حقیقت او منافقت

محمدانورولید : ۱۳۹۶ لمریزکال ـ د لړم ۱۷ مه

        الله (ج) یودئ . د هرڅه په اړوند یې تد بیر، تقدیراوقانون هم یودئ . د حق او باطل په وړاندې پرېکړه یې هم یوه ده . د ټولې هستۍ خالق اومالک هم همغه یوالله (ج) دئ . پرخپل مخلوق باندې ترموراو پلارنه خواخوږي اومهربانه هم همغه بې ساري یو خدای (ج) دئ چې نه ولد لري او نه هم والد ، نه سیال لري او نه هم شریک . ځکه چې بې انصافه مکلف مخلوق ( انسان ) یې هم پرځمکه باندې ګرځي ، هم یې هوا تنفس کوي ، هم یې رزق او روزي خوري ، هم پرې د واک ، ځواک ، علم اوعقل څښتن ګرځول کېږي ، اوهم په کې د خپل نفس اوشیطان پربې واګونیلۍ باندې سپوراود تکبراوتمرد نېزې په کې وهي ، خوپردې باندې سوچ نه کوي چې زما د پیدایښت ، د مجهزځاني ارګانېزم ، خوراک ، شتمنیواوخدای راکړي علم هم څه پوښتنه شته که څنګه ؟

        که چېرې د پوښتنې خبره را وسپړو ، نوانسان خود یوهدف له پاره پیداشوي ، اوهغه دا چې د یوه الله (ج) عبادت او بنده ګي به کوي اود حق الله د عبادت ترڅنګ به یې د حقوق العباد و رابطې هم په متعاد له او متوازنه توګه ژوندۍ اوخوندي ورسره ساتي . ځکه د یوم الحساب په ورځ اصلي حساب کتاب خوهم د همغه قادرخدای (ج) په لاس کې دئ چې خپله د هغې ورځې مالک دئ ، نه د وخت له کوم زورواکي ، چارواکي اوامپراتورسره .

        رابطه له الله (ج) سره داده چې انسان له خدای (ج) سره په حقیقي او ریښتینې ژمنه کې د ژوند تر وروستۍ سلګۍ ( سکرات الموت ) پورې ټینګ پاتې شي . او رابطه له مخلوق سره داده چې ټول مکلف انسانان نور لوېدلي انسانان له ځمکې را پورته او په خپل لاس او ژبه نورو ته خیرورورسوي . انسان د انسان له پاره د خد مت جوګه او مصد رجوړشي ، نه د ضررمصد راو منبع . ځکه چې انسان خپله د انس ، الفت ، مینې اومحبت سمبول دئ . نه د کرکې ، نفرت ، بد یواو یو بل ته د کوهي کیند لو سمبول .

        توکمونه ، قبیلې اوملتونه د انسانانوترمینځ یود بل پېژند لوله پاره دي ، نه د نفاق اوسره پاشلوله پاره . په ټولوسماوي اد یانوکې نفاق اوتفرق بد ګڼل شوی اوالله تعالی خپلومأمورینو( پیغمبرانو) (ع) اجمعین ته د توحید پرمحورباندې د راټولېدو ترکیزکړی ، ځکه په توحید کې برکت ، ډاډمن ژوند خوندونه او ددنیا او آخرت خیر ښېګڼې دي ، چې دا ټولې په خدای خوښ کړي آسماني دین کې په مفصله توګه بیان شوې دي .

        خو په تفرق کې ددې پرخلاف بیا بېلتون ، شومې بدې ورځې ، د ښمنۍ اومرګ ژوبلې پرتې دي . ځکه چې توحید د الله تعالی خوښ دئ اوتفرق د شیطان . اوشیطان بیا د خدایتعالی اودالله تعالی د ټول بشریت داسې دښمن دئ چې پرته له تېرایستلواو د خدای تعالی له مستقیمې لارې څخه د بنده ګانو د اړولو او لیرې کولو بل څه کارنه لري . ځکه هغه د خدای تعالی له بنده ګانو څخه ترقیامته پورې د خپلو رټل کېدوغچ اوبدله اخلي .

