عبدالقیوم

 

د سیا سي نهضتوبهیر په افغانستان کي

Political Movements in Afghanistan

روښاني نهضت

بایزېد ( روښان)

(۹۳۱- ۹۸۱)ه-بايزيد انصاري

 

یولسمه برخه

 

بایزېد انصاري تر یوه حده و کولای سوای چي د د غي مبارزې په دوام کي  له یوې خوا اداري سیستم  یعني بیت المالاو خزانه را منځ ته کړی او له بلي خوا یې د خپلو پیروانو او مریدانو په هلو ځلو سره ستر لنګر خان، یا لنګري سیستم را منځ ته کړ.بایزېد روښان د خپل ښکلي  انساني او نرم چلند په  زورپه یوه  روحاني  سیستم  سره خپل په سیمه کي نه یوازي بیوزله کسانان بلکي ان چي یو شمیر خانان یې هم پر ځان را غونډ کړي وه.

۱ – د مالیاتو، عشر، خراجونو او پوره ذکات را ټولیدل.

۲ – لنګرخانه یا لنګري  سیستم چي دا خپل ذات کي یو تشکلاتي سیستم وو چي د بایزېد د پیروانو او مریدانو پواسطه تر سره کیدل. د بایزېد روښان د غه مریدان او پیران هم په پوره اسلامي پوهي سمبال او د خلګو په خدمت کي وه. دوی هغه کسان چي یوڅه د شتو خاوندان وه،دې ته تشویق کول چي د بیوزلو سره  د مرستي په خاطر او دظالمانو سره دجهاد  په خاطر د  روحانیت لنګر خانونې ته چي په اصل کي د خلګو لنګر دی  ماد ی ښه ډیري مرستي ورکړي.

دغه لنګرته له ډیرو لیرو ځایو څخه د کاروانو نو پواسط لرګي، غوړي،بیلابیلي غلې داني ،شکرباب، کالي په ابتدا کي جلندر لنګر خانې او وروسته قوي دوو مرکزو( اشنغر او تیرا) ته را وړل کیدل.البته د د غو لنګر خانو ټول شته په منظمه توګه د بیت المال په دفترکي درج کیده. بیا به د همدغه مریدانو لخو په بیوزلو قبیلو او کورنیو ویشل کیدل.او د خزانې د سیستم څخه هم په منظمه توګه د ضرورت په وخت کي د بیوزلو کورنیو سره نقدي مرسته (کمک) کیدی.

چي البته په هغه زمانه کي د بایزېد روښان تشکیلاتي خزانوي او لنګري اړخ ته  په کتو سره چي قوی دولت او اداري سیستم  یې هم په لاس کي نه وو، د غه کار هم اسانه  او ساده نه وو. مګر دروحاني قوت او اسلامي عدالت په بنسټ یې د غه ستونزو ډک  کار پر مخ وړۍ.

بایزېد روښان  دا ډول عدالتي او انساني چلند  دوې ستري ګټي  د ده دنهضت د پیا وړ تیا په لاره کي درلودې. یوط خواته پرګنې او بیوزله ولسونه په ټینګه سره د ده په څنګ کي درېدل، د ده ملاتړ یې کاوه،له بلي خوا  دروحانیت دپاکی اغیزې  تر تاثیر لاندي ډېر خانان،ملکان د ده په اړخ کي درول، چي د ملي مبارزې په پیاوړ تیا کي د بابریانو پرضد  روښاني نهضت پیاوړی کاوه.

 لنډه یې داچي بایزېد روښان په همدې سیاسي او اقتصاد ي قوت سره وکولای سول تر ډیره حده طبقاتي اړخ په پښتونخوا کي او دافغانستان په سراسر ختیځه سیمه کي مات کړي. او دعدالت پر بنست یې د خانانو اوغټو فیوډالانو ظلم کرار کړي او د خلګوپه ګټه یې را نرم کړي.

او له بلي خوا همدغه پرګنو د ملاتړ له کبله او دځینو  خانانو د ملاتړ په ارتباط د وخت دپیاوړي ارتجاعي ځواک بابري دولت پر ضد تر مرګه پوري و دریږي او د ملي مبارزي بیرغ پورته کړي.نو هم دا وجهه ده چي بابري دولت او ورسره انډیوال فیوډالي قوت هم لاس تر زني ناست نه وو.یوې خوا بابري دولت په  تیره بیاد  اکبر پاد شاه (بابري شاه) په وخت د شپاړه سمي پیړی په شپږمه لسیزه کي پوره پوځي قوت له ډهلي څخه تر کا بلیستان، تر کندهار پوري دروښانیانو د نهضت ټکولوپه نیت برابر او سمبال کړ او په بیرحمانه توګه یې ټکولو کي په کرار کیناستل.او له بلي خوا همدغي بابري دولت چي مرکز یې په دهلي کي یعني هندوستان کي وو.

دپیسو او سیاست تر لاندي له کورنی روحانیونو او خانانو سره په پیوستون کي ددغي روښاني نهضت دټکولولپاره لاسونه بډ وهل.پدې اساس په هغه زمانه کي له یوې خواد  کورنیو خانانو،ملکانو اوروحانیونو دناروا اوظلم په وړاندي چي د فیوډالي سیستم د اقتصاد ي مناسباتو زیږېده وه، طبقاتي مبارزو ته اړتیاوه،او له بلي خواد  بابري دولت د ښکیلاک په وړاندي ملي مبارزې ته ضرورت وو.چي د دواړو سمتونو د مبارزې کولو په سرکي  روښاني نهضت چي عام خلګ او پر ازاد ی مین خانان هم ورسره مل وه، د بایزېد انصاري په مشری یو جبهه تشکیل کړه.

په مخالفت لوري کي بابري دولت دهغه سیاسي اوفوځي قوت چي ګورنۍ ارتجاعي قوت لکه خانان،ملکان او ملایان ور سره مل وه، د بایزېد روښان پر ضد جبهه جوړه کړه.چي د کورنۍ ارتجاع په سر کي لیکوال اومذهبي شخصیت (منفي اړخ کي) ملأ اخوند  دروېزه ننګرهاری ودرېدی، د ارتجاعي خانانو په راس کي ملک حمزه اکوزائې د ملأ اخوند  دروېزه سره لاس ورکړی.

پدې توګه د بایزېد روښان په زمانه کي دوې متضاد ي جبهې پرانستل سوې.پیر روښان د مظلومانو او بیوزلو پرګنو او ولسونوپه رأس کي له  رښتني اسلامي فلسفې څخه کار اخیست او پدې لاره کي د خپل پیاوړي اثر" مقصود المؤمینین" په لیکلو سره د خپلي مبارزې موخه نه یوازي فیوډالانو، خانانو،ملکانو او ملایانو ته ور په ډاګه کړه، بلکي د مرتجع بابري دولت پر ضد هم خپل دریځ څرګند کړه.

بایزېد روښان خپل اثر"مقصود المو مینینMaksud-almuminin"کي په ډاګه کړه چي سلطان یا پاد شاه په اسلامي ټولنه کي چي ظالمانه چلند کوي هغه د خدای سیوری نه بلکي غضب د خدای ج دي. ځکه  د ده په مخالفه جبهه کي  اخوند  دروېزه  په خپل کتاب" تذکرة الابرار والاشرار" کي څرګنده کړې وه چي شاه د خدای ج سیوری د ی. نوځکه  پیر روښان په اسلامي د لایلو چي له "نصوصو" څخه یې منشاء نیول د دروېزه دا خبره په کلکه و غندل او په نیغه سره د بیوزلو یا محکومو طبقو په څنګ کي و درېدی. همدا وجهه وه  چي  بایزېد انصار نه یوازي د هلي په زړه کي  بلکي  په کابلستان، کندهار،پښتونخوا  او د افغانستان په درستو ختیځو سیمو کي په " پیر روښان"  لقب  تر لاسه او پدې  نوم سره مشهور سوو.

پیر روښان د خپلي طبقاتي مبارزې په ترځ کي یو بل پیاوړی اثر" فقیرfaqir" په لیکلو سره ټولو کورنیو فیوډالانو او خانانو ته څرګنده کړه چي فقیران او بیوزله کسان د خدای ج دوستان دي، له  دهغو سره مرسته او مینه د خدای ج سره مینه ده. نو ځکه تر هغو سیمو چي روښاني نهضت رسیدلی وو،  هلته فیوډالانو او پیاوړو روحانینو هم نسوای کولای د پیر ورښانه له امره سر کښي وکړي. عامي پرګني او قبائیل په خپله خوښه د پیر روښان په ملاتړ کي ولاړي وې.

 د مثال په توګه: دهندوستان د شمال څخه هم قبائیلو په خوښه سره غلې داني مالونه لکه (پسونه او غوایان ) جامي  اونور ډولونه  د وخت  د طبی دوا ګاني دپیر روښان لنګر خانو ته را رسولې. هغه وو چي د دې اقتصاد ي مرستو له برکته پیروښان و کولای سوای چي د خپلو وسله والو قووتونو شمیمر(۲۰) زروتنو ته جګ کي.

اما باید وویل شي چي فیوډالان او خانان دزړه د کومي له پیروښان سره نه دریدل. دوي تل د خپلوشخصي ګټو د ساتلو په حساب د بهرني قوت څنګ کي یعني بابر هندي دولت سره په پټه او ځیني وخت ښکاره دریدل. بل عمده او اساسي ټکی داو، چي د بایزېد روښان د ازاد ی غوښتونکي مبارزې په لړل چي د خلګو له خوا بدرګه کیدله، دهند بابري دولت ظالمانه دریځ او بیځایه کلکو عکس العملونو هم د خلګو مبارزې لاپسي کلکي او پیاوړي کولې.

دمثال په توګه د یوسف زائې قومونو څه ناڅه (300) تنه خانان او مشران چي  د کابل  بابري والي محسن خان تر لاس لاندي سیمه کي وه،په خورا مهارت او دوستی په حال کي د کابل په قصر کي میلمانه کړل، نا ببره یې پرې حمله وکړل، ټول یې تر تیغ تیر کړه.  تر دې پیښي وروسته نور هغه یوسفزایې چي په کابل کي او سیدل له کابله څخه د هیواد  ختیځو بر خوته  ګډه سول، چي زیات یې د خیبر درې په شا وخواکي میشت سول. چي دا وضعه هم دروښاني نهضت په پیاوړ تیا کي موثره واقع سول.

یو سفزائیانو سره له هغه چي د بابر سره یې  خیښي درلوده، یعني بابر د یوسفزو د یوه خان" منصور رخان" د لور سره واده کړی وو،ځان یې د پښتنو دوست ګاڼه او تر ډیر حد پوري بابر دپښتنو په مرسته و کولای سولای پر هند باندي خپل واک ټینګ کړي، مګر په پورتني یر غل سر چي د یوسفزائې خانو پر ضد یې وکړی،اکثره خانان  د بابر او بابري دولت پر دوستی بې باوره سول. ان داچي د بابري دولت د پرزولو په لاره کي له خپل پیر بایزېد روښان په څنګ کي و دریدل.

د نورو قومونو ملکان او خانان هم تر یوه حده پوري له بایزېد روښان سره و لاړ وه. عشر،ذکات، مالیه اوخراج  د بایزېد روښان خزانې او لنګر خانې ته ورکول. چي د غه پروسه د بایزېد روښان طبقاتي مبارزه ټینګه او کلکه کړله. نو ځکه بایزېد د خپلي طبقاتي مبارزې په ترڅ کي د بیوزلو او محکومو خلګو په دفاع کي نیغ په نیغه  ودرېدی او دظلم او ناروا پرضد یې جهاد  اعلان کړه........ خانانو او ملکانو نشوای کولای پرته  دروښاني طریقې له مقرراتو پر خلګو بیځایه باد اري  او حاکمیت و چلوي.
فرحت المجتبی :
فرحت المجتبی د بایزید روښان یوه بله منطومه پښتو رساله ده چې دپښتو اولسی شعر په آهنګونو کې یې نظم کړی ده . ددی رسالی پیل داسی دی :
میا روښان ویلی دی په عنایت دالهی
زه به دربیان کړم یو څورباعی
په پای کې یې راغلی دی :
میا روښان ویلی دا رساله مې فرحت المجتبی
دا رساله تر اوسه چاپ شوی نده او مضامین یې عرفانی مسایلو ته ځانګړی شوی دی ،(11) دغه رساله ښاغلی سرڅیړونکی زلمی هیوادمل چاپ ته چمتو کړی وه او په پیښور کې یې د تلوسی مجلی په یوه ګڼه کې خپره کړه ،(12)

د بایزېد روښان انساني او اسلامي چلند، چي  دعدالت او زړه خوږی له مخکي کیدی،  نو ده همدې  وجهي له مخي  ټولو خلګو،خانانو،ملکانو په تیره بیاد  منطقې روحانینو او مظلومو پرګنو بایزېد ته  د"پیر" لقب ورکړ. د پرګنو سره  د هغه درحمه ډک چلند  چي ټولي مرستی یې د خدای ج په نامه د بیوزلو کسانو سره کولې د "پیری" د لقب تر څنګه د "روښان" لقب هم و ګاټه. چي نه یوازي د پښتونخوا په علاقه کي بلکي د هیواد  په هره برخه او ان دا چي د هند د بابري ظالم د حاکمیت په زړه کي بایزېد د "پیر روښان" په نوم یاد  سوو.

نور بیا

 

++++++++++++++++++

 

لسمه برخه 

د بایزېد روښان طبقاتي مبارزه:

بایزېد روښان د دغو نارواو د له منځه وړلو په خاطر په چټکی او خورا هوښیاری سره ډیري پرګنې او ولسونه پرځان راغونډ کړای سول. بایزېد وکولای سول د افغانستان په ختیځ کي په تیره بیا له ننګرهار (جلااباد )څخه تر وزیرستان، تیرا،او اشنغر(پیښاور)او کاڼي کرُم سیموکي لومړی ابتدائې پوځي او روحاني تشکیلات جوړ او يو د مبارزې کلګ سیستم یې رامنځ ته کړی. هغه خپل پیروان (وسله وال مریدان) او کلکه وسله واله ډله رامنځ ته کړه. چي شمیر یې زرګونو تنو ته رسیدی.

 او په خپل د غه سیستم کي یې خزانه رامنځ ته کړه.چي "بیت المال" حیثت یې درلود. له د غي لاري  څخه یې لومړی ګام په طبقاتي مبارزه کي پورته کړه،چي د لومړی ځل لپاره یې د خانانو،فیوډالانو او ملکانوڅخه عشر او خراج راټولاوه،او په منظمه توګه یې تر خپل سیوري لاندي سیموکي خلګو او په بیوزلو قومونو ته لګښت کاوه او مرسته یې ورسره کوله.او ځینو بیوزلو کورنیو ته یې د خپلومنظمو ادارو پواسطه نغدي او جنسي معاشونه یا مرستي رسولې.

