مشرقی ولس ته !

بسم الله الرحمن الرحیم

یو مهال ننګرهار د علم او فرهنګ زانګو او همیشه بهار بلل کید، له بده مرغه دا دواړه عالی صفتونه یی د تت کیدو په حال کې دی. د دې ولایت مطبوعات، تاریخی ځایونه، فرهنګی – سیمه ییز مناسبتونه  او دې ته ورته معنوی  او تاریخی ارزښتونه د لاسه وتو په حال کې دی . دا چې ولی او په څه ډول او د دې د مخنیو لپاره څه پکار دی ، دا یو لوی بحث دی. راتلونکی کې به په تفصیل ورباندی خبرې وشی. دملی ارزشونو په وړاندې چلند هم بیخونده دی، موږ دلته بالعموم خپلی ملی پیسې له چلنده ایستلی او په یوه لوی حجم بهرنیو پیسو باندې سوداګریز او اقتصادی معاملات ترسره کوو،  دلته د دی ځای هم نده چی د فرمول  او اقتصادی سنجش پر میتود هغه زیان محسابه شی چې  یوه ورځ کې یې موږ خپل ملی اقتصاد ته اړوو. له بلې خوا که دغه زیان رسنیو کی خپور شی، ممکن د نورو ولایتونو خلک پرموږ کلک انتقاد وکړی او ممکن ددوی له محاکمی ځان ونشو ژغورلای. که پورتنۍ نیمګړتیاوی نشو جبرانولای  او د قوت لایموت سرګردانیو دغه ارزشونه را څخه هیر کړی دی، اقلاً    د دغې ګیډې او ورځنی ژوند لپاره خو باید یوڅه وکړو.

نن د ننګرهار او ټول افغانستان بده ورځ  د ډیرو خلکو وزګارتیا او د فقر له کرښې ټیټه کچه کې ژوند دی. دا په داسې حال کې چی ننګرهار ډیر قوی اقتصادی پوتنسیل لری. اوبه، کرنیزی ځمکې، معادن، دلویو لارو انکشاف او سوداګری، د توریزم عواید، لاسی  صنعت  او کلیوالی تشبثات (چرګانو روزنه، کب روزنه، دشاتو تولید...) هغه څه دی چی په ډراماتیک او حیرانوونکی توګه د خلکو ژوند کې مثبت بدلون راولی، داقتصادی وضعیت په ښه کیدو سره خود بخودمنکرات  هم له منځه خې او د دې ولایت اوسیدونکی د عزت د ژوند خاوندان کیږی، لکه هغسی چی الله (ج) فرمایلی چې ترټیټ لاس څخه اوچت لاس او تر ضعیف مومن څخه قوی غوره دی. داسلام مبارک دین د عزت دین دی، فقر او بیوزلی  نه خوښوی.  دلته دا موضوع هم اوږد بحث ته اړتیا لری. فعلاً له موقع په استفادی  هغو بالقوه ګواښونو ته نغوته کوو چی همدا اوس راته ترمخې دی:

ننګرهار خپلی ډیری ښې کرنیزی ځمکې له لاسه ورکوی، خو په بدل کې یې څه نه ترلاسه کوی، د شنې ساحې په له منځه تلو چاپیریال ویجاړ او راز راز ناروغی  زیاتی شوی دی. داپه داسې حال کی چې یوه ونه ۲۵ تنو ته اکيسجن ورکوی او د هوا دناپاکیو په وړاندی دطبیعی فلترحیثیت لری،خو موږ هره ورځ په سلګونو ونې له منځه وړو !! له دی پرته اوس نور هیوادونه  خپله خاوره په عسکرو نه ساتی بلکی په ونه یی ساتی ! موږ افغانان ناری وهو چی په یوه لپه خاوره سرورکوو ؟ خو خبر نه یاستئ چی د شنه فرش په لاسه وتو هرکال ټنونه خاوره درڅخه ځی ، دا په داسې حال کی چی د یوسانتی مربع خاوری تشکیل په اوسط ډول ۳۰۰ کلونو ته ضرورت لری .  که دلته ساینسی  مسایلو ته داخل شو، بیا نو بحث ډیر پیچلی او اوږدیږی. بیا د ایکو سیستم او چاپیرال ساتنی موضوع مخی ته راځی او ممکن د لوستونکو د ستومانۍ لامل شی. او په دی پوهیږو چی ننګرهار د چاپیریال ساتنی لپاره هیڅ او هیڅوک هم نلری. خو باید هیره نکړو چې  د ژوند چاپیریال یو ایسار شوی فزیکي سیستم دی چې د انرژي او کتلې د تبادلې په واسطه د ژوندیو موجوداتو ټول حیاتی سیستم تراغیزی لاندی لری.  د ژوند چاپیریال د فیزیکي او بیولوژیکي اجزاوو له مجموعې توازن څخه جوړ شوی دی. دغه اجزاء ژوندي او ناژوندي موجودات دي چې د ژونديو موجوداتو فزیکي برخه یا د اوسیدو ځای(Habitat) بلل کیږي. په مجموع کې زموږ محیط دوه برخې لري: یو یې ژوندی یا حیاتی  محیط چې د انسان په ګډون ټول ژوی، ونې- بوټي او کوچنی ژوندی اجسام (مایکروارګانیزمونه) را اخلی،  بل یې نا ژوندی محیط دی  لکه خاوره، غرونه، دښتې اوبه، خاوره او تیږی. موږ په ننګرهارکې دواړه برخی له ګواښ سره مخ کړی دی. دلته یی د اوبو، خاوری دمنابعو او دشنې ساحی په نااګاهانه او پټو سترګو تخریب باندی خبری کوو:

