دغه درېیو ټکو ته ډېره پاملرنه په کار ده

محمد انور ولید : 12/9/1395

پېښې په نړۍ کې معمولاً دوه ډوله دي ، یو هغه پېښې دي چې له مثبت بدلون او نوښت سره تړاو لري . هغه هېوادونه چې مثبت بدلونونه یې په نصیب شوي ، په اصل کې د هغوی سیاسي اډاڼه اوسټه له پېله روغه اوخود جوشه ملي صبغه لري . ځکه د هغوی خوښي اوغم دواړه د یوه حساس وجود په څېرد وجود په ټوله فزیکي جغرافیه کې محسوس ، له خوښیبو یې هم په ګډه خوندونه اخلي ، او په غمونو کې هم ټول سره شریک وي او ملتونه تل د خپلو حکومتونو ترڅنګ ملا تړلي ولاړ وي . ځکه هرڅه یې له نوکانو نیولې د سرتروېښتانو پورې ټول په متوازنه اومتعادله توګه له مرکزي محوره تمویلېږي . او د غمونو او دردونو په وړاندې یې هم په ګډه په خورا اخلاص خپله مبارزه کوي ، د خپل وجود هره برخه د خپل ځان برخه ګڼي . هغوی د موریانې او پرازیت په څېرد جود د هستۍ غلاکولو ته نه وي پټ شوي . ځکه د داسې سیستم په قاموس کې دا نه شته چې محورته نږدې برخې دې ډېرځانونه وپړسوي او د نورو برخې دې هم د قانون خلاف وخوري او لیرې پرتې برخې دې له هرڅه څخه محرومې کړي . که چېرته داسې وشي ، نو د وجود اصلي دفاعي سیستم خو آن په سرحدونو کې له مینځه ځي او بالاخره محورخپله په خطرکې لوېږي اوله نابودۍ سره مخ کېږي .

نن چې د روغو نظامونو لرونکي هېوادونه د (21مې ) پېړۍ ترټولوځواکمنې اقتصادي او پوځي تکنالوجۍ لري ، علت یې هم دادئ چې ټول محوري سیستمونه یې د اوسني جاپان په څېر په بشپړه ملي روغه اراده اېښودل شوي . ځکه خوهغوی اوس ځمکه ، هوا اواوبه ټول د خپلې پر مختللې تکنالوجۍ پر مټ  تسخیرکړي . چېرته یې چې زړه وغواړي ، هلته خپله اراده پرنورو باندې په تخنیکي لحاظ  منلی اوعملي کولی شي . ځکه جاپان اوس په نړۍ کې د اقتصاد اوتخنیک غوره بېلګه ده .   

خو زموږ د اسلام د ستر پیغمبر(ص) ددعوت اونبوي سپېڅلي سیرت اډانې بیا الهی منبع له ځانه سره لرله . اوالهی برنامې ټولې د ملتونو د لارښوونو، اوملتونه او قبیلې بیا یو د بل د پيژندلو له پاره دي ، ولې اساس او منبع  هغه یوه تو حیدي بلا کیف بلا مکان تل پاتې نقطه ده چې ژوند له هغې څخه سرچینه اخلي او خپله هېڅ زوال نه لري . پًیغمبر(ص) د همدغو قبیلو د لارښوونواوهغوی ته د الهي پیغام رسولو ضمانت پرغاړه لاره ، او ددې عظیم مأموریت ترسره کولو له پاره ترهرڅه وړاندې باور ، ریښتینولۍ او ښو صفاتو لرلو ته اړتیا وه ، ځکه خو یې (۱۳ ) کاله په مکه مکرمه کې لومړی خپل ځان اوخپل اصحاب کرام (رض) په خپلوحمیده اخلاقو، پستې اونرمې له پند ، موعظې او حکمته ډکې ژبې سره دعوت کړل ، د پیغمبر (ص) خُلق ټول قرآن اود اصحابو کرامو (رض) ټول خویونه د پیغمبر (ص) د سیرت په هېنداره کې معلومېدل ، ځکه خو پیغمبر (ص) خپلو اصحابو کرامو (رض) ته د ستورو خطاب کړی او په هریوه پسې یې اقتدا غوره بللې ده . هغوی لومړی انساني اخلاق (۱۳) کاله د اعتقادي احکامو په رڼا کې په مکه کې پرځان باندې عملي او پاخه کړل ، حمیده اخلاق یې مدینې ته له ځانه سره یووړل ، مدینه یې پرې جوړه ، وروسته یې مکه ورباندې فتح کړه .حضرت عمرفاروق (رض) د فارس او ابوصفیان (رض ) د روم امپراتورۍ ونړولې ، طارق (رض) هسپانیه ، عبدالرحمن (رض) کابل اومحمد بن موسی د هند لویه وچه د اسلام په نوم روښانه او هندیان یې ترډېره له بت پرستۍ څخه پرې وژغورل .