د افغانستان په ختیځو سیمو کي یوسفزائې قوم خورا د نفوذ خاوندان وه. بایزېد وکولای سول د نورو پښتنو قومونو لکه( اور مړ، مسعود، اپریدي،  وزیر، شینواري،خټک)په مرسته یوسفزائې دې ته مجبور کړي چي د بایزېد روښان خزانې یا بیت المال ته  خپل عشر او خراج تحویل کړي. په د غه طبقاتي مبارزه کي ډیرو فیوډالانو او خانانو دروحاني شخصیت د تبلیغ په وجهه د نوموړي د خزانې سره مرسته کوله، اما یو لړ  هغوخانانو چي  د بابریانو سره یې تړاو(دوستي) لرل، د خپلو شخصي ګټو د تر لاسه کولو په هڅو کي وه، هغوی د بایزېد روښان ملاتړ نه کاوه.

ځکه په د غو  پیړیو کي د طبقاتي کلکو اختلافونو له امله، چي د پښتنو په سیمه کي  یې وده موندلې وه، په تیره بیا پر مختلیفو قبائلوچي د فیوډالي سیستم  پر خوا روان وه هغوی په دې لټه کي وه چي عمومي ځمکي کومي چي په قبائیلو پوري تړلي وي، هغه تر خپلو ولکو لاندي  کړي. چي البته  د دوی د غه راز تلاښونوته  بایزېد روښان مخه نه ورکول، او پرضد یې خپلې طبقاتي مبارزې ته د اسلام په چوکاټ کي وده ورکوله او دعامو خلګو او د قبائیلو دعامو ګټو په خاطر یې دغه ځمکي هم تر عادلانه ویش لاندي راوستې.

د بیلګې په توګه: هغه لویې مځکي چي د بیلابیلو قومونو تر منځ پرتې وې او په هیچا یې اړه نه درلوده. خانانو(چي په سرعت سره فیوډالي سیستم پر خوا روان وه) د غه مځکي تر خپلي ولکې را وستي وې. او ان داچي بیوزلو خلګو اویا ترڅنګه پر د غو مځکو پرتو قبیلو کله چي به خپل مالونه: پسونه، بزې، غوایان، او اوښان د څړ لپاره مخکي په د غو مځکوکي څرولي باید خانانو ته یې په کال کي له د غو ژویو څخه د مالې په توګه جزیه ورکړې وایې. یعني یو څو غویان،پسونه یا اوښان ورکړي او یا داچي د بیه به اندازه ئې غلې خانانو ته هم وسپاري.

بایزېد روښان د خپلي طبقاتي مبارزې په ترځ کي یو مهم کار تر خپلواک لاندي سیمو کي همدا ټکی عملي کړی چي مځکي یې د خانانو له ولکو څخه خلاصي کړې. داسي سیستم او قانون یې ورته وضعه کړ چي هره قبیله د خپلو طبیعي سرحد له مخي هغه مځکي چي دوی ته نژدې د، په هم هغې قبیلې پوري یې وتړلې، د خانانو او فیوډالانو دولکې څخه یې  را و ایستلې. ان داچي په هماغو شاړو ځمکو کي بایزېد روښان  داسي ترتیب رامنځته کړ چي هر بیوزله کورنۍ چي کولای سي ځمکي وکري هغه مځکه په هم هغې کورنۍ پوري اړه لري.

پدې توګه یوسلسله فیوډالانو د خپلو شخصي ګټو د ساتلو په خاطر له بابري (مغولي امپراتوری) سره لاسونه د بایزېد برضد یوکړل. که چیري همدا اوس هم په پښتنو سیمه کي د غه مسله وڅیړو، دهم هغه وخت تاثیرات موجود دي. ګډه ورشو، ګډ څړځای، په کندهار، وزیرستان، پکتیا، کونړ اونورو پښتنو میشتو سیمو کي موجودي دي.

همدا سیستم وروسته له بایزېد روښان څخه د ده پیروانو سلطان ملک توخي په وخت کي د مځکي ویش د قانون  له مخي را منځ ته کړی. مځکي یې په بیوزلو خلګو و ویشلې او سندونه یې ورکړل.

پدې توګه په طبقاتي مبارزه کي ستر بایزېد روښان وکولای سوه په خپله یوې ابتدائې سیستم او تشکیلاتو کي هغه پیاوړې خزانه او بیت المال رامنځ ته کړي چي له یوې خوا یې بیوزلو کسانو او بیوزلو کورنیو ته مالي مرسته زیاتره جنسي معاش ورکاوه، د بلي خوایې خپلو پیروانو اوهغه کسانو ته چي ( دظلم اوتیري پرضد) جهاد  کي له ده سره وه هم مرستي کیدلې،چي وکولای سي کورنۍ یې له لوږي او ستونزو څخه بیغمه وي.

 د بلي خواد ځمکو تړل په عام قبیلې او خلګو پوري هغه کلک ګوزار وو،چي فیوډاالي سیستم په ککره یې ولګاوه زما په اند که چيري هغه پخوانی سیستم چي بایزېد په خپل زمان کي د معاشونو ورکړه بیوزلو کورنیو ته او د مځکي ویش په بیوزلو خلګو او قبیلو باندي را منځ ته کړ، اوسنی اروپایې او مډرني نړۍ سره مقایسه کړو.د بایزېد روښان د غه چلند د اسلام په جامه کي مطلق اسلامي سوسیالیستي چلندوو.چي نن په اروپائې هیوادوکي تطبیق کیږي لکه په اروپا کي څوک چي کار کوي معاش ورکول کیږي او که چیري بیکاره پاتی شي سوسیال ورکول کیږي.............

البته " دې مسلې ته ژرو فکر په کار دی  او زموږ هغه شمیر افغانان چي د قلم او د پوهي خاوندان دي کولای شي د بایزېد روښان د طبقاتي مبارزې او ملې مبارزې غورځنګ په ژوره توګه وڅیړي او نتایج یې وسپړي او بیا به وکتل شي چي نوموړی د څومره لوړي مرتبي شخصیت اوخاوند وو"

تذکره (روښانی رسال) :
د بایزید روښان یو بل اثر چې تذکره نومیږی د ده د یو مرید له خوا چې همدان نومیدی په کال ۱۰۴۳ کې لیکل شوی ده . دغه رساله د لومړی ځل لپاره د دغه رسالی د څیښتن اروښاد دوست محمد پړیڅ له خوا دآریانا مجلی د ۱۳۴۹ کال دلیندی او مرغومی په ګڼه کې معرفی کړل شوه.او وروسته د پښتو ټولنی له خوا په کال ۱۳۵۵ کې د روښانی رسالی په نامه چاپ شوه .وروسته په کال ۱۳۶۴ کې د علم رسالی ترسرلیک لاندی چاپ شوی ده.

بله مهمه مسالهء چي د بایزېد روښان په طبقاتي مبارزه کي نغښتي هغه داچي ده په خپل روحاني قوت سره وکولای شول  خانان، ملکان اوهغه فیوډالي کړیګاني چي د دوی پر مځکو او کورونو کي بیوزلوکسانو یا کورنیو کار کاوه،  په هغوی یې دا ټکي ومانه چي  دغو بیوزلو ته به  د خپلو  کلاګانو په اړخ  یعني ترڅنګ او یا د کلا په د ننه کي د اوسیدو ځای(کور)  ور کوي چي  هغوی خپلې  شپې او ورځي په کي تیري کړي او حتا د کال یوڅه جامه هم ورکړي. چي د غه کار د ده پیرو فیوډالانو په خوښي و مانه او نورو خانانو موقتا د ا مسلهء قبوله کړه.

ترڅوچي په پای کي ځیني خانانو د بابري دولت سره په اړیکه کي د بایزېد پرضد چي په سرکي یې ملک حمز‌‌هء اکوزائې چي لوی خان (فیوډال) وو او ملأ  اخوند  دروېزه ننګرهاری د بابریانو جاسوس وو ودریدل.البته ملا دروېزه ننګرهاری چي د مغلو یا بابریانو د دربار له خوا په کلکه سره مادي او معنوي ملاتړ کیدی،عادي شخص هم نه وو، دروېزه له جسمي پلوه قوي اوغښتلی او منډلی سړی  وو،او له بلي خوا یې د پوره اسلامي پوهي تر څنګ سیاسي پوهه درلوده. د پیاوړي قلم خاوند وو،په لسګونه کتابونه یې په پښتو،عربي او اوردو ژبو لیکل چي زیات یې د بایزېد روښان د ټکولو او سپکاوي په خاطر په قوت سره ولیکل لکه:( تذکرة الابرار والاشرار)او بل قوي اثریې (مخزن الاسلام) چي پدې هر يوه کي یې  بایزېد روښان  او د هغه مبارزه کمزوری کوله او خلګ یې په خورا مهارت سره  د روښاني نهضت پرضد درول،خانان او فیوډالان یې  د ځان او مغولي امپراتوري همکاری ته رابلل.

اما بایزېد روښان هم د قلم د لاري اوهم د خپلي سیاسي پوهي له کبله د ملا دروېزه او د هغه د پلویانو پر ضد او شاته یې د بابري  اشغال پرضد هم طبقاتي مبارزې او هم ملي مبارزې ته قوت ورکاوه. بایزېد روښان ښه پوهیدی چي په یوه وخت کي له دوه ډوله مبارزې سره مخامخ د ی، یو خوا طبقاتي مبارزه ( د بیوزلو انسانانو په دفاع کي) چي خانان، ملکان او مرتجع روحانیون یې د لاري خنډ وه،چي بایزېد روښان باید ورسره وجنګیږي، د بلي خوا هغه ښکیلاکګر ظالم قدرت چي په سر کي یې بابري دولت وو،باید خپله  ملي مبارزه د خلګو په زور چي ښکیلاک ګروته ماته ورکړي.

 

 

00000000000000000000000

 

نهمه برخه

 

بایزېد روښان په خپل اثر "خیرالبیان" کي څرګنده وي"ژوند نشي کولای تل په ماشوم توب کي پاته شي اوله  د باندي څخه رهبري شي" ژوند د منطق او استدلال د څیړلو له کبله تکامل مومي او دعقل اوتجربې په بنسټ بشپړ د معرفت او شناخت پړاو ته رسوي"  ځکه دقران پاک په بشپړ ځیړلو سره بایزېد چي په عربي ژبه بشپړ پوهیدو او زیات کتابونه ئې هم پرې لیکلي دي. وایې چي قران پاک هم عقل او تجربې ته کلکه پاملرنه کړې ده.

او د بشر د معرفت د منبع په توګه یې طبیعت "ټول چاپیریال سره دټول کائیناتو" اوتاریخ ته د بشر د ځان پیژندني په خاطر کلک اهمیت ورکړی دئ. نو بایزېد روښان د لته اول طبیعت او دوهم تاریخ ته په قران پاک کي اشاره کړې د بیلګي په توګه قران پاک کي دځمکی او اسمانونو اوڅه چي د دوی په منځ کي دي څو څو ځایه اشاره شوې او همدارنګه تاریخ ته د ادم،عیسی او نورو پیغمبرانو او قومونو په باره بیلابلي ویناوي شوې دي ترڅو انساني طبیعت وپیژني او خپل تاریخ وڅیړي او وکولای شي شناخت او حقیقت ته ورسیږي.

بایزېد روښان په خپل طریقت کي چي " روښاني طریقې" په نامه یاده شوې نه یوازي طبیعت اوتاریخ په پوره توګه څیړلي دي او د د غو دواړو پدیدو د ښه پیژندني په خاطر خپله طریقه یې په درې  اصلو یا بنسټونو درولې ده.

هغه درې اصلونه :۱ – عقل، ۲- تجریبه، ۳- مشاهده (لیدني کتني) دی  اضافه  کوي، چي د عقل ،تجربې اومشاهدې په واسط کولای شوچي کائینات او تاریخ ښه وڅیړلای سوو او خپل ځان معرفت یا بشپړي پیژندني ته ورساوو او حقیقتونه ترې راباسو اوبیا دغه حقایق په ټولنه کي پلي کړو.

بایزېد روښان په خپل روحانیت کي  و"قیاس" ته  هم سخته پاملرنه کړېده، دی  وایې انسان د قیاس له مخکي کولای شي هرڅه نوي کړي.خپل اولاد، قام او بالاخره نورو انسانانو ته نوی شیان  دزړو شیانو پر ځای وړاندي کړي. دی  وایې:" لوی مذهب انسانیت دی  او د خدای په وړاندي لویه سجده ،محبت او دانسان سره مینه ده".

خوشحال بابا په خپل کلام کي تل د بایزېد روښان د طریقې الهام اخیستونکی وو. مثلا خوشحال بابا په خپل یو شعر کي داسي وایې:

زه خو دزړه درد غواړم په هریوه مذهب کي

پریږده ستا خبري چي نکلونه رنګا رنګ کړې

بل ځای واي:

لاړل وجنت ته چي په هیڅ نه پوهیدل

لاړل و دوزخ ته چي یې لافي د فرهنګ کړې

هوکې بایزېد  روښان له شیخانو،ملایانو، او روحانی شخصیتو څخه همدا غوښتل چي د انسان سره مینه پیداکړی. د خدای لاره انسانیت،عدالت، مینه ورور ولي ده نه لاپي وهل، چي بایزېد روښان ورته " غورټن" ویلې یعني چي زه پوهیږم او نور په هیڅ نه پوهیږي اویا دا چي مذهبي شخصیتونه به یې لکه اخوند  درویزه په بې ځایه نکلونو ویلو تورن کول، او هغوی به یې دې ته را بلل چي په خپل زړه کي خدای تعالی ولټوی او بې وزلو خلګو سره مینه وکړی اومرسته ورته ور سره وکړی.

بایزېد روښان په خپل حالنامه کي داسي وائې:" یوه پیړۍ ژوند وکړی خو یوه پیړۍ یې خا مخا زده کړه هم وکړی، ترڅود ژوند په خوند پوه شئ اومعرفت ته ورسیږی" بایزېد روښان په خپل طریقت کي خپلوپیروانو ته داسي وائې: ټول خلګ په مستقیمه توګه پرته له کومي واسطې څخه مطلق حقیقت (خدای ج) ته دومره نږدي دي  لکه هر پیامبران چي ورته نژدې دي. دی  زیاتوي چي پورتنی خبره حضرت ص په خپلو احاد یثو کي څرګنده کړې ده.تاسي یې و لولی.

