د افغانستان په تاریخي بهیرکې د پېښوژوندی تلوېزیون

محمد انور ولید: ۱۳۹۵ لمریزکال ـ د تلي ۱۷مه

تصویر له پخوا زمانو را هیسې په انساني نړۍ کې رواج موندلی . خولومړي هغه یې ډېره ساده بڼه لرله او خلکو به د خپل ښه ، یا بد ، خوښیو یا خفګان حالت پیغام مقابل لوري ته په انځوریزه ژبه رساوه . دې صنعت په انسانانو کې ورځ تربلې وده وکړه اود شي د تصویراصلي بڼه یې خپله کړه . پردې باندې هم انسانانواکتفأ اوبسنه ونه کړه ، نورداسې کشفیات یې په کې را مینځته کړل چې تصویریې په اهتزازي توګه په خوځښت واؤست اود ژوند یوغږ لرونکو او طبیعي پېښو آوازونه یې په کې ثبت او راجستر کړل .

د غږاوخوځنده تصویرله یوځای کېدواوپرله پسې اختراعاتوڅخه یې فلمي نړۍ جوړه کړه . ددې کارترسره کولوله پاره دغه تکنالوجي د ولتي اوغیردولتي کسانو کله د خپلې خوښې اوخپلو ګټو له پاره استعمالوله او کله هم د خپلو ملي مفاداتو له پاره . ځکه د تمدنونو او فرهنګونود تبا د لې او تر ویج له پاره ددې فن د متخصصینواو ممثلینوپه اکټ او مهارت سره د وخت تجارت پېشه واکمنو او د یپلوماتیکو سرچینود اړیکو پرمټ د نړۍ ګوټ ګوټ ته و لېږدول شوه .

لومړی به تصویرونه په سینما ګانو او تیاترونو کې د سینمایي پروجکتورونو پرمټ په پرده باندې د خلکو د نندارې له پاره وړاندې کېدل او بیا یې د تلوېزیونونو له لارې دغه ډول تصویري صحنې خلکو ته په کورونو کې ښکاره کولې چې همدا اوس هم وجود لري . ولې له دې نه هم په پرمختللي سیستم سره اوس په موبائیل او د کمپیوټر په فېسبوک او ټویټر پاڼو باندې هم ښوول کېږي . او دا مهال د انځور او تصویر کیسه آن جیبونواونورو پرمختللو وسائلو ته ورسېدله چې دا مهال خو آن د هوایي سپوږمکیو د قو ماندې له عمومي کمانډ څخه هم سریایه غواړي .

خو اوس جنګي وسیلې هم کمپیوټري شوې . هرپرمختللی هېواد دخپلې پرمختللې تکنالوجۍ پرمټ لکه عنقا له لوړې فضأ څخه خپلې او پردۍ ځمکې څاري ، له خپلو لوړو سپوږمکیو یې عکسونه اخلي ، د حضرت سلیمان (ع) د هود هود غوندې جاسوسي کوي . اود باښه او ټپوس په څېرد بېوزلو ، بې څښتنه او نېستمنو هېوادو پرشتمنیو باندې ډیپونه وهي اوحملې ورباندې کوي .

نن ورځ ددغې تصویري پرمختللې تکنالوجۍ د تطبیقاتو ستنه پرافغانستان باندې متمرکزه ده چې د هېواد په هره برخه کې یې ښکاره او ژوندۍ تماشې را ته جوړې کړې دي . هو! دا داسې تماشې دي چې د کُمانډ بټنه یې په ترټولو پاس فضائي خوندي سټېشن کې ځای پرځای ده ، اصلي ممثلین او فلمي ستوري ( اکټوران او اکټرېسانې ) یې په افغاني جغرافیه کې بهرني او سيمه ئیز سیاسي ، پوځي او استخباراتي لوبغاړي دي چې په پرله پسې او دوامداره توګه ددې ژوندي فلم هره صحنه کې یوازې بې د فاع افغانانو ته د سر او مال تاوانونه وراوښتي او وراوړي ، ځکه ددې فلم په ډکولو کې له اجاره دارانو پرته یوازې د افغانانو ناخبره او مصرفي کرېکټرونه ( عام ؤلس ) سوځي او له مینځه ځي .

تاسو وګورۍ چې دجنګي پروجکتورونو دغه مرګونې صحنې کله په کندزکې ، کله په بغلان کې ، کله په ننګرهارکې ، کله په کونړونو کې ، کله په غزني ـ ورد کو ـ لوګر او کابل کې ، کله په لويه پکتیا او پکتیکا کې ، کله په ارزګان ـ زابل ـ کندهارـ هلمند اوفراه کې اوکله هم په بدخشان ـ جوزجان او سرپل کې په طبیعي او ژوندۍ بڼه نندارې ته وړاندې کېږي .

