه د پیر روښان د کورنۍ په غړو او نژدې فعالو ملګرو پوري. د کورنۍ غړي یې لکه  د هغه میرمني، زامنو، لوڼو ،  مږندو، لمسیانؤ،  کړوسیانو او ټولو لویو او وړو پوري چي پدې مبارزو کي ټول شهیدان سویدي). د کورنۍ پر غړو سر بیره  د دې خوځښت د کلکو، غښتلو،  په لکونو  پیروانو څخه د یوې نموني په توګه دغه یادولای سوو لکه :

 ۱ -ملا ارزاني چي خپله هم لوی عالم او غښتلي شاعر وو.چي په پښتو، فارسي، عربي او هندي ژبو یې اشعار ویلي دي. ۲ – واصل (روښنایي) چي د اشعارو د یوان یې تر اوسه د چا پلاس ندی ورغلۍ مګر (۱۶) شعرونه سته چي خوندي دي.

۳ – میزا خان (انصاري) د نورالدین زوی او د بایزېد (روښان) لمسی وو.چي خو شحال خان خټک د ده د اشعارو په باب دا خبره په ښکاره کړیده چي میزاخان د پاخه کلام څښتن شاعر دئ.

۴ – علي محمد (مخلص) د ملا ارزاني ورور او د بایزېد روښان شاګرد و چي دیوان یې د لندن په موزیم کي په (۲۵۶۷) کوټه کي ساتل کیږي.

        د بایزېد (روښان) د کورنۍ او د روښنائي خوځښت(نهضت) په باب څیړنه پدې  څو  لږو پاڼو کي نسي را ټولیدلای، د دې  نهضت  د څیړني لپاره پکارده چي پاخه  په  ژبه  پوه، سیاست او تاریخ  پوه، لیکوني او څیړونکي ور باندي ګډ کار وکړي، نه تنګ نظره لرونکي او متعصب لیکوال. زما په باور هر تاریخ پوه  هم دا کار نسي کولای، تر څو چي خپله تاریخ پوه د یوه روښانه فکر لرونکي نه وي، (لیکوال، څیړونکي، تاریخ پوه یا د هربل مسلک ماهر) چي (  په مذهبي، ژبني، قومي او سمتي) بد نیتیو کي راګیر پاته  وي هغوی که و غواړي یا ونه غواړی، خپله فکري روحیه یې پر کړنو او لیکنواثر لري.

       تاسي ښاغلي به اوس پدې باور مند سوي یاست چي  بایزېده ( روښان) ۱۵۲۵م کال کي زېژدلی او تر(۱۸) کلنی مخکي  لا چي په خپلو زده کړو بوخت وو د خانانو له ظالمانه او بد چلند څخه کوم چي د ولسونو سره یې کاوه او بیروني اشغالګرو ځواکونو چي کوم ظلمونه پر ولسونوکول په خپلو سترګو لیدل، نو یې دهغوی  په وړاندي د تنفر  روحیه  غښتلې سوې وه. بایزېد(روښان) په  ځواني (۱۵۴۲) م کال کي د خپل ولس د سو کالي او د اشغالګرو څخه  د خپلي خاوري د ازادی مبارزه پیل کړې وه. د دې دوو بدو پدېدو ( کورني  ظلم او بهرني اشغال) په وړاندي  د مقابلې  او و درېدو لپاره یې اول خپل ځان په علم کي ملا(پوهه) کی. بیا یې د ولسونو و پوهولو او د ظلم په وړاندي د بسیج کولو کار ته ملا وتړل.

      بایزېد روښان د خپلي مبارزي له هغه پیله د علم او زده کړو خپرولو سره هم خاصه مینه وه. تاسي و لوستل چي بایزېد روښانه شپه او ورځ  د ژوند په ټولو اړخونو کي له کورنیو ظالمانو او پر دې لوی اشغالګر قوت سره په جګړو بوخت وو، بیا یې هم د خپلي کورنۍ د غړو زده کړي او هم  د مریدانو زده کړو ته کلکه  پام لرنه لرل، د کورنۍ نر اوښځي یې د زده کړو څخه بر خمند کړل، بل داسي په علم سینګار مریدان یې وه روزل چي هریو د خپلي زماني مخکښ عالم او مبارز وو. تر بایزېد مخکي خو ډیر نه پوهیږم اما تر ده را وروسته، هیڅ سیاسي مشر په دونه سختو حالاتو کي دونه کار نه دی کړی.

       د ښځو ونډه د بایزېد روښان په غورځنګ کي بیله شکه پیا وړي وه، چي د بایزېد روښان سرسخت د ښمنانو(اخوند دروېزه ، او اخوند پنجو) چي اصلي نوم عبدالوهاب و دوی  یې دې ته مجبورکړل څو په روښاني نهضت کي د ښځو پر ونډه رسالي ولیکي، منفي تبلغات وکړي، داسي چي روښانیان ځکه په خپل خوځښت کي ښځي (خلیفه ګاني) کوي او ښځو ته په نهضت کي ونډه  ور کړېده ، چي بایزېد روښان غواړي د ښځو په مرسته  د ټولني محرم  او غریب ځوانان خپل د غورځنګ خواته را نژدې کړي.

  اخوند دروېزه  یا عبدالوهاب په باب ښاغلی روهي صاحب د قاضي میر احمد شاه  له اثره څخه داسي راوړي:" اخوند دروېزه  په معاصرینو کي یوبل ډېر مشهور سړی ( اخون پنجول) دی د ده اصلي نوم عبدالوهاب و؛خو په خلګو کي د ( داخون پنجول) په نوم مشهور شوی و. ځیني وایي ؛ چي سرمست روښاني  د ملنډو په ډول پرده باندي د (پنجو) نوم اېښی و. سر مست روښاني به ویل ، چي عبدالوهاب د توحید او عرفان له مسایلو څخه نه دی خبر او له پنځ بنا نه زیات په بل څه نه پوهیږي؛ نو ځکه بې هغه (اخون پنجو) و باله.

          په روښاني نهضت کي د نموني په توګه  د دې څو مبارزو ښځو د نومونو یاد کوم: ۱- بي بي شمسو. ۲ – میرمن نور خاتون. ۳ –میر من بي بي الا ئي. ۴ – میر من شیخا. ۵ – میر من سائره. ۶ – میر من بسي. ۷ – میرمن ثاني اونرو چي دوی هر یوې د روښاني نهضت په پیاوړ تیا کي بې ساري مرسته کړېده.

         د اخوند دروېزه  او پنجول منفي( اخواني، د تمدون او ترقی پر ضد)تبلغات وه چي  سید جمال الدین افغان یې له وطنه په تیښته مجبور کي، ایر شیرعلي خان یې کمزوری کی، د غازی امان الله د مترقي پلانونو مخه یې ونیول، مشروطیت یې ناکامه کی. ویښ ځلمیان یې بدنامه کړل، زما ښه یادي چي د دمکراسي په لسیزه کي افراطي اخوانیزم  د چپ مترقي نهضتونو د تخریب لپاره همدغه تهمت لګاوه. د ښځینه شاګردانو پر مخونو یې تیزابو و شندل، بیا یې د دمکراتیک حاکمیت پر وخت د جهان د استخباراتي شبکو په مادی او تخنیکي امکاناتو د ترقي او پر مختګ  د مخنیوي لپاره همدغه وسله کارول، د معصو انجو پر مخونو یې تیزابونه شندل، د غرب په دمکراسي کي یې فرخنده په شاد شمشیره زیارت کي سنګ باران او شهیده کړل، تر نن تاریخ پوري یې  د ترقی او پر مختګ لاره تهدېد کړېده.

