افغانستان د نیابتي جګړو میراثي ډګر

محمد انور ولید: ۱۳۹۵ لمریزکال ـ د لړم  12 مه

له نګاه تلوېزیوني شبکې څخه مې په ژوندۍ بڼه د مشرانو جرګې د مشر فضل هادي مسلمیارخبرې واورېدلې چې ویل یې : په افغانستان کې د روسیې او امریکا تر مینځ نیابتي جګړه بیا پیلېدونکې ده .

زه غواړم د ښاغلي مسلمیار پردې خبرې باندې د لرلید ، شالید او ژورلید د زاویو له کنجونو څخه یو ځغلنده نظر له ګرانو هېواد والو سره شریک کړم ، خوقضأوت یې خپله همدوی ، او د روان ریښتیني تاریخي بهیر اصلي پرېکړه یې خپله راتلونکو نسلونو او مشهود تاریخ ته پرېږدم :

ګرانوهېواد والو ! مخکې تردې چې پرخپلې اصلي موضوع باندې پیل وکړم لومړی غواړم د افغانستان پرد پام وړجفرافیایي موقعیت باندې خبرې وکړم :

لکه څنګه چې موږ او تاسې ټول یې په خپلو سترګو وینو چې افغانستان د آسیا زړه ، په وچه کې پروت یو داسې بډای هېواد دئ چې ټوله نړۍ یې په فزیکې ، سیاسي ، پوځي ، فرهنګي ، اقتصادي او تجارتي لحاظ سره تړلې ده . د انساني نړۍ په تاریخي بهیرکې د نړۍ ستر تمدنونه له همدې کانال ( افغانستان ) څخه د جولا د څوَښکي ( ماکو ) په څېرله شرق څخه غرب ته او له غرب څخه شرق ته په ځلونو تېرشوي را تېر شوي دي .

هو؛ د غربي او شرقي  تمدنونو ، فرهنګونو، عقائدواو سوداګریزو توکو انتقال له همدې لارې صورت موندلی . تجارتي او سیاسي اړیکې له همدې خاورې ټینګې شوې دي . بلاخره دې خاورې ته د نړیوالو پام ور واوښت او د وخت هر زبرځواک هر وخت د خپلو پوځي ، اقتصادي اوسترا تیژیکې ژورو موخو په سترګه ورته کتل ، همدا لامل ؤ چې افغانستان د وخت د زبرځواکونود سیالیو په ډګر بدل شو، کله به د سکندرکبیرد لښکرو په ګردونو کې پټ ؤ او کله د چنګېزخان اوګورګین خان چاپې او داړې ور باندې ولوېدلې ، کله به د برتانوي هند ترحملو لاندې راغۍ او کله به هم د تزاري روسانود باروتي فیلانو د قافلو په ګرد کې پټ ؤ ، خو د هغه وخت افغانان هم لاس تر زنې نه وو ورته ناست او د هر استعماري ښکېلاک  په وړاندې یې په خورا مېړانه له خپلې خاورې څخه د خپلو سراو مال په بدله دفاع کړې ده .

څه وخت چې انګرېزي لښکرې دری ځلې د افغانانوله خوا له شرمېدلې ماتې سره مخ او انګرېزي ځواکونه پرافغانستان باندې له واک چلولو څخه نا هیلي او وروسته ووتل ، نو له تزاري روسانو سره د جوړجاړي په صورت کې یې د افغانستان پرسینه باندې د ډ ېورنډ کرغېړنه او نه منونکې منحوسه کرښه د ( سره بېل یې کړه ـ اېل یې کړه ) د فورمول له مخې د خپل ژور یهودي ډوله منافقت ، خباثت او رذالت له مخې را کاږله ، د افغانستان له شمال شرق څخه تر جنوب غرب پورې یې صفري ( عائقه سیمه ) و ټاکله ، او افغانستان د ددوو استعمارې ځواکونو تر مینځ د غیرمنسلک ( نا پېیلي ) هېواد  په توګه و پېژندل شو ، ولې متأ سفانه چې لکه د اوس په څېر د روسانو او انګرېزانو له پټو کورنیو لاس وهنو څخه هېڅکله هم خوندي نه ؤاو نه دئ .