په دغه ډول طبیعي تلوېزیوني جنګي صحنوجوړولوکې خو ډېرې پرمختللې وسلې ، وسیلې اومهمات استعمال شول اولاهم استعمالېږي . د پلاتینیوم ، یورانیوم ، اوهایدروجني ذروي او بیو لوژیکي اوامونیایي وسلوډېرې نمونې په افغانستان کې غلا او وآزمویل شوې ، او توپالې ( کنجاړې ) یې په افغان خاوره کې تشې شوې . وروسته له دې که دغه پردۍ تپل شوې جګړه په افغانستان او سیمه کې ختمه هم شي ، دیورانیمواوپلاتینیمو توپالې به له دوه نیم زره درواخله ترپینځه زره کالو پورې د افغانستان له راتلونکونسلونو، حیواناتواونباتاتو سره جنګېږي . یعنې په دې خاوره کې به انسانان ، حیوانات او نباتات تر پینځه زره کالو پورې ناقص الاعضاء اوله ګڼو نورو نارغیو سره یو ځای  سؤ شکل پیدا کېږي . که مو یقین نه راځي ، ورشي هغه ډاکټران او متخصصین وپوښتۍ چې ددغو ذروي ، او کېمیاوي موادو پراغېزواونوروجانبي عوارضوباندې پوهېږي . 

د افغانستان په دغه تاریخي بهیرکې هره ورځ موږ او تاسې او ټوله سیمه او نړۍ د ژوندیو تلوېزیوني پېښوشاهدان یو چې دلته څه روان دي !

خو پوښتنه داده چې ولې په ټوله سیمه کې یوازې افغانستان د نړیوالونیابتي جګړوله پاره غوره شوی ؟ ولې نړیوال او د سیمې استخباراتي ځواکونه د افغانستان خاوره د خپلوسترا تیژیکو، پوځي ، سیاسي او اقتصادي موخو له پاره کاروي ؟ که چېرته نړیوال د خپلو ګټوله پاره داکارکوي ، نوآیا نړیوالونورمونواوکنونسیونونوته په پام سره د افغانستان نظام ، خاورې ، خپلواکۍ ، په خپله جغرافیه کې د افغانانو ژوند اوګټو ته هم په درنه سترګه کتل شوي که څنګه ؟ که کتل شوي وي ، نو بیا ولې له تېرو(۳۷ ) کالو را په ایسته ددې خاورې پرځمکني او فضائی حریم باندې پرله پسې پوځي تېري روان دي ؟ ولې په تېرو پینځلسو کالو کې په شواروز کې تر دوه ، دوه نیم زره بې ټکټه پروازونه په کې کېدل ؟ ولې سیمې او نړۍ ته د افغانانواستقلال ، نظام ، وینه اوټوله ملي شتمني د یوه نخود په کچه ارزښت نه لري ؟ ولې په افغانستان او سیمه کې یوازې د خپل پوځي اواقتصادي حضورله پاره د افغانستان په نامه نړیوالې سیاسي غونډې اونمایشي صحنې جوړوي ، مالي مرستې اعلانوي ، پرافغان حکومت باندې ترمرستوورکولومخکې داسې درانه بارونه اوشرطونه ږدي چې د عملي کېدو پلانیزه او د مخه مهندسي شوې خریطې او نقشې یې هم دوی ورته جوړې کړې دي ؟

په دې معنا چې د افغان حکومت په هرکلیدي اجرائیي واحد کې ددوی د خپلې خوښې په اصطلاح متخصص کسان ورباندې ومني او ورته وایي چې دا زموږ نماینده ګان دي او موږ پربل چا باورنه لرو. هغوی په اداري واحدونوکې خپلې مهندسۍ پیل کړي ، په یوه ساعت کارکولوله پینځه سوه تر واخله تر یو زر ډالرو پورې د افغانستان له بودجې معاشونه اخلي . که څوک دا خبره نه مني نو له همدې برحال جمهورريس څخه دې پوښتنه وکړي چې کله تاسو د مالیې وزیر وۍ ، بهرنیو متخصصینو په ساعت څو ډالره در څخه اخیستل ، چې بیا به دې پسې واخیستل او له وزارت څخه به دې وشړل ، ځکه کار به یې نه شوای کولی . همغه کسان د پردیوګټوخوندي کېدوله پاره په دولتي ادارو کې پراداري فساد او نورو مافیایي ملي ضد کارونوباندې لاس پورې کړي او د خپل تخریبي ګراف د هرې ورځې منظم راپورپردیوته په لاس ورکوي . دغه ډول عناصر له بیا رغونې او ښې حکومتولۍ څخه پرتخریبي پروژو باندې ډېرکارکوي ، ځکه خو دا پینځلس کاله د افغانستان هرڅه پراوبولاهوشول .