      که وطنداران د بایزېد(روښان) په هکله ټول لیکل سوې اثار او نویشتې تر نظر تیري کړی، درته روښانه به سي چي لیکوالو د اخوانیت له ډاره  پیر روښان ته په هغه سترګه نه دي کتلي څنګ چي باید کتلي یې وای. د ساری په توګه بایزېد روښان، ښځه او لادونه لمسیان او کړوسیان یې  د ازادۍ په لاره کي د اشغالګرو پلاس (شهیدان) سویدي. مګر هیڅ مخکنیو لیګوالو  په خپلو اثارو کي دوی شهیدان نه دي بللي.

 په روښناني نهضت کي د ښځو پر ونډه یې هیڅوک پښیمان نه دي، خو ښه یې هم نه دي بللي. د موسیقي پر وده یې خبري کړېدي خو بیرته خپلو خبرو ته یې مذهبي رنګ ورکړي مانا داچي د بایزېد روښان دا کار یې ستایلی نه دئ.

  د لیکوالو په اثارو کي د بایزېد روښان په مبارزو کي د مځکي پر ویش بحث راغلې دی، مګر د خبري په اهمیت او ماهیت یا نه پوهیدل او یا یې د وخت د غوښتو برابر ځانونه تیر کړي دي.   

    اوس نو په زغرده  دا ویلای سو، چي په کور کي د ننه  د نه پوهي، ظلم او بهرني  اشغال په وړاندي د لمړي ځل لپاره د  ازادۍ، متشکلي، هدفمندي او طبقاتي مبارزې نهضت(دپنځلسمي پیړۍ له نیمائي نه مخکي ۱۵۴۲م کال ) په پښتني ټاټوبي کي سر را وچت کړیدئ چي په مخکي یې لوی عالم، پوهه  او د تدبیر لرونکی ، زړه ور سیاستوال بایزېد ولاړ وه. افغانانو ته  د مبارزی او ازادی الهام له انګیزه، له عثماني ترکې، له ایران، له روس او له برطانوی هند څخه  ندي اخیستۍ، بلکي د افغاني ټا ټوبي څخه نورو سیمو ته یې لمن خپره سوېده.

 نورا به سو اصلي خبري ته په خفګان سره زموږ مشرانو او مخور لیکوالانو په خپلو مخکنیو لیکنو کي د"مشروطیت خوځښت"   په افغانستان کي لمړنی  د متشکلي مبارزو( تشکیلاتي سیاسي) مبارزو خوځښت لیکلی دئ. حال دا چي د مشروطیت  خوځښت د(۱۹) پیړۍ  په سر کي راشروع سوېدي. چي دا نو په تاریخ کي د امیر حبیب الله خان د حکومت وختونه دي.  بل زموږ ښاغلو لیکوالو چي په خپلو کتابو نو کي د ازادۍ د غور ځنګونو کوم یاد او زوکړي ځایونه  لمړی  په اروپا کي  د (۱۷) پیړۍ وروستي کلونه او په عثماني ترکیه کي چي د (۱۹) پیړۍ لمړي کلونه دي.

      لکه څنګه چي مخکي تاسي د خپل یوه پوه، ، مبارز،  پښتون و طندار بایزېد "روښان" او د هغه  د تحریک په هکله و لوستل، چي د بایزېد " روښان" د ازادی  متشکلي، طبقاتي مبارزې د شروع تاریخ په اروپا  کي  د یاد سوو تاریخو نو نه  څه کم دوې پیړۍ مخکي پښتنو مبارزه  را شروع کړی وو.یعني د (۱۵۴۲م) کال کي شروع  او نژدې دوې پیړي  یې د استعمار او استثمار دواړو په وړاندي مبارزې کړیدي، پس  په ښکاره سره  لیکلای سوو، چي د ازادی دغورځنګ  او مبارزو د شروع  مخکښ بایزېد "روښان"  او دهغه  غورځنګ وو. د پیر روښان  د مبارزو او لیکلو کتابو زورو وو، چي  په (۱۸۵۷م) کي په  برطانیوي هندوستان او عثماني (ترکیې) کي په خاصه په برتانوي هند کي د (الهلال او حبل المتین)  د  جریدو خپرول او په ایران کي د ( اتحاد او صور اسرافیل) د جریدو خپرول را پیل سول. په راتلونکي کي باید ځوان لیکوال دې ټکي ته جدي تو جو وکړي.

      مخکي لدې  چي د خپلي  دغي لیکني"  په افغانستان کي د سیا سي نهضتو د بهیر" دوهمه فصل( د مشروطیت غور ځنګ) ته تیر سم، چي زموږ دهیواد  غښتلو، نوم وتو پوهانو دغه غورځنګ ښه څیړلی دی، اړینه او پر ځای مي و ګڼل چي تر هغه مخکي د بایزېد (روښان) یا روښنائي خوځښت، مبارزو او قربانیو څخه په نیم نیمګړي توګه  یوه یادونه وکړم او ستاسو ښاغلو سره   یې شریکه کړم. څوتاسو دوستانو ته دا روښانه کړم چي  د دغي لیکني لامل دغه وو، چي د طبقاتي مبارزې پیل له دغه سمي سوی دی او خپله بایزېد (روښان) کړېدی.

      بایزېد روښان د خپلو مبارزو په ترڅ کي د یوه خط یا ملي کرښي او ملي ایډیالوژی خاوند وو. چي خپل دغه اند او مفکوره ئې و خپلو نسلونو ته په علمي توګه او په بشپړه توګه وړاندي  او دغه خط سره سم خپلي  طبقاتي او ملي مبارزې ته دوام ورکړ. په دې لارکي د توري په څنګ کي د پیاوړي قلم څخه ګټه پورته کړه. خپل عقاید او نظریات یې راتلونکي نسلونوته تر ننه پوري د علمي سوغات په توګه پریښود او د ده علمي تګ لاره به  په راتلونکي کي هم د افغان ولس او حتاد نړی د خلګو لپاره د مبارزې دلاري ځلانده ډیوه  ده چي تل به په روښانه توګه ځلیږي.

دغه مبارزې سره له دې چي ظاهرکي د ماتي سره مخامخ سوې، ولي په راتلونکي کي یې وشوای کولای د د باندني تیرې کونکو پر ضد، د ظلم او نا روا په وړاندي د خلګواو پرګنو د نه ما تیدونکي مبارزې  د لاري ځلانده مشعل تر ننه پوري  و ګرځي.لکه څنګه چي په قوت سره خوشحال بابا په همد غو ختیځو سیمو کي  د ښکیلاک  او زبیښاک ځواکونو په وړاندي هم په توره هم په قلم نه ستړې کیدونکي مبارزې ته دوام ورکړ. خوشحال په خپلې کړنلاره کي د بایزېد روښان  د طریقت پیرو وو. همدا راز همدغه روښاني نهضت وکولای شوای چي د هیواد  په لویدیځو او جنوبي سیمو لکه ( هرات او کندهار) کي  د اتلسمي پیړی په سر کي  د خلګو د مبارزو په بنسټ بهرني ځواکونو ته ماته ورکړي  او دروښاني غورځنګ پایله  بشپړه  او تلافي کړي.