انګرېزانو په افغانستان کې د تیمورشاه د زمانې را هیسې د خپلو نیالګیو مالیاري کړې ده  ، او روسانوبیا د امیرشېرعلي خان  له وخته را نیولې ، بیا د ډاکټرنجیب تر واکمنۍ پورې د افغان حکومتونو سره خپله پوځي ، اقتصادي ، ګمراه کوونکې پوهنیزه ، فرهنګي او دیپلو ماتیکه (سیاسي ) پټه او ښکاره یارانه چلولې ده  او په پټه کې یې افغان بچیانو ته ترهغو پورې په چپي ګوندي کټوري کې اوبه ورکولې ترځو چې د یحیی کورني د ور تړلي کورني سیاست قلف یې ورباندې مات او د بیا ن د آزادۍ په نوم یې د سو خوز او کلخوز استعماري مزرعو ته د مارکسېزم او لېنېنېزم د پوچې دهري سفسطې نوې دروازې په کابل کې د پخواني شوروي اتحاد د سفارت په ملاتړاولارښوونه پرانستلې اود خپلې دې پروژې د پرمخ بېولوله پاره یې افغاني چپي بړېڅي کټ مټ لکه د انګرېزانو په څېر په دروازوکې ورته پیره داران وټاکل .

انګرېزانو به شاه شجاع ډوله افغانانو ته د تر یاکودعائداتو نا چلې او تورې هندي کلدارې ورکولې ، اوروسانوبه هم خپلو چپیانو ته تورروبلونه ورکول . هلته به هم د کورنیو او بهرنیو مافیایي کړیو بېزنېس روان ؤ، د کوه نورالماس اونورلرغوني توکي انګرېزانو وېوړل او اوس د انګلیس شاهي کورنۍ هغه د خپل ملکیت برخه ګڼي . او روسانوهم په (۱۳۵۰ ) لمریز کال کې  یواځې د زابل په میزانه کې د ملا میرآخند د غونډۍ په څېرد سرو زرود خښتوکان لوټ کړچې پوره څلورمیاشتې بسته د ممتاز ټرانسپورټ هره ورځ د روسیې سفارت ته راوړل ، په هغو کې د سرو زرو یوه داسې مجسمه هم وه چې په (۱۳) تنو یې د ممتاز ټرانسپورټ یوه لس ټائره موټرته ور پورته او په کابل کې یې د روسیې په سفارت کې ښکته او روسانو روسیې ته وېوړه . خو ظاهرشاه یې په اړه ملت ته هېڅ هم ونه ویل .

خوکله چې روسانوافغانستان اشغال کړ، بیا یې له ګازو نیولې ترنوروافغاني تولیداتو ، عائداتو او ځمکنیو زېرموپورې ټول ممکنه څیزونه روسیې ته وېوړل . ځکه دوی خپله ویل چې په افغانستان کې دوی (۴۰۰) کانونه موندلي وو . افغانان یې په جګړو کې سره ښکېل ساتلي وو او دوی خپلې غلاګانې کولې .

بل لورته پاکستان او ایران هم لکۍ په سر واړولې او د بې څښتنه او بې پولې افغانستان په خاوره او کلتوریې خپل ناروا یرغلونه پیل کړل . ایران د افغانستان په غربي ، جنوب غربي ، مرکزي او شمالي ولایتونو کې خپلو منفي افغاني ضد هڅو ته دوام ورکړ، چې ښه بېلګه یې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په شمال کې د ایران د (۲۵) دیپلوماتانو وژل کېدل ، ایران ته ورغلي د شیعه مذهبه لږه کیو (۸) ګوندونه جوړول اود سني مذهبه افغانانورا شړل ، د افغان مجاهد ینو پرضد له روسانو سره د خپلو اتومي پرو ګرامونو پرسر پټې معاملې او زدو بندونه کول ، د طالبانود واکمنۍ پر مهال خپل (۷۰۰۰۰ ) کسیز پوځ د افغانستان پرغربي او جنوب غربي ولا یتونو باندې د پوځي یرغل له پاره چمتوکول چې بیا وروسته د خپلو بدوعواقبوله امله پرشا شول ، او د کرزي د واکمنۍ پرمهال د افغانستان د اوبو پرسرد ایران له خوا خنډونه اود تیلیفوني اړیکوغلاکولو او فلجولو دستګاه وې موږ په ګوته کولی شو .