افغانستان یوه تباه کوونکی جنګ سره مخامخ دی ، دا جګړه د انسانی او مادی تخریب ترڅنګ اقتصادی اړخ هم لری، یعنی دښمن ستا هرې ذری ګټی ته ځیر دی، خو ته یی داسی لالهانده کړی یې چی یوې مړۍ ډودۍ پسې ستومانه او دخپلی سبا ورځی فکر ته هم نه یې وزګار. اوس خبره دی برید ته راورسیده چی د دی سیمی هر بوټې او هری ونی او هرې لپې اوبو ته په ډیر مهارت پلانونه جوړیږی، خو ننګرهار خوار خبر هم ندی. زموږ طبیعی ځنګلونه تباه سول، کرنیز ځمکی مو له منځه ولاړی او اوبه مو په مفته را څخه روانی دی او موږ د لوی سیند تر څنګ تږی ناست یو. دغه د ننګرهار کانال څو ځایونو کی سوری شوی او اوبه یې څو ځایونو کی بیرته سیند ته ورتوییږی خو موږ ورڅخه  استفاده نشو کولای ، څو کاله مخکی د ګمرک ودانۍ جوړیده، د دی لپاره داسی زراعتی ځمکه غوره شوه چی کافی اوبه یی هم درلودی ، خو له دی ساحی څخه یو څو لویشتی بر موږ پراخه دښته درلوده چی د موجوده ګمرک په پرتله مو دری دومره لوی ګمرک جوړولای شو چې اوس به یی کافی دفترونه، د پارکنک ځای او په کلکه- پخه ځمکه لوی لوی ګودامونه لرل، حال داچی په اوسنی ګمرک مو ۳۰۰ جریبه ځمکه هم له لاسه ورکړه او مشکل مو هم حل ندی. که هغه وخت مو هوښیار چارواکی لرلای دا لویه ضایعه به نه پیښیده . دکانال فارمونه(چې هم ملی اقتصادی انکشافی پروژه ده او د چاپیرال له پلوه فوق العاده ارزښت لری ) مو په لوی لاس په وچه بیدیا بدل کړل . د دی د له منځه وړلو لپاره په ډیر مهارت کار وشو. همدا اوس هم دامهارت دوام لری. څه موده وړاندی می دجلال اباد دښار په دیوالو عجیب اعلان کوت، لیکلی یې و( والتین وزیتون،  دزیتونو پاڼې پرې کړئ، ویی ایشوئ،ښاخونه یی پری کړئ ....ډاکتر پلانی ...) ما چې دطب پوهنځی کی څومره پلټنه وکړه په دی نوم می کوم ډاکتر ونه موند، دا اصلاً  داسی یو اعلان و چی موخه یی د زیتونو د وونو تباه کول و، لکه څوکاله مخکی چی د پستې د ریښو دوهلو دثواب په هکله لیکنی د شمال ولایتونو کی خپری شوی وی او خلکو د پسټې د ونو ریښې راایستسلی. د دغو اعلانو لیکونکی عادی سړی نه دی ، دی په دی پوهیږی چی پسته دافغانستان مهم صادراتی قلم دی او په اقتصادی کی یی مهمه ونډه لری او دوچوبی په وړاندی کلک مقاومت لری، د دی ونی که ډډ وهل شی یا یې ښاخونه پری شی، بیرته په آسانی وده کوی، خو که ریښه یی پرې شوه بیا نو دپستې ځنګل ډیر آسانه ختمیږی، نو راځه د ثواب په نوم یې په خپله دافغانانو په لاس تباه کړه. او همدا ډاکتر (...) په دی هم پوهیږی چی د کانال د زیتونو بوټی هغه وخت ختمیږی چی ښاخونه او پاڼې یی وتوږل شی ! له بلی خو له ۱۲ کلونو راهیسی د سړک جوړونی د پروژې په نوم دکانال د فارمونو ونی وهل کیږی، حال دا چې داسړک موږ ته هیڅ ندی پکار،  ددی پر ځای باید موږ دهزار ناو او باڅول له سیمی مخ په جنوب او جنوب غرب یو لوی (هایوی) جوړ کړو چی زموږ پنځه ولسوالی یو بل سره ونښلوی او د حصارک له سیمی مود کابل خاک جبار ته ورسوی او هلته یو لوی تجارتی مارکیت جوړ کړو چی د ماهیپر او پلچرخی  له تنګی لاری چپ شو، له دغو پینځوولسوالیو د سړک په تیریدو په خپله دغو ولسوالیو ته امنیت، اقتصاد، پولیس، حکومت، معارف، صحت... لنډه داچی هر څه ورځې. اوس یو چا فرمایش  ورکړی چی د فارمونوپاتی ونی دی ووهل شی چی یو سړک ګنبری ته وکاږو. دا ګنبیری کی څه دی چی سړک ورولی ؟ ګنبری ته ولی د کونړ له سینده د اوبو کانال نه ورولی ? کوم تجارت، کوم تولید ، کوم اولویت ؟؟؟ ډیره مشکله ده چی د دی  اصلی موخه او زموږ مجبوریت او اولویتونه دغې لیکنه کی ځای کړم، خو هیله لرم چی نور نو ننګرهاریان ویښ شی.  بس ده بډایوموډیر خوب وکړ،چارواکو مو ډیر چور وکړ او بیوزلی مو دقوت لایموت په لالهاندیو کی نور هم بیوزله شول  . لږ بیدار شې .  اوس راځو دچاپیرال او چاپیریالی شتمنیو او پالیسی خبری ته :

