عزیزاحمد خوارمل

 

دامریکا  د دفاع و وزارت ته د دونالد ترامپ نومول سوی کاندید، ولی دلیونی سپی په نوم یادیږي  ؟

لمړی برخه

 دانتر نیت د فارسی سر چینو څخه

ژباړونکی : عـــزیــزاحمد خـــوارمل

 

دونالد ترامپ د  «سینسیناتی» په ښار کې د خپلوپلویانو په منځ کې اعلان وکړ چې  امریکایی پرکور ناست «متقاعد» جنرال «جیمز ماتیس» يې د دفاع  وزارت  دڅوکی دپاره ټاکلی دی او جمیز دامریکا په مطبوعاتو کې په لیونی سپی باندی  مشهور دی .

دتسنیم دخبری ګزاری دګزارش پربڼسټ  دامریکا ټاکلی سوی جمهور رئیس «دونالد ترامپ » متقاعداو پرکور ناست امریکایی جنرال «جیمز ماتیس» يې د دفاع  وزارت و څوکی  ته   د کابینی  ودغه پست ته و ټاکی .

دغه ورځپاڼه په دی هکله ولیکل : د جیمز ماتیس ټاکل کیدل دامریکا د دفاع د وزیر په توګه ،دکنګری په موافقت  اوپریکړی پور ی هم اړه لری .

ترامپ دتیری جمعی په سهار دخپلو پلویانوپه منځ کې  د «اوهایو»د ایالت د «سینسیناتی» په ښار کې په خپل بیانی کې اعلان  يې وکړ چې دامریکی  د دفاع وزارت  پرکور ناست «متقاعد» جنرال جمیزماتیس يې په خپله کابینه کې د دفاع د وزیر په توګه نومولی  او بیا به يې معرفی کړی .

جیمز ماتیس شپږ شپیته ۶۶ کاله عمر لري دامریکا دسمندری توپک لرونکو سربازانو د نظامی وسلواو سامان الاتو په کالج  کې او د توپک لرونکو سربازانو دکارکوونکو او دقوماندانانوپه کالج او همدارنګه  د جګړی  په ملی کالج کې يې زده کړې تر سره کړیدی .

جیمز ماتیس دامریکا د اردو  د قوماندان په توګه دافریقا دسیمی څخه نیولی بیا تر پاکستان اوافغانستان پوری دندی یې ترسره کړی دی او داوباما سره دافغانستان او دعراق  دمسایلو پر سر يې په دی هکله  د ده سره ډېر سخت اختلاف يې درلود.

دجیمز ماتیس ټاکل د دفاع  دوزیر په توګه د دونالد ترامپ دخوا یوه بله نښانه ده چې دی قصد لری تر څو په بهرنی سیاست کې داوباما خلاف لاره  غوره او پر مخ بوزی .

اوهمدارنګه ویلی کیږی چې جیمز ماتیس د ایران ضد لړلید لری او ماتیس  به ویل  چې ایران دالقاعدی او داعش څخه لوړاو  ټينګ اواصلی ګواښ دمنځنی دختیځ دپاره ګڼل کیږی جمیز په هغه وخت کې چې دامریکادنظامی ځواکونو د قوماندان  په توګه د افریقا په سیمه  او منځنۍ ختیځ کې يې دنده تر سره کول  غوښتل يې چې دامریکا فوځی خواکونه  دایران پرضد په ډېرو وسلوسره سمبال کړی او په افغانستان کې  دامریکا یی دفوځي ځواکونو د ډېریدو  او زیاتیدو پلوی وو .

جمیز ماتیس په دوه زر ه دیارلسم  ۲۰۱۳زیږدیز کال کې دامریکا په فوځ کې تر څلور څلویشتو ۴۴کالونود دندو داجرا کولو وروسته متقاعد سو.

جمیزماتیس  یو بل ځل هم داسی  يې ویلی وو :« زما  په هاند داعش    د ایران  دکړنو دپایښت دپاره دپلمی څه بل کوم ډېر شی ندی  ،چې ایران خپل  دغه تګ لاره تر سره کوی ،اوایرانیان  د داعش ددغو ناامنیو درامنځته کیدو  څخه چې  په سیمه کې را منځته کیږی  ډېره ګټه تر لاسه کوی .» 

د«وال‌استریت ‌ژورنال» ورځپاڼه د جمیز ماتیس په هکله ولیکل : ماتیس دپخوانی جګړه ایزو قوماندانانو دډلی څخه دی اوپه تیرو وختونو کې څو ځلی او څو وار ه يې   « دایران د امنیتی ګواښونو» څخه  یادونه او تشویش يې کړیدی .