خو د پاکستان د پوځي او څارګرې ادارې له خواد افغان مجاهد ینو سیاسي ، مرد مي ، پو ځي او اقتصادي ملي قوما نده پرڅو برخو وېشل ، توکړې کول او یو له بله په خپلمنځي جګړو سره اخته کول ،  له افغان مجاهد ینو سره د سیمه ئیزو او نړیوالو مالي او نظامي مرستو واګې په خبل لاس کې نیول او یوازې له هغې کانال څخه خپل ځان داسې تمویلول چې د مرستوپستې او لمان دوی وخوړل آوهډ وکي یې افغان مجاهد ینوته ورغورځول ، د روسانود وتو پروخت د افغان مجاهد ینو پرځای په ملګرو ملتو کې د یوې پټې او مرموزې کرغېړنې معاملې په ترڅ کې د پاکستاني چارواکو له خوا استازیتوب کول ، مجاهد ین په خپلو کې سره اخته کول ، بد نامول او وروسته یې د طالب په جامه کې پرافغان خاوره باندې بربنډ تېری کول ، په افغان  خاوره او صفري ( عائقو ) سیمو کې د سرحدي نویو تاڼواو دروازو جوړول ، د کونړونو د اوبو خپلول ، منځنۍ آسیا ته په افغان خاوره کې ځانته پرته له ټکس ورکولو څخه مفته لاره لټول ، پرافغان ګوندونواومشرتابه باندې له نړیوالوسره ناروا معاملې اوخپل سوړتجارت کول ، په ملګرو ملتو کې د افغان دولت پرضد منفي تبلیغات او په درواغو د افغانستان په اړه غلط  راپورونه ور کول او خپل باج پرې ټولول ، افغانستان په لوی لاس د پردۍ تپل شوې جګړې ډ ګرجوړول ، افغانان په خپلو کې سره جنګول او خپلمنځي بین الافغاني سولې ته نه پرېښودل ، پرافغانانو باندې د سواګریزوتوکود لېږد را لېږد لارې تړل ، له افغانستان څخه خپل ځانته د بې کبفیته توکود تورید بازارجوړول ، افغان تأسیسات ړنګول او په افغانستان کې د صنعت او زراعت او تولید مخه نیول ، له افغانستانه د اتومي توکوغلا کول ،  په افغان خاوره کې د خپلو اتومي کنجاړوتشول ، په افغانستان کې د خپلې خوښې  مزدور او پاکستاني ګټو ته وفادار یو داسې حکومت جوړول چې پرته له پاکستان څخه له بل هېڅ هېواد سره دیپلو ماتیکې ، پوځي ، اقتصادي او تعلیمي اړیکې و نه لري ، ټول هغه څه دي چې ټول افغانان ، سیمه ، نړۍ او تاریخ ترې انکار نه شي کولی او ځوا ب به یې هم خپله پنجاب شاهي ورکوي .

بل لورروسانو هم څه کمی ونه کړ، ځکه که له یوې خوا پخواني شوروي اتحاد د وارسا پکت په شتون کې په افغانستان کې شرمېدلې ماتې وخوړله ، هره ورځ د غټو لوړرتبه  پوځیانو جنازې ورروانې وې ، افراد خو یې له سره نه وړل ، د شوروي په سره جال کې بندو ملتونو خپل خپلوان ور څخه وغوښتل ، خو شوروي چارواکو ملتونوته په درواغو ویل چې ګواکي د هغوی خپل خپلوان له مجاهد ینو سره بندیان دي ، په همدې خاطر یې روسي مېرمنې مجاهد ینو ته را ولېږلې چې ورشۍ له مجاهد ینو خپل خپلوان وغواړۍ . زما ښه په یاد دي چې (۳۰۰ ) روسي ميرمنې پاکستان ته راغلې او له مجاهد ینو یې خپل ورک زامن ، وروڼه او خاوندان وغوښتل ، خو مجاهد ینو په زرګونو د جګړې قربانیان ( ګوډ ، مات ، شل ، ړانده ، بې لاسو او بې پښو افغانان ورته په موټرو کې وښوول چې دغه افغانانو خو هم هېڅ ګناه نه وه کړې ، ستاسو چارواکو زکموږ دغه خلک په خپلو کورونو ، کلیو ، بانډو او دفترونو کې دې حال ته ورسول ، هغوی خو څه کیف ، لېنینګراد ، باکو او سپینې روسیې ته نه وو ورغلي چې په خپل هېواد کې د یوه زبرځواک له خوا دې حد ته ورسېد ل .