 د مثال په توګه  میرویس خان چي وروسته په حاجي میرویس خان نیکه ملقب شو کټ مټ د بایزېد روښان  د خط پیرو وو.  میرویس خان چي په (۱۷۷۲) م کال کي وزېږد د خپلي سیاست پوهه مور "نازو " په غیږه کي هغه هم په طریقت کي  د بایزېد روښان  دتګلاري پلوي وه. میر ویس خان  وروزل سو چي دوخت صفوي(ایران) ته یې ماته ور کړه. اوخپل هیواد   اوخلګ یې خپلواک او ازاد  کړل.

     میرویس خان ښه پوهیدو چي نشي کولای لکه بایزېد روښان غوندي دطریقت له مخي هغه درجې ته ورسیږي  چي په خپله فتوا او جهاد  اعلان کړي. میر ویس خان وکولای سول لومړی بیت الله شریفي ته ولاړ شي،او د هغې دروحاني قو ت څخه ګټه پورته کړي، دلاري پرسر او د مکې  دروحانیو څخه د ظالم او مستبد ځواک پر ضد د فتوا او جهاد  د اعلان حق تر لاسه کړي، چي دا چاري یې سرته ورسولې.

      حاجي میرویس خان تر پایه پوري د پاچهۍ  ادعاونه کړه اویوازي یې د خلګو مشری او خدمتګا ری ویاړ وساته. د دغه یاړ له امله ولس د هغه تر مرګ وروسته  ورته د(نیګه) لقب ورکړ.

وروسته تر حاجي میر ویس خان "نیکه" احمد خان( وروسته لوی امپراتور او احمد شابابا سوو) هم د میر ویس خان نقشه او پلان په خپل وخت یعني (۱۷۴۲-۱۷۷۳) م کالو پوري په هیواد  کي عملي د مستقل دولت او هیواد  بنسټ  یې په خپلواکه توګه کيښود.چي د احمد خان مبارزه اصلاد  بایزېد روښان د تګلاري ځلانده زیږنده ده.

     همدا راز سید جماالدین افغان د روښانی طریقي پیروو چي  په ترکې او اسیا میانه کي یې د پیر روښان مفکور خپره کړل.  په وروستیو زمانو کي تر ننه د بایزېد روښان غورځنګ نسلونو نسلونو ته د مبارزې په لاره کي بله ډیوه ده.  د بیلګې په توګه  سید جمال الدین افغان د بایزېد د لاري پیروو او همداسي  د ځوانو  افغانانو نهضت( اول مشروطه غوښتونکي) د امیر جبیب الله خان د سلطنت په وخت کي. بیاد  امان الله خان په سلطنت کي مشروطه غوښتونکي. او په وروستیو پنځولسیزو، اوسنیو وختو نوکي (د ویښ ځلمیان نهضت  او بیاد  دمکراتیکو جنبشونو یون ) دوخت سترعارف،مفتکراولوی شاعر ارواښاد (حمزه بابا) په خپل(ژوندليک) کې بایزېد روښان ته يوه ځانګړې کتنه کړی ده حمزه شينواری هم دتصوف اوعرفان يولارښود دی.
    ارواښاد حمزه شينواروايي((پر پيرروښان د کفراوالحاد ګردې فتوې اخونددرويزه لګولې او بيايې پيرباباته منسوبې کړې دي چي ټولې دروغ دې. ځکه چې سيدعلي ترمذي خپله داخنددرويزه له لاسه تنګ ؤ. له دې څخه ښکاري چي حمزه شینواري خپله هم د پایزېد روښان د لاري پیرو وو. د همدغه روښاني نهضت  دلاري پل دی چي عملي کیدی او عملي کیږي به.  پاي

 

 

 

+++++++++++++++++++++++++

 

( پنځلسمه برځه)

۲– احداد  ( د جلال الدین وراره):

        تر هغه وروسته چي د جګړو په بهیر کي د جلال الدین نژدې ټوله کورنۍ او وروڼه د اشغالګرو قواو سره  د ازادۍ په مخامخ جګړو کي  په  شهاد ت ورسیدل، د دې کورنۍ  یو کشر بل میړنی د جلال الدین  وراره (احداد ) د مبارزې بیرغ پورته د خپل میړني تره جلال الدین  د مبارزینو مشري یې پر غاړه واخیستل. البته  احداد  د کمال الدین زوی وو.

      احداد  په (۱۶۱۰) م  کال کي  د ازادی  د لاري د مبارزینو او خلګو په مرسته پر کابل یرغل وکړ، ویې کولای سول چي د کابل شاه وخوا سیمي د هند له فوځونو څخه پاکي کړي  زیات ځاني او مالي تاوانونه ور واړوي.  نو یې د چرخ لوګر د غرونو سیمه  د خپل مرکز په نوم وټاکل.خو په ۱۶۱۴م کال کي یو ځل بیا د هند امپراتوری تازه د مه  خورا ډیري لښکري سیمي ته را واستولي  او د (حداد ) پر قواوو یې خپل بریدونه شروع کړل، دا بریدونه او جګړې دومره قوي اوسختي وې چي د احداد  له مبارزینو څخه یې زیات تر درې زرو مبارزین  په شهاد ت وروسول. احداد  د خپلو پاتي مبارزینو د میړاني له کبله سره له دې چي د د ښمن فوځ څو برابره  پر زیات وو،په مړانه و جنګیدل او زیاد هغوی یې ووژل، تر هغه وروسته احداد  د خپلو ملګرو سره کندهار ته ولاړ او هلته یې مرکز پرانیست.

       په ۱۶۱۸ م کال کي یې هلته  یو ځل بیا  د هندي امپراتوری پر لښکرو یرغل وکړی، دواړو خوا زیات تلفات ولیدل، احداد  د کندهار څخه د ختیځو سیمو غرونو ته  د خپلو مبارزینو سره ولاړی. په ۱۶۲۵ م کال کي د"تیرا" د غرونو په شاوخواکي  د هندي امپراتوری د لشکرو سره لاس په ګریوان سو، چي دا یوه ډیره پیاوړي جګړه وه، د جګړې دواړي غاړي دا مني چي دا جګړ تر ټولو سخته جګړه وه. پدې جګړه کي احداد  شهید سوو، دا ځل بیا هندي لښکرو د حداد  سر له تني جلا (پرې) کړ او د ده  د کاکا (جلال الدین) د سر په شان یې د ده سر هم د ډهلي دربار ته ولیږه. او د ده مرکزد" دواغزکلا" د د ښمن  په محاصره  کي راغله.