بایزید روښان (انصاري) رحمت اله علیه داسي د خوږې ژبي خاوند وو چي په خورا اسانی سره یې د مظلومو او بیوزلو پلوي ځانته را کښل، اما له بلي خوا داسي منطقی ژبه  ورسره وو،چي ځای پرځای به یې ظالمان، خانان، ملکان او نور غټان سمدلاسه غلي کړل او د ځان پلویان به یې و درول. چي د غه روش به یې په ملي او طبقاتي مبارزه کي و څیړو.

لنډه داچي د بایزېد روښان  روحاني طریقت هغه وخت ښه څیړلی شو چي لږ ترلږه په بیلا بیلو مذهبونو کي په تیره بیا په اسلامي  نصوصو(آیت او حدیث) یو څه پوه شو. او دفلسفې په اساساتو ځان پوه کړو.ځکه دی  یو فلسفي او تصوفي نثر لیکونکي شخصیت وو. نو ځکه د ده د طریقت څیړل کوم اسانه او ساده کار هم ندی.

حضرت بایزېد روښان (ح) په خپل  روحاني طریقن کي وروسته له دې چي قران کریم په مانا سره په ژوره توګه لوستلۍ او په پای کي د قیاس له مخي څیړلی دی  د غه لاندي درې لارو یا روشو ته سخته پاملرنه کړې ده.

اول :سترګو( د مشاهدې او تجریبې روش)

دوهم : غوږونه ( د استدلال او عقل د بیان روش) چي په خیرالبیان اثر کي یې په خورا علمي توګه څیړلی د ی.

دریم: زړه ( دتجریبې او باطني کشف روش)

پورتني درې روشونه بایزېد په خپلو اثاروکي په تیره بیا په حالنامه کي او بیا په خیرالبیان کي په علمي توګه څیړلی د ی. او وروسته له مطالعې او د قت څخه بایزېد روحاني طریقه په فصیحه توګه رامنځ ته کړې  او خپلو پیروانوته یې ښود لې وه. بایزېد روښان له د غو روشونو څخه په الهام اخیستلو سره خپله طریقه بشپړه کړي او په خپله دی  په روحاني طریقه په دوو منبعو سخت تاکید کوي. چي په باطني تجریبو(وحي یا الهام) په څنګي د نوی نړۍ( دالهام روح) په رامنځ ته کیدو کي رول لري. چي د غه دوه منبع د ده لیکنو او کړو وړوکي ځلانده څر خیږي.

اول: تجربه او مشاهده (طبیعت).

دوهم: تاریخ.

البته علامه اقبال هم په همدغو دوو منبعو په خپل کلام کي پیروي کړې ده . چي له ده څخه یې الهام اخیستۍ د ی.

 په لنډه توګه بایزېد روښان خپله روحاني فلسفه او طریقه داسي بیانوي.

 دروښان خپل کلام:

 شریعت د ی، طریقت دی  حقیقت یې، معرفت د ی

هرچا دا څلور یې خپل کړل د بابا ادم پریت دی 

بل قربت، بل یې و صلت دی  بل وحدت، بل سکونت د ی. نورهم لري....

نوځکه دی  نظر لري چي وروسته له حضرت محمد ص څخه  بیغمبري او د نبوت رسالت ختم شو،هر انسان کولای شي کله چي د معرفت  دوره په بشپړه توګه پای ته ورسوي او د پیغمبر ص په لار عملي ګام پورته  کړي.هغه رسالت چي پیغمبرانو مخکي بیوه دی  هم کولای شي پر مخ بوځي اوتر سره یې کړي.

دی زیاتوي چي دا ساده کار نه دی  چي هرکس وناکس دې کارته لاس واچوي. یواځي په ځان باوري پوه کسان چي د انسانیت دنیا ته ننوتي وي. داکار کولای شي پرمخ بوځي او خپله ټولنه اوخلګ رهبري کړي. تکبر، خود خواهي او ځان غوښتنه نشي کولای په هیڅ ډول دا لار تر سره کړي.

یادونه: ډیرو پوهو شخصیتونو وروسته له روښان څخه د ده د طریقې پیروان  شوي دي لکه حضرت ارزاني (ح) د د غه طریقې پیرو وو. اما ډیر نور پیروانو هم دا لاره تر ننه پوري تعقیب کړې ده چي البته اساس یې د مظلومو لاس نیوی، انسان او انسانیت د ی. البته په خپلو کلامونو کي خوشحال بابا او رحمان بابا  اوداسي نورو لکه اقبال لاهوري د ده پیروي کړې ده، چي  البته نور ډیر زیات روحاني او ادبي شخصیتونو د ده د لاري پیروي کړې او الهام اخیستونکي دي.

بایزېد روښان په خپل ټول طریقت کي چي په خدای مین او دالهي تعالی په مینه کي په رشتني توګه غرق وو.په څنګ کي یې اساسي موخه په طریقه کي  د بیوزلو او مظلومو کسانو لاس نیوی، په کلکه او بیدریغه توګه د ظلم ،تیري اوناروا سره جګړه وه.

داجګړه په ډیر متانت سره پرته له ویري د ده په وجود کي چلیده.تر څو یې په همدې لاره کي عملاً خپل ځان قربان کړه.مګر انسانانو ته یې دروحانیت اصلي مانا، د ملي او طبقاتي لاري مشعل په میراث پریښود..

بایزېد روښان(انصاري) په خپله روحاني طریقه کي په ډاګه کړې ده چي کله هر انسان په تیره بیا مسلمان د خپل خان دپیژندني لپاره او دطبیعت  د درک کولو په خاطر پورتنی درې لاري تعقیب نکړي یعني(مشاهده اوتحریبه، استدلال اوعقل، او با طني کشف) او په پوره پوهي او باور سره یې ونه څیړي هیڅکله نشي کولای هغو درجو یا روحاني مرتبو ته ورسیږي کوم چي شیخ، ملا، اخوند  او امام یې دعوه کوي.

او همدا رنګه کله چي انسان غواړي د غه معرفت او حقیقت ته ورسیږي باید کلکه اراده وکړي او پرته له ریا څخه معرفت او حقیقت ته درسیدو لاره تعقیب کړي د غه وخت کي خدای تعالی ج له ده سره مرسته کوي  او اد انسان په حرکت سره د ده په وجود او عمل کي برکت غور ځوي او کولاي شي خپلي موخي ته ورسیږي.

ځکه دی  زیاتوي چي "ښه کار اوښه عمل هم خورا سخت او هم خورا ساده او اسانه دي په دې شرط چي دعقل او د ښکلا په هنداره کي ووینی او پاک خدای په هر عمل کي حاضر او حضور وګڼی"

دی په خپلي طریقې کي څرګندوي چي دعقل د یوې ورځي حاصل سل زره درهمه ده( درهم په هغه وخت کي ډیري پیسې دي) اما په خپلي روحاني فلسفه کي زیاتوي چي الله پاک وائې: دټولي نړۍ دعبرت او پند اخیستو لپاره، زما د یوې ورځي حال کفایت کوي.(دانجیل څخه اخیستل شوې) بایزېد په طریقت کي وائې: چي د خدای تعالی  لاره چي عدالت، محبت او ورور ولي یې بنسټ ده.د ټولو سعاد اتونو یا نیکمرغیو بنسټ دی  او نور ټول اسباب او وسیلې بیکاره دي. یواځي د انسان عقل کولای شي د غه بیکاره اسباب او وسیلې په سمو وسیلو واړوي او د خدای ج په لاره کي عملي او تطبیق کړی.

ځکه دی  په دې عقیده دی  چي په هرحال او صورت کي چي د مظلوم انسان زړه تر لاسه نه شي دپاک خدای ج عباد ت نه شي بشپړ کیدای. بایزېد روښان په خپله ټوله روحاني طریقه کي تل  په خدای مین دي او دپاک الله د غه کلام یې څیړلي. دی  وائې: خدای پاک په خپل کلام کي فرمائې:" زما ځمکه او اسمان، زما ګنجا یش نه لري، لکه د انسان زړه چي زما ګنجایش  لري" نو ځکه ویلای شو چي  د بایزېد روښان  یا بایزېد انصاري ټوله طریقت په  همدابنسټ ولاړ د ی.ځکه یې خپل ځان د خدای تعالی په لاره کي د خپلو مظلمو خلګو لپاره قربان کړ او دشهاد ت درجه یې تر لاسه کړه.

په دې لار کي د پوهانو او عالمانو ډیرو لیکنو او څیړونو ته خوراسخت ضرورت د ی.

په اخیر کي به راشو دې برخي ته چي دستر روحاني شخصیت بایزېد روښان مبارزه چي د خپلي روحاني طریقې څخه الهام اخلي یوڅه اندازه په لاندي ټکو سره روښانه کړو. البته د ده مبارزه د ده په ژوندانه کي عملاً په دوو مبارزو وېشل کیدای شي. طبقاتي مبارزه اوملي مبارزه چي خوراد  دقت وړده په تیره بیاد  بایزېد روښان طبقاتي مبارزه چي فکر کوم او یا داچي مبالغه ونکړم نه یوازي په سیمه کي بلکي په جهان کي بیساري راته برېښي.

 

 

====================

 اتمه برخه

 

د غه تاریخي شخصیت د لمړي ځل له پاره یې  په خپل میشت ځای "کانیکورم" یا "کاڼي کرم" کي د بابریانو پر ضد د خپل مبارزې غورځنګ بنسټ کښیښود. خپلي ډلي او مریدان ئې په منظمه توګه د یوه روحاني سیستم لاندي راغونډ کړل. دی  نه یوازي غښتلی متصوف او دروند متقی پرهیزګاره وو،بلکي د یو ځانګړی مذهبي طریقې لارښود وو.چي د غه طریقه دروښاني طریقې په نوم مشهوره سوه. چي تر نن پوري ډیر متقي روحانیون له همدې طریقې څخه خپل اسلامي چلند پرمخ بیا یې.

پیرروښان د خپلي کړنلاري او روحاني طریقې دروښاني طریقې دروښانیدو په خاطر ډیر کتابونه او تصانیف ولیکل.بایزېد روښان نه یوازي کلک د قلم خاوند ووبلکي سخت ژبه ور او پوه ویاند وو، چي وینا وو یې نه یوازي خلګ تر تاثیر لاندي راوستل، بلکي ستر روحانیون، ملایان، او خانان به یې تر اغیزلاندي شول او د ده  روحانیت اومشرتابه ته یې غاړه اېښوده.

د ساري په توګه،کله چي د جهاد  په ترڅ کي د کابل په نښتوکي د کابل بابري حاکم له خوا اسیر شو، د کابل دربارکي د لنډي وینا په ترڅ کي د کابل والي ډ یرو درباري مشرانو د ده روحانیت ته تسلیم او دی  یې د پیر په توګه وپیژانده. نو ځکه د کابل والي ونشوای کولای تر ډیره وخته دی  بندي وساتي او دهغه د نفوذ له ډار څخه یې خوشي کړ او بایزېد له کابل څخه د هیواد  ختیځ خواته ولاړ.

په هرصورت بایزېد روښان د خپل تګلاري لپاره په مبارزه کي دوه اصله په پام کي ونیول. لومړی داچي د مبارزې د تطبیق د پاره منظم سیستم او د مرکزي بنسټ ولري چي له د غه مرکز څخه وکولای شي خپل منظم پروګرام مخکي بوزي. نو ځکه لومړی ځل لپاره په چلندر کي  ډلي ډلي (نارینه اوښځینه) را ټولي کړې او خپل غورځنګ ته یې اساسي مرکز د بابري دولت پرضد پرا نیست.

د وهم دا چي د خپل غورځنګ پرمختګ او بیا وړتیا لپاره یوې روحاني او مذهبي غوره لاري ته ضرورت احساس کړ چي وکولای شي پښتانه د مانا له پلوه یعني د مذهب او روحانیت په لباس کي پرځان راټول کړي. بایزېد روښان وکولای شول د  کتابونو په لیکلو او د خپلي روحاني پوهي له کبله ځانګړې طریقت یا"مذهبي طریقه" لکه  د پخواني امامانو په څیر را منځ ته کړي.چي د غه طریقه د "روښاني طریقې" په توګه نه یوازي په پشتونخوا بلکي په هند اونورو اسلامي هیوادو کي د خلګو د لاري مل وګرځید.

مګر د بایزېده  روښان  د دې  پلان په وړاندي مغولي امپراتوری لاس تر زني نه وه ناست. کله چي محسن خان  د کابل والي پیر روښان روحاني قدرت په خپلو ستر ګو ولید. د دهلي دربارته ته یې خبر ورکړ چي پیر روښان ډیر پیاوړی مذهبي او روحاني شخصیت لري او نشو کولای یوازي د زور د لاري مات شي. همدا وجهه وو چي بابري امپراتورۍ بل شخصیت چي د دربار په خدمت کي وو یعني ملا اخوند "درویزه"ننګرهاری چي داهم د قلم خاوند وو، د بایزېد "روښان" پر ضد یې و ګماره.

 اخوند درویزه ډیري  هلي ځلي دروښان پرضد او د ده د تکبیرولو په خاطر وکړي. اوپه دې لار کي ملا اخوند  درویزه د مغولو په ګټه او د بایزېد روښان د نهضت په ځپلو کي له هیڅ  ډول هلوځلو څخه لاس وانه خیست او د خپلي ناوړي ارتجاعي مبارزې ته یې دوام ورکړ، چي وروسته به ورته اشاره وشي.

او له بلي خوا بابري دولت وکولای شول د ځینو خائینو ملکانو او خانانو سره په رابط کي ( د ډیرو پیسو په شندلو او منصبونو او القابو په ورکړي)  د بایزېد پرضد لکه "ملک حمزهء اکوزائې" او نور خانان را وپاروي.

مګربایزېد روښان هیڅکله په خپلي مبارزې کي تر شانه شو او په کلکه سره یې هم د مغولي دولت پرضد اوهم  يې د کورنیو خانانو اوملکانو پرضد خپلو نه ستړي کیدونکي مبارزې ته دوام ورکړ.

بایزېد روښان د هماغې وخت  ذهني او عیني شرایط ښه څیړلي وو. دی  په دې ښه پوهیدو چي  د خپلي مبارزې د تګلاري  د ودي اوپراختیا  لپاره پرته له روحاني د نیا څخه نه شي  کولای خپلي طبقاتي او ملي مبارزې ته دوام ورکړي. نوځکه بایزېد روښان تر پوره پوره وسي پوري  روحانیت ته درسیدو په خاطر پوره مطالعې او زده کړي ته ځان چمتو کړ.

