دغه دئ د قربانۍ دوامداره اختر !

محمدانور ولید :   ۱۳۹۵ لمریزکال ـ د وږي ۲۰ مه

د قربانۍ اختر په ټوله اسلامي نړۍ کې یو واجبي عمل دئ چې په سنتي توګه د ابراهیمي هوډ تا زه ساتلو او یادبود په توګه هرکال د اولیأ امورو په دستور د اسلامي امت له خوا ترسره کېږي . دغه وجیبه چې پیل یې د فرضي حج اداء کولوڅخه کېږي په ټوله اسلامي نړۍ کې داختردواجب لمانځه تراداء کولووروسته د قربانۍ په مناسکو سره پیلېږي .

هرڅوک له خپلې وسې سره سم قرباني کوي او د خپلې قربانۍ ټوله غوښه په درېیو برابرو او منصفانه برخوسره وېشي ، چې په دغو درېیویرخوکې یوه برخه د خوارانو ، فقیرانو ، مسکینانو ، بې وسې ګاونډیانواوغریبانو ده . بله برخه یې د خپلو خپلوانو او درېیمه برخه یې خپله د قرباني کوونکي ده .

خو په قربانۍ کې یاید زیار و ایستل شي چې ترټولو په څلورو اندامونو روغ ، جوړ او په غوښه پټ څاروی را ونیول شي . قرباني د قرباني کوونکي د ځانګړي عیش او نوش ، خوراک او کباب له پاره نه ده . ځکه ذبحه او وینه تویونه ددې له پاره ده چې دحضرت ابراهیم ( خلیل الله ) په څېرصرف الله (ج ) له خپله ځانه څخه پرې راضي کړي ، ځکه حضرت ابراهیم ( ع ) ته خدای پاک تر ټولو ښه اولاد  او خدای ته نږدې بنده ( حضرت اسماعیل ذبیح الله) ور کړی ؤ . الله پاک حضرت ابراهیم (ع ) ته په خوب کې د خپل ګران زوی حضرت اسماعیل ذبیح الله ) د قربانۍ امر کړی ؤ او پر هغه باندې یې وآزمایه ، خو له هغه را وروسته امت مسلمه په تر ټولو نازولي مال باندې الله پاک آزمویې ، یعنې چې خدای پاک چاته د قربانۍ کولو وس ورکړی وي باید فرصت له لاسه ورنه کړي او قرباني دې وکړي او د خدایتعالی شکر دې ادأ کړي چې ددوی د اولادونو پرځای ژوندي اهلي مالونه ذبحه کېږي .

په سعودي عربستان کې په مېلیونونو مکلف مسلمانان د حج د فریضې اداء کولو له پاره قرباني کوي ، او د سعودي واکمن یې د خپلې زاویې د دید له مخې په خیریه او نورو کارونو باندې لګوي . خودغه قرباني یوازي په کال کې د اختر له یوې تر درېیو ورځو پورې دوام کوي او بیا ترکال هغو شپو راتلو پورې دا قرباني بنده ده .

ولې متأ سفاته چې د افغانستان پر بې دفاع او مسلمان ملت باندې دغه قرباني بېرته د ابراهیمي دورته په اصلي شکل ( د افغانانو پر ذبحه کولو سره ) ورګرځېدلې ده ، حضرت ابراهیم (ع ) هم په ریښتیا سره خپل زوی حضرت اسماعیل (ع ) ذبحه کاوه ، او افغانان هم خپل زامن ، لوڼې او خپل خپلوان ذبحه کوي ، خو توپیر یې یوازې په دې کې دئ چې ،. حضرت ابراهیم (ع) په ټول ژوند کې یوه ورځ دا کار کړی ؤ اوله خپل خدای سره په خپله دوستي او ریښتینولۍ کې بریالی را وؤت ، ولې افغانان دا ( ۳۷ ) کاله په ځانګړي او ډله ییز شکل هره لحظه د کورنیو، سیمه  ییزو او نړلوالو بېرمه جلادانو په لاس ذبحه کېږي ، وینې یې لور په لور بهېږي او په پرهارژلوغوښو ، هډوکو او مړو باندې یې ملنډې وهل کېږي او خپل جشنونه او مېلې چړچې پرې کوي .

دلته په افغانستان کې هره ورځ د هر افغان په کور ، کلي او ښار کې د غم او ماتم ټغرهواردئ . هره ورځ جنازې دي . هره ورځ ژړاوې انګولاوې دي . خو د افغانستان په پاکستاني او ایراني ګاونډیانواو راغلو مېلمنو کې هره ورځ جشنونه ، اتڼونه، ګډاوي ، خوشحالۍ اود اتومې آزمېیښتونو او خپلو وسلو آزمویلو ټرېنېنګونه او د اتومي تو پالو ( کنجاړو ) تشول دي .