       پدي وخت کي چي د حداد  کورنۍ د امپراتور د لښکرو پرضد جنګیدل. د حداد  میړنی لور تر هغو د دښمن سره و جنګیدل چي تر څویې خپلي پاته کورنۍ ته یې  د خلاصو لاره پرا نستل او هغوی  له کلاه څخه و غرنو ته وتښتیدل. د دښمن قواو غوښتل چي  د حداد  میړنی لور ژوندی تر ګوتو کړي. اما  دحداد   میړنی لور د دښمن پر ضد تر وروستي امکانه و جنګیدل، کله چي پوهه سوله نوره  د دښمن لخوا نیول کیږي نو د کلاه  بام ته پورته سول  مخ یې په خپل پړوني کي پټ او له بامه یې ځان و غورځاوو، هلته شهیده سول  روح دي ښاد وي خو په ژوندوني یې ځان د ښمن ته و نه سپاره، دې ته وایې غیرت.

 

 ۳ – عبدالقادر د (احداد ) زوی:

          عبد القادر  د مبارز حداد  زوی د کمال الدین لمسی او د لوی پیر بایزېد روښان کړوسی وو. عبدالقاد ر د خپل پلار تر شهاد ت وروسته  د مبارزینو مشري تر لاسه کړل. یعني په ۱۶۲۸م کال کي چي د هند امپراتور شاه جهان پرواک وو. عبدالقادر هم د خپل پلار،نیکه او غورنیکه په شان پر خپل وخت  امپراتوري لښکرو ته سخت ګذارونه ورکړل.او د شاه جهان لښکرو ته یې د جنګ په میدانو نوکي ماته ورکول. عبدالقاد ر غوښتل خپل مبارزین پیا وړي او دشاه جهان پر مرکز یعني ډهلی باندي یرغل وکړي. نو ځکه عبدالقاد ر په پیښاور کي له بل ملي مبارزکمال الدین سره چي د مبارزینو یو پیاوړی مشر وو یو ځای سوو.

         دغو دواړو مبارزینو په ګډه د شاه جهان پر لښکرو برید وکړ. بیا هم  د دوی زور ونه رسیدی د لوی دښمن(شاه جهان) د لښکرو لخوا یې ماته و خوړل. دپیښاور ښار بیا د شاه جهان د قواو پلاس کښیوت.عبدالقاد ر او کمال الدین بیا خپلي قواوی د بل  ځلي  جګړې د پاره تیاري کړې. اما معلومه نسو چي ولي او د کومي انګیزې له مخي وو، چي عبدالقاد ر په (۱۶۳۴)م کال کي  له مقاومت او مبارزې لاس واخیست د شاه جهان  د حاکم سعید خان سره یوځای  هند ته  ولاړی او د شاه جهان د هند دربارته تسلیم سوو.

        دهند دربار او خپله شاه جهان د هغه کلکه هر کلی و کړ او ویې نازا وه. شاید عبدالقاد ر خان له یوې خوا له جګړو او وژلو څخه کرکجن سوی وي او له بلي خواد  سعید د نصیحتونو او واعظ تر تاثیر لاندي راغلی وي. عبد القاد ر خان هلته په ډهلي کي په کال(۱۶۳۶)م یعني دوکاله وروسته وفات سو او هلته ښخ کړل سوو.

 

۴ – کریم داد  خان:

       کریم داد  خان د پیر روښان بل کړوسی وو چي د عبدالقاد ر وروسته یې دمبارزینو مشري ترلاسه کړ.کریم داد  په لومړي سر کي غوښتل چي د ارکزیو او اپریدیو د قبیلو له خانانو او ملکانو سره چي د هند د امپراتوری غلامان او پلویان وه حساب تصفیه کړي، اماد  هند لښکرو د دغو ملکانو او خانانوپواسط مخکي له دې چي کریم داد  پرې یرغل وکړي د ده مرکز محاصره او اشغال سوو،کریم داد  اسیر سوو او دشاه جهان په فرمان د پیښار په ښار کي اعدام سوو.

     له دې وروسته د پیر روښان په پاتي کورنۍ کي وتلی مشر چي د مبارزینو مشري تر لاسه کړي پیدانه سو او دغه نهضت په کرار کرار کمزوری کیدی، ځکه  د بایزېد روښان د کورنۍ اکثریت په جګړو کي شهیدان سول او یو شمیر یې دهند د دربار تر څارني لاندي د اسیرو  په توګه ژوند کاوه. دروښاني نهضت د مبارزې  بهیر څه د پاسه  شپیته کاله د هند دمغولي امپراتوری پر ضد په خورا مړانه مسلحانه مبارزه وکړل.

       دوی د هر راز ظلم، ناروا اوتیری په وړاندي داسي کلکه او په مړانه و دریدل چي نژدې ټولو یې د شهاد ت جامونه پورته کړل. خو  د مغولي امپراتوری هیڅ ظلم اوباطل ته یې خپل سرونه کښته نه کړل.  د کریم داد  تر اعدام وروسته، تر د یرشو کلونو پوري دغه نهضت په بیلو بیلو سیمو کي د مغولي امپراتوری پرضد جنګیدل.تر هغو چي  په (۱۶۶۰) م کال  کي یو ځل بیا  دوه تنه مبارزین هر یو( چالاک اخوند  یا خټک خان او باکوخان یو سفزی) د مبارزې میدان ته را ووتل او د مبارزې بیرغ یې پورته کړ.

۵ – اخوند  خټک خان او باکوخان یو سفزی:

       دغه دواړه مبارزین چي البته خټک خان په هپله روحاني شخصیت هم وو او د خټګو خلګو دچالاک خټک په نوم هم پیژانده او باکو خان  د یوشفزي قوم مشري په غاړه درلوده. اخوند  خټک او باکوخان په ګډه سره د مغولو د امپراتوری پر ضد دجهاد  بیرغ اوچت کړ، څوپلا یېپه پښتونخوا په تیره بیا پیښاوراو تیرا کي د مغلولښکري په ګوندو کړي او د اورنګزیب پاد شاه پرضد یې سختو جګړوته دوام ورکړ.خو د اورنګزیب د لښکرو په وړاندي د دوی قوت کمزوری وو له ماتي سره به مخامخ کیدل.

 ۶ – ایمل خان او دریا خان:

        د اخوند خټک او باکوخان  تر کمزوری وروسته  د مغولو  د مستبدي امپراتوری پر ضد د مبارزې بیرغ د اپرېدو د قبیلې مشر ایمل خان  د خپل ملګري دریا خان سره په ګده په خپل ټول قوت سره  او چت کړ.د څوکلونو د پاره  وجنګیدل. ایمل خان قیام  د خپلو خلګو په ملاتړ د کابل بابري والي (محمد امین) خان ته خورا سخته ماته ورکړه، مګر به آخیرکي دوی هم له ماتي سره مخامخ سول.

په دې توګه د بایزېد روښان نهضت یاد  خلګو د ازاد ی غوښتونکي مبارزې چي د هیواد  په ځتیځ کي د (بایزېد) او دهغه د کورنۍ په مشری یې کلونه کلونه دوام وکړ. سره له دې چي په وروسته کي له ماتي سره مخامخ سوو،مګر ویې کولای سول چي د خپلو قربانیو په واسط د خلګو او په تیره د بیوزلو پرګنو په زړو کي د مبارزې (یون او روح ) د یوې بلې ډیوې په توګه تر کلونو کلونو چي تر نن پوري دغه انګیزه او اغیزه دوام  او روښانه وساتي چي په هماغې وخت کي د ستر خوشحال بابا غورځنګ چي د مغولو د مستبدي امپراتوری پرضد وروستی ګذاروو،رامنځ ته کړ.