 ده وکولای شول عربي ژبه په بشپړه توګه زده کړي، علوم فقهه او نصوص نبوي یعني " آیت او احاد یث" کي په بشپړه توګه تر مطالعې لاندي  ونیول او قرآن پاک یې له پوره مانا سره نه یوازي زده کړ بلکي په دې لار کي یې وکولای شول د خاص یا ځانګړي طریقت بنسټ هم را منځته کړي. چي د "روښاني طریقې" په نوم په شپاړلسمي پیړۍ په منځینوکي د اسلام په د نیا کي وبرېښده.

نوځکه د بایزېد روښان د ژوند او مبارزې اړخ په درې واړه اړخه یعني: " روحانیت، طبقاتي مبارزه او ملي مبارزه" کي په خورا  قوت او متانت سره  پرمخ بو تله او په دې لار کي ئې نه یوازي عملي هلي ځلې پیل کړې بلکي  د خپل مرام لپاره یې ځان د شهاد ت تر سپیڅلي لار پوري هم ورساوه.هوکي ده په مړانه  د شهادت جام وڅښه، مګر کورنۍ او مریدانو یې په لسګونو کلولونه نور هم د ده د مبارزې ډیوه بله وساتله. نو ځکه د لته ضروري بولم، چي د د غه تاریخي سپیڅلي شخصیت هاند او څاند په دریو برخوکي جلا جلا و څیړو.

لومړی: د بایزېد روښان طریقت (روحاني مبارزه).

دوهم: د بایزېد روښان طبقاتي مبارزه.

دریم: د بایزېد روښان ملي مبارزه.

" لوی مذهب انسانیت دی  او د خدای په وړاندي لویه سجده ،محبت او له انسان سره مینه ده " دا د بایرېد  شعار وو.  تر ده وروسته په افغاني ټولنه کي چي هر چا دغه شعار ور کړیدی ، هغه کس کافر بلل سوېدی. د بایزېد روښان یا (بایرزېد انصاري) طبقاتي اوملي مبارزه تر هغه ځایه پوري چي د ده په " خیر البیان" او حالنامه" کي څیړل شوی  او د ده دهماغي وخت  دپیاوړي " د ښمن رقیب" اخوند  در وېزه په " مخزن الا سلام" کي  د ده پرضد او د ده د طریقت پر ضد لیکل شوی، کولای شو د ده په " روحاني طریقت" او یا په اوسني اصلاح د ده په روحاني  معتبره د یالکتیکي  اړخ یوڅه لنډي څیړني یا خبري وکړو.

لمړی: د بایزېد روښان  روحاني طریقت:

بایزېد روښان خپل روحاني او تصوفي تفکر په خورا علمي توګه، اسلامي کړنلاره په پوره دقت سره د منطق او استیدلال له مخي  هر اړخیزه څیړلې او په دې لار کي  یې خپل ځان یو پوره ځانګړی طریقت یا لاري ته رسولی د ی. چي کولای شو و وایو چي بایزېد په دې طرز تفکر کي دپوره ځانګړي طریقت د بنسټ اېښودونکي د ئ.  چي وروسته له دې ئې پيروانو  د غه لار به پوره متانت سره تعقیب کړې او په ټولنه کي تر وسه پلې کړې وه.

د ده طریقت د شریعت له مخي دا څرکندوي چي څنګه انسان د ټول طبیعت او چاپیریال او ټول باعظمته کائناتو و منځته ننوځي، فکر کوي او رښتیا تعبیر ئې راباسي او کومو رښتینو حالاتو او په پای کي نتیجې ته رسیږي چي دا ټول څه  دي او د کومو موخي لپاره رامنځ ته شوي او په پای کي موږ د د غو ټولو په وړاندي څه رسالت اوله هغوی څخه  د ګټي څه موخه لرو؟

بایزېد په خپل "حالنامه" اثر کي روښانه کړې چي هر انسان دټولو مذهبونو په  څیړ لو سره  په تیره بیاد ټولو نصوصو(قرآن او احاد یثو) په پوهیدو او بشپړه څیړني او د نورو الهي کتابونو(انجیل،تورات او زبور)  په پوره پوهیدو څنګه  معرفت او بشپړي پیژندني (شناخت) ته ورسیږي. او په پای کي د پوره پوهیدو له مخي خپله نړۍ او ټول طبیعت وپیژني.

بایزېد روښان زیاتوي همدا پخواني او اوسني د مذهب شریعتونه دي، چي انسان یو سمي لاري یا سالم طریقت ته رسوي او د هغې له مخي حقیقتونه تر لاسه کوي او د حقیقت په څرګندولو سره خپلي  بشپړي معرفت(شناخت) یا بشپړي پیژندني ته رسیږي.

بایزېد په خپله طریقه کي زیاتوي چي همدغه څلور اصله دي لکه: شریعت،طریقت، حقیقت او معرفت چي  هر انسان په تیره بیا په خدای مین او په انسان مین د ادم (ع) مقام او"پریت" ته رسوي  او انسانیت يې اوچتوي. بایزېد په خپل طریقت په تیره بیا په "خیرالبیان" اثرکي روښانه کوي چي هر انسان سره (مسلمان وي که کافر) یا  (سپين وي که تور) په تیره بیا په دوی کي  له (بیوزله انسان) سره مینه د الله پاک مینه  تر لاسه کول دي.

په همدغه ځای کي ده چي  د غه ستر شخصیت یعني بایزېد روښان خپله طبقاتي مبارزې ته  زور ورکړ او د بیوزلو په پلوې یې عملاً ګام پورته کړی.

بایزېد روښان په خپله "حالنامه" کي څلور نورو مسایلوته ئې هم په کلکه اشاره کړې لکه:" قربت، وصلت،وحدت، سکونت" چي د د غه اصلونو  په  پوهیدو او څیړلو سره چي ډیر تلاش، تفکر او تعقل ته  ضرورت لري، کولای شوو، وروسته د نبوت د ختم څخه  دپیغمبرانو په لار ګام اوچت کړو. دی  زیاتوي چي وروسته له حضرت محمد(ص) څخه نبوت ختیمیږي او بل پیغمبر نشته او نه راځي.

 اما وایې چي زموږ رسالت د طبیعت، خپلي نړۍ او انسانانو(انساني تولني) په وړاندي څه د ی؟ ځکه وایې: دا درسته ده چي نبوت ختم شو، خو (رسالت ) را په غاړه شو.او بیا وایې: چي وروسته له دې څوک پیغمبر کیدای نه شي، اما د پیغمبری په لاره ګام وچت کولای شي. چي دا په خپل ذات کي هغه ثواب او رسالت دی  چي نه یوازي د مسلمان بلکي د هر انسان رسالت دی  چي دنورو د ګټو په خاطر او د ټولني دعدل په خاطر یې د الله په لاره کي پورته کوي، د ظلم او تیارو زنځیرونه شکوي، مظلوم انسانان له ظالمه څخه ژغوري او د نیا رڼا کوي.  "همدا وجهه وه چي بایزېد روښان د مغلو تیریو او مظالمو ته پام ؤ او ملي مبارزه ئې هم  د خپلي  لاري اساسي رکن وګرځاوه او په دې لاره کي تر شهاد ته ورسید"بایزېد روښان په خپل طریقت په دې کلک عقیده من دئ چي د اسلام سپیڅلی د ین له لید څخه دروحانیت له کبله دوه جهانه یا دوه دنیاګۍ موجودي دي.

۱ – پخوانۍ نړۍ یا د ( الهام منبع).

 ۲ – نوې نړۍ یا د  (الهام روح).

بایزېد روښان وایې چي د الهام منبع خدای تعالی(ج) دئ، چي وحي دهغه له خوا پر پیغمبرانو راځي. پیغمبران یې تطبیق کوي او انسانان یا "عباداله" سمي لاري، اخلاقو ته رابولي. او د الهام روح چي د خدای(ج) په ورکړ شوی قوت و انسان ته چی اکثراً پیغمبران دي  ورکړي او دوی  د غه رسالت بر مځکه پلۍ کوي. نو ځکه دی  وایې چي حضرت محمد(ص) د د غو دواړو جهانو نو تر منځ ستر پیغمبر(پیامبر) دی  چي نړۍ ته راغلۍ دئ.

چي د الهام د منبع او د الهام دروح له پوهیدو وروسته نړیوالوته نوی جهان وروپیژني او دانسان عقل اوپوهه له طبیعت او ټول چاپیریال (کائناتو) سره بشپړه کړي. بایزېد روښان په دې عقیده دی  چي د "الهام روح" کولای شي هر انسان چي دهر انسان په وجود کي و غوړېږي په دې شرط چي هم هغه انسان پوره مشق او تمرین، دپوهي په خاطر دعقل او تجربې له مخي بشپړه کړي. دی  وایې:

چي دا کار ساده او آسانه هم نه دی  ډیر کار او حوصلې ته ضرورت لري.نو وایې: هغه وخت د د غي پوهي ترلاسه کولوسره انسان معرف ته ورسیږي او هغه عمل چي یوپیغمبر تر سره کړی، دی  یې هم تر سره کولای شي. او هم هغه درجې ته رسیدلای شي چي پیغمبران ورته رسیدلي دي. اما نه دی  دپیغبر په نامه بلکي د"امام، شیخ المشایخ، ملا، فقیر، روحاني پوه شخصیت، او بالا خره د یو ښه انسان، رهبر، مشر" په توګه کولای شي د غه لار تر سره کړي. چي هماغه مرتبه یا درجه تر لاسه کولای شي چي پیغمبرانو تر لاسه کړې وه.

 حالنامه :
حالنامه د بایزید روښان ډیر مشهور کتاب دی او له ده څخه وروسته د ده د یوه مرید لخوا بشپړ شوې دی . د حالنامی ژبه فارسی ده. دموضوع له پلوه حالنامه په دریو برخو ویشل شوی ده :
لومړی برخه یې دپیر روښان دژوند ،روحانی او تصوفی منزلونو په هکله دی،دریمه برخه یې دنوموړی دزامنو لمسو او کړوسیو او دمغلو په وړاندی دهغوی دمبارزو او دریمه برخه یې دروښان دکړوسیو او کودیو لکه رشید خان ،میرزا خان او نورو احوال بیانوی .
دحالنامی یوه ډیره نادره نسخه چې 526 مخه لری دعلیګر په ختیځ کتابتون کې په 370/920 نمبر باندی خوندی ده . دغه نسخه په پارسی ژبه لیکل شوی او مؤلف یې هم علی محمد مخلص دابابکر زوی دی . دحالنامی په ترڅ کې بایزید روښان د ژوند دحالاتو برسیره دنوموړی د زامنو او اولادی حالات هم د اورنګ زیب تر وخته پوری راغلی دی.

 

++++++++++++++++++++++++++++++

 

او ومه برخه:

دروښاني خوځښت په باب کي  ظفرکا کا خیل، قیام الدین  خادم، محمد صدیق  روهی، محمد معصوم هوتک، صفیه، د کابل پوهنتون استاد محمد شریف هیواد دوست اونورو ډیرو(خوندو او وروڼو) ښه ښه لیکني کړیدي .  ترکمه ځایه چي ما ولوستلې هیوادوست او څیړندوی اروا ښاد محمد صدیق "روهي" په خپله "اد بی څیړنه" کي  روښانی نهضت ښه څیړلی دئ.

"روهي" د ادبی څیړني  په ۱۳۰ صفحه کي لیکي" سربیره پردې داهم څرګنده ده، چي د جلال الدین له ماتي نه وروسته هم روښانیانو خپلي مبارزې ته د وام ورکړۍ دئ اوله صحني څخه نه دې وتلي.

پدې ډول په ۱۳۵صفحه کي د نتیجې په توګه لیکي: دروښانیانونهضت د شکل په لحاظ عرفاني او دمحتوې له مخي نیشنل عوامي حرکت و.  هغه مؤرخان، چي شکلیاتو او ظواهرو ته ارزښت ورکوي طبعاد روښاني نهضت سطحي بڼه مطالعه کوي، یو شمیر مؤرخان د ظاهری پیښو په لیکنه بسنه نه کوي؛ بلکي غواړي، چي د ټولنیزانکشاف دعمومي قوانینو په رڼا کي د پیښو  اصلي عوامل په ګوته کړي.  دپروفیسر اسلانوف او یو شمیرنورو روښان پیژندونکیو اثار په د وهمه ګټګوري پوري اړه لري.

خوزه خپله هم دبایزېد روښان نهضت منظم خوځښت د یوې طبقاتي مبارزې پیلامه بولم، دا چي د ولس د پوهي سطحه ترحد زیا ته  ټیټه وه او بد بختا نه لاتر اوسه هم ټیټه پاته  ده  وطنوالو مو هغه وخت د غه پاڅون سم درک نه کړی، چي ټول یې ترشاد ریدلی وای. 

داد هغه وخت شرایط وه، هغه وخت هم د اوس په شان د دين اومذهب د نامه څخه ناوړه ګټه پورته کید ل. د خپلو خګو د پوهولو لپاره بایزېد ډیره هڅه کړېده، ټوله کورنۍ یې پدې لاره کي قرباني کړېده.

 صراط التوحید : دا د بایزېد "روښان" بل اثر دئ چي موږ ته را پاته دئ.
بایزید روښان دغه کتاب په عربی او دری ژبه په کال 978 هجری کې لیکلی دی او دخپل خلیفه دولت په لاس یې اکبر بادشاه ته هم ورلیږلی و . ددغه کتاب مطبوع بڼه ټول 115 مخونه لری . پدې کتاب کې بایزید روښان ترډیره بریده کوښښ کړی تر څو خپل مقاصد په آیاتونو، احادیثو او عربی مقولو باندی ثابت کړی خو ښاغلی استاد حبیبی د صراط التوحید د دواړو عربی او دری ژبو لیک کمزوری او احادیث یې هم ضعیف کڼی . دکتاب په پای کې راغلی دی :
دکتاب لومړی 35 مخونه په دری ژبه لیکل شوی او دنوموړی خپلی د ژوند پیښی بیان کړی ، بیا دخپل دعوت خبری راوړی او وروسته یې پاچانو ته ځینی لارښونی راوړی دی . ورپسی لومړی باب دشریعت دویم دطریقت ،څلورم باب دمعرفت او پنځم باب دسکونت په باب دی.