دېته وایي دوامداره اختر ، دغه ده دوامداره قرباني چې د حیواناتو پرځای هره ګړۍ ، هره لحظه ، هره ورځ ، هره اوونۍ او هره میاشت بېوزله اوبې دفاع افغانان دداسې چا په لاسونو په کې ذبحه کېږي چې هغه هېڅ الهي امر او هېڅ الهي قانون او دستور نه مني او بشریت ته پرته له خپله ځانه د انسان په سترګه هم نه ګوري .

خو دې ته هم باید پام وکړو چې د افغانانو دغه پرله پسې قرباني د کومو وجوهاتو له مخې همداسې غځېدلې روانه ساتل شوې ؟ عمل او لامل یې په څه کې دئ ؟ آیا دا قرباني یوازې کورني ابعاد لري او که سیمه ییزاو نړیوال استخباراتي ، جیو پو لیتیکي ، جیو جغرافیکي ، اقتصادي ، سترا تیژیکي ، او د سیالو خواوو تر مینځ د سیالیو او نیابتي جګړابعاد هم لري ؟

که په افغانستان کې روانې غمیزې ، ریښتیني ملي ناورینونه ، د پردیوتپل شویوجګړو روان بهیر، پرله پسې افغان قربانیو ، د نمائشي سولې پڅ او درواغجن بهیر، د افغانستان کورنیو سر شاره زېرمو ، سترا تیژیک موقعیت ، اود سراو مال په نذرانه کولواوپرله پسې قربانیو ورکولو سره د افغان ټبرتاریخي پېش منظراوپس منظراود سیمه ئیزواونړیوالوکینه کښو یرغلګرونیابتي زدو بندونو ته وګرو، نو دا به را ته په ډاګه شي چې پردیو ولې د افغانستان د خاورې لاندې کولوته سترګې نیولې دي ، او د څه له پاره له ځينو افغانانو سره په جوړ جاړي اود ځینو نورو په سره وېشلو او وینوتوئیولو باندې لګیا دي ؟  

اې افغانانو ! هدف معلوم دئ . افغانان په تاریخي لحاظ د خپلې جغرافیې ، سترا تیژیک موقعیت ، خپلو شتمنیو ، او د پردو په وړاندې خپل مقاومت خوړلي اوځپلي دي . موږ او تاسو ټولو په تېرو ( ۳۷ ) کالو کې خپل کوټه بخت په خپله د خپلو وینو، اوښکو، شتمنیو، خپلوعزیزانواوخپلې ملي واکمنۍ له لاسه ورکولوپه هېنداره کې په خپلو سترګو ولید او وینو یې او دا هم موږ ته یو تاریخې میراث او امانت د یاد بود په توګه نسل په نسل را پاتې دئ چې پښتانه د کومې ژورې تو طئې له مخې د کوم شرمښ په انصاف ولې لومړی د لر او بر پښتنو په نوم سره ووېشل او په تېره (۳۷ ) کالو کې ولې یوازې پښتانه مړه او ژوبل شول ، ولې د هغوی ژوند ، د هغوی اقتصاد ، د هغوی فرهنګ ، د هغوی تعلیم ، د هغوی رسمي ونډه ، د هغوی ژبه ، د هغوی درسي نصاب ، د هغوی کدري قشر، د هغوی پیداواراو تجارت ، د هغوی بانګوال او بالاخره د هغوی ټول قانوني اوانساني حقوق په لوی لاس د زبرځواکونو په ملاتړ سره د نورو تر پښو لاندې پایمال شول . ولې داخو هم باید استعماري ځواکونه له یاده ونه باسي چې که دوی هر څومره پس له څو لسیزو پر افغانستان باندې د یرغل تابیا نیولې ، همدومره دې خاورې سلطان محمود یان ، میرویس نیکه ګان ، شاه محمود هوتکي ګان ، احمد شاه بابا ګان ، شاه زمان بابا ګان ، وزیرمحمد اکبر ګان اود استقلال بنسټ اېښودونکي شاه امان الله ګان غوندې نوربچي هم موازي ور سره زیږولي او د استعمارخولې یې له خاورو ور ډ کې کړې دي .

دا سمه او پرځای ده چې استعمارڅو مزدورالاصله افغانان خپلو هېوادو ته ورغوښتي ، ځینې یې په جګړه کې تمویل کړي او له ځینو سره یې په پروژه یي څانګو کې مرستې کړې . خو ماته ښه معلومه ده چې دوی د جهاد پر مهال هغه مرستې په ولایتونو کې د خپلو سروې ګانو بشپړولو او خپلو په اصطلاح نخبه او کلیدي کسانو ته مالي ، استخباراتي او د نورو امکاناتو اکمالات رسول . چې بلاخره یې د سپتمبر په (۱۱ مه ) د افغانستان د خاورې تمامیت ته په بېلچه کې مستې وکړې . مخکې روسانو په یوه شپه د (۱۲۰۰۰۰ ) ځکمني او هوایي پوځ په ملاتړپر افغانستان باندې د ( ۱۳۵۸ ) لمریز کال د مرغومي په (شپږم ) تور ماښام برید وکړ ، ور پسې پاکستان د ( آی اس آی ) د استخباراتي طالبانو په جامه کې پر افغانستان باندې غدۍ واچوله اوله نن څخه (۱۵ ) کاله وړاندې د امریکې او انګلیس په مشرۍ ناټو ټلوالې پر افغانستان باندې  د همفغه طالب او القاعده په پلمه  پوځي بریدونه پیل کړل او تر نن پورې دوام لري .