روسي مېرمنو چې د روسي ښکېلاک  د بېرحمه جګړو افغان قربانیان په خپلو سترګو ولیدل ، ټولو را غلو روسي مېرمنو وژړل ، او بیا مجاهد ینو هغوی ټولو ته یو یو پړونی او یویو جاینمازد خپل اسلامي او افغاني درانه دود له مخې د تحفې په توګه ځکه ورکړل تر څوهغوی دا انګېزه له ځانه سره یوسي چې افغانان مسلمانان دي او خپل عزت او حیا ور باندې د سر له بیې هم ګران دي او روسي ښکېلاک د ټولو نړیوالو او انساني نورمونو پرخلاف د افغانانو پرجغرافیایي ، دیني ، ملي ، اقتصادي ، کلتوري اوخپلواکۍ پرحریم باندې بربنډ تېری کړی او د روسي ملت اولادونه یې په ناحقه د خپلو شخصي مفاداتو له پاره پرافغانانو باندې وژلي دي ، همغه وو چې راغلې روسي مېرمنې په خپله مخه ولاړې .

روسي ښکېلاک  د خپلو کورنیو ، سیمه ئیزواو نړیوالو فشارونو او د دو نالد ریګن د د یپلوماتیکواړیکو د شعاع  له امله وتلو ته اړشو، خو بل لورته یې د هغو افغانانو سره پټ پروتوکولونه لاسلیک کول ، چا چې د جهاد پروخت د جهاد له سپېڅلي نوم څخه په ناوړه ګټې اخیستو سره پټه یارانه ورسره چلوله او د افغانستان د تجزیې او لوی تاجکستان جوړولو او له شمالي برخوڅخه  د پښتنو د عام وژنواو یا شړلو له پاره یې له روسانو ، انګلیسانو ، پاکستانیانو امریکایانو ، فرانسویانو او نورو نړیوالو استخباراتې چینلونوڅخه په پوځي او نغدي توګه  ځانونه اکمالول .

د یادولو ده چې په افغانستان کې د پښتنو په ځپلو کې روسان ، انګلیسان او امریکایان ټول سره یوه خوله وو او دي ، ځکه پښتنو په افغانستان کې انګلیسان او روسان دواړه ځپلي او هغوی دواړه له پښتنو څخه خپل غچ اخلي ، ځکه خو روسانو د خپل اشغال پرمهال د خپلو پوځي او اکمالاتي  کتارونو د مصؤونیت په خاطر د شمال ځینو مجاهد نما افسانوي عناصروته دستور ور کاوه او هغوی به همغه نخبه مجاهد ین له مینځه وړل ، څوک به چې روسانو او خپله دوی ته خنډ وو .

که څوک غواړي چې ددې خبرې کره ثبوت ترلاسه کړي ، په تاند ویب پاڼه کې دې د (موږ ملي اتلان او ملي خائنان ښه پېزنو ) ترسرلیک لاندې د عبدالکریم رحیمزي مطلب وګورۍ په هغه مطلب کې همغو بهرنیانو ددغو مجاهد نما عناصرو څېرې افشا کړې له کومو سره یې چې پټې یارانې چلولې دي . بیا به خپله پوه شۍ چې د افغانستان په اړه مهندسي شوې پردۍ لوبه د کومو کرېکټرونو له خوا څه ډول پیل شوې ، اوهمدا اوس یې څوک د کومو اهدافو له پاره پرمخ وړي ؟  