" د پنځلسمي پیړۍ په منځنیو کي او د شپاړلسمي پیړۍ په سر کي د پښتنو په ختیځو سیمو کي فیوډالي سیستم یا خانخاني سیستم رو رو د ټولني د نا انډولو او ګډوډ تکاملي یون له کبله مخ په زیږېدو شو. خانانو او ملکانو په سیمه کي د خپلو ګټو د ساتلو په خاطر غوښتل چي د بیوزلو او کم ځمکو خلګو په ژوند اومال خیټه وا چوي. نو ځکه د دغه مفکورې د تطبیق له پاره ئې د خانخانی سیستم یا فیوډالي سیستم یو ډول دولت ته اړتیا او ضرورت لاره.

 دغو خانانو د بهرنیو ځواکونو سره چي په هغه وخت کي بابري امپراطوري یاد  مغولو د ښکیلاکي دولت و، د هغوی سره  په اړیکو کي خورا ټینګ ساتلي شوای. بابر هم وکولای سوای چي په لمړي سر کي د یوسفزو له قوم سره اړیکي ټینګي او حتاد  یوسفزائې خان (منصورخان) د لور سره یې واده وکړه، خپلي دوستانه اړیکي یې ښه ټینګي کړې. بابر دا کار د دې د پاره وکړ، چي  د هند د نیولو په لاره کي د شا له خوا څخه ځان ډاډه کړي او دا کار موقتاً هم د ده په ګټه تمام شو. نوربیا

 د پښتو رسم الخط :
لګه څرنګه چې څرګنده ده پیر روښان دپښتو دځینی غږونو لپاره ځانګړی سمبولونه غوره کړی او دهغې دلیکلو بڼه یې ټاکلی ده چې ځینی یې نن ورځ هم دپښتو په لیک دود کې کارول کیږی . که څه هم پښتو ژبې تردی نه دمخه هم لیک دود او آثار درلودل خو بیا هم نوموړی پدی هکله ځینی اصلاحات راوستل اوپدی هکله یې یوه کوچنی رساله یې لیکلی ده . چې ددولت لواڼی دغه لاندی بیت یې تر دیره بریده سپیناوی کوی :
افغانی لفظ مشکل ولوست کویښ نشه
ورته وشوه کننده دیارلس حرفونه
دخیرالبیان کومه نسخه چې یووخت دبرلین په موزیم کې په 4093 نمبر خوندی وه او ښاغلی استاد بینوا هم ددغې نسخې یو عکس اخیستی و ټوله 330 مخه لری او هر مخ یې 11 لیکې لری او ددغه نسخې لومړی 14 مخه یې دلیک دود په باب دی چې کیدای شی همدغه څوارلس پاڼی همدغه د رسم الخط رساله وی .
لکه څرنګه چې دولت لواڼی د پښتو ځانګړی توری دیارلس ښودلی دی، خو دپښتو توری یعنی ( ڼ ، ټ ،څ ، ډ ، ړ، ږ او نور) د «چپ ګژ » په ګډون دولس توری کیږی او ددی ترڅنګ د( ک ) د توری تر څنګ یې بل «ګ» په سر کې له یوه پنډکی سره راوړی دی چې پدی توګه دیارلس توری پوره کیدای شی او ددولت لواڼی وینا هم په ځای او سمه راخیږی .

د هیواد  په ختیځوسیمو کي ځینو ملکانو او خانانو د مغولو سره په اړیکو کي وکولای شول چي د خانۍ سیستم له لاري په خپلو بیوزلو او مظلومو پښتنو خلګو له استبداده ډک چلند را منځ ته کړي. د غه ملکانو او خانانو دومره واک تر لاسه کړ چي ان د بیوزلو او بیچاره و خلګو مرګ او ژوند د دوی ترګواښ لاندي وو. لکه نني د پردو (امپریالیزم) په مټ فاسد واکداران، مافیا، مجاهلین او تینو کراټان. د بله پلوه مغولانو د همدغو خانانو په واسطه کولای شول خپل ښکیلاک په ټولو پښتنوسیمو کي خپور کړي. هرهغه چا چي به د مغولو له اوامرو څخه سرکښي کوله په بیلوبیلو جزاګانو به یې  محکومول. ډیر خلګ به یې د فیل ترپښو لاندي کول، سر پریکول، چاندي کول له عاد ي جزاګانو څخه ګڼل کیدل.

په د غه وخت کي چي د ټولني پرګنو له یوې خواد  سختو طبقاتي ستمو لاندي ناوړه ژوند کاوه د بلي خواد  پرد یو د ښکیلاک لاندي له سختوکړا وو او رنځونو ډک پیټی په اوږو بار وو. هر هغه قوم یا خلګو به چي د مغولو د امپراتوری پر ضد سر راپورته کړ په بیرحمانه توګه به وهل کیده. داطبي ده چي پښتنو قامونو او قبیلو په پرله پسې توګه د د غو ظلمونو په وړاندي خپلو مبارزوته د وام ورکاوه.

کله چي خلجیانو په زابلستان کي د بابریانو پرضد پاڅون پیل کړ،د بابریانو له خوا په  1507م کي د ستر پوځ په لیږلو سره خلجیان سخت و ځپل شو او وروسته له هغه چي اکثریت مبارزین له تیغه تیر شول. د د غو خلګو ټوله شتمنی چور شوه اوڅه د پاسه په لسګونه زره پسونه او نور مال ترې  وې وړل شول. په 1508م کال د مهمندو باتورو خلګو پر بابری اشغالګرو یرغل وکړ، څوپلا سختي جګړې پیل شوې.

همداراز د یوسفزائیانو څخه د جګړو په بهیر کي درې زره تنه مړه شول اوډیر یې د مغولو په لاس کي تر1518م کاله اسیر پاتي شول.

 د غو غم لړیو کړیو لا دوام درلود چي د شپاړلسمي پیړۍ په منځنیو کي دروښانیانو منظم او هدف مند غورځنګ د بایزېد یا "پیرروښان" په مشری د پښتنو په ختیځو سیمو کي رامنځ ته شو.  ځکه د غو طبقاتي ستمونو چي  د خانانو او ملکانو له خوا په مظلمو پښتنو له یوې خوا او د بلي خوا د  بهرنیو ځواکونو ناروا اوتیري یوې منظمي او هدفمندي مبارزې ته ضرورت درلود. نو  د غه طبقاتي او ملي ستمونو داسي تاریخي شخصیت را منځ ته کړ. چي دوه اړخیزو ستمو نوته یې په کلکه پام او د هغې لپاره یې د مبارزې ځغلنده غورځنګ د وخت د غوښتني سره سم په  روحاني او مذهبي نهضت کي رامنځ ته کړی وای. چي د غه ستر شخصیت او د تاریخي ویاړلی "بایزېد روښان " وو، چي د د غه غورځنګ په  سر کي و درید.

 دا چي بایزېد انصار(رح) له ماشوم توب څخه متحرک او د د متفکر فکر خاوند وو. نو  د ټولني ټولو اړخونو او د ژوند لوړو او ژورو ته یې په د قت سره پام کاوه او ورځ تر بلي په فکرونو کي غرق کیده.

بایزېد روښان د هغي متصوفي مفکورې په لرلو سره دا هڅه درلوده چي بیلا بیلو ځایونو ته سفروکړي، زیات وخت یې و دې مفکورې ته پام درلود چي ولي مظلومان د ظالمانو په لاس ځوریږي؟ دی  د بابریانو د امپراتوری ښکیلاکي سیمو ته په تګ او راتګ کي وو، څو پلا کندهار، پیښاور، کابل، غزني، تیرا، بڼو، هند اونورو سیموته وګرځید او را وګرځید. له علماوو، روحانینو، دفکر له خاوندانو سره یې کتل.

دسترو خانانو او ملکانو سره په ناسته ولاړه کي د ده غورځنګي فکرونو قوت اخیست. ده په خپلو ستر ګو لیده چي په کندهار  کي د "بیرام خان" والي چي د مغولو په امپراتوری پوري تړلۍ وو، د خلګو په ژوندانه له کړاونو ډکي لوبي کولې. د بایزېد روښان  له مغزو څخه دا خاطره د ژوندانه تر پایه  لیري نه شوه.په خاصه توګه کله چي یې یوه ورځ ولیدل په کندهار کي د "بیرام خان" سپاهیانو یوه ښځه د خپل سر په ویښتو په ژوندوني را ځړولې او څرول یې. بیا یې په تیرا کي لیدل چي د مغولو سپاهیانو به خلګ  د فیلانو تر پښو لاندي اچول، او د هغوی په وینو لړلي تنې به د لارو پرسر پرتې وې او یا به یې د مظلومو خلګو ګیډي د خپلوانو په مخ کي په توره ور څیرلې.

نوځکه بایزېد " روښان" په دې سوچ کي په ژوره اندیښنو کي ننوت او دا ئې و پتیله چي د خلاصون لاره پیداکړي. داسي لاره چي وکولای شي پرګنې پر ځان راټولي او دعلماوو، روحانینو، سترو ملکانو او خانانو پلوي په مذهبي توګه ځان ته جلب  او د مبارزې اساسي هسته را منځ ته کړي.

بایزېد انصار یا روښان پیر و کولای شول د ژوري مذهبي او روحاني مطالعې او څیړنوپه اساس خپل شخصیت نه یوازي سیاسي بلکي روحاني شخصیت وګرځوي. ځکه هغه وخت روحانیت یوازنی لاره وه چي بایزېد کولای شول بیلا بیل قومونه او پرګڼې پرځان راغونډ کړي. ترڅو له یوې خوا طبقاتي مبارزې ته د ننه په خپلو سیموکي د ظالمو او مستبدو خانانو او ملکانو پرضد د بیوزلو اوبیچاره و خلګو په ګټه پر مخ بوزي او له بلي خوا خپله ملي مبارزه د ښکیلاک ګرو ځواکونو یعني د مغولو د امپراتورۍ پرضد د خلګو د خپلواکی په لاره کي سمبال کړي.

 

000000000000

 

شپږمه برخه:

بایدزېد روښان  د خپل ژوند تر ورستۍ ورځي پوري د ګورګاني حکومت، د حکومت دپلویانو پیرانو او  ټګو ملایانو سره مسلحانه جګړي هم کړي دي.  د مثال په توګه کله چي د بایزېد روښان سر سخت دښمن اخوند درویزه و حسن خان  ته دپیر روښان د له منځه وړلو امر وکړئ، نو حسن خان  دخپلو لښکرو سره د جلااباد  له خوا پر بایزېد روښان باندي حمله وکړل، دې جنګ د ونیم کاله د وام وکړئ.  څو بایزېد پای پیاد  له هغه ځایه ژوندی ولاړئ. . . . .  

په لیکل سوپاڼوکي دروښانیانو د وره یاد هغوی د مبارزې او فعالیت شکل او ترتیب سره د دې چي (محبت او سود )یې شعارو، په څنګ کي مجبور سول چي د قلم او ژبي تر څنګ توري ته هم لاس واچوي. البته د محبت څخه د د وی  مطلب دانسانانو تر منځ د وستي او سود څخه ئې مطلب یوبل ته ګټه رسول  وه.

 که څه چي یو شمیرولیکلي دي چي خپله بایزېد روښان ډ ېر علم نه وو کړی، مګرد مخالیفیونو اعتراضونو ته ئې فوری داسي غاښ ما تونکې، سنجول سوي جوابونه ورکول چي خپله د پیرروښان سرسخت مخالف اخوند دروېزه  هم په دې  اعتراف کاوه چي بایزېد روښان یو فیلسوف دئ.

د بایزېد مخالفینو چي په ښکاره یې مشري اخوند درویزه کول د وی پر بایزېد تور لګاوه چي ده ویلي دي" خیرالبیان" یو اسماني کتاب دئ  د خدای له لوري پرما باندي نازل سوې دئ. ښاغلي محمد معصوم هوتک هم پدې باب داسي لیکي:

" دقلندر صاحب په وینا " بایزېد هیڅکله هم داسي نه دي ویلي چي خیرالبیان یو اسماني کتاب دئ" دی  لیکي : د بایزېد د دښمنانو د دې د ادعا له مخي و چي بایزېد د میرزاحکیم دربار ته وروغوښتل سو. دبایزېد د مقابلې لپاره میرزاحکیم وقاضي خان ته وظیفه  ورکړې وه چي دبایزېد مقابل وکړي.

قاضي خان له با یزېد روښان څخه و پوښتل:

 اوریدل کیږي چي تاسي وایاست؛ ماته وحي کیږي؟

بایزېد روښان داسي وویل:

 رښتیا یې نه دي ویلي؛ زه وایم ما ته الهام او د غیبو ږغ کیږي.

بیا قاضي د بایزېد روښان څخه و پوښتل:

 د وسوسې، رحماني  او شیطاني  اواز تر منځ تفاوت او فرق څنګه کوې؟

بایزېد روښان داسي جواب ورکړئ:

 فرق  د وسوسې  او الهام درحماني او شیطاني اواز ترمنځ په ایت، حدیث او د مشایخو په اقوالو کوم. هر الهام چي د ایت، حدیث او دمشایخو د قول  سره سم وي هغه  درحماني الهام  په نوم پیژنم، او هغه چي مخالیف د ایت، احدیث او اقوالو وي، هغه وسوسه او شیطاني ږغ بولم، په اغوذبالله من شیطان الرجیم وایم.

بیا قاضي پوښتنه وکړل:

خلګ وائې : ته وائې ماته وحي سوېدي او دغه کتاب راباندي نازل سوی دئ، چي څلویښت سپارې دئ؟

بایزېد وویل:

هغه چي مدعیان وايې خلاف وايې. زه وایم چي خدای تعالی د الهام له رویه ما ته د یو کتاب د نزول امر وکړ. چي هغه "خیرالبیان"دئ. څلویښت بابه لري چي په هغه کي یې ذکر سته. کله څنګه چي غوثیه پر غوث الاعظم باندي د الهام پواسط نزول سوی دئ.

اما عوام الناس د وحي او الهام تر منځ په فرق نسي کولای.  بیله د لیله د وحي نوم اخلي او بخیلان د خپل بخل له مخي خبري کوي او د الهام پر ځای وحي یاد  وي.  دا مقابله د پیر روښان په ګټه تمامه سول". 

 ملا اخوند دروېزه ننګرهاری چي دی  هم دعلم، پوهي او قلم خاوند و، د وظیفي له مخي چي د مغولي  اشغال ګرو لخوا ورکړل سوې وه، پر بایزېد روښان دهر ډول متهم کولو، حتا کتفیرولومخ وانه ړاوه، او د هغه پر ضد یې خپلي ناوړي ارتجاعي مبارزي ته د مغولو په ګټه د وام ورکړ.