        د دې بحث په پای کي زه داسي فکر کوم چي د بایزېد روښان  فلسفه او روحاني طریقت څیړل ساده او اسانه کار نه دی  اوڅیړل یې هغو کسانو ته چي په د ین او مذهب کي پوره پوهه او لوی لاس ونه لري ډیر ګران  کار برېښي.او له بلي خوا له بده مرغه چي په دې لاره زموږ پوهان او د قلم خاوندانو ډیر کم کار کړې دي  په تیره بیا زموږ روحاني پوهانو او شخصیتونو. زه له ټولوخپلو عالمانو او پوهانو څخه په تیره دا چي په عربي ژبه او سیاست سره  هم بلد وي، بایزېد روښان نه یوارزي د علمي اوسیاسي شخصیت له پلوه وڅیړي.

بلکي ضرور دی  چي دروحاني شخصیت له پلوه یې په هر اړ خیزه توګه وڅیړي. تر څو وکولای شونه یوازي د غه ستر روحاني شخصیت پیژندلو په لاره کي ګام پورته کړو، بلکي د خپلو خلګو د مفکورو دروښانولو  په لار کي مرسته وکړو او دهیواد  علمي پانګه پیاوړې کړو. ما څه چي لیکې په اصطلاح:( شنه پاڼه د درویش تحفه) چي په دری ژبه کي ډیر ښه وایې:( برګ سبز "تحفه" درویش) ده. متا سفانه چي د لته موږ سره  په امریکا هیواد په دې اړه که و وایم ډیر اسناد  نشته صحیح خبره ده.نور بیا 

 

 

´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´

 

څورلسمه برخه

۱ -  جلال الدین :

جلال الدین د بایزېد روښان مشر زوی وو. چي د  ملي مبارزې په ټولو جنګي سنګرو نو کي به په زړه ورتیا  د خپل پلارتر څنګ ولاړ وو. دی  د پردو پرضد مبارزه کي خوا مشهور ځوان وو. څه وخت چي یې پلار(بایزېد) د خپلواکی او ازاد ی د لاري په مبازره کي په کال ۱۵۸۵م کي شهید سوو. نو د روښان ټولو ملګرو یو ټکان و خوړ او ویني یې په جوش راغلې.  سمد ستي جلال الدین د خپل پلار ځای ناستی سوو، شل زره پلي وسوله وال او پنځه زره سپاره کسان چي ډیر یې د بایزېد روښان مریدان او پیروان وو، ټول د جلال الدین پر شا وخوا را ټول سول.د خپل پیر د ارمان دپوره کولو او د دښمن څخه د هغه د کسات اخیستلو په خاطر ودریدل.

 د جلال الدین تبعو او مبارزینو په بیړه سره پیښاور  محاصر او ونیوی. د بابري امپراتوری حاکم" حامد خان نجار" ته یې ماته ورکړه  او له درباریانو سره یې جفت و واژه. په دغه شان جلال الدین ۱۵۸۵م کال په وروستیو کي د خیبر په غرونو کي یې د هند د امپراتور جلال الدین محمد اکبر پاد  شاه د پیاوړو لښکرو سره جګړې پیل سوې، چي دغو جګړو دووه کاله دوام وکړ. ټول پښتانه په تیره بیا مهمند، غوري خیل او یوسفزائې  قومونه د جلال الدین د (بایزېد زوی) تر څنګ په مړاني سره  د امپراتوری پرضد و جنګیدل.

پدې جګړو کي د هند امپراتوري ځواکو ته د سر تاوانونه بیخي زیات وه. وروسته له دوو کلونو د هند اعزامي پیاوړي لښکر د "کنورمان سنګ، خواجه شمس الدین خلفي او زین خان کوکه" په مشری د جلال الدین پر پلویانو سخت برید وکړ، جلال الدین پر شا سو اماد  امپراتوری د لښکرو له خوا تر سوات او باجوړ پوري تعقیب سو. د امپراتوری لښکرو د اپرېدیو او ارکزائیو له قبایلو څخه ګروګان هم تر لاسه کړل، خو جلال الدین چي د یوسفزائې قومونو ملاتړ ور سره وو، د جلال الدین اکبر د قواوو لاس ته ورنه غی.

 دغه جګړ په تیته توګه هري خواته  د امپراتوری پرضد په قوت روانه وه. د خلګو غلبه  او بریالیتوب د افغانستان په سیمو کي هم ښکاره وو. ولي یو متمر کز شکل یې نه  درلود. خو دغو مبارزینو د جلال الدین په مشری د پردیو پر ضد مبارزه  کي د ملي مبارزې روح په خلګو کي ژوندی اوپیاوړې وساتله او هم یې دهند د دولت ارتباطي لاري له کابلستان سره بندي و ساتلې.

جلال الدین وروسته  له څلورو کلونو د خپلو وروڼو ( واحد علي او کمال الدین )  او افغان مبارزینو په کلکه ملاتړ ګوري لائې جګړو ته زور ورکړی. د غو جګړو د هند امپراتوري سخته لړزوله او په وېره کي لوېدلې وه. دا ځل په ۱۵۹۱م کال کي  د هند امپراتور جلال الدین اکبر پاد شاه  د (جعفربیګ، آصیف خان او قاسم خان) په مشری پیاوړي لښکري  د جلال الدین او د هغه  د وروڼو د ځپلو لپاره منطقي ته را واستولې، ترسختو جګړو او د واړو غاړو ته تر ډیرو تلفاتو اوښتلو وروسته  د جلال الدین کورنۍ او وروڼ (واحد علي او کمال الدین) د دښمن پلاس کي اسیر سول.  جلاله هغه وخت د څوارلسو کالو و چې لاس تړلی يې اکبر باچا د ربار ته يوړو خو هغه پرېښودو. جلاله چي بیا د خپلو خلګو منځ ته راغلی  ډېر ژر یې د خپل پلار د تحريک مشر شو او د مغلو خلاف يې ګوريلاي جنګ پیل کړل. ده به د اباسين شا و خوا په مغلو حملې کولې او هم هغه وخت د اټک په سيند کي دوه لوېې تيږې د پير روښان د دوو زامنو جلالي او کمالي په نوم مشهور سوې، وروسته انګريزانو په دې تيږو د اټک پل جوړ کړو. د مردان سره نږدې د جلاله ګودر هم هغه وخت شهرت وموندلو چې دروښاني تحريک جنګيالي به پکې را ټولیدل.  هم دغسې د جلال اباد  ښار هم د هغه په نوم ونومول شو.