جمیز ماتیس په خپل یو جنګجالی بیانی کې  ویلی وو  چې دافغانانو وژنه یوه ډېره ښه  په زړه پوری سرګرمی ده او  د ده دغه خبری او بیان دافغانستان په پلازمینه کابل نورو ډېر ښارونو کښې دپراخو اعتراضاتو سبب وګرځیدی  او جمیز ماتیس  و دی ته اړ سو چې خپلی  هغه خبری چې په دی هکله یې کړی وه هغه بیرته واخلی او دهمدی کبله دافغانستان دخلکو او اولسونو دخوا دهمدی  توهین آمیزه  خبرو کولو وروسته ورته  لیونی سپی وویل سو او دلیونی سپی لقب يې ځانته واخیست .

دامریکا  د دفاع  دوزارت دنوې وزیر دغه لقب د امریکا دټاکل سوی جمهور رئیس دونالد ترامپ په بیانیه او خبرو کې هم وویل سو ،دونالد ترامپ تیره اونی دخلکو  سره په خپل لمړنی کتنه کې  داوهایو دایالت د سینسیناتی په ښار کې  داسی وویل : په نظر کې لرم چې جمیز ماتیس «لیونی سپی » د دفاع وزیر په توګه وټاکم  .»

 د ټول ټاکنی  را وروسته وویل سو چې دجمهور ی پلوی  ګوندنوماند دونالد ترامپ دجمهوری ریاست د ټول ټاکنو په سیالیو کې د دیموکراتانو دګوند  دنوماندی هیلاری کلینتون څخه ۲۷۴  دوه سوه څلوراویا الکترونکی رای یې چې دنصاب اندازه يې دوه سوه اویا۲۷۰  الکترونیکی رای وي  ترلاسه کړ او هیلاری کلینتون دوه سوه اتلس ۲۱۸ رای يې ترلاسه کړه  اوماته يې وخوړه له او خپله ماته يې ومنله .

 

د دونالد ترامپ دملی امنیت دمشاور خبری او منلنډی وهل دقران عظیم الشان او داسلام دپيغمبر په هکله :

دوهمه برخه

 

دامریکا دټاکل سوی جمهور رئیس دونالد ترامپ لخوا په نظر کې  نیول سویدی چې  جنرال  «مایکل فلین»  د ملی امنیت   دسلا کار په توګه وټاکی ،«مایکل فلین»  په دی باور دی چې داسلام سپيڅلی دین ، دهغه اسمانی کتاب او پيغمبر «ص» په منځنۍختیځ  کې دپرمختګ اود تجدد ګرایی خنډ دی

«مایکل فلین»  متقاعد اوپرکور ناست جنرال چې دامریکا دټاکل سوی جمهور رئیس دونالد ترامپ لخوادملی امنیت دسلاکار دڅوکی دپاره نوماند سویدی ډېر ټينګ داسلام  ضدعقایدودرلودونکی دی  هان تر دی اندازی پوری چې داسلام پیغمبر حضرت محمد «ص»  او اسمانی کتاب قران عظیم الشان  دمنځنۍ  ختیځ  او دبشریت د مدرن کیدو او پرمختګ خنډ بولی .

جنرال مایکل فلین په دی باور دی چې  دمسلمانانو څخه بیره عقلانی دی او داسلام سپيڅلی دین يې د «سرطان » دناروغی په شان بللی  دی .

دلوب لاک دیوی څیړنیز خبری ویب سايټ دلیکلو په حواله : په هغه ویدیو کې چې نوې اوس  خپره سویدی  دجنرال فلین خبری  په هغه کې ثبت سوی دی چې په لاندی ډول دی : (زر کاله پخوا عربی نړی کولای سوای چې دنوبل ټولی جایزی وګټی او ترلاسه يې کړی وروسته دغه سړی محمد «محمدص» ډګر ته را ووتی اوپه صادقانه ډول سره ووایم ، چې دیو زوړ او پخوانی  «قران» سره سر اوکار لری چې «ننه » ورځ مرسته کوونکی ندی او هغه ټولنه چې د قران  دمتن پربڼسټ ژوند کوی دغه د«مسلمانانو» ټولنه نسی کولای چې و مدرنیته  ته بدلون ومومی او لاس رسی ورته پیدا کړی او مدرنه «ټولنه » دی سي .)

جنرال فلین داسلام دتحریف او بدلون غوښتونکی سویدی او  دمصر دجمهور رئیس«عبدالفتاح السیسی»کړنه يې داخوان المسلمین دجنبش په سرکوبه کولو او په لمنځه وړلو کې يې تقدیر کړیدی ده په خپلو ویناوواوخبراترو کې  تل داسلام څیره  او دهغه څانګي اواسلامی زده کړی يې د منځنۍ ختیځ دپرمختګ خنډ بللی دی .

دترامپ نوماندی دملی امنیت  دسلا کار دڅوکی دپاره  اسلامی  قوانین او« شریعی »  احکام يې د امریکا دقوانینو د پاره لوی خطر بللی دی اودی وایی : «دوي ( مسلمانان) غواړی  نړیوال سیسټم دشریعی لړ لید پر بڼسټ  چې عقیدی دآزادی خنډ،ټاکنی او دنورو آزادی دی  او هغه پرنورو تحمیل کړی او شریعت یوه ترهګره قانون دی  چې په وحشیانه اعتقاداتو کې ترخاورو لاندی سویدی  .»