د بلي خوا بابري د ولت یو شمیر خائن  خانان او ملکان  په پیسو، منصبونو او القابو باندي واخیستل هغوی دبایزېد  روښان یا روښاني نهضت پرضد د اشغالشګرو په ګټه کار کاوه لکه: ملک حمزهء اکوزائې او نورخانان.  مګر بایزېد روښان هیڅکله  دخپلي مبارزې څخه ترشا نسوو، تر آخیره یې د مغولي اشغالګرو او محلي ظالمو پرضد مبارزه وکړل.  د غه رنګه با بر او همایون هم د واړو دروښانیانو د خوځښت په وړاندی  د خپل توان په اندا زه مقابله اومخالفت کړي دئ.

د روېزه، ترمذي او پنجول ځکه باېزیداو روښانیان کافر بلل چي هغه د ساز او سرود اورېدل داسلام خلاف نه بلل د مذهب او دین  په پوښ کي په هغه جامعه کي چي پوهه نه وي  یالږ وي  او جهالت برلاسۍ وي  هلته د خلګو د ښمن قووتونه داسلام نما ملایانو پرلاس د مترقی نهضتونو د ټکولواوبد پیژند لو  دپاره  ښه کار اخیستل کیږي.  دلته وو چي بایزېد روښان د خلګو د ذهنیت د روښانتیا لپاره خپل بل اثر :

 مقصود المؤمنین؛ یې ولیکی. هغه پدې چي په منطقه په خاصه توګه ملایانوپه پښتو، او دري ژبه لیک او لوست نسوای کولای، مګر عربي یې لو ستلای سوای، د هغوی د پوهولو لپاره  شیخ عمر دا فکر و کړی چي پلار مي باید  یو څه په عربي ژبه ولیکي، بایزېد روښان هم دا کار وکړی مقصود المؤ منین  یې په عربې ژبه و لیکی. مرستیال څیړونکي داسي لیکي:
"مقصودالمؤمنین هغه کتاب دی چې بایزید روښان په عربی ژبه او دخپل مشر زوی شیخ عمر په غوښتنه لیکلی دی .دغه کتاب ددوکتور میر ولی خان له یوی څیړنیزی مقدمی سره په څیړنیز ډول په 1985 عیسوی کال کې په اسلام آباد کې چاپ شوی دی .
اروښاد پوهاند استاد حبیبی د ادبیاتو په تاریخ کې لیکی چې لدې کتاب څخه اوس موږ د دوه خطی نسخو درک لرو چې یوه په لاهور کې او بله دحیدر آباد ددکن په آصفیه کتابتون کې خوندی ده . ددې کتاب د لاهور نسخه ۹۵ پاڼې لری او خط یې نستعلیق دی . پارسی ژباړه یې په سره خط او په تحت الفظی توګه ورسره لیکل شوی ده .
بایزید روښان مقصودالمؤمنین دخپل مسلک او اته مقاماتو په هکله لیکلی دی دغه کتاب ټول یوییشت بابونه لری چې په لاندی ډول دی :
۱ - وعظ او نصیحت ، ۲- عقل، ۳- ایمان، ۴ - خوف، ۵ - رجا،  ۶- نفس،  ۷- شیطان،
۸ - قلب،۹- روح،۱۰- دنیا،۱۱- آخرت،۱۲- توکل او قناعت،۱۳- توبه
او اته نور بابونه یې دبایزید روښان د اتو مقاماتو یعنی شریعت ،طریقت ،حقیقیت،معرفت ،قربت،وصلت ،وحدت او سکونت په هکله دی.

په واقیعت کي دروښانیانو د کورنۍ ټولې مبارزې طبقاتي شکل لاره. دا خوځښت د خپل وخت یوه سیاسي او منظم شکل د مبارزې و.ځکه دپیر روښان تر شهاد ت وروسته هم د  روښان کورنۍ او پیروانو یې دغه لاره نژدې ۱۷۰ کاله پر مخ یوړل.  باېزید روښان دهغه زوی شیخ عمرد شیخ عمر زوی جلاالدین  تر وروستۍ سلګی پوري د ظلم، خرافاتواو اشغالګرو په وړاندي  وجنګید ل.

واقیعت خوداد ی د باېذ روښان خوځښت چي دروښانیانو دخوځښت په نوم سره پیژندل کیږي دخپل وخت اوزمان یو پښتني مترقي، سیاسي، منظم خوځښت و.   

 

 

  ´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´

 شیخ سراج الدين بايزيد (بایزېد انصاري، بایزېد مسکین، میا روښان او پیر روښان) په نومونو سره په تاریخونو کي یاد یږي د قاضي عبدالله زوی او د شیخ محمد لمسی په خټه اورمړ پښتون و. په (931ل) (1525ز) كال د پنجاب په (جلندر) د اورمړو د كلي (بركي) په يوې متوسطې كورنۍ كې دې نړۍ ته سترګې پرانستې دي.  بایزېد انصاري چي په پیرروښان مشهور وو د شیخ عبدالله انصاري زوی وو. شیخ عبد الله انصاري  د مشهور اولوی پیر شیخ سراج الدین انصاري له لمسیانوڅخه وو.  په ۹۳۱هـ-ق کال یا په بل شان  پرهند باندي د بابر تر واکمنۍ یوکال مخکي دجلندرپه ښار کي چي په پنجاب یې اړه درلوده هلته زېږېدلی دی. 

دا هغه وخت وچي بابر دهند سلطنت له سلطان ابراهیم لودي څخه د ۹۳۲هـ ق درجب دمیاشتي پر اتمه د جمعې په ورځ وینوی.  چي  د ۱۵۲۶ م کال  د اپریل  دماشتي له ۲۱ تاریخ  سره سمون لري.  دبایزېد انصاریا بایزېد روښان د مور نوم  "امینه" د ابوبکر جالندهري  لوروه.  د بایزېد روښان نوم  د ده پر مُهر باندي هک سوی دئ. 

  دی د خپل وخت لوی مفتکر، د ټولنې اصلاح کوونکی، د خارجي او پردي تسلط کلک مخالف او د اولسي مبارزو لارښوونکی او په عین حال کي ستر مذهبي مبلغ و چې پيروانو يې پير روښان باله.  په خټه  اورمړ پښنون و،دغه كورنۍ (اورمړ) تر اوسه پورې د وزيرستان په (كاني ګرم) كې استوګنه لري، چې په اورمړي ژبه خبرې كوي او هم يو شمیر يې د لوګر ولايت په (بركي برك) كې ژوند كوي، ژبه يې هم اورمړي ده. بايزيد له خپل تره شیخ خدایداد او خپلې مور سره په (1530)م کال له هند څخه (كاني ګرم) ته راغى او په دې سيمه كې يې ژوند اختيار كړ. بايزيد د خپل كوچنيوالي زياته موده خپل تره شیخ خدایداد سره تیره کړي دي.

متعصبو مخالفينو د پيرتاريک په نامه ياد اوه. مور يې بي بي امنه نومیدله او د حاجي ابوبکرجلندري  لور وه  کوم چې د پنجاب په جالندهر کي اوسیدله، او بايزېد هم الته په ۹۳۱ هـ سپوږميز نه تر۱۰۲۴ هـ سپوږميز کال کي وزېږېده.

ویل کیږي چې د بايزيد نيکه گان له کندهاره د وزيرستان و کاڼی کوړم يا کانی کرم سيمې ته تللي و او د بايزېد سکه نيکه شیخ محمد چې د وزيرستان په کاڼی کوړم کي اوسیدی، دوولس زامن یې در لودل او په دې دوولسو زامنو کي عبدالله د بايزېد پلار په فضيلت مشهور و او قاضيتوب يې کاوه. دا چې د بايزيد پلار څنگه په جالندهر کي د حاجي ابوبکرجلندري لور په نکاح کړه د پیښور فاضل او محقق ليکوال مولوي محمد عبدالقدوس قاسمي د خیر البيان په سريزه کي چې د پیښور د پوهنتون د پښتو اکیډيمی په ۱۹۶۷ م کال کي چاپ او خپور کړې دئ، داسي بيانوي:

د بايزېد نيکه شیخ محمد خپل يو بل زوی ته د حاجي ابوبکر جلندهري لور «بي بي امينه» غوښتې وه خو څنگه چې حاجي ابوبکر همدا يوه لور درلودله نو پر شیخ محمد يې شرط کښیښوده چې دده زوی  به له وزيرستانه جالندهر ته ورځي او دده لور به وزيرستان ته نه بيايي، هغه و چې د شیخ محمد زوی هم جالندهر ته ورغی هغه هلته ځوانيمرگ سو، او بي بي امينه کونډه پاته سوه، نو د هغه وخت د پښتنوالي دود او د ستور و چې د يوه پښتون کونډه بايد د کونډې د میړه ورور او يا نورو خپلوانو کړې وای.

نو شیخ محمد د خپل مړه زوی کوڼده بي بي امينه خپل فاضل او عالم زوی عبدالله ته ور په نکاح کړه او د دې دوهم میړه د پاره هم شرط دا و چې بايد جالندهر ته ورشي او قاضي عبدالله سره له دې چې په وزيرستان کي يې بل واده هم کړی و چې ماندينه يې فاطمه نومیدله او يو زوی يې هم ځينې درلود چې يعقوب نومیدئ بيا هم مجبور شو چې جالندهر ته ولاړ شي، هلته يو دوه کاله پاتې شو څو چې په (۹۳۱ هجري او ۱۵۲۴ عیسوي) کال د بي بي امينې له نسبه د عبدالله زوی پيدا شو او نوم يې ورباندې" بايزېد" کیښوده. نوربیا

بایزید (روښان) هغه مبارز و چي پیړۍ پیړۍ مخکي یې د پښتو په منځ کي د پوهي ډیوه لګول، د ظلم په وړندي یې ولسونه(نر اوښځي) سره یو کول، دخاریجی اشغالګر څخه دخلاصون مبارزه کول.

ویکیپېډیا، وړیا پوهنغونډ لیکي:"د بايزيد څخه چې د علم لار نيمگړې پاتې شوه نو د طريقت او تصوف لارې ته يې مخه کړه، شپې به يې په ذکر روڼولې او کله کله به روحي جذب دومره ورباندې غالب شو چې د رقص او سرود په مجلس کې به له ډېره شوقه د مجلسيانو سره په گډا هم سر شو. د ده د جذب دا کارونه د ده پر پلار چې مشهور عالم او قاضي ؤ ښه و نه لگیدل او د ځان بدنامي يې گڼله خو څه چاره يې هم نه شوای کولای که يې شاړه بدنامیده او که يې ساته رسوا کیده، او له بلې خوا د بايزيد زړه ورځ په ورځ د ميرې د بدې گزارې له امله له کوره سړېده او لومړی يې د خپل پلار او خپلې ميرې د استبداد په مقابل کې سر پورته کړ او پلار ته يې په ډاگه وويل چې نور نو زما گذران د ميرې سره گران دی ما ته د خپل جايداد څخه څه را بیله کړه چې زه په خپله پرې بوخت شم او ځان ته خپل گذران پرې وکړم. که څه هم پر پلار يې دا خبره دېره درنه پرېوتله خو د زياتې رسوايي له بیرې او د خلکو له شرمه يې د خپل جايداد څخه برخه وربیله کړه او بايزيد له پلاره بیل شو او د خپل يو تره شیخ حسن لور بي بي شمسو يې په نکاح کړه"

بايزېد په څلورو ژبو، پښتو، پارسي، عربي او د پنجابي په يوه لهجه پوهیدی او همداشان يې لیک لوست په کولای سول. د پښتنو دپاره يې په پښتو موزوني خبري جوړولې او پاړسيانو ته يي په پاړسي او هنديانو ته يي په هندي کو.

 د پير روښان د سياسي او ټولنيزو مبارزو پرڅنګ په ټولنه کي ادبي او فرهنګي بدلونونه هم موازي راغله او پښتو ژبه، چې په هغه وخت كې درباري ژبه نه وه؛ بلكې عوامي ژبه بلل كیده، فرهنګي ژبې ته ارتقا وموندله، ښه تكړه شاعران په کښي را پيدا شول؛ لكه ارزاني، ميرزا خان انصاري، دولت لواڼى او نور، چې د صوفيانه ادب په خصوصيت سره لوړ مقام لري.

بايزېد روښان، دده كورنۍ، پيروان او يو شمیر معاصرين د هیواد  د خپلواكۍ او ملي واكمنۍ د تر لاسه كولو په خاطر د وطن پالنې د پاك احساس له مخې نه ستړي كیدونكې مبارزې كړې، په دې لاره كې يې خپل سرونه قربان كړي او له بلې خواد  تصوف او مذهب په جامه كې يې ډېر پښتانه د خپلواكۍ په روحيه روزلي او هم يې په پښتو ادبياتو كې د خپلو خلكو د ويښولو په خاطر له ارزښت څخه ډكه پانګه زياته كړې ده.
د پير روښان د ژوند او مبارزې په هكله يې د كورنيو ليكوالانو په څنګ كې ډېرو اروپايانو، ناروېژانو، انګرېزانو، ايټالويانو، فرانسويانو، جرمنيانو او (پخواني شوروي اتحاد ) يو شم
یر ختيځ پیژندونكو هم ددغه مترقي غورځنګ په هكله ليكنې كړي دي.
دا ښكاره خبره ده، چې په نړۍ كې ستر بدلونونه او انقلابونه د هغو كسانو له خوا رامنځته شوي، چې د محروميت دردونه يې ليدلي، په همدې اساس ويلاى شو، چې روښاني غورځنګ (نهضت) د پرديو زبی
ښاکګرو قوتونو پر ضد لومړنى ملي او مترقي غورځنګ دئ، چې په اّګاهانه توګه پيل او هڅه يې كوله، چې د بابر د كورنۍ ريښې له بیخه وباسي، چې ددغه مترقي غورځنګ په سر كې پخپله پير روښان ولاړ و.