بل اړخ ته د هند دولت د خپلو پیسو په زور د اخوند  دروېزه په مشری یو شمیر محلي فیوډالان کي ملک حمزه  اکوزائې یې په سر کي وو. د جلال الدین اوملي مبارزینو په خلاف خپلو ناوړو هلو ځلوته دوام ورکړ. اخوند  در وېزه  د خپل قلم او توري سره د ملک حمزه سره لاس یو کړ، څو په نتیجه کي د جلال الدین  د هند د امپراتوری د قوی لښګرو په وړاندي له ماتي سره مخامخ کړ. بل لوري ته د لازاکو او مهمندو قومونو د یو شمیر خرڅ سوو ملکانو او خانانو پواسط  د جلال الدین نور وروڼه ( شیخ عمر،خیرالدین او نورالدین) په چل او د سیسه سره و نیول او ووژل.

وروسته له دغي سختي او له غمه ډکي پیښي څخه جلال الدین او مبارزینو یې په (۱۵۹۲)م کال کي  په باجوړ کي د هندي دولت پر لښکرو ساز قیامت جوړ کړ او د هغوی لښکر چي څلویښت زرو ته رسیدل  د پوځي مشر (راجا بیربل) سره ټول له تیغه تیر کړل، د کابل او هند لاره مبارزینو وتړل. د څو کلونو د پاره  د امپراتوری لښکرو و نسوای کولای چي دغه لاره خلاصه او یا پرانیزي. د جلال اباد  نیولې تر ټولي پښتونخوا پوري دا سیمي  د جلال الدین او د مبارزینو په قبضه کي وې.

بیا په (۱۵۹۸م) کال کي جلال الدین پر غزني باندي حمله وکړل، غزنی د مبارزینو له خوا و نیول سوو، خو په خفګان سره چي په دې جنګ کي جلال الدین سخت زخمي او د دښمن پلاس ورغي هغوی په بې رحمي سره یې و واژه. د دغي میړني مبارز یعني د جلال الدین سر د ښمن له تني څخه پرې کړل، دهند دربار ته یې ولیږه، پدې وخت کي د هند امپراتور جهانګیروو. هغه د جلال الدین پرې سوی سر د خپل دربار یاد  ډهلي دقصر پر دروازه د څو وروځو لپاره ځوړند کړی وو او اکبرپاد شاه او درباریانو یې تر لاندي خپل د عیاشیو، خوشحالیواو نڅاګانو مجلسونه جوړول. نور بیا

 

++++++++++++++++++++++++++++++

دیرلسمه برخه

بایزېد (روښان) په څو د لیلونو اکبر پادشاه  د قران م د آ یاتونو په قول کافر او مشرک اعلان کړ.

 ۱ – اکبرپادشاه چي اخوند  دروېزه یې هم پلوی دی"بیت المال" چي د خلګو او بیوزلو خلګو پیسې اومال دی. دی یې په عیاشیو، معشوقه بازیو، شرابوخوریو او نورو اعمالو مصروفوي، او په څنګ کي د دې د شاه  ټول پلویان بیت المال ته زکات اوعشر نه تحویلوي. نو ځکه د مبارک آیت له مخي چي پاک الله په خپل کلام د فضلت په سوره کي (۷) ائیه کي فرمائیلي دي:" الذین  لایؤتون الزکاة وهم بالا خرة هم کفرون" تر جمه: هغه کسان چي  زکات نه ورکوي  په اخرت کي کافران دي.

 د دوی  اعمال بایزېد روښان ته څرګنده وه چي دغه کسان نه یوازي دا چي خپله زکات نه ورکوي بلکی د خلګو مالونه چوره وي او بیت المال لوټوي. نوځکه بایزېد په ډاګه ویل؛ چي  دغه شاه او د هغه پهلویان (اخند دروېزه  اونور ) ټول  غټ شیطانان دي. یا یې ویل د شاه پلویان (اخوان الشیاطین)  دي، مانا دوی د شیطان وروڼه دي. نو د دوی پر ضد جهاد  فرض عین دی.

 ۲ – د تاریخي مطالعاتو له څیړلو او د جلال الدین اکبر پاد شاه د کړو وړو له څیړنو وروسته  بایزېد خپلو پلویانو او خلګوته څرګنده کړه چي جلال الدین پاشاه د اسلام مقدس دین پر ایښی او ځانته یې بیل مذهب جوړ کړی دی. ده بودیزم، برهمنیزم، مسحیت په اسلام ګډ کړي دي یو واحد مذهب چي دی یې مشري کوي را منځته کړی دی. د دا شان بل مذهب جوړل د اسلام او شریعت مخالفت دي او عملي کوونکي یې کافر دي.

بایزېد روښان پدې پوهه سو چي مستقیماً نشي کولای د ډهلي دولت  ته ماته ورکړي، نو ځکه یې خپل پیرو قوتونه را  سمبال کړل چي پر جلال اباد  حمله وکړي او اسا سي ځای (کابل) د مغولو له چنګاله ازاد  کړي. بایزېد روښان یو( مجتهد) شخص  وو، نوموړي دا حق او صلاحیت لاره چي (فتوا صاد ر او د جهاد  اعلان وکړي) پدې خاطر خلګو د ده د جهاد  اعلان ته لبیک ووایه.

د بایزېد روښان مخالف او د ښمن (اخوند دروېزه) چي د ده پرضد او مخالفت یې د هري وسیلې کار اخیستی په  علمي لحاظ دې مقام ته لا نه وو رسیدلی چي د بایزېد فتوا رد او خپل فتوا صادره کړي. نو یوازي یې د مغولي امپراتوری په ګټه د بایزېد روښان  پر ضد تبلغات کول.

بایزېد روښان په ډاګه  د اکبر پاد شاه  او د هغه  د درباریانو پر ضد جهاد  په سراسر مشرقي سیمو کي راشروع کی، چي د هند امپراتوري یې په لړزه را وستله. بایزېد پر خلګو ږغ وکړی : هر څوک چي آس لري ځین دي یې کړي، په هر کور کي چي ځوان وي توري ته دي لاس کړي  د جهاد  د لیکو سره دي یو ځای سي. ځکه اکبر پاد شاه کافر او مستبد دی، باید له منځه ولاړ شي، مال او دارایې یې په خلګو پوري اړه لري، اوستاسي مجاهدو غنیمت دی.

داخبره اخوند  دروېزه په خپل اثر"مخزن الا سلام" کي د بایزېد روښان د خولې داسي را نقل کړېده:" زه لښکر برابروم ترڅو هند فتح کړم،هر څوک چي آس لري را دي سې د اکبرشاه دارائې زموږ ده" دروېزه زیاتوي : "خلګو بایزېد تاریک غواړي تاسو و غولوي، دی اشرار دی. غواړي په اسلامي هیواد  کي شر اوجنګ را پورته کړي، چي دا  د خدای ج او د هغه د رسول ص  لاره نده، بر خلاف د اسلام پرضد ناروا عمل دی"

بایزېد روښان د اخوند  دروېزهء ټولي هڅي په خپلو وعظونو کمزوري کړې او خپل اثر (صورت توحیدsurat-i-towhid ) په لیکلو سره خلګ او مجاهدین توحید او یوالي ته را و بلل. خپل ټول پیروان د اسلامي احساساتو سره سم راټول او د هند  د بابري دولت پر ضد ئې سراسرۍ جهاد  اعلان کړ.تر پښا وره یې خپل نفوذ ټینګ کړ،اما په پیښاور کي د کابل والي بایزېد روښان اسیر کړ او کابل ته یې له ځانه سره بندي راوړی.