همداسې سلطان محمود غزنوي له ځان سره اخلاق یووړل اوسو منات او نورې بتخانې یې پرې ونړولې او هلته یې د اسلام دین یوځل بیا ټینګ کړ، چې له کبله یې نن لمن ترمالیزیا او اندو نیزیا پورې هم ورسېد له او اوس هلته په برصغیر( لوی هندوستان ) کې دده له برکته د (۸۰۰) مېلیونو مسلمانانو په شاوخا کې د توحید کلمه وایي .

پخوا حضرت ابراهیم (ع) د مکې بتان په خپل ابراهیمي هوډ سره مات ، مکه یې د بتانو له کثافته خلاصه او مکیان یې له باطلو بتانو نمانځلوڅخه د توحید پرستۍ خواته را و بلل . موسی (ع) د استکبار ( زر ، زور او تزویر) مفکورې په نیل باندې ورلاهوکړې ، اوموسی (ع) اوعیسی (ع) دواړو د تثلیث د عقیدو پرضد اود توحید په ننګه مبارزه وکړه . هغوی ټولو په بشپړه انساني پسته ، نرمه او له پند ، موعظو او حکمته ډکه ژبه توحید ته خلک را وبلل او هېڅکله یې د پېښو په ادلون بدلون کې خپل اصالت له لاسه نه دئ په کې ورکړی .

هغوی په الهي دستوراوقانون اود هغه په تعمیل کې خیانت نه دئ کړی او نه یې هم په خپل خدای (ج) باندې درواغ ورتپلي دي . هغوی د شرک او بت پرستۍ پر ضد په جګړه ځکه اخته وو چې د ټولو پیغمبرانو (ع) اجمعین نصب العین یو ؤ .

موږ هم که چېرته په ریښتیا سره ځانونه د آن حضرت (ص) امتیان ګڼو ، نو پرموږ باندې هم واجبه ده چې د خپل پیغمبر (ص) پرنقش قدم باندې پل کېږدو او د هغه (ص) د سیرت او نبوي احادیثو د تعمیل لاره خپله کړو ، ترڅو د عین الیقین خواته د ورنږدې کېدو په صورت کې حقیقي او ابدي تمدن ته لاره پرې و مومو . ځکه زموږ دین له موږ څخه د اعتدال د استقرار په صورت کې ددنیا او آخرت دواړو ریښتینی تمدن غواړي .

خود پېښو بل ډول یې له منفي نوښت سره تړلی دئ ، چې متأ سفانه افغانستان اوافغانان له څو لسیزو را په ایسته د همدغه منفي پېښو په جال کې بند پاتې دي او له امله یې افغانستان نن د منفي او بشري ضد پېښوپه یوسترمرکزبدل شوی اوافغانان ټول له ورځنیومنفي پېښوسره عادت شويدي .

خوپوښتنه دا را پیدا ګېږي چې افغانستان ولې دداسې مترقبه اوغیرمترقبه نا انډوله ـ اوله یوې مخې د تخریبي پېښوقرباني دئ چې هم کورني اوهم بهرني اوسیمه ئیزاړخونه لري ، ولې د سعودي اونزولي ګراف کچې یې هېڅکله هم نه دي سره برابرې او تل د افراط او تفریط په کچو د تاریخ په متن کې خوندي او له ؤلس څخه بټې ساتل شوې دي ؟

د افغانستان د پېښو په بهرني اړخ کې خو تل یرغلګرو او ښکېلاکګرو ونډه لرلې ، ځکه د لوبې اصلي کرېکټرونه خو همدوی دي او یوازې تمثیل یې پر سیمه ئیزو او کورنیو اجاره دارانو باندې کوي . ځکه په کورني اړخ کې یې مرسته هغو د ګوتو په شمارڅو پرازیتي او ملي ضد وطن پلورونکوعناصرو ورسره کړې ده چې پردۍ تورې پیسې او خپل جیب ډکول ورته ترټول افغانستان ، دین ، آسماني کتاب ، بیرغ ، ملي خپلواکه نظام ، خلکو ، جغرافیې ، او ټولو ملي شتمنیو ارزښتمن ښکاري .