       شیطان ـ اوټول اولیاء الشیطان انسانانو ته د بې لارې کولو په خاطرتل د خپل منافقت په کمین کې ناست دي . شیطان لومړی له انسان څخه داسې منافق جوړوي چې تل په خپلوخبروکې درواغ وایي ، په امانت کې خیانت کوي ، په خپلو وعد واو ژمنوکې وعده خلافي کوي اوخپلې کړې ژمنې د ملي منافعو پرضد د خپلو شخصي ګټو له پاره په ځلونو ماتوي او هېڅکله یې دریځ ثابت نه وي .

        د تعامل دغه ناروا لړۍ په انسانانوکې د حق او باطل ترمینځ له شخړې پیلېدوسره سمه موږ ته په میراث را پاتې ده . ځکه الله تعالی د ځمکې واک حضرت آدم (ع) ته ددې له پاره وسپآرلوچې په ځمکه کې به د وراني اوفساد مخه نیسي . ابوالبشرحضرت آدم (ع) د خپلې دې ژمنې پوره کېدو له پاره خپل زوی ( هابېل ) قرباني ورکړ، خو د خپل بل زوی (قابېل ) ناروا غوښتنوته د الهي فرمان له مخې تسلیم نه شو ، ځکه هغه د خپل ترسره کړي ناروا جنایت د وېرې له امله د حقیقت پرضد په ځکمه کې د فساد خورولواوفتنو اچولوله پاره د فرارلاره خپله کړې وه .

        له همغې ورځې انسانان په دوو ډلو( حق او باطل ) سره ووېشل شول . له همغه د مه تر دې د مه پورې همغه لړۍ په انسانانو کې همداسې غځېدلې پاتې شوه ، چې انساني ځوځات یې په خپلو کې پر دووملتونو باندې سره وېشلي ؛ په دې معنا چې اسلام یو ملت واحده او کفر بل ملت واحده بلل شوی .

         ولې د ننګې په اړه یې په دواړو ډلوکې داسې عناصرشته چې څوک په کې د حق ، اوڅوک هم په کې د باطل پلویان وي ، چې د حق په پلو یانو کې ځينې کفارد خپلو مفاداتو په خاطرد مسلمانانو پلو یان وي ، خو دغه پلوي توب یې دائمي نه ، بلکې مؤقتي ( اقتصادي ، سیاسي او سترا تیژیکه ) بڼه لري .

خوځینې وخت بیا مسلمانان د سیاسي ، سترا تیژیکي ، پوځي ، اقتصادي اوشخصي ګټوله پاره د کفارو پلو یان وي او د دغه پلويتوب ګراف کله د افراط او تفریط سعودي اونزولي خط سیرداسې تعقیبوي چې خپله لاره ، اصل اونسل هم په کې ورک کړي ، اوکله بیا د تعادل لاره په کې خپله اوهرڅه د حقیقت د زاویې له کنجه ګوري او په خپل علمي اوعقلي درایت او بصیرت سره په منصفانه توګه پرته له زدو بندونو او قید او شرط څخه آزادانه پرېکړه کوي .

        د نوروانسانانو په وړاندې ټول کړه وړه یې یواځې د خپلو ګټو پرمحورباندې څرخي اوله خپلې ګټې پرته بل ته خیر رسول خویې هډو په کوپړۍ کې هم نه ورګرځي ، بلکې تل په دې هڅه اوآند کې وي چې د خپلې ګټې له پاره څه ډول نوروته د سراومال تاوانونه وراړول شي .

        دغه ډول انسانان چې کله د ماده پرستۍ دې کچې ته ورسېږي او د کاپیټالېسټي مفکورې روح یې د ماده پرستۍ په کالبوت ورننوځي ، نوبیا په کاپيټالېسټي مکتب کې سترګې ښخې کړي اود سرمایه دارۍ د وینې څښونکي استد راجي نظام خوبونه ویني .

       اوڅوک چې د مادي دغه ډول استد راجي مرحلې ته ورسېږي ، نوبیا یې ترټولولومړنی تارګېټ اوقرباني حقیقت دئ ، ځکه د حقیقت په چوکاټ کې منافقت ته هېڅکله هم ځای نه شته اوحقیقت تل دده د وراني او منافقت په وړاندې ترټولوسترخنډ دئ .