خو امریکایان بیا په افغانستان کې په اصل کې د جهاد اوسوچه اسلامي نظام ضد دي ، ځکه خو یې په مجاهد ینو کې د جهاد له اصلي دښمنانوسره په دومره لږو مالي امکاناتو معامله وکړه ، او بل لور ته امریکایانو خپله ویل چې په نوره نړۍ کې موږ ته یوه پوسته په دومره لږو پیسو لاس ته نه وه راغلې ، خو اوس ټول افغانستان موږ ورباندې اشغال کړ. لنډه دا چې جهاد ته یې چیلک ور واچول ، مجاهدین  ـ  په تېره طالبان یې استعمال کړل ، خپل ځان یې منځنۍ آسیا ته ورباندې ورساوه ، افغانستان یې همداسې وران ویجاړ پرې اېښی ، مرستې ټولې همدوی او له دوی سره راغلو افغان مافیایي بانډونو وخوړلې ، ګاونډویان یې په پښو ورته ودرول ، زموږ نظام یې په اداري فساد او لس فیصده ملت یې په پوډرو را ته روږدی کړ، لاتراوسه یې د ترهګرۍ په پلمه افغانستان د خپلې جګړې مرکز جوړ کړی خو اوس یې دامریکایي داعشي ډلې په پلمه د خراسان د خلافت په نامه بله مسئله په کې را پورته کړه ، ( يعنې په افغانستان او سیمه کې د امریکې دائمي حضور اود روسیې اوامریکې تر مینځ د اقتصادي او پوځي سیالیو تقابل . ) خو ترڅنګ یې دا ځل د افغانستان د اوبو پرسرله افغان ګاونډ یانو سره  د جګړو نوی بوی هم ترسپنګو کېږي .

له بلې خوا د ویتو حق لرونکو پینځو سترو قدرتوله ډلې څخه یوهم د افغانستان پخوانی کینه کښ اوغچ اخیستونکی سترا تیژیک دښمن اوپه اصطلاح اوسنی دوست ( انګلیس ) دئ چې د ایتلافي ځواکونود جنګي ماشین د معاونیت اشترېنګ یې په لاس کې نیولی ؤ ترڅو د ایتلاف پر مټ له افغانانو څخه د خپلو وژل شویواستعماري لښکرو پخوانی غچ واخلي .

دوی د افغانستان تر ټولو امن سیمې (هلمند ) ته ولاړل او د خپلو سمندري ځواکونو د بېړۍ لنګر یې په هلمند کې واچاوه او هغه سیمه یې لومړی تر ټولو ناامنه کړه ، بیا یې د تریاکو کښت او تولید ته زور په کې ورکړ ، ور پسې یې ددیشو له ؤلسوالۍ څخه په هرو دوو میاشتو کې د (۲۵) میلیارده ډالرو په ارزښت خام یو رانیم وړي ، چې دا خبره خپله د ( سي آی اې ) یوه پخواني مشر له رسنیو سره هغه وخت شریکه کړې وه څه وخت چې د انګرېزانو او امریکا یانو ترمینځ د یو رانیمو د غلاکولو او د تریاکو د کلني (۷۲ ) میلیارده ډالرو په ارزښت د عائداتو پرسرلانجه راغله .

خوامریکایانوهم په افغانستان کې (۱۵۰۰ ) ځمکنۍ بډایې زېرمې د خپلو (۵۰۰) جیولوجستانواود افغانستان د سروې جیولوجي ریاست له لارې په ګوته او اعلان کړې ، چې له مخې یې د پکتیا ، خوست ، پکتیکا ،  لوګر ، ننګرهار، کونړونو، د هندوکش او بابا غره تر مینځ سیمه او باګرام دوی خپله ونیول او د افغانستان تورې برخې یې د ایتلاف نورو ځواکونو ته پرېښودلې . کله یې چې دا سیمې په تېرو (۱۳ ) کالو کې لوټ کړې ، بیا خپله ترې ووتل او د افغانستان (۹) زونونو ته سره ټول شول . په سرحدي سیموکې خو یې آن پاکستانیانو ته خپل بېزونه ور پرېښودل . د افغانستان درنې وسلې یې ورته تباه او بر باد کړې . د وسلو حساسې پرزې یې ور ته ترې و ایستلې اواوس یې  له بل چا څخه یې د اغېزمنو درنو وسلو را نیولو ته هم نه پرېږدي .