ولې په افغانستان کې سوله نه راځي ؟ که سیمه او نړۍ دا جګړه د افغانانو خپلمنځي جګړه بولي ، نو د جګړې د پای ته رسېدو له پاره خو افغانان تربل هرچا وړاندې خپله د مرکواوجرګومتخصصین دي او ددې وړتیا په کې شته چې یو له بل سره د ستونزو د هواري له پاره په خپلوکې سره کښېني ، خوخبره داده چې ، ږیره زما او واک یې د ملا . ځکه د بروکسل په غونډه کې د د ې غونډې یوه مشرهم وویل چې ؛ له حکمتیار سره د افغان حکومت سوله ستونزمنه برېښي ، اوغوره لاره یې سیاسي حل دئ .

خوزه وایم چې که خبره د سیاسي حل وي ، نو د نوموړي دا خبره دوې ماناوې لري ؛  یوه دا چې ددوی د خپلې خوښې طالبان دې په حکومت کې ورګډ شي ، او بله دا چې طالبانو ته دې د افغانستان ځينې سیمې په واک کې ور کړل شي ، چې دا دواړه فورمولې د افغانستان د ملي یووالي او د خاورې د تمامیت پر ضد یو خائنانه ګام دئ چې ځينې کړۍ یې پورته کول غواړي او د سولې هېڅ تمه نه شي ترې کېدای او دا د افغانستان په کورنیو چارو کې د پردیو له خوا یوه ښکاره لاسوهنه او د ژمنه شوو مرستو ځنډولو او ستنولو له پاره تشه یو پلمه ده او بس .

همدا ددوی استخباراتي ، استثماري او استعماري کرېکټرونه دي چې د افغانستان نظام او ښه حکومتولي یې تل ترسوال لاندې راوستې ، ځکه معمولاً په ناامنیو، د مخدرو توکو په قاچاق ، له بشرې حقونو په سرغړونو، دافغاني درانه فرهنګ ضد مبتذ لودودونو رواجونو او اداري فساد په پروژو جوړولواو تر ویج کې په مستقیمه اوغیرمستقیمه توګه خپله همدغه ډول عناصرښکېل وي .

د همدغه ډول کرېکټرونو د رول ادا کولو پراساس بیا نړیوال زبرځواکونه افغانستان ته پلمې پرې جوړې کړي چې ګواکي امنیت مونه دئ خوندي کړی ، اداري فساد مو له مینځه نه دئ وړی ، حکومتولي مو سمه نه ده ، د مخدروتوکو د تولید او قاچاق مخه مو نه ده نیولې ، له بشري حقونو مو سرغړونې کړې دي . ښځو ته مو حقوق نه دي ور کړي ، پس موږ مرستې نه درکوو ، په داسې حال کې چې مرستې ټولې دوی خپله حیف و میل کړې وي او افغان دولت ته داسې پلمې کوي لکه څوک چې له چانه بېلچه وغواړي ، اوهغه ورته ووایي چې ګواکي په بېلچه کې مې مستې کړېدي .

خو که افغان دولت لږه فاصله ور سره ونیسي ، نو بیا د افغانستان له سترا تیژیکو دښمنانو سره اړیکې جوړې او د افغانستان خاوره بیا د خپلو شومو اهدافو له پاره نورو ته ورډالۍ او نذرانه کوي اود افغانستان ددښمنانو ناحقه ملا تړکوي .

اوس هم که دغه مرستې په ريښتیا د افغانستان له پاره را ټولې او په ریښتیا پرافغانستان باندې د افغان نظام او خاورې رغولو له پاره ولګېږي ، نو په افغانستان کې به هېڅ ناروغ ځای پاتې نه شي او نه به افغان دولت چاته د سوال لاس وراوږد کړي . خو د افغان کشالې سږنی شپاړسم کال دئ چې د سم سمکې په نامه یې د ترورېزم شلغمې په کې کرلې ، هغه د چا خبره داشلغمه دومره په کې غټه شوه چې نړیوالې وتلې قلبې یې خواوشا تاوېږي را تاوېږي خو یو بل نه سره ویني ، بل لورته د نړیوالو کنفرانسونو په نامه نړیوال مس ګران ناست دي د ترورېزم دې شلغمې ته یې دومره غټ دېګ جوړکړی چې د ویتو ټول مس ګران په کې ناست دي، کار په کې کوي خو یو بل ته یې غږ نه سره رسېږي . همدا دېګ او همدا شلغمه . په افغانستان او سیمه کې همدا د ترورېزم په پلمه جګړه او همدا کنفرانسونه . ځکه د مرستو غږ یې را ځي او مرستې درک نه لري .     

 

 


بالا
 
بازگشت