        همدا منافقت دئ چې ماده پرستانوتل حقیقت ورباندې پوښلی اوحق یې د بې عدالتیو په دارباندې غرغره کړی ، ځړولی اوله مینځه وړی دئ .

       په نړۍ کې اوس همدا دوه نظامونه چلېږي ، یوې خواته د حقیقت ، معنا داراوفاروقي عدالت نظام ، چې متأ سفانه په نننۍ نړۍ کې په سلګونو ټوټو سره وېشل شوی او پاشل شوی دئ ، اود ورکړې پرځای یې تل د خپلې مؤقتي تمې کچکول په لاس کې نوروته په تيټوسترګوټيټ نیولی ، اونوریې په بدل کې د خپلواهدافواوخپلو ګټو ترلاسه کولوله پاره داسې شرطونه ورباندې ږدي چې ترلسګونوکلونواوپېړیو پورې یې د خپل ملت ملاوې ورماتې کړې ، هغوی یې نوروته ګروکړي محتاج کړي ، اوخپلې ملي شتمنۍ یې په پردیوباندې خوړلې او تباه کړې دي .

       اسلامي نړۍ اوس خپل تېربرم اوعظمت له لاسه ورکړی اود نورو په وړاندې وزن اوارزښت ځکه نه لري چې د مشرانو نصب اوعزل یې د سیمه ئیزاونړیوال ملاتړاو تمویل په خاطرد خپلوملتونو له متن اوبطن څخه نه ، بلکې په نوروځایونو کې په مشروط ډول د پټومعاملوپه ترڅ کې ترسره کېږي .

         تاسو وګورۍ چېرته چې په اسلامي نړۍ کې کوم خود جوشه حرکت پیل شوی ، د هغه په وړاندې له اټکله ورآخوا یې دومره خنډونه په کورد ننه اوله کوره د باندې ورته را ولاړکړي چې هغه په نطفه کې پرې خنثی کړي ، د خاموش اکثریت په خوله د سکوت ټاپه ورووهي ، د هغوی په جغرافیه کې فزیکي تغیرات راوړي ، نفوذ او نفوس یې په مختلفو نومونووځپي ، تبعیدوي یې ، سره وېشي یې ، ملي یووالی یې له مینځه وړي ، خودي حرکت ته د یاغي اوباغي نوم ورکړي اواقلیت پراکثریت باندې ځکه ورحاکم کړي چې د اکثریت په موجودیت او یو والي کې خپلې ګټې په خطر کې ویني .

        د اسلامي نړۍ نظامونه ټول همداسې د خپلوملي مفاداتو پرضد عیارشوي اوملاتړیې د پردیو له خوا کېږي .

        موږ او تاسو ټولو په خپلو سترګو ولیدل چې د الجزایرخلکوخپل زنداني مسلمان مشرته په سلو کې سل فیصده رائیه په داسې حال کې ورکړه چې هغه لادفرانسوي پلوه حکومت  په زندان کې ؤ . کله یې چې د الجزائرد مسلمانانوخود جوشه حرکت اوخپله بلوسه کمزورې احساس کړه ، نوهغه ټولورائیو ته یې په سپکه سترګه وکتل اود الجزائر د خلکو په خوله یې د استعمارد سکوت ټاپه ووهله . په مصرکې یې مورسۍ هم همداسې کړ. اردوغان ته هم همداسې پلمې جوړوي . 

      د بغداد د حکومت ړنګولو له پاره یې لومړی له فرانسې څخه د ایران د وارداتي نظام په لاس لانجه جوړه کړه ، بیا یې د حزب بعث پاتې شوني پرکویټ باندې د حملې له پاره وهڅول ، ور پسې له اتولویو اوبتلو سره خلیج ته را غلل اود ناټود ایتلاف ترنامه لاندې یې د کیمیاوي وسلو لرلوپه پلمه د لومړي بوش د واکمنۍ پرمهال پرعراق باندې حمله وکړه ، عراق یې ضعیف کړ، مهم تأ سیسات یې له مینځه یووړل ، د تېلود څاګانو خولو ته یې ځان ونه رساوه ، خو سقوط یې ځکه ورنه شو کړای چې د لومړي بوش دوره ختمه شوه .