دچاپیریال ساتنی په برخه کې پالیسی هغه کُلی تګلاره ده، چې په راتلونکی کې دطبیعت د ډیرو قیمتی، کمیابه اومتنوعو شتمنیوپه وړاندې دفعالیت څرنګوالی او له هغو څخه د ګټې اخیتسنی لاری- چارې ټاکي. دا یو داسې عملی او علمی میتود دی، چې بیلابیلو او ځینی وخت د چاپیریال په اړه متناقضو غوښتنو ته ځواب وایی. دچاپیریال د پالیسیګانو په جوړولو او ښودلو کی متخصص کارپوهان (هغوی چې د طبیعی منابعو په هکله پوهیږی) ډیر رول لری. دلته له متناقضو غوښتنو څخه موخه داده چې له یوې خوا موږ د طبیعت اقتصادی ورکړوته اړتیا لرو، له بلې خوا باید د هغو ساتنه وکړو، له یوې خوا تولیدی فعالیتونوته وده ورکوو، له بلې خوا یو شمیر تولیدی رشتې چاپیریال ته زیان اړوونکی دی. په دې ډول سره چاپیریال ساتنه باید په ستونزمن ماحول او متناقض حالت کې د حل دلارې موندونکی ( problem solving) وی، او دا هغه وخت امکان لری چی موږ ورته د علمی څیړنی په مرسته ارزښتمند معیارونه غوره کړواو علمی موندنی په واقعی نړۍ (طبیعت)کې تطبیق کړو.

دچاپیریال ساتنی پالیسیګانې د علمی توب ترڅنګ باید باثباته، واقعیت باندې ولاړې، هدف لرونکی، عمومی، اوکره او پخې وی. دچاپیریال ساتنی پالیسی له طبیعی ا و ټولنیزو (دواړو) څانګو له علوموسره اړیکی لری. لکه ایکالوژی، سیاست، اقتصاد، بوتانی، بیولوژی، دمدیریت علم، سازمانی اړیکو، طب او عامه پالیسی جوړونې  سره ټینګه رابطه لری.

پرمختللو هیوادونو د چاپیریال ساتنی د مدیریت لپاره ځانګړی اداری او  متخصص مدیریت توظیف او په کار ګومارلی دی، خو افغانستان، په تیره ننګرهار دې برخه کی ډیر خوار دی.

ننګرهار کولای شی دی برخه کی مطالعه وکړی او دنړې له تجربو استفاده وکړی. د بیلګې په توګه دامریکی متحده ایالاتو کې په ۱۹۷۰م. کال کې دچاپیریال ساتنې ځانګړې اداره رامنځته شوه، وروسته بیا په انګلستان او ایرلند کی همدا ډول اداری دچاپیرال ساتنی د پالیسی د تطبیق لپاره جوړی شوی. د آسترلیا د هیواد د چاپیریال ساتنی اداره د چاپیرال ساتنی د مدیریت  اوپالیسی برخه کی یوه ډیره فعاله اداره ده، همداسې هم دملګرو ملتونو د چاپیریال ساتنی پروګرام په ټولو هیوادونو او له هغی  جملې، افریقا، هندوستان، چین اواروپا او روسیی کې په علمی څیړنو بوخته ده. د اروپایی اتحادیی د چاپیریال ساتنی وزیرانو د۲۰۰۱۶م.کال دسپتمبر په وروستیو کې خپل منځ کی دچاپیرال ساتنی قانون لاسلیک کړ. دملګرو ملتونود چاپیریال ساتنی تړون کې دنړۍ ۱۴۴ هیوادونو لاسلیک کړیدی، خو د چاپیرال نه ساتنی په هکله هغو له ۴۰ زیاتو هیوادوته د انتقاد ګوته نیول کیږی، چی دنړۍ له نیمایی زیات ککړوونکوتوکو او کاربن دای اکساید دتولید مسئول دی. زموږ هیواد کی هم د چاپیریال ساتنی اداره د اتیایمی لمریزی لسیزی په پیل کې د موقت حکومت په تاسیس سره جوړه شوه. زموږ هیواد د خپل چاپیریال، غوره اقلیم، دژویو او بوټو د تنوع او ښکلیو منظرو او نایابه الوتونکو، ژویو او بوټو له پلوه یو بیساری هیواد دی، خو له بده مرغه تر اوسه پوری دغی موضوع ته پوره کار نه دی شوی او نه هم پوره علمی څیړنی دی برخه کی ترسره شوی دی. د همدې نیمګړتیا له مخی زموږ هیواد کې چاپیریال او طبیعی منابعو ته لوی ګواښونه متوجه دی. د دغو ګواښونو مخه هغه وخت نیول کیدای شی، چې یو غوره مدیریت ورته ولرو.

 د چاپیریال ساتنی پالیسی دهغو پالیسیګانو له جملی څخه ده چې تطبیق یې دڅوګونو  ادارو او مختلفوبیروکراسیوله خوا ترسره کیږی، یعنی تطبیق او اجرا یی عامه پوهاوی اود ذیدخلو ادارو او  ارګانونو دهمکاری ګډې فضا ته اړتیا لری، ترڅو دمتحدانه هڅو په واسطه دغه پالیسی تطبیق شی. د دغه ډول پالیسیو د اجرا لپاره مشترکو قوانینو او لایحو ته ضرورت وی.

دچاپيريال پاليسی يعنې څّه؟

کله چې يوه ټولنه، اداره  او سازمان د ژوند د محيط په اړه  يوه تدوين  شوی  برنامه  او د تدابيرو مجموعه  ترتيبوی او دراتلونکو اجراتو اوخط مشى  يوه مجموعه  اعلانوی، د چاپيريال د پاليسی  په نوم ياديږی . دچاپيريال پاليسي  هم په کوچنۍ  کچه ( دکلي،ښار،هيواد) او هم په لويه کچه ( دڅو هيوادونو ) په کچه او  آن د نړۍ په کچه جوړه او  تطبيقيږی.  د چاپيريال پاليسی د ځانګړو چاپيريالی (محيطی) موخو د ترلاسه کولو دډاډمنتيا لپاره جوړه او په پام کې نيول کېږي.  پاليسي هغه دپام وړ تصاميم دي، چې دا څرګندوي چې څه بايد وشي او له کوم شي بايد ډډه وشي.  دا يوه اګاهانه او شعوري  پوهه او دتدابيرو مجموعه  ده  چې د طرح، تطبيق او ارزولو له مخې بيلابيل پړاوونه لري. په دې توګه  دچاپيريال  پاليسی  ټولی هغه هڅی  او تدابير دی چې  د ککړوونکو د کمښت، بی اغيزی کولو، د محيط د تعادل او د ايکوسيستم د بقا لپاره کیږی.  مه پریږدئ چې هر څوک مو په شتمنی لوبی وکړی او ستاسی حیاتی مسایل د اقتصادی جګړی لپاره قربان کړی. راځئ د ژوند د یوی مهمی اړتیا په توګه په دې برخه کی یو سیمه ییز دیالوګ او یو څو کنفرانسونه جوړ او د مدنی ټولنی او  با درکه او پوهو ځوانانو په همت د دغی ستونزی حل ولټوو.

 

په درناوی

 

پروفيسورمحمد بشیر

 

 


بالا
 
بازگشت