افغانان یې څه پر پاکستان باندې بې وسلې کړل ، اردو یې ور باندې ړنګه کړه ، څه یې په خپله د ( ډي ډي آر ) له مخې بې وسلې کړل ، مسلکي صاحب منصبان یې د وخت پرحکومتونو باندې وشړل او پرځای یې د یوې ، دوواودرېیواوونیو ماشیني مصنوعي داسې عسکرد صاحب منصبانو په نوم  پر دندو وګومارل چې هغوی ته لا د افغانستان اربعه حدود ، خپلې بین المللي  پولې او صفري نقطې (عائقې سیمې ) لا نه دي ورمعلومې . د ترورېزم له ځالو څخه طالب ، القاعده او داعش په لوی لاس را وټوکېدل ، افغانستان یې پرې نا آرامه کړ، خپله جګړه یې پرې توده ساتلې ، خو قرباني او بیه یې افغانان او د افغانستان خاوره پرې کوي . ځکه دلته نه پردۍ جګړه ختمه شوه ، بلکې لایې هم زور واخیست ، نه امنیت ټینګ شو ، نه ښه حکومتولي راغله ، او نه افغانان خپلې بین الافغاني سولې ته څوک پرېږدي .

په دې وروستیو کې د افغانستان په نامه کومې مرستې چې د بروکسل غونډې له آدرس څخه اعلان شوې ، هغو ته هم وارله مخه شرطونه کېښودل شول چې موږ یې د نه پوره کېدو ښکاره بېلګې په خپلو سترګو ونیو، اوهغه دا چې په افغانستان کې  مرکزي واک اواډاڼه د ذات البیني دېکتې شویو اختلافاتوله امله ورځ تربلې ترسوال لاندې راځي . خپل مشروعیت له لاسه ورکوي ، نړیوال خپلو ژمنه شوو مرستو ته پلمه جوړوي اوهغه پرخپلو پوځیانو باندې لګوي .

ددې ټولو بد مرغیو معنا همدا ده چې نړیوال نه د افغانستان  بیا رغونه او پرخپلو پښو درول غواړي ، او نه هم په افغانستان کې د جګړې بند ول او ښه حکومتولي . ځکه خو به کله روسان ، کله پاکستانیان ، کله ایرانیان ، کله امریکایان او کله هم هندیان او چینایان په دې خاوره کې خپلې استعماري آسپې ځغلوي او افغانستان به تل د نیابتي جګړو یو میراثي ډګر وي . هو ! اصلي لوبه همدغه ده .

خو زما خواست ټولواصیلوافغانانو ته دادئ چې د خدای تعالی دد ین ، ددې سپېڅلې خاورې ، خپلې خپلواکۍ او خپلو ځورېدلو خلکو په خاطر خپل کورني اخلافات یوې خواته سره پرېږدۍ ، لومړی ټول په یوه صادقانه خوله ، یولاس ، یو آواز، او یوه قومانده سره را ټول شۍ ، یو مرصوص بین الافغاني بنسټ سره تشکیل کړۍ ، ترڅو د افغانستان او افغانانو اصلي دښمنانو ته د پلمو ځای او موقع په لاس ورنه شي . خپل ځان په خپله جوړکړۍ ، خپله ځانته یو باوري ادرس پیدا کړۍ چې پر مټ یې  لومړۍ له خپلو دښمنانو سره حساب کتاب پرې وکړۍ او ور پسې خپلې کورنۍ لاجې د خپل قانون او خپلې ملي وثسقي او شریعت له مخې سره حل او فصل کړۍ ، ترڅو د تل له پاره له کورني ، سیمه ئیز او نړیوال شر او فساد څخه پرې خلاص شۍ .

فاعتبروا یا اولی الابصار

وما علینا الا البلاغ

         

 


بالا
 
بازگشت