څه موده مخکې  درو پینځوس ۵۳ د حقوق پوهانو ډلی په یو لیک کې د دونالد ترامپ څخه  وغوښتل چې جنرال فلین  د ملی امنیت د سلاکار په توګه  و نه ټاکی ځکه  هغه «ځای غوښتونکی » دی او د ده ټاکل و دی څوکی ته  په نړی کې دامریکا  ونړیوال حیثت او واتوریته ته  تاوان رامنځته کوی  .

دغه متقاعد اوپر کور ناست جنرال په خپل کتاب کې تر دغه سر لیک لاندی « دمځکی جګړه: څنګه کولای سو په نړیواله جګړه کې دافراطیونو او اسلامی ډلو،ټپلو او ملګرو پرضد بریالی سو» ولیکل : ایرانی  ضد دریځ هم لری او هغه وایی:  « دیوی  فعالی ائتلاف شاهید یو چې دشمالی کوریا،چین،روسیی،ایران،سوریی ،کیوبا،بولیوی ،ونزویلا او  نیکاراګوا څخه را جوړ سویدی .»

 

دترامپ نوماندی  دملی امنیت   سلاکار دایران په هکله داسی وایی:

ایران په نړی کې دلودیز  پرضددتفکراتو دیوی شبکی محور دی ، داسلامی افراطیون ائتلاف داسیا دختیځ څخه بیا تر سویلی امریکا  پوری غزیدلی دی .

«مایکل فلین»په دی باور دی چې ایران په نړی کې دلودیز  پرضددتفکراتو دیوی شبکی محور دی او دتکفری اسلامی ائتلاف دختیځ اسیا څخه تر ایران او ولاتینی امریکا ته غزیدلی دی .

متقاعد او پر کور ناست جنرال «مایکل فلین» هغه په دی باور دی چې دوه کمونسټی هیوادونه چین او شمالی کوریا دواړه  د اسلامی  تکفری افراطی جریانونو اصلی ملاتړ کوونکی دی  .

 دغه جنرال په خپل کتاب کې تر دغه سر لیک لاندی « دمځکی جګړه: څنګه کولای سو په نړیواله جګړه کې دافراطیونو او اسلامی ډلو،ټپلو او ملګرو پرضد بریالی سو»  خپل لړ لید د چین اوشمالی کوریا  په هکله چې  دتکفری  جریانونو څخه ملاتړ کوی داسی ولیکل :« دوي یوازی ندی  دهیوادونو او ډلو اوټپلو سره ملګری دی حال داچې دیوه  مذهب هم ندی  مګر  دا چې دلودیز څخه بد وړی او په ځانګړی توګه دامریکا او اسرائیلو څخه  دافراطیون سره ملګری دی  دغه  انډیوالان او ملګری دشمالی کوریا،چین،روسیی،ایران،سوریی ،کیوبا،بولیوی ،ونزویلا او  نیکاراګوا څخه عبارت دی .»

دنیویارک تایمز د ورځپاڼی په حواله  د دی کتاب په یوه برخه کې راغلی او لیکل سویدی : « دتعجب او حیرانتیا ځای ندی  چې ممکن د افراطی اسلام پلوو او دهغه رژیمونو چې  هاوانا، پیونگ‌یانگ، مسکو او پیکن  ور سره ځای پرځای دی  د دوي ترمنځ دائتلاف اود یووالی  شاهدان او وسو .

دغه امریکایی متقاعد جنرال دایران په هکله وایی: « دایران روحانیونو اوس محال د کیوبا او ونزوئلا استراتژیک یووالی او اتحاد يې جوړ کړی دی  او دروسیی اوچین سره ډېر نږدی دمرستو ملګری لری، په عراق کې  بریالیتوب پر (لوی شیطان) باندی د دی سبب ګرځیدلی سی چې دمنځنۍ ختیځ کوچنی او واړه هیوادونه دایران سره ملګری سي او سیمه زموږ پرضد ، زموږ د دوستانو ،ملګرو  او متحدو  هیوادونو پرضد د دښمن په توګه را وپاره وی  .»

نیویارک تایمز په دی باور دی  چې د جنرال فلین نومانده کیدل دترامپ د خوا ددی څرګنده وی  دی چې دامریکا ټاکل سوی جمهور رئیس  قصد لری  دمنځنۍ ختیځ او دهغه دشا او خوا سیمود افراطی ګروپونو په اړه خپل سیاست په دی هکله  د لمړیتوب و پړوا ته قرار ور کړی . او جنرال فلین هم یو د«سیاسی اسلام»  دهغو ټینګو منتقدینو دجملی څخه دی چې په همدی پلمه دامریکی دمشرانو سره یوځای  داسلام پرضد کمپاين يې  پرلاره اچولی دی .

                                                               دمطلب پای

 

.


بالا
 
بازگشت