که لږد افغانستان او سیمې غمیزې ته ځیر شو ، په ډاګه را ته ښکاري چې د کور په کور بدي داره ټولو سپیومسافرته رویه او رأیه سره یوه ده . ځکه تاسو ګورۍ چې لومړی پرافغانستان باندې دروسانو یرغل د غرب په خوښه ؤ ، خو کله چې روسانو په افغانستان کې ماتې وخوړله ، نو بیا د امریکا د یرغل پر مهال روسان له غربیانو سره همنظره شول . همداسې ایران په عراق کې د امریکې پرپلوۍ جګړه کوي اوپه سوریه کې بیا د روسانو پرپلوۍ باندې جنګېږي . همدا رنګه پاکستان د افغان مجاهدینو پر مهال د امریکې په قو مانده د روسانو پر ضد جګړه په افغانستان کې توده ساتلې وه ، خو اوس یې بیا د خپلې قبلې مخ کرېملین ته وراړولی او د روسانو سره د امریکې پرخلاف دریځ لري .

امریکا په یمن کې د سعودي عربستان په ملاتړ په ظاهره د حوسیانو ضد ده ، او سعودي عربستان په مصرکې د امریکایې رژیم مالي ملاتړوکړاو د مرسي پر ضد یې پو څیانو ته په میلیاردونو ډالره مرسته ورکړه . په ترکیه کې امریکایانو بیا د خپل متعهد پر ضد کودتا له امریکې څخه رهبري کوله ، خو ناکامه شوه .

همداسې (۱۵) کاله په افغانستان کې د ترورېزم پر ضد جګړه روانه ده ، خو دا په کې لا هم څرګنده نه شوه چې امریکا په افغانستان کې د ترورېزم په پلوۍ د افغانستان د مظلوم ملت پرضد جګړه کوي او که د ترورېزم پرضد ؟ که دا جګړه د ترورېزم پرضد وي ، نو ولې مظلوم افغانان او خاموش اکثریت په کې وژل کېږي ؟ اوکه د افغانستان د مظلوم ملت پر ضد روانه وي ، نو بیا یې ولې د ترورذېزم ضد جګړې نوم ور باندې اېښی دئ ؟ ځکه دا (۱۵) کاله نه شف ، شف معلوم شو ،  او نه هم شفتالو !      

بهرنیان او د سیمې مداخله ګران هم ډاډه دي چې په افغانستان کې څوک زموږ مخې ته نه درېږي . هغه متل دئ چې وایي : 

آسپه دې خپله ، لښته له ځنګله ، نن یې نه وهې نوکله ؟

همدا لامل دئ چې منفي پېښو په افغانستان کې پاخه اړولي ، ځالې یې په کې جوړې کړې اوبچي یې په کې ایستلي دي . خوخبرنه دي چې د افغانستان په ښارونو، کلیو، سردرواو د ننه په نظام کې هم زمریان شته اوهم بازان . هغوی د ځمکې اوهوا له لارې د افغانستان د پېښو ګرافیکي حرکتونه ټول د خپلو ملي وجیبو ترڅنګ په دقیقه توګه څاري .هره لحظه له خپلو ملي خلکو او خاموش اکثریت سره په اړیکه کې دي .

ځکه اوس افغانان پردې باندې پوه دي چې اورونه موږ ته له کومو خواوو را لګېږي او ببوزي او پنکی څوک ورته وهي ؟

له نن څخه (۱۲) ورځې مخکې د سه شنبې په ورځ مخالفو طالبانواعلان وکړچې : موږ د ګازو او اوسپني پټلیو او د عینک کان ملاتړکوواو په امنیت نیولو کې یې هم ونډه اخلو. بلخوا په روسیه کې د پاکستان ، چین او روسیې له خوا د طالبانو په ملاتړغونډه جوړه شوې وه ، خو د تېرې پنجشنبې په شپه په کابل کې د روسیې سفیر وویل چې : روسیه د افغاني طالبانو ملاتړ په افغانستان کې د سولې له پاره کوي ، ایران هم اوس د همغو طالبانو ملاتړکوي چې د طالب رژیم پرمهال یې پر ضد (۷۰۰۰۰) پوځ یوازې د سني نظام پر ضد پولې ته تیارسۍ ودراوه .