" د بايزيد لوی مخالفت سيد علي ترميزي ( پير بابا) او د ده خليفه اخوند دروېزه وکړو. ترميزي په ۱۶۱۵ م کې مړ شو. هم هغه پير روښان ” پير تاريک” وباله. په پيښور کې اخون درويزه روښانيانوته د يو ديني مناظرې چيلنج ورکړو چې بايزيد ترې ډډه وکړه. خو د ده منونکو شمیره مخ په زياتیدو شوه. اکبر باچاد  خپل واک د ټينګولو لپاره دغسې ټول خلک له تورې ويستلي وو او روښاني تحريک اوس په يو سياسي قوت بدل شوی و. هغه يوسفزیو او خټکو ته د روښانيانو پر ضد ښه مراعات ورکړل او دې دواړو قامونو يې مخالفت پیل کړو. د بايزيد سره اپريدي په ملاتړ ولاړ وو، هم هغه وه چې ده په تيراه کې خپل مرکز جوړ کړو. هلته په داگه يې د مغل باچا اکبر پر ضد د جهاد ناره پورته کړه.
ده په څو جنگونو کې مغل پوځ مات کړو پدې جنګونو کي یې څلور زامن يې ووژل شول. د اکبر نامتو راجه بير بل د يو لوی پوځ سره جمرود کې ورباندې حمله وکړه او ممکن روښان په ۱۵۸۱ م کې په دې جنګ کې ووژل شو. خو ځينې سرچینې بیا وايي چې د مغلو سره د پير روښان وروستۍ ډغره په ننگرهار کې وه چې مغل والي محسن خان پکې پخپله برخه واخيسته. هغه په دې جنګ کې ماتې وکړه او صوابۍ ته ووتلو خو په ” ټوپۍ کې د يوسفزوله خوا راگیر او د ” توربيلې ” سره نږدې ووژل شو.د بايزيد د مرگ خبره مرموزه پاتې وه ځکه د ده مړی ورک شو.

د لود یانو دسلطنت په د وره کي په خاصه د بهلول لودي په عصر کي  داسي کوښښ کیدی چي زیات پښتانه په هند کي میشت کي او په هغومیشتو پښتنو باندي خپله واکمني پر هند ټینګه کړي.  مګرد بهلول لودي لمسي ابراهیم لودي بیا ونسوکړلای چي هغه پښتانه  دځانه خوښ وساتي.  کوم چي پلار او نیکه یې خوښ ساتلي وه. دابراهیم لودي تر واکمن کیدولږ وروسته پښتنو د ابراهیم لودي د ملاتړ څخه مخ واړاوه  بابر ته ئې د مرستي لاسه ورکړی  د پښتنو د دې کار په نتیجه کي د لود یانو واکمني پای ته ورسیده.

بابر تر قدرت نیولو وروسته  په ډیر مهارت سره یو شمیر محلي خانان او ملکان واخیستل  او د یوسفزو څخه یې هم ځانته  ښځه وکړل. نو وروسته یې را نیول سوو او خپل کړو پښتني خانانو او ملکانو ته واک ورکړي، چي په خپلو سیمو کي هر څه  چي کوي کولای یې سي.  دغو ظالمو ملکانو، خانانو او د یوسفزیو هغه کورنیوچي د مغلو سره یې دوستي کړې وه.  دغوټولو ظالمانو  په ګده سره  پر بیوزلو ولسونوباندي  داسي چپه میچني چلولي،چي د خلګو د مال او ناموس پروا یې نه ساتل.

 بابر او کورنۍ یې پټ په زړونو کي  د پښتنو څخه  سخته کرکه او بیره لرل. کله چي بابر پرهند باندي خپله پوره  واکمني ټینګه کړل، تر هغه وروسته ئې د پښتون قوم و ځپلو ته ملا وتړل. بابر ته  د پښتنو کمزوري معلومه وه، ډیر ژر یې د پښتنو په منځ کي یو شمیر ځانګړي پښتني  کورنۍ په زر، زور او د سیسو واخیستلې.پښتانه یې خپلو منځنوکي سره وجنګول او د پښوئې و غورځول.

دبایزېد انصار کورنۍ چي د نورو پښتني کورنیو په شان د اشغالګر مغولي بابري حکومت  له  دې ډول ظلم  او ستم څخه په تنګ سول په  ۹۳۶هجري کال کي له (جالندهر) و (کاني ګورم) ته ګډه سول. بایزېد به(۷) کلن و، چي پلار ئې د ده مور پرې ښول. وروسته بایزېد ته په کورکي اوسیدل او کورنۍ ژوند خوند نه ورکاوه. کرار کرار ئې دخپلې کورنۍ څخه فاصله نیوله.

بایزید  په لمړي سر کي چي هرڅونه کوښښ وکئ څو کورته نژدې او یا له کوره لیري په سبق پسي ولاړ سي مګر پلار ئې ورته اجازه ور نه کړل. 

بایزېد روښان د وخت ټول مروجه علوم لکه(دعلماوو اوروحانیونوبیلا بیل فقهه علوم، د قران کریم تفسیر او مانا، دحاد یثو څیړل او دنصوحو(ایتونو، حدیثونو) کورته نژدې علما ؤ زده کړه  او تطبیق ریاضت، الجبر، عربي ژبه او نور علوم لکه اجتماعي  اوطبعي علوم دا ټول  یې  د خپل پلاره زده کړه.  بایزېد روښان په پښتو، فارسي، عربي او اوردو سم لیک او لوست کاوه. بایزېد روښان دخپل ماشوم توب څخه یومتحرک او د متفکر  فکر خاوند وو.

بایزېد روښان  د تصوفی مفکورې په لرلو سره تل دا هڅه لرل چي بیلا بیلوځایونو ته سفر وکړي.

بایزېد د خپل عمر په (۱۶) کي د پلار سره په تجارتي سفرکي برخه واخیستل.  د همدي  سفر په وخت کي یې د "سلیمان" اسماعیلي سره شناخت پیداسو، دهغه څخه یې  هم څه زده کړل. بل ځل د مرتاضان سره  يې وپیژندل چي له هغه څخه یې د(تناسخ ارواح)په هکله زده کړه وکړه ل.  بایزېد ورو ورو د (سیروسلوک)اته پړاوونه ووهل، پټ ذکر کول یې شروع په زړه کي یې د خدای درودونه ویل، او د اسم عظم په ذکر مصروف وو.

د بایزېد  تلاښ د وړکتوب څخه دا وو، چي د  یوه کامل پیر درجې ته ورسیږي. او د خپل دې ارمان د پوره کیدو په کار پسي یې پریکړه وکړل چي یو بل داسي  ځای ته کډه وکړي.  که یې و کولای سوای چي یو "موحد"پیداکړي او خپل حال ورته بیان کړي.  څو دعلم دحاصلو کار ورته اسانه سي.  دهغه وخت پراخ کندهار چي دعلم مرکز و، د خپلي ښځي بې بې شمسو په ټنګار سره بایزېد هلته د تلو بندوبست داسي وکړئ چي د (۷۰۰) تنګو مال یې واخیستۍ د یوه کاروان سره د کندهار خواته روان سو.  د مال رانیولو څخه یې مقصد  داوو، چي پر دغه مال به  هلته څه ګټه وکړي.  زیات  لیکوال همدا خبره لیکي چي بایزېد دغه کار دخپلي ښځي(بی بی شمسو) په خوښه او غوښتنه وکړی.

 کله چي  کاروان کندهار ته ورسیدئ  و بایزېد ته یو چا د یوه پیر پته ورکړل. خو کله چي  یې تر پیره پوري ځان ورساوه، بیا هم د بایزېد تنده ماته نه سوه، پدې چي د قلندر څخه چا ګټه نسوای کولای، ځکه قلندر خبري نه کولې.

بایزېد روښان چي یو پوهه او زیرک سړي وو دخپلو سفرونو په لړ کي له ډیرو د وخت مشرانو، خانانو، ملکانو سره  یې لیدل، دې خبري ته یې پام کاوه چي ولي مظلومان د ظالمانو په لاس ځوریږي؟ د دبابریانو د امپراتوری دښکیلاک بیلو بیلو سیموته یې تګ راتګ وکی.  په  هند، کندهار، پیښاور، کابل، غزنی، تیرا، بڼو او نور ځایونوکي وګرځیدئ او را وګرځیدئ.

د دې سفرو نو، ناستو ولاړو په وخت کي بایزېد روښان  ډیر څه  په سترګو ولیدل او ډیرڅه یې زده کړل.  په ده کي یې د یوسیاسې غورځنګ د جوړیدو روحیه ټینګ کړل. ځکه ده په خپلو سترګو ولیدل چي د مغولو والي بیرام خان په کندهارکي د خلګو په ژوندانه د کړاونو ډکي لوبي کولې. بایزېد روښان ولیدل چي څنګه د بیرام خان سپایانو په کندهار کي یوه ښځه د خپل سر په ویښتانو را ځوړنده کړي او څرخول.  دبایزېد له مغزو څخه د ده دژوند تر پایه دبیرام خان ظلمونه لري نسول.  بیا یې د پښاور په تیرا کي ولیدل چي د مغولو سپایانو خلګ د پیلانو تر پښولاندي کول او وژل.

نو ځکه بایزېد روښان خپلي پوهي، همت اوغیرت  دې ته و هڅاوه چي یوه دخلاصون لاره ولټوي.  داسي  یوه لاره چي و کولای سي پرګڼي پرځان راټولي، دعلماوو، روحانینو او یوشمیر ملکانو او خانانو پلوی  په مذهبي توګه ځان ته جلب او د مبارزې اساسي هسته را منځ ته کړي.

دلته دئ چي یو شمیر لیکوال ٫٫روښاني٬٬نهضت صوفیانه بولي. د دغه حرکت شکل په اوله کي  صوفیانه  و، کوښښ یې کاوه چي  د خلګوپه اذهانو کي دسولي او محبت تخم وکري او په دې توګه دسولي او امن فضا جوړه کړي.  د ظلمو د ولتمندو او اشرافو د همکاری څخه لاس واخلی. مظلوم اوناوسه ولسونه خپل تر منځ د ورور ګلوئ او د وستۍ لاسونه سره ورکړي. نوربیا

بایزید (روښان) هغه مبارز و چي پیړۍ پیړۍ مخکي یې د پښتو په منځ کي د پوهي ډیوه لګول، د ظلم په وړندي یې ولسونه(نر اوښځي) سره یو کول، دخاریجی اشغالګر څخه دخلاصون مبارزه کول.

ویکیپېډیا، وړیا پوهنغونډ لیکي:"د بايزيد څخه چې د علم لار نيمگړې پاتې شوه نو د طريقت او تصوف لارې ته يې مخه کړه، شپې به يې په ذکر روڼولې او کله کله به روحي جذب دومره ورباندې غالب شو چې د رقص او سرود په مجلس کې به له ډېره شوقه د مجلسيانو سره په گډا هم سر شو. د ده د جذب دا کارونه د ده پر پلار چې مشهور عالم او قاضي ؤ ښه و نه لگیدل او د ځان بدنامي يې گڼله خو څه چاره يې هم نه شوای کولای که يې شاړه بدنامیده او که يې ساته رسوا کیده، او له بلې خوا د بايزيد زړه ورځ په ورځ د ميرې د بدې گزارې له امله له کوره سړېده او لومړی يې د خپل پلار او خپلې ميرې د استبداد په مقابل کې سر پورته کړ او پلار ته يې په ډاگه وويل چې نور نو زما گذران د ميرې سره گران دی ما ته د خپل جايداد څخه څه را بیله کړه چې زه په خپله پرې بوخت شم او ځان ته خپل گذران پرې وکړم. که څه هم پر پلار يې دا خبره دېره درنه پرېوتله خو د زياتې رسوايي له بیرې او د خلکو له شرمه يې د خپل جايداد څخه برخه وربیله کړه او بايزيد له پلاره بیل شو او د خپل يو تره شیخ حسن لور بي بي شمسو يې په نکاح کړه"

بايزېد په څلورو ژبو، پښتو، پارسي، عربي او د پنجابي په يوه لهجه پوهیدی او همداشان يې لیک لوست په کولای سول. د پښتنو دپاره يې په پښتو موزوني خبري جوړولې او پاړسيانو ته يي په پاړسي او هنديانو ته يي په هندي کو.

 د پير روښان د سياسي او ټولنيزو مبارزو پرڅنګ په ټولنه کي ادبي او فرهنګي بدلونونه هم موازي راغله او پښتو ژبه، چې په هغه وخت كې درباري ژبه نه وه؛ بلكې عوامي ژبه بلل كیده، فرهنګي ژبې ته ارتقا وموندله، ښه تكړه شاعران په کښي را پيدا شول؛ لكه ارزاني، ميرزا خان انصاري، دولت لواڼى او نور، چې د صوفيانه ادب په خصوصيت سره لوړ مقام لري.

بايزېد روښان، دده كورنۍ، پيروان او يو شمیر معاصرين د هیواد  د خپلواكۍ او ملي واكمنۍ د تر لاسه كولو په خاطر د وطن پالنې د پاك احساس له مخې نه ستړي كیدونكې مبارزې كړې، په دې لاره كې يې خپل سرونه قربان كړي او له بلې خواد  تصوف او مذهب په جامه كې يې ډېر پښتانه د خپلواكۍ په روحيه روزلي او هم يې په پښتو ادبياتو كې د خپلو خلكو د ويښولو په خاطر له ارزښت څخه ډكه پانګه زياته كړې ده.
د پير روښان د ژوند او مبارزې په هكله يې د كورنيو ليكوالانو په څنګ كې ډېرو اروپايانو، ناروېژانو، انګرېزانو، ايټالويانو، فرانسويانو، جرمنيانو او (پخواني شوروي اتحاد ) يو شم
یر ختيځ پیژندونكو هم ددغه مترقي غورځنګ په هكله ليكنې كړي دي.
دا ښكاره خبره ده، چې په نړۍ كې ستر بدلونونه او انقلابونه د هغو كسانو له خوا رامنځته شوي، چې د محروميت دردونه يې ليدلي، په همدې اساس ويلاى شو، چې روښاني غورځنګ (نهضت) د پرديو زبی
ښاکګرو قوتونو پر ضد لومړنى ملي او مترقي غورځنګ دئ، چې په اّګاهانه توګه پيل او هڅه يې كوله، چې د بابر د كورنۍ ريښې له بیخه وباسي، چې ددغه مترقي غورځنګ په سر كې پخپله پير روښان ولاړ و.