اما بایزېد روښان په هغه بلاغت او فصاحت د کلام او روحاني شخصیت په لرولو سره یې د کابل درباریان تر خپل تاثیر لاندي را وستل، نو ځکه د کابل حکمران (محسین خان) ونشوای کولای بایزېد د ډیر وخت د پاره په بند کي وساتي،ځکه د خپلو درباریانو او خلګو له خوا د  کابل والي ته ګواښ موجود سوو، نو  هغه وو چي څو ورځي وروسته  بایزېد روښان  یې له قیده څخه ازاد  کړ. بایزېد بیر ته د کابل څخه د هیواد  ختیځ خواته راغی او د تیرا په سیمه کي یې مرکز ونیو. ژر یې څو زره سپاره او پلي پر ځان را غونډ بیا یې پیښاور او د وزیرستان سیمي تر خپل حاکمیت لاندي راوستې او پر جلااباد  ښار یې خپل یرغل ته دوام ورکړ.

بایزېد روښان چي د خپل جهاد  پواسط یې خلګ د امپراتوری پرضد چمتو کړي وه، دی پدې ښه پوهیدی چي پر جلااباد  د ده یرغل شاید  ناکامه سي مګر د عملاً خلګو ته دا ور په ډاګه کړه چي د ظلم او ناروا پر ضد و جنګیږي  او د راتلونکي  لپاره نور و نسلونو ته  د مبارزې لاره خلاصه کړي. د جلال آباد  جنګ چي بایزېد روښان په خپله رهبري کاوه دومره غښتلی  وو چي   د کابل والي (محسن خان)  د جلال اباده  تیښته وکړه، کابل ته ولاړ چي تازه دم قوه سمبال  را ولي  او د بل لوري د هند امپراتور مجبور سوو له دهلي څخه قوي لښکري  د والي محسن خان د دفاع لپاره واستوي.

 وروسته بایزېد  هم په دې جګړه کي زیات کسان د لاسه ورکړل او په خپله هم شینوارو ته را پرشا سوو. اما  د کابل والي چي د کابل څخه لښکري را وستې او د دهلي څخه لښکري را ورسیدې ټولو په ګډه پر بایزېد باندي حمله وکړل د همدې   سخت جنګ په نیجه کي بایزېد روښان  دشهادت جام و څښه.  پیروانو یې په خورا غزت سره په ۱۵۸۵م کال کي د پیښاور ښار اړوند "اشتټغر" کي خاوروته وسپاره.چي تر اوسه یې عام اوخاص خلګ په زیات احترام زیارت ته ورځي دوعاوي ورته کوي. 

  دبایزېد روښان مبارزې او شهاد ت د ولسونو د بیداري کچه لوړه کړه، خلګو په کلکه سره تکان وخوړ. او په زرګونه سپاره  او پلي  خلګو د د ښمن سره مبارزې ته را ووتل اود پیر روښان د آزاد ی بیرغ یې په لاس کي واخیست. او د بایزېد روښان د مشر زوی ( جلال الدین) ترشاه و درېدل.  او په لسګونو، لسکونو کلونه د ده کورنۍ  د ازاد ی مبارزې د قربانیو د ورکړي سره د وام لاره. 

 

 

´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´

 دولسمه برخه

 ۳ – د بایزېد روښان ملي مبارزه:

څنګه چي بایزېد روښاني خپل لومړنی تشکیلات پیاوړي او وسلوال ځواکونه (پیروان او مریدان) د بابری امپراتوری سره د مبارزې په خاطر چمتو کړل. د هند مغولي امپراتوری له یوې خوا د ده د روحاني او تصوفي شخصیت د ټکولو له پاره قوي شخص ملا اخوند  "دروېزه" ننګرهاری و لمساوه ،ځکه نوموړی شخص د مغولي امپراتوری  کلک ملاتړی وو، چي  د مغولو سره یې دوستي لرل او د بلي خواد  مغولو امپراتور(بابر) ورته پیسې ورکړې. اخوند دروېزه د هغو پیسو په زور یو لړ ملایان او یوشمیر خلګ د خپل ځان پیرو او پلویان کړل. چي د بایزېد روښان د بد نامولو او د هغه د روحانیت د کمزورولو په لاره کي یې استعمال کي او په خپله بیدریغه مبارزه ، د قلم او هم د مذهب له لاري  د بایزېد پر ضد پیل کړي.

 اخوند دروېزه ننګرهاري په لومړي سر کي د پیښاور په هزارخواني کي ځای پر ځای شو آو په مذهبي تحصیلاتو کي  یې ځان تر "اخندي" پوري وه رساوه. دی  ښه ویاند او په سیمه کي غښتلی ملأوو. په عربي، پښتو، فارسي، او اردو ژبه فوق العاده پوهیدئ. د مریدانو او پیروانو او طالبانو خاوند وو. په خپلو دوو قوي لیکنو یا کتابو لکه( ارشاد  الطالبانIrshad-al- Taliban) او( ارشاد  المریدینIrshad-al-Maridin )  سره یې په داسي فصاحت سره او په خواږه کلام سره زیات مریدان او طالبان په ځان را ټول کړل.

د دې له پاره چي د بایزېد روښان فعالیتونه  د هند د امپراتوري په وړاندي کمزوري کړي د پښتونخوا په سیو کي بیلابیلو ځایوته سفرونه پیل کړي چي اکثراً په سفروکي غښتلي او پیاوړي مریدان او د ده طالبان هم ورسره همسفره وو. په ننګرهاري کي یې د تبلغاتو د خپرولو لپاره مذهبي مرکز پر انیست چي د هند امپراتوري له خوا ورسره هر اړخیزه مرستي کیدلې. د جلال اباد  ښار په یوه جامع جومات کي ئې خپل وعط او تبلغات د بایزېد پرضد پیل کړل. البته د تاریخ له لحاظ جلال اباد  ښار په همدې وخت کي یعني د اخوند  درویزه د ژوند په دوران کي  دجلال الدین اکبر پاد شاه له خوا جوړ شو.

اخند دروېزه  د ننګرهار په جلال اباد  ښار کي د مغولو د مرستو په اساس د ځان لپاره ښکلې ماڼۍ، باغ او جامع جومات جوړ کړل چي په ډاډه زړه یې په ننګرهار کي ژوند کاوه او د خپلو مرېدانو او طالبانو له خوا ساتل کیده. دروېزه هیڅکله نشوای کولای چي د باېزید روښان له پیری څخه انکار وکړي، ځکه باېزید روښان په واقیعت او رښتیا سره د  پیر مرتبه د خلګو  په منځ کي د خپلي روحاني طریقت په اساس ګټلې وه.