خو زما مشوره دولتي چارواکو او ټولو ریښتینو افغانانو ته په دې اړه داده چې د پاکستان له پاره ټولې لارې بندې شوې او د انزوا په کلکه محاصره کې بند پاتې دئ . فابریکې او ټول کارو بار یې له رکود او سقوط سره مخ دئ . افغانستان د ترانزیت خپلې لارې پخې او له نړۍ سره وتړلې ، طالبان د پاکستان لوډسپیکران دي ، دا اعلان یې ددې له پاره کړی چې له یوې خوا دوی پر دغو لارو د حکومت او افغان ؤلس ترځنګ باور پیدا اوځان په همغو سیمو کې پوخ او ځای پرځای کړي چې همدا لارې او نل لیکې ترې تېرېږي . ترڅو پاکستان دا لارې د طالبانو په واسطه تر خپل کنټرول لاندې راولي ، که پاکستان ته ددغو لارو او نل لیکو ګټه وه خو ښه تر ښه ، او که هند یا کوم بل هېواد ته یې ګټې ور روانې وې ، طالبان به یې الوزوي ، لارې او نل لیکې به ټولې تخریبوي ، په دې توګه به په افغانستان کې بیا مرموزه جګړه روانه وساتي او افغانستان او افغانان به تل د نویو پېښو قرباني او شاهدان وي .

ښه داده چې طالب ته په قطعي توګه د ترانزیتني لارو او نل لیکو په امنیت کې برخه ورنه کړل شي او نه هم د پاکستان د روغې جوړې په خبرو باندې ځان وغولوي ، ځکه پاکستان چې کله بند شي ، بیا د فرصت ترلاسه کولو له پاره د سولې خبرې را پورته ، افغان حکومت پرې مصروف اوځان د بل دورله پاره جګړې ته جوړکړې . همدا ددوی بېزنېس او همدا ددوی خصلت دئ . که حکومت دا کاروکړي ، په لوی لاس به پاکستان د لارو او نل لیکو تخریب ته را وبولي او ترلاسه کړی سیمه ییزاونړیوال باوراو فرصت  به د تل له پاره له لاسه پرې ورکړي .

جمهوررئیس اشرف غني چې د سرتاج عزیز په خوله د پاکستان مرستې ور رد او د خولې ځواب یې په دیپلو ماتیک سوک سره ورکړ ، دا د ؤلسمشر فرض او د افغانستان د مظلوم ملت یو دین ؤ چې ادأ یې کړ، اوافغانانو هم په ورین تندي هغه استقبال کړ. اوس چې ؤلسمشر افغانستان ته سیمه ئیزې او نړیوالې قانوني ترانزیتي لارې اواقتصادي شا رګونه پیدا کړل ، نو دا ځل ددې نوبت دئ چې له اداري فساد څخه په ګنډلي ګرېوان خپلې ادارې او ملت نورخلاص کړي . د کال ددری میلیارده ډالرو رشوت ځالي دې په کلکه پیدا اوهغه دې له مینځه یوسي ، په افغانستان کې دې یوه ریښتینې ښه حکومتولي را مینځته ، د ونډو د پرازیتي ادارو ټغردې نورورټول ، د نړیوالود خیالي احصائیو او آمارو مخه دې پرې بنده او د افغانستان د دښمنانو زهرجنې خولې دې د تل له پاره پرې ور پټې کړي ، ترڅو د افغان حکومت په وړاندې د نړیوالو پلمو اوګیلوګرمانو ته ځای پاتې نه شي .

نړیواله ټولنه دې هم له افغان نظام او افغانانو سره نور د مور او میرې سلوک نه کوي ، د هغوی ريښتیني ملاتړ ته دې اوږه ورکړي ، او افغانان او افغان نظام دې د افغانستان ددښمنانو له منګولو او شر څخه نور و ژغوري . ځکه د افغانستان له دښمنانو څخه  د افغانستان ژغورل په اصل کې د سیمې او نړۍ ژغورل دي . او د افغانستان ددښمنانو ملاتړ په اصل کې د افغانستان ، سیمې او نړي پر ضد جګړه ده .          

 

 

 


بالا
 
بازگشت