طالبان خو لومړی له مینځه ولاړل ، توبه یې و ایستله چې موږ نور پاچاهي نه غواړو او نه جنګېږو ، خو موږ په قلاره په خپله خاوره کې پرېږدۍ .دوه دری کاله آرامه آرامي شوه . خوداستعماري ستراتیژیکي پلانونو له مخې بېرته طالبان په قبائلي سیمو کې سره را ټول اود افغانستان د نظام پر ضد یې بیا سره تنظیم کړل . ویې جنګول ، افغان حکومت او افغانان یې په پردۍ جګړه کې سره ښکېل کړل او استعماري ځواکونو د افغانستان د ځمکې د سر ټولې شتمنۍ له یوې مخې لوټ کړې ، کرزی صیب هره ورځ پر دې غلاګانو باندې خبر ؤ ، خو خوله یې د خپل قدرت په خاطر پټه نیولې وه او همغه د امریکایی ډنډې په زور واک یې له ټول افغانستان او ټولو افغانانو څخه ارزښتناک ګاڼه ، دا په دې معنا چې (۴۵۰۰۰۰ ) افغانان دده د واک قرباني شول ، ځکه کرزي صیب د خپل اقتدار ساتلو په خاطر له ټول افغانستان او ټولو افغانانو او پر افغانانو باندې له تپل شوې پردۍ جګړي څخه د کبانو نیولو توت جوړکړی ؤ ، هرڅومره به چې په افغانستان کې نا آرامي ، بې ثباتي او مرګ ژوبلې ډېرېدلې ، په همغه کچه به په نړیویواله سطحه د افغانستان په پلمه نړیوال کنفرانسونه جوړېدل ، مرستې به یې نړیوالو زبرځواکونواوکرزي صیب په خپلواکونټونو کې اچولې او بیه به یې په سر او مال سره افغانانو پرې کوله . ځکه خو به د یوه افغاني تبعه د مرګ بیه یو لک افغانۍ وه او د یوه عادي وژل شوي امریکایي د کال مصارف به ( یو مېلیون ) ډالره او دمړینې بیه به یې ( شل مېلیونه )  ډالره وه . دا ټول دده او د بن د نیمګړو پرېکړو له برکته .

همدا اوس چې کوم افغانان وژل کېږي او په تفرق کې سره ساتل کېږي ، هم علت یې دادئ چې د استعمار پروژه باید په افغانستان کې اوږده شي ، که نه نو استعماري ځواکونه ولې په پاکستان او ایران کې دا پروژې  نه عملي کوي . دوی په افغانستان کې د څه له پاره دومره ژور ښکېل دي چې د کار او دستار سړي خپلې ملي مخې ته په قلاره نه پرېږدي . اشرف غني ته هم دوی سر خوږی جوړ کړی ، ځکه د افغانستان د حکومت دغه فزیکي جوړښت ، د ( ان جې او) ګانو موازي حکومتونه ، بېروني او کورني اختلافات او په پټه په سفارتونواو ګاونډیو هېوادونو کې د هغوی اکمالات ، اود نا آرامیو جوړولو له پاره  د کرزي صیب کښېنول ټول ددې لارښوونه کوي چې په افغانستان کې د ا پلا یوه بله مهره هم مینځته را تلونکې ده . خو دا لا معلومه نه ده چې د افغانستان خلک به یې ور سره ومني که څنګه ؟ ځکه افغانان اوس د استعمارپه ټولوچلونوباندې پوه دي . اوپه زر، زوراوتزویرسره پرافغانانو باندې حکومتونو هېڅکله هم ښه نتییجه نه ده ورکړې او نه خو به دغه ډول فورمولونه پرافغانانو باندې څوک عملي کړی شي .

نو ښه داده چې په افغانستان کې دې نورې قربانۍ بندې کړي ، افغان حکومت دې خپل ملي کار ته پرېږدي . پر دیني او کلتوري پردو باندې یې دې ګوتې نه ور وهي ، په ښه حکومتولۍ ، تعلیم ، اقتصاد  او امنیت راورستو کې دې مرسته ور سره وکړي ، کینه کښو ګاونډیانو ته یې دې نه احتیاجوي ، افغانان دې په یوه او بل نامه نه سره وېشي ، ترڅو د افغانانو او نړیوالو دغه دوستي په تلپاتې سولې او دوستۍ باندې بدله شي . که نه نو دغه تپل شوې پردۍ جګړه بل هېڅ بدیل نه لري . 

 

          

 


بالا
 
بازگشت