      کله چې ددوهم بوش نوبت را غۍ ، نود خپل پلارمیراثي جګړه یې په عراق کې لا پسې پراخه او ګړندۍ کړه ، د سنیانواکثریت رژیم یې د شیعه اقلیت په مرسته هلته ړنګ کړ، د عراق (۵۰۰۰۰) کلن تارخ یې په بل مخ واړاوه اوټولې شتمنۍ یې ترې وېوړې اوعراق یې په درېیوټوټود تجزیې پرپوله         ودراوه ، خود خواوشا سیمو( په سرکې د افغانستان ترورېستي پروژه ) یې هم د پاکستان په مرسته ورسره مله کړه .

        القاعده ته د ځای ورکولواود سپتمبرد ۱۱مې  په پلمه یې د غرب په لاس جوړشوی طالب رژیم په خپله چپه ، وروسته یې بېرته سره راټول او تنظیم ، او بیا یې د افغانستان جنوبي او جنوب شرقي خوا د یو څو تنو وطن پلورونکو په خوله ورته د جنګ جغرافیه وټاکله ، ورپسې یې په افغان خاوره کې طالبانوته دالقاعده اوترورېستانونوم ورکړاوخپله جګړه یې په دې خاوره کې تر(۱۵) کالوهم ور واړوله .

       د سیمې او نړۍ د پام اړولو په خاطر یې په ایران کې د سبز پوشانو ، په عربو کې د بهارعرب او په اروپا کې یې د تابستان اروپا په نومونولاریونونه په لاره واچول ، چې سبزپوشان په کې په پټه د اسرائیلو په پټ ملاتړهمداسې ژوندي او خوندي پاتې شول ، خوعربي بهاراواروپایي تابستان ټوله نړۍ سره وجړقوله .ځکه د عربي بهارله څپوڅخه د افریقې شمال شرفي برخې ترسرې بحیرې پورې ، او د عرب لیک جنوب اوجنوب غربي اود منځني ختیځ برخې خوندي پاتې نه شوې ، ان تردې چې د بائیبل پاڼې اود بابل تمدن یې هم په کې تحریف کړل .

خو په اروپاکې یې یواځې هغو دولتو ته سبق پرې ورکړ چې ددوی ترائتلافي قوماندې لاندې سم روان نه برېښېدل .      

       اوس دادي په دې سپېڅلې خاوره کې د امریکې د متحده ایالاتود پوځي بوختیا وودا د رېیم جمهوررئیس دئ چې د واک موده یې په بې پایلوجګړوکې ختمېږي ، خوپه دې باندې یې هم کله سوچ کړی چې افغانان لکه اوبه هېڅکله هم د جګړې په ډانګ نه سره بېلېږي . که چېرته دا کارشونی وای ، نو انګرېزانوبه د مخه داکارکړی ؤ ، ځکه (۲۰۰) کاله یې په برصغیر( لوی هندوستان ) کې په همدې تمه خېمه ورته وهلې وه اودري ځلې پرافغانستان باندې را وختل ، خوله شرمېدلئې ماتې سره بېرته ایستلو ته اړاو د افغانستان د قابوکولوآرمان یې ګورته ورسره وېووړ .

       اوس چې له نړیوال ائتلاف سره جوخت د کمک اوهمکارۍ په پلمه بېرته افغانستان ته را غبرګ شوي هم علت یې ترلمرسپین په ډاګه دئ ، ځکه په مرستوکې یې مرستې او په بوختیاووکې یې منافقت ، غچ اخیستنې اوغلا ګانې معلومې دې .