" د بايزيد لوی مخالفت سيد علي ترميزي ( پير بابا) او د ده خليفه اخوند دروېزه وکړو. ترميزي په ۱۶۱۵ م کې مړ شو. هم هغه پير روښان ” پير تاريک” وباله. په پيښور کې اخون درويزه روښانيانوته د يو ديني مناظرې چيلنج ورکړو چې بايزيد ترې ډډه وکړه. خو د ده منونکو شمیره مخ په زياتیدو شوه. اکبر باچاد  خپل واک د ټينګولو لپاره دغسې ټول خلک له تورې ويستلي وو او روښاني تحريک اوس په يو سياسي قوت بدل شوی و. هغه يوسفزیو او خټکو ته د روښانيانو پر ضد ښه مراعات ورکړل او دې دواړو قامونو يې مخالفت پیل کړو. د بايزيد سره اپريدي په ملاتړ ولاړ وو، هم هغه وه چې ده په تيراه کې خپل مرکز جوړ کړو. هلته په داگه يې د مغل باچا اکبر پر ضد د جهاد ناره پورته کړه.
ده په څو جنگونو کې مغل پوځ مات کړو پدې جنګونو کي یې څلور زامن يې ووژل شول. د اکبر نامتو راجه بير بل د يو لوی پوځ سره جمرود کې ورباندې حمله وکړه او ممکن روښان په ۱۵۸۱ م کې په دې جنګ کې ووژل شو. خو ځينې سرچینې بیا وايي چې د مغلو سره د پير روښان وروستۍ ډغره په ننگرهار کې وه چې مغل والي محسن خان پکې پخپله برخه واخيسته. هغه په دې جنګ کې ماتې وکړه او صوابۍ ته ووتلو خو په ” ټوپۍ کې د يوسفزوله خوا راگیر او د ” توربيلې ” سره نږدې ووژل شو.د بايزيد د مرگ خبره مرموزه پاتې وه ځکه د ده مړی ورک شو

 شیخ سراج الدين بايزيد (بایزېد انصاري، بایزېد مسکین، میا روښان او پیر روښان) په نومونو سره په تاریخونو کي یاد یږي د قاضي عبدالله زوی او د شیخ محمد لمسی په خټه اورمړ پښتون و. په (931ل) (1525ز) كال د پنجاب په (جلندر) د اورمړو د كلي (بركي) په يوې متوسطې كورنۍ كې دې نړۍ ته سترګې پرانستې دي.  بایزېد انصاري چي په پیرروښان مشهور وو د شیخ عبدالله انصاري زوی وو. شیخ عبد الله انصاري  د مشهور اولوی پیر شیخ سراج الدین انصاري له لمسیانوڅخه وو.  په ۹۳۱هـ-ق کال یا په بل شان  پرهند باندي د بابر تر واکمنۍ یوکال مخکي دجلندرپه ښار کي چي په پنجاب یې اړه درلوده هلته زېږېدلی دی. 

دا هغه وخت وچي بابر دهند سلطنت له سلطان ابراهیم لودي څخه د ۹۳۲هـ ق درجب دمیاشتي پر اتمه د جمعې په ورځ وینوی.  چي  د ۱۵۲۶ م کال  د اپریل  دماشتي له ۲۱ تاریخ  سره سمون لري.  دبایزېد انصاریا بایزېد روښان د مور نوم  "امینه" د ابوبکر جالندهري  لوروه.  د بایزېد روښان نوم  د ده پر مُهر باندي هک سوی دئ. 

  دی د خپل وخت لوی مفتکر، د ټولنې اصلاح کوونکی، د خارجي او پردي تسلط کلک مخالف او د اولسي مبارزو لارښوونکی او په عین حال کي ستر مذهبي مبلغ و چې پيروانو يې پير روښان باله.  په خټه  اورمړ پښنون و،دغه كورنۍ (اورمړ) تر اوسه پورې د وزيرستان په (كاني ګرم) كې استوګنه لري، چې په اورمړي ژبه خبرې كوي او هم يو شمیر يې د لوګر ولايت په (بركي برك) كې ژوند كوي، ژبه يې هم اورمړي ده. بايزيد له خپل تره شیخ خدایداد او خپلې مور سره په (1530)م کال له هند څخه (كاني ګرم) ته راغى او په دې سيمه كې يې ژوند اختيار كړ. بايزيد د خپل كوچنيوالي زياته موده خپل تره شیخ خدایداد سره تیره کړي دي.

متعصبو مخالفينو د پيرتاريک په نامه ياد اوه. مور يې بي بي امنه نومیدله او د حاجي ابوبکرجلندري  لور وه  کوم چې د پنجاب په جالندهر کي اوسیدله، او بايزېد هم الته په ۹۳۱ هـ سپوږميز نه تر۱۰۲۴ هـ سپوږميز کال کي وزېږېده.

ویل کیږي چې د بايزيد نيکه گان له کندهاره د وزيرستان و کاڼی کوړم يا کانی کرم سيمې ته تللي و او د بايزېد سکه نيکه شیخ محمد چې د وزيرستان په کاڼی کوړم کي اوسیدی، دوولس زامن یې در لودل او په دې دوولسو زامنو کي عبدالله د بايزېد پلار په فضيلت مشهور و او قاضيتوب يې کاوه. دا چې د بايزيد پلار څنگه په جالندهر کي د حاجي ابوبکرجلندري لور په نکاح کړه د پیښور فاضل او محقق ليکوال مولوي محمد عبدالقدوس قاسمي د خیر البيان په سريزه کي چې د پیښور د پوهنتون د پښتو اکیډيمی په ۱۹۶۷ م کال کي چاپ او خپور کړې دئ، داسي بيانوي:

د بايزېد نيکه شیخ محمد خپل يو بل زوی ته د حاجي ابوبکر جلندهري لور «بي بي امينه» غوښتې وه خو څنگه چې حاجي ابوبکر همدا يوه لور درلودله نو پر شیخ محمد يې شرط کښیښوده چې دده زوی  به له وزيرستانه جالندهر ته ورځي او دده لور به وزيرستان ته نه بيايي، هغه و چې د شیخ محمد زوی هم جالندهر ته ورغی هغه هلته ځوانيمرگ سو، او بي بي امينه کونډه پاته سوه، نو د هغه وخت د پښتنوالي دود او د ستور و چې د يوه پښتون کونډه بايد د کونډې د میړه ورور او يا نورو خپلوانو کړې وای.

نو شیخ محمد د خپل مړه زوی کوڼده بي بي امينه خپل فاضل او عالم زوی عبدالله ته ور په نکاح کړه او د دې دوهم میړه د پاره هم شرط دا و چې بايد جالندهر ته ورشي او قاضي عبدالله سره له دې چې په وزيرستان کي يې بل واده هم کړی و چې ماندينه يې فاطمه نومیدله او يو زوی يې هم ځينې درلود چې يعقوب نومیدئ بيا هم مجبور شو چې جالندهر ته ولاړ شي، هلته يو دوه کاله پاتې شو څو چې په (۹۳۱ هجري او ۱۵۲۴ عیسوي) کال د بي بي امينې له نسبه د عبدالله زوی پيدا شو او نوم يې ورباندې" بايزېد" کیښوده.

د پير روښان يو مهم کار دا و چې هغه په لومړي ځل پښتو ژبې د ليکدود لپاره په عربي کي ۱۳ ټکي ورزيات کړل. د ده مشهور کتاب خیر  البيان په څلورو ژبو، پښتو، فارسي، عربي او پنجابي کي د ده پخپل لاس ليکلی او د پښتو لومړی کتاب گڼل کیږي. روښان شاو خوا دولس کتابونه وليکل. په دې کي بر سیره پر خیرالبیان، مقصود المومنين، صورت توحيد، فخر، حالنامه، او خلوت د يادونې وړ دي. د ساري په توګه :مرستیال څیړونکي "حلمي" خیرالبیان داسي راښي:

خیر البیان :
"خیر البیان دروښان په تصنیفاتو کې هغه مشهور کتاب دی چې نه یوازی دروښان په آثارو کې بلکې دپښتو ادب کې ځانګړی ځای او ارزښت لری . د آخوند درویزه په مخزن او هم دبستان کې دا خبره په متحده الفظه توګه راغلی ده چې خیرالبیان په څلورو ژبو یعنی پښتو، عربی ،پارسی او هندی ژبو باندی لیکل شوی دی .
خیرالبیان ځانته خپل ځانګړی سبک لری چې ښاغلی استاد حبیبی هغې ته نیم عروضی سبک وایی . په ډیرو ځایونو کې د کلماتو تقدم او تاخیر ترسترګو کیږی، خو سره لدی هم د خیر الییان دنثر د سجع او قافیه له کبله دهغې په نثر کې ځانګړی زړه راښکون موجود دی او ددی ترڅنګ دپښتو ځینی سوچه کلمی هم پکې راوړل شوی دی . د بیلګی په توګه توری (حرفونه ) ، اټګل ( اندازه ) ، ژوی ( حیوانات ) ، نغوږل ( اوریدل ) او داسی نور.
دعربی ژبې په برخه کې دقران عظیم الشان مبارک آیتونه ، حدیثونه ، معقولی او داسی نور راغلی دی . دځینی آیتونو ژباړی او نورې لیکنی په هندی چې نن په پنجابی ژبه موسومه ده راغلی دی لکه :
«
کلمة التوحېد کانت کلمة المولی / فقل منها وکلمة الشرک کانت للمشرکین فاحذر عنها ( سخنهای یګانګی هست سخن خدای پس بګو از سخنهای یګانګی وسخن شرک با خدای هست مر کافران را پس پرهیز کن از سخنهای کافران » هادی ویلی دی رحمت د خدای په ده دا کلام .
خیرالبیان د شریعت او طریقت څخه بحث کوی همدارنګه دلمونځ ،روژی ،زکوة ،حج او وحدة الوجود د مسلی بیان پکې راغلی دی.
د خیرالبیان دنثر بیلګه په لاندی ډول درپیژنو :
«
او بایزید ریښتنی لار د انبیا ده دانبیا لار د هغه ده چې زما وپیژاندګلی وته بولی ادمیان ودع الی سبیل ربک انک لعلی هدی مستقیم په قران کې دی عیان . صراط المستقیم کان طریق النبیاء من یثبت فیه بلغ الی مقام الذی ان یخلص فیه عن شرک الخفی والعیان هادی ویلی دی رحمتی علیه هذه الکلام مرګ به ورشی و سړی ته ننګهان نشته دسړی په دنیا کې تل تر تله مقام »
دیادونی وړ ده چې خیرالبیان په کابل کې هم داصلی نسخی له مخې په 1354 لمریز کال کې د اروښاد پوهاند رشاد په سریزه د افسیت په شکل چاپ شوی دی ، خو دچاپی ستونزو له کبله دلوستلو وړ ندی".

په  هغو کتابو نوکي  چي دروښاني نهضت په هکله څه پکښي لیکل سوېدي ډیر ژور فکر سویدئ  پاخه نظریات تر سترګو کیږي چي د هغو ټولو له منځه  دغه درې نظرېد پام وړ دي.  یو شمیرلیکوالو اوڅیړونکو دغه نهضت یو عرفاني نهضت بللۍ دی  نورو ډیرو څیړونکو بیا روښاني نهضت یو ملي او عوامي نهضت ګڼلۍ دی .

 پر روښا نیانو باندي د لږو  لخوا دا انتقاد  سته چي وائې د ټولني د وه اړخیز شرایط ئې په پام کي ونه نیول. نو ځکه زه وایم که دغه  حرکت یو عرفاني، وو، بیانو دشرایطو په نظرکي نیول اونه نیول کم مفهوم نه لري.  په هر صورت  دا چي  اشغالګرو ورسره جګړه کول،  د وخت واکدارانو(مغولو) دروښاني نهضت  د نفوذ او پرمختګ مخه  نیول، د خپلو سر سختو ملایانو، پیرانو او اجنټانو لکه ( اخوند درویزه، پنجول) او ډیرو نورو په واسطه  د دې نهضت د کار  او غوړېدو ونیول، دا ثابتوي چي د اشغال او ظلم په خلاف یومترقي حرکت وو.

 د اشغال طرفدارو ملایانو پر باېزید روښان باندي  سخت تورونه ولګول.  پیر روښان ئې  (پیر تاریک) او کافر وباله. څو روښاني نهضت  مجبور سو د صوفیانه تبلغ پر څنګ قلم او توره د واړه وچلوي.

ویل کیږي باېزید روښان چي د پښتنو په منځ کي په یوه لوی ټبر پوري تړلۍ نه  و، یا د پښتنو یو لوی لوټبر یې ترشاه  ولاړ نه و، نو په همدې وجهه ده دروحانیت دلاري خلګ پرځان را ټول کړل. نه دا چي د باېزد دښمنانو به ویل " باېزد په سرکي د پاچهی خیال لري" بلکي رښتیا همداسي وه.  ځکه  یوازي  باېزید روښا ن  نه بلکي تر ده وروسته زوی یې شیخ عمر پښتنو پاچا باله خپل عشر اوخراج ئې ده ته ورکاوه.

ترشیخ عمر وروسته دهغه زوی او د بایزېد لمسی جلاالدین  ئې هم ځان دپښتنو پاچا باله او د د وی د دښمن  اخوند دروېزه په قول چي د ټول هندوستان د نیولو فکر ورسره وو. نو داخبره ثابته ده چي روښانی نهضت یوه  سیاسي  اوملي بڼه خپله کړې وه. فکر کوم هغه پښتنه هم دلته جواب سوې وي، چي بایزېد"انصار" عرب  وو؟ نه  بایزېد یوه پښتون وو.

 یو روسی نوم وتۍ پروفیسر " اسلانوف" وائې  چي زه د کلونو مطالعاتو او څیړنو په وروستیو کي دې  نتیجې ته ورسیدم .چي د باېزد روښان سروښان په خوځښت  کي مي هیڅ کوم خان، ملک اوملا تر سترګو نسو.د باېزید ټول مریدان  عوامي خلګ وه، باېزد هم ځان عامي بلی اولمسي ئې په روستائی مشهور و.

هندی تاریخ پوهه عبدالقاد ر "بدایونی"هم په خپلو لیکنو کي روښاني نهضت یو(کلیوالی) نهضت لیکی.

پدې شان په "تاریخ مرصع" کي هم دې خبري ته ایشارې لري.

پس ویلای سو چي "روښاني نهضت " یو ولسی تحریک و.

په رښتیا هم بایزېد انصاري یا  روښانه پیر وکولای سولای دژوري مذهبي او روحاني مطالعې او څیړنو په اساس خپل شخصیت نه یوازي سیاسي بلکي روحاني شخصیت وګرځوي.  دی  پوهیدئ په دې چي په یوه شاته پاته ټوله کي روحانیت یوازني لاره ده چي کیدلای سي بیل بیل قومونه او پرګنې پرځان را غونډ کړي. ترڅو وکولای سي په خپلو سیمو کي د ظالمومستبدو خانانو او مکانو پرضد دبیوزلو اوبې چارو خلګو په مرسته طبقاتي مبارزې پر مخ بوزي اوله بلي خوا خپله ملي مبارزه  دښکیلاک ګرو ځواکونو یعني د مغلو د امپراتوری پرضد دخلګو دخپلواکي په لاره کي سمبال کړي.

 

 

 


بالا
 
بازگشت