 

مګر اخوند  دروېزه وکولای سول چي په خپل بل اثر " تذکرة الا برار و الاشرار" په لیکلو او خپرولو سره بایزېد په دې تورن کړی چي دی د اسلام د خلیفه یعني" اکبر پاد  شاه" پرضد ولاړ دی دا نه یوازي اشرار" دی یعني په امپراتوري کي د اسلام پرضد او شاه پرضد بغاوت کوي او شر خپروي. نو ده ته یې د "پیرتاریک" لقب ورکړ. چي د  در وېزه د پلویانو له خوا هم  د "پیرتاریک" مسلهء په هر ځای کي تبلیغیده چي البته څو پلا د  اخوند دروېز ه  او د پیر روښان  د پیروانو او مرېدانو تر منځ سختي نښتي په ننګرهار، تیرا، پیښاور او نورو ځایونوکي وسوې.

په دې حساب اخوند  دروېزه په ننګرهارکي دومره مشهور شو چي دی د اخوند  دروېزه "ننګرهاري" په  نامه سره یاد یدی. او له بلي خوا "هزارخوانۍ" د پیښاورکي ملا د روېزه چي ځینو ملایانو او روحانیونو سره چي په څنګ کي شاعرانه مذهبي مخفلونه جوړول. دخپلو دوه نورو لیکنو د نشر او خپرېدو له کبله په "بابا" ملقب سو چي دغه دوه اثره په قوي نظم سره لیکل سوي دي.

 ۱ – شرح قصیدهء عملي(sharh- Qasidah – Amahi )

 ۲ – شرح اسم الحسنا ( sharh- A sma- al- husna)

په دې حساب  اخوند  دروېزه  دقصیدو د پخولو (مذهب کي یوه لاره ده) او دتعویضونو ورکولو کار هم پر مخ بیوه، یعني  غریب ناروغان  به یې په دم او دعا غولول او په اصلاح تداوي کول. نو ځکه دپیښاور او ننګرهار په ښارونو کي د "بابا" لقب واخیست. چي اصلاً دتاریخ د اسنادو له مخي اخوند  دروېزه د نسب شجره ګوډ تیمور او چنګیز ته رسیږي. چي په دې حساب  دی په قوم کي خپله د بابري دولت خپل وو. اما پښتانه مظلوم او پاک مسلمان په ده غولیده دی یې "ننګرهاری" او "بابا" باله.

اخند دروېزه په خپل اثر "تذکزة الابرار والاشرار" کي داسي څرګندوله چي شاه یا سلطان په هره سیمه کي چي وي باید نور مسلمانان دهغه پرضد قیام ونه کړي او دهغه مطابعت وکړي. ده په خپل همدې اثر کي شاه "السطانُ ظل الله" ( پاچاد  خدای سیوری ) وباله. هر څوک چي یې پر ضد بغاوت کوي هغه شر اچونکی (اشرار) او سر یې د پریکیدودی.

اخند دروېزه  ټول تلاش دا وو چي څنګه د بایزېد روښان او دهغه د پیاوړو  پیرو د ډیریدو او د ولسونو په منځه کي د ملي مبارزی د پراختیا مخه ونه سي. اخوند  دروېزه "ننګرهاري"د بایزېد روښان  پرضد له هیڅ ډول هلوځلو مخ وانه ړاوه. دهند د امپرا توری په پیسو، د یو شمیر کليوالي ساده روحانیو او ځینو خانانو سره په ګډه د مذهب تر پوښ لاندي د بایزېد روښان  د ټکولو کار ته اول په ژبه او قلم سره ملا وتړل، دخپلو باد ارانو د خوښی لپاره یې ډیر څه ولیکل. د بایزېد روښان د بد پیژندلو دپاره یې  له تکبیر،توهین او تحقیره هم کار واخیستی.

بل لورته  دروښاني نهضت  ملي مبارزه  چي بایزېد یې مشري کول د خلګو لخوا بدرګه کیدل. او د بابري دولت فشار او ظالمانه حرکاتو دغه نهضت لاپسي پیاوړی کاوه.او خلګوهم د کرکي او تنفراحساسات د دولت او د خائینوروحانینو او خانانو پرضد په کلکه څرګندولي.د بایزېد انصار پلویانو اومریدانو بایزېد د خپل ملي او مذهبي رهبر په نوم  یاد اوه او دهغه ملاتړیې کاوه.

بایزېد روښان د اخوند  دروېزه درسواکولو د پاره د خپل پیاوړي کار په څنګ کي مجبور سوو چي توره هم پلاس کي واخلي او خپلي مبارزې ته دوام ورکړي. بایزېد په خپلو  دوو اثرونو یا لیکنو( حالنامه او صورت توحیدsurat-i-tawhid ) کي  دا په ډاګه کړه چي د هند پاد شاه (اکبرشاه) نه یوازي د خدای سیوری نه دی بلکي  دی"السطان الغضب الله" یا سلطان او پاد  شاه غضب د خدای دی.

بایزېد په خپلو لیکنوکي د اسلام د د یالکتیک له مخي په خپل طریقت کي څرګنده کړه چي ظالم پادشاه لکه اکبرچي د خلګو په تیره د محکومو طبقو مالونه او دارائې ګاني غضبوي  د خپلو عیشونو او د دربار د حوسونو په لاره کي یې خرڅوي. خلګ یې تر خورا سخت ستم او زجر لاندي نیولي دي، نو ځکه وایم چي دغه پاد شاه  د خدای سیوری "السطانُ ظل الله" نه دی، دا په خپله د خدای غضب دی باید له منځه ولاړسي، د ده او پلویانو پر ضد یې جهاد روا دی.

بایزېد روښان چي د" مجتهد" درجې ته په روحانیت کي رسیدلی وو، د دفتوا او جهاد  د حکم صادرولو حق يې لاره. بایزېد په خپلو لیکنو او تبلیغاتو کي څرګنده کړل چي جلا ل الدین اکبر نه یوازي مستبد، جأبر او ظالم شخص دی چي د پاد شاهي  وړ نسي کیدلای بلکي  د مذهب او اسلام د دین له ارشاد اتو د تشریح په اساس سوچه کافر، د ایسته اچولو حتا د وژلو وړ دی.نو ځکه یې نیغ په نیغه د اکبر پاد شاه او دهغه دپلویانو په وړاندي د جهاد  اعلان وکړ.

 مکتوبات :
په حقیقیت کې مکتوبات دهغه لیکونو ټولګه ده چې بایزید روښان دخپلو خلیفه ګانو په لاس د هغه وخت حکمرانانو ته لیږلی دی . ځکه چې ده دوخت حکمرانانو ته خپل لیکونه له آثارو سره دخپلی لاری او مسلک دترویج لپاره استول .
دبیلګی په توګه نوموړی :
 
 خلیفه دولت یې له صراط التوحید سره د هند مغلی پاچا اکبر ته واستاوه .
 خلیفه یوسف یې له خپل فخرالطالبین سره د بد خشان مرزا سلیمان ته وا ستاوه او داسی نور.

 واجیدی شلوک :
واجیدی شلوک دپنجابی یو منظوم کتاب دی چې ( اونکارناتهه ) ترتیب کړی دی . لدی اثر څخه څرګندیږی چې بایزید روښان دهندو روایاتو په هکله دکافی علم اومعلوماتو خاوند و..
همداراز د حالنامې له قوله بایزید روښان د سلوک اورزم سرودونه هم جوړ کړی و او د ده له شپږو سرودونو څخه یې هم یادونه کړی ده.

 

 

قبلی

 


بالا
 
بازگشت