       تاسو وګورۍ د پاکستان له لارې د جهاد د ملا تیرهمدوی پراتو برخو سره ووېشلو. طالبان هم همدوی جوړاو بېرته ړنګ کړل . د بن پروسه هم همدوی پرمخ وړله . القاعده او ترورېزم هم ددوی په لارښوونو په افغانستان کې وجنګېدل . په هلمند کې د طالبانو په لاس د نوي دولت جوړول هم همدوی طرح رېزي کړي وو . ځکه چې د (۲۰۰۰ ) طالبانود حکومتي چارو ټرېنېنګ هم همدوی په غاړه درلود ، چې بیا اسد الله وفا د هلمند والي هغه افشا اوخپله دنده یې له لاسه په کې ورکړه . خو ګلاب منګل بېرته د انګرېزانو پرهغه ټپ یو ځل بیا ملهم ور وواهه .

        د انتخاباتو ددرغلیو د سیسه هم همدوی مهندسي کړې وه . د قومونو او مذهبونو د سره جنګولو او بېلولو دسیسه هم همدوی په لاره اچولې وه ، ځکه د عراق د جګړې امریکایي قو ماندان یې افغانستان ته د همدې موخې له پاره راواستاوه چې هغه د کردانو ، سنیانو او شیعه ګانو ترمینځ د بېلتانه ښه تجربه له ځانه سره لرله چې له نېکه مرغه هغه هم په خپل ماموریت کې دلته ناکام شو .

       اوس د داعش اود خراسان د خلافت نخره هم همدوی په لاره اچولې ده چې د سرطان دغه دانې ته یې ننګرهارد ودې ځای ټاکلی دئ . له هلمنده ترهراته ، اوله ارزګانه تربغلان ، سرپُل فاریاب ، کندز، او بدخشان پورې د جنګ جغرافیه اوکانال جوړول هم د انګرېزانو او ددوی د ملګرو کاردئ .

     د سولې د کاذبانه غږ پورته کولواوتخریبولوریموټ کنټرول هم له دوی سره دئ . ځکه خوله حزب اسلامي اوطالبانوسره سوله د ملل متحد په رشمو کې همداسې پېیلې ځوړنده اوقرنتین پاتې ده . لکه د ټول ملت پر( اته مېلیونه ) رأیو یې چې ملنډې ووهلې او ددوو تنو پردیو رأیو ته یې ترجېح پرې ورکړه او افغانانو ته یې د ملي یووالي په نامه یودوه سره داسې حکومت مینځته راؤړچې نه په قانون برابرؤاونه په نړیوال دود دستور. اوترننه پورې جمهوررئیس ، نظام جوړونې اوټول ملت ته یوسرخوږی دئ او بس .

       دلته هرڅه د بې قانونۍ په تارداسې را ځوړل شوي دي چې ملاتړ او تمویل یې هم خپله بهرنیان کوي . ځکه له دغه اوسني وضعیت څخه یې د نړۍ د مرستو را ټولوله پاره د کبانو توت جوړکړی ، چې خوري یې لوی نړیوال او مافیایي نهنګان اود صیاد په جال کې بیا افغانان او افغان نظام په دې پلمه بند وي چې ګواکې په اداري فساد کې ښکېل دي .

        اوس یې دغه (۱۵،۲) میلیارده ډالرو مرستو ته پلمه جوړه کړې ، په افغانستان کې یې په خپله امنیت خراب کړی اوافغان ؤلسمشر خپلو تخنیکي پروګرامونوجوړولواوعملي کولوته په قلاره نه پرېږدي ، په کورد ننه ، او له کوره دباندې مخالفینو ته پیسې او پرو ګرا مونه ورکوي او له هرې خوا یې پښو ته تیږې ورغورځوي ، ترڅودا پاتې دری نور کالونه هم همداسې پرې تېرکړي .

      خو زه وایم چې نړیوال او نورمخافین دې نورله دغه ډول منافقانه  پروژواو تخریبي پلانونو تېرشي ، لاس دې ترې واخلي ، افغانستان اوافغان نظام دې په بین الافغاني صبغه او حقیقي بڼه ورغوي ترڅوپیل شوې لوبه د ټولو په خیر پای ته ورسېږي او سیمه او نړۍ ورسره آرامه شي .

                                                                         و ما علینا الا البلاغ  

 

 

    

 


بالا
 
بازگشت