عزیزاحمد خوارمل
دفیدل کاستر دترور دپاره دسي آی اي C I A سازمان حیرانه ونکی دسیسی او کړنی :
لمړی برخه
دانټرنیټ دفارسی سرچینی څخه
ژباړونکی : عــزیزاحمد خوارمل
دکیوبا دانقلاب دمخکنی مشر فیدل کاسترو دساتنی دګارد ریس په ټینګار سره وویل چې د ۱۹۵۹ لویدیزکال څه بیا تر ۲۰۰۶ لویدیزکال پوری ۶۳۸ شپږ سوه اته دیرش ځلی تروریستی یرغل پر کاسترو باندی صورت نیولی اما فیدل د دغو ټولو تروریستی یرغلونو څخه روغ رمټ او بریالی را وتلی دی .
دبلاغ دانټرنیټی سایت د ګذارش پر بنسټ فیدل کاستر دکیوبا پخوانی مشر چې دتیری شنبی په ورځ وو مړ او دمړینی خبر یې خپور سو ، کاسترو د۱۹۵۹ لویدیزکال څخه بیا تر ۲۰۰۶ لویدیزکال پوری ۶۳۸ شپږ سوه اته دیرش ځلی دتروریسټی یرغل سره مخامخ سوی دی او د دغوټولو توطیو څخه روغ رمټ او بریالی را وتلی دی او توطیی يې پر وخت او زمان سره ښنډ سوی او یا مخه يې نیول سوی دی .
دغه ټول تروریسټی شوم پلانونه تر ۲۰۰۶ لودیز کالونو پوري دکاسترو دواکداری په وخت کې دامریکی دجاسوسی سازمان (سی آی ای ) لخوا دفیدل کاسترو پرضد طرحه ، عملی او را منځته سویدی .
په دغه یادداښت کې ویو شمیر هغو خطرناکو او حیرانه ونکو ترورونو او توطیو ته چې دفیدل کاسترو پرضد تر سره سویدی داسی بربنډه او په ډاګه کیږی :
۱ - ماریتا لورنز(Marita Lorenz) المانی (جرمنی)انجلی ،په امریکی کې هنرمنده وه چې دفیدل کاسترو افسونګره معشوقه او وده ته ډېره نږدی وه هغی وغوښتله چې دسي آی اي دسازمان سره مرسته وکړی او ماریتا په دی لټه کې سوه چې مسموم سوی یوټابلیت په کاسترو باندی وخوری ، او فیدل کاسترو د دی نقشی او شوم پلان څخه خبر سو مګر ماریتا لورنز يې وبخښله او دځانه څخه يې لیری کړ ه، او هغه يې وشړله او دهغه څخه يې لاس واخیست .
۲ - مسموم سوی سیګار، په ۱۹۶۰ لویدیز کال کې دسي آي اي سازمان یو کس چې دواړو خواته يې کار کول دوه لوری مامور وو هغه ته يې دنده وسپارل چې دکاسترو دعلاقی وړ سیګار کې یوه خطرناکه سمی مواد ورګد کړی او دغه سمی مواد په لږ وخت کې سمدلاسه دی دمنځه یوسی ، داسی ویل کیږی چې دغه سمی مواد په سیګار کې د۱۹۶۱ لویدیز کال د فبرروی په میاشت کې ودغه دوه لوری مامور ته ورکول سول مګر دغه مامور په ظاهره دبیری له کبله چې بیریدی د دغه تروریستی کړنی څخه يې لاس واخیست .
۳- دسیند دصدف په وسیله : دسی آی اي سازمان معلومات يې ترلاس کړ چې فیدل کاسترو د لمباو (آب بازی ) سره ډېره مېنه اوعلاقه لری او په هغه ځای کې چې لمباو (آب بازی ) کوی د چاودنی مواد (منفجره مواد) يې په صدف کې ځای پر ځای کړ او سي آی اي مصنوعی ډېر ښایسته صدف يې جوړ او په ځانګړی رنګ يې ښکلی کړ تر څو ډاډمن سی چې دکاسترو پام ورته را جلب سی او صدف ته په نږدی کولو سره صدف ژر تر ژره وچوی او دی دمنځه ولاړ سی چې دغه دترور شوم پلان هم ناکامه پاته سو .
۴ – دلمباو (آب بازی ) کالی (لباس) باید مسموم سی : دسی آی اي سازمان پریکړه يې وکړه چې د خلیج دسورګوزانو دجګړی په منځ کې دکیوبا ومشر ته دلمباو (آب بازی ) یوه جوړه کالی یا (لباس) ورته ډالی او بخشش کړی په ۱۹۷۵ لویدیز کال کې دسی آی اي دسازمان داطلاعاتو کمیټه اعلان يې وکړ چې ډېر با ارزښته اسناد په لاس کې لری او هغه د دی ښکارندوی دی چې دسی آی اي سازمان په ټینګه سره غوښت دلمباو (آب بازی ) یوه جوړه کالی یا لباس چې په خطرناکه میکروب او باکترویا وهلی سوی او مسموم سوی وه وفیدل کاسترو ته ډالی کړی او کاستر د دی کالی او لباس په اغوستلو سره يې ډېر ژر دپوستکی په ناروغی سره اخته سی دغه نقشه په ظاهره کې دیو امریکا یی وکیل په وسیله چې جمیز بی دوناوان نومیده او هغه دخلیج دسور کوزانو دجګړی دزندانیانو دخلاصیدو دپاره دکاسترو سره دمذاکری دپاره راغلی وو ، دزندانیانو دخلاصون وکیل ته دنده وسپارل سو تر څو دغه تروریسټی پيښه عملی او تر سره کړی مګردغه وکیل دغه دنده او ماموریت يې ونه منل او دغه نقشه هم ناکامه پاته سوه .
۵ - تر پوستکی لاندی دخودکار په ډول پيچکاری : دسی آی اي د سازمان دزیار او تلاښ په ترځ کې رونالدو کوبیلا چې د فیدل کاسترو د دوستانو دجملی څخه وو ،دغه کس یې دترور ودی کار ته وګمارل تر څو تر پوستکی لاندی دیو مسموم سوی امپول په وسیله چې ډېر په ماهرانه توګه په خود کار ډول سره جوړ سوی او ځای پرځای سوی وو د دی امپول په کولو سره ،فیدل کاسترو سمدلاسه دمنځه یوسی ،مګر دامریکی دهغه وخت دجمهور ریس جان اف کندی دترور دموضوع د رامنځته کیدلو دکبله ، د دغی تروریسټی پيښی دناکامی سبب وګرځیدی او دغه تروریسټی کړنه تر سره نه سوه .
دوهمه برخه
د فیدل کاسترو څخه نقل قولونه او روایتونه :
دفیدل کاسترو شپږ تاریخی اومهمی جملی :
دفیدل کاسترو مړینه ، دسوسیالست څیره او دامریکی پر وړاندی د مقاومت څیره، ددی میړه مبارز دخولی څخه لاندنی نقل ،قولونه او روایتونه داسی لولو :
۱ – فیدل کاسترو خپل دزړه دناروغی دیوی پوښتنی په ځواب کې په یوګذارش کې په ۱۹۷۲ زیږدیز کال کې داسی ولیکل : زه اوسپنیز زړه لرم .
۲ - فیدل کاستر و په ۱۹۷۸ زیږدیز کال کې د کمونیسټو ځوانانو په یوه غونډه کې وویل : ایا دامریکا مشران کولای سي دبشری حقونو په هکله خبری وکړی په داسی حال کې چې په دغه هیواد کې میلیونران ،خوران او غریبان ژوند کوی ،تور پوسټکی دتبعیض سره مخامخ دي ، ښځۍ وتن خرڅولو ته يې مخه کړه او لاس پوری کړی ، دلاتینی امریکی خلک استعمار ،توهین اوریش خند غندی ؟
۳ – فیدل کاسترو په ۱۹۸۵ زیږدیز کال کې اعلان يې وکړ او وی يې ویل چې دی به نور سیګار نه څکوی : ده وویل زه دی پایلی او نیتجی ته رسیدلی یم چې دکیوبا دخلکو د روغتیا او سلامتیا دپاره سیګار تر دوي ځار کړم که څه هم چې زما زړه وڅکولو ته تنګ ایږی مګر نور یې نه څکوم .
۴ - فیدل کاسترو په ۲۰۰۰ -دوه زره زیږدیز کال کې په اشاری سره دخپلی اوږدی بیانیو په هکله وویل : ممکن یوڅه ناوخته و دی پایلی ته رسیدلی یم چې نور زما بیانی به هرومرو لنډ وي .
۵ – فیدل کاسترو په یوه لیک کې په ۲۰۱۵ زیږدیز کال کې دونزیلا وجمهور ریس نیکولاس مادورو ته ولیکل : روسیه او چین دنړی په ستونز وتر امریکی ډېر ښه پوهیږی ځکه دغمیزی ډک جګړي یې چې فاشیزم پر دوي تحمیل کړی وه دهغه څخه يې ښی تجربی تر لاسه کړی دی په دی هکله هیڅ شک نلرم چې دغه دوه هیوادونه په تاریخی ،سنتی او انقلابی تجاربو چې په دی اړه یې لری تلاښ او زیار به وباسی تر څو دنړیوالی جګړی څخه مخ نیوی سوی وي او په ونزویلا،لاتینی امریکی ،اسیا او افریقا کې دسولی دپراختیا دپاره مرسته وکړی .
۶ - فیدل کاسترو په ۲۰۱۶ زیږدیز کال کې دکیوبا دکمونست ګوند په کنګره کې په خپل یوه بیانی کې وویل : کابو نهوی ۹۰ کلن یم او ډېر ژر دنورو انسانانو په شان د دی نړی څخه ځم . مرګ دټولو دپاره دی اما د کیوبا دکمونیسټانو د ایډی اومفکوری پر بنسټ په شاهدی ورکولو سره ،که په شرافت او تراحم سره کار وکړو کولای سو هغه ارزښتونه ، کالی او مصرفی مواد چې دخلکو اړتیا ورته سته دی هغه تولید کړو .
دمطلب پای