صیبه ٬ چې دلته یې دا حال جوړکړ، نو په لندن کې به څه حال وي

محمد انور ولید :۱۳۹۵ لمریزکال ـ د لړم ۱۱مه

          وایي چې د برتانوي هند له خوا انګرېزانوپرافغانستان باندې د حملې پروګرام جوړکړی ؤ، امیرشېرعلیخان ترې خبرشواوددې حملې د مخنیوي او د انګرېزانو په وړاندې د مقابلې له پاره یې د هغه وخت درنې لیرې ویشتونکې وسلې نه لرلې . په اړه یې خپل پوځي تخنیک ګران  را وغوښتل او ترې ویې غوښتل ؛ داسې توپ جوړکړۍ چې افغان پوځونه د انګرېزي پوځ سره پرې مقابله وکړی شي ، ځکه د دولتونو تر مینځ په جګړه کې مقابله د جګړې د اصولو له مخې وړتیا غواړي . هره خوا چې ښه روزل شوی او پر اغېزمنو وسلو سمبال پوځ ولري ، بری او سوبه د همغه په برخه ده .

        د امیرشېرعلي خان ددې امرسره ټول هغه تخنیک ګران سره را ټول شول ، چې په پو ځي وسلو جوړولو کې یې ښه مهارت درلود . په دوی کې یو کس را وړاندې شو اوامیرته یې په خپلو لاپو شاپو ډاډ ورکړچې ګواکې دا توپ زه جوړوم ، خو مواد یې را ته تیار کړۍ . امیرد موادو تیارولوامروکړاو د وخت د توپونو افغاني انجینیر د توپ په جوړولو پیل وکړ .

       توپ جوړاوفیرته تیارشو، امیر ته یې خبر ور کړ چې صیبه ! ستا امرمې پرځای او ستا د خوښې توپ مې جوړ کړی ، راشۍ ویې ګورۍ او آزمېښت ور باندې وکړۍ .

      امیرشېرعلي خان ډېر خوښ شو، ځکه د پوځي خلا یوه غټه برخه یې ډکه شوه . او له ځانه سره یې ویل چې اوس به په ډاډه زړه ددښمن مقابلې ته ودرېږو.

      کله چې امیرراغۍ توپ یې په خپلو سترګو ولیدلو، له ظاهري حاله یې خوښ ؤ ، خو په کیفیت او وړتیا باندې یې خپله امیرهم نه پوهېده ، د موادو له ترکیبه یې بېخبره ؤ او مکار تخنیک ګر یوازې د خپل جیب ډ کولو له پاره ځانته د امیر او بیت المان له کیسې څخه دا پروژه جوړه کړې وه . ځکه چې له تخنیک ګر سره د خپلې خاورې ، خپل نظام ، خپلې خپلواکۍ او خپل ملت غم نه ؤ . نوموړی یوازې د خپل جیب ډ کولو غم اخیستی ؤ او بس .

      خو بیا یې هم د آزمویلو امر ورته وکړ . د وسلو هغه وتلي ماهرچې خپله صنع ( توپ ) عملي ډګر ته وړاندې کړ، توپ یې فیرته تیارکړ، تر ماشي کش کولو مخکې یې امیر او ور سره خلکو ته وویل چې له دې ځایه لیرې شۍ . هغوی ټول لیرې شول او توپ یې فیرکړ . له درز سره سم ټوله سیمه تر امیر او نورو خلکو پورې په دوړو کې پټ شول .

       امیرشېرعلیخان وویل چې دادې څه وکړل ؟ وسله پوه ور ته وویل : صیبه ! چې دلته یې داسې حال جوړکړ،  نو په لندن کې به څه حال وي . خو چې کله دوړه ورکه شوه ، توپ خپله چاودېدونکو موادو له ځانه سره ټول له مینځه وړی ؤ او هېڅ اثر او نښه یې هلته نه وه .

وروسته پته و لګېد له چې نوموړي تخنیکګر په اصل کې توپ نه ؤ جوړکړی ، بلکې یو ماین یې جوړ کړی ؤ چې یوازې د همغه ځای موجوده خلک یې له مینځه ور باندې وړلی شوای ، نه د انګرېزانو پلتنې .

      نن هم هماغه زړه خبره ده ، ځینې خلک په لاپو شاپو د وخت سر چارواکي ته د خپل ځان او خپل مافیایي ټیم د وړتیا په هکله داسې ښکرور درواغ وایي چې له سیند څخه ورته ښوروا ، او له غره څخه ورته غوښې جوړې کړي . مشران هم پرې په ډېره آسانۍ سره باور کوي . خو کله چې د حساب کتاب وخت یې را ورسېږي ، نو هغه مهال یې بیا د هېواد او نظام ټولې تورې سپینې ور پرې کړې وي ، د فساد د تېغ خوله یې د اقصاد هډوکي ته رسېدلې اود ملي اقتصاد ټول  شارګونه یې ورپرې کړي وي ، خپل نظام یې په ټوله نړۍ کې بدنام او خپل خلک یې داسې ور باندې بې باوره کړي وي چې جبیره یې امکان نه لري . دې ته وایې د لکړه تو ګانو تخصص . الله دې په خپل فضل او کرم سره نوردا مظلوم ملت ددوی له دې خبیثه پټ شر څخه په ګنډلي ګرېوان خلاص کړي . الّلهم آمین ٍ ثمّ آمین 

دا څه حال دئ ! دوی خوهم ملت وشرماوه ، هم ؤلسمشراوافغان نظام ، الله دې دوی ځانګړي وشرموي . دوی خو دا څو لسیزې دې غیورملت ته نه مخ پرېښود او نه څټ ، نه شرم لري او نه حیا . اوس هم لګیا دي پر افغان خاوره ، افغان نظام او ملت باندې یې زړونه نه خوږېږي او ددې ملت ټولې قربانۍ یې پر اوبو ورته لاهو کړې .

زما په آند دې افغان ؤلسمشر او نور په افغانستان مین مشران نور ددغه ډول خلکو له انډیوالۍ څخه تېر او د خپل ملت د توحید په برخه کې دې خپلې هڅې ګړندۍ کړي ترڅو ملت یې ترڅنګ ور سره ودرېږي .

       

 


بالا